ماگيون (په چيکي: Magion) د چکوسلواکیا یوه مصنوعي اکتشافي سپوږمۍ وه چی د اېنټر کسموس د پروگرام په ترځ کی د چکوسلواکیا د علومو اکاډيمي لخوا د یونوسفېر، مگنېتوسفېر او وان آلن کمربند د اکتشافو لپاره جوړه شوه. د ۱۹۷۸ کال څخه تر ۱۹۹۶ کال پورې ۵ مصنوعي سپوږمی جوړې شوې چی مځکني مدار ته وتوغول شوې. [۱]

ماگیون ۱
ماگیون ۳

ماگیون ۱ سمول

ماگيون ۱ د چکوسلواکیا د مصنوعي سپوږمیو څخه لمړني اکتشافي مصنوعي سپوږمۍ وه چی په ۲۸ اکتوبر ۱۹۷۸ کال کی د پلېسټسک د راکټ د توغولو میدان څخه مځکني مدار ته وتوغول شوه. ماگيون ۱ د ۱۴ نومبر يه ۱۹۷۸ کال کی د فضایی پېړۍ څخه جدا شو او د یونوسفېر د اکتشاف یی پېل کړ. په ۱۹۸۱ کال کی د ماگیون ۱ د اکتشافو کار پاي ته ورسېده. ماگيون ۱ د منشور شکل درلود. وزن یی ۱۵ کیلوگرامه وو. په دی منشور کی ټیلی میټری ټرانسميتر نصب شوي وو چی د فريکونسۍ پوښښ يې ۱۳۷ کيلوهتزه وه. [۲]

ماگیون ۲ سمول

ماگیون ۲ د ۶۵ کیلوگرامو اکتشافی سپوږمکۍ وه چی د ۲۸ سبتمبر په ۱۹۸۹ کال کی مځکني مدار ته وتوغول شوه په دی سپوږمکۍ کی اېلېټرو - مقناطیسی سامانونه SGR - 6 او SGR - 7 او راډیو - سپکټرومټر PRC - 2 - C نصب شوې دی چی د مگنېتوسفېر د اکتشافو لپاره کارېده.[۳]

ماگیون ۳ سمول

ماگیون ۳ په ۱۸ دسمبر ۱۹۹۱ کال کی د پلېسټسک د راکټ د توغولو میدان څخه مځکني مدار ته وتوغول شو. وزن یی ۵۲ کیلو گرامه وو. په ۱۹۹۲ کال کی د ماگيون ۳ د اکتشافو کار پاي ته ورسېده. [۴]

ماگیون ۴ سمول

ماگيون ۴ د ماگيون سپوږمکۍ څخه یوه اکتشافي سپوږمکۍ وه چی په ۱۹۹۵ کال کی د انتېربال د پروگرام په ترځ کی د پلېسټسک د راکټ د توغولو میدان څخه مځکني مدار ته وتوغول شوه. وزن یی ۵۹ کیلوگرامه وو او شکل یی کروی وو. ماگيون ۴ د کرې مغناطيسي میدان اکتشاف کړ.[۵]

ماگیون ۵ سمول

ماگيون ۵ د ماگيون سپوږمکۍ څخه وروستی اکتشافي سپوږمکۍ وه چی په ۲۹ اگست ۱۹۹۶ کال کی د پلېسټسک د راکټ د توغولو میدان څخه مځکني مدار ته وتوغول شوه. وزن یی ۶۲ کیلوگرامه وو او شکل یی کروی وو. ماگيون ۵ په ځانگړي ډول د اېلېکټرونونو او آینونو حرارت د ۳۰۰ کیلومتره په لوړوالی کی اکتشاف کړ. په دی سپوږمکۍ کی پرته له تحلیلي سامانونو نه کمرې نصب شوې دي چی د قطبی شفق د څارولو او اکتشافو لپاره کار اخیستل کېدلې. په ۲۰۰۲ کال کی د ماگيون ۵ د اکتشافو کار پاي ته ورسېده.

سرچینې سمول

  1. http://ceskolipsky.denik.cz/zpravy_region/35-let-legendarni-druzice-posilala-data-na-ceskolipsko-20131125.html
  2. http://www.ufa.cas.cz/html/magion/mt.html?
  3. http://www.ufa.cas.cz/html/magion/mt.html
  4. https://cs.wikipedia.org/wiki/Magion
  5. http://www.ufa.cas.cz/html/magion/magion4.html