ماډل ارګانېزم

ماډل ارګانېزم چې په لنډه توګه د ماډل په نوم هم یادېږي، یوه غیر انساني ژوندۍ نوعه ده چې په پراخه کچه پر ځانګړو بیولوژیکي ښکارندو د پوهېدو لپاره مطالعه کېږي او د مطالعې او څېړنې له لارې تمه دا وي چې په ماډل ارګانېزم کې شوي کشفونه به د نورو ژوندیو موجوداتو یا ارګانېزمونو د کړنچارو په اړه پوهاوی رامنځته کړي. ماډل ارګانېزمونه په پراخه کچه د انساني ناروغیو د څېړلو لپاره کارېږي، په ځانګړې توګه کله چې پر انسان ساینسي تجربه ناشونې یا غیر اخلاقي وي. دا ستراتیژي د ټولو ژوندیو موجوداتو د ګډ نسل او د تکاملي دورې په اوږدو کې د میټابولیکو او وده‌ییزو لارو د څارنې او جینیټیک موادو په مرسته شونې کېږي.[۱][۲][۳][۴]

د ماډل ارګانېزمونو څېړنه ښایي معلوماتي وي، خو له یوه ارګانېزم څخه بل ته د تعمیم یا عمومي کولو پر وخت باید پاملرنه وشي.[۵]

ماډل ارګانېزمونه د انساني ناروغیو په څېړنه کې دا شونتیا رامنځته کوي چې یوه حقیقي انسان ته د کوم زیان له رسېدو پرته د ناروغۍ پروسه په ښه ډول درک شي. غوره شوې نوعې معمولاً د انسانانو لپاره ټاکل شوي ټیکسونومیک یا ډلبندیز مساوات پوره کوي، تر څو د اړتیا په صورت کې د ناروغۍ یا د هغې درملنې ته په داسې طریقه غبرګون وښيي چې د انسان له فزیولوژۍ سره ورته وي. که څه هم په یوه ماډل ارګانېزم کې بیولوژیکي فعالیت په انسانانو کې هماغسې اغېز نه تضمینوي، خو ډېری درمل او د انساني ناروغیو درملنه تر څه حده د څارویو د ماډلونو د لارښوونو له لارې رامنځته کېږي.[۶][۷]

د ناروغیو د ماډلونو درې اصلي ډولونه شته دي: هومولوګ یا همڅېره، اسومورفیک یا هم‌نوعه، او پرېډیکټیو یا پیشبینانه. هومولوګ حیوانات له هغو انسانانو سره چې هماغسې ناروغي ولري، سره ورته لاملونه، نښې او د درملنې لارې چارې لري. اسومورفیک حیوانات هم له یو بل سره مشابه نښې او درملنه لري. پرېډیکټیو یا د وړاندوینې ماډلونه بیا یوازې په څو اړخونو کې له یوې ځانګړې انساني ناروغۍ سره ورته دي، مګر د ناروغۍ د یو شمېر ځانګړتیاوو د میکانیزمونو په اړه د جلا کولو یا قرنطین او وړاندوینې په برخه کې ګټور دي.[۸]

ګڼ ماډل ارګانېزمونه شته دي. د مالیکولي بیولوژۍ لپاره له لومړنیو ماډل سیستمونو څخه یو یې باکتریایي «ایسچریچیا کولي» (Escherichia coli) دی چې د انسان د هاضمې د سیستم یو عام عنصر ګڼل کېږي. یو شمېر باکتریا ویروسونه (bacteriophage) چې «E. coli» ککړوي یا عفوني کوي هم د جین جوړښت او د جین تنظیمولو د مطالعې لپاره خورا ګټور دي (د بېلګې په توګه Lambda او T4 فېجونه). که څه هم دا بحث شته دی چې ایا باکتریوفیجونه د ژوندیو موجوداتو یا ارګانېزمونو په توګه ډلبندي شي که نه، ځکه دوی مېتابولیزم نه‌لري او د تکثیر لپاره د کوربه حجرو په کړنچاره پورې تړلې وي.[۹]

ماډل ارګانېزمونه د ژوند له ټولو دریو حوزو او ویروسونو څخه اخیستل شوي دي. بېلګې یې ایسچریچیا کولي، د ډوډۍ خمیره، دT4 فېج ویروس، د میوو مچۍ، ګل لرونکی نبات، ازمایشي موږک یا خوګچه، او موږک دي.

تاریخچه

سمول

په څېړنو کې د څارویو د کارونې تاریخ لرغوني یونان ته رسېږي چې ارسطو (۳۲۲-۳۸۴ قبل المیلاد) او اراسیستراتوس (۲۵۸-۳۰۴ قبل المیلاد) په کې لومړني پوهان وو چې په ژوندیو حیواناتو یې تجربې ترسره کړې دي. د ۱۸مې او ۱۹مې پېړیو په اکتشافاتو کې د «انتوان لاووازیه» له لوري په کالوریمیټر کې د ازمایشي موږک یا خوګچې کارول شامل وو تر څو ثابته کړي چې تنفس د احتراق یوه بڼه ده او «لويي پاستور» بیا په ۱۸۸۰یمه لسیزه کې په پسونو کې د انتراکس یا تور زخم په کارولو سره د ناروغۍ د میکروب تیوري وړاندې کړه.[۱۰]

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې «ایمیل وون بیرینګ» د ډیپتیریا زهر جلا کړل او په خوګچه یا ازمایشي موږک کې یې اغېزې وښودلې. هغه په ​​​​حیواناتو او بیا په انسانانو کې د ډیپتیریا پر وړاندې د انټيټوکسین رامنځته کولو ته اقدام وکړ چې په پایله کې یې د معافیت یا خونديتوب عصري مېتودونه رامنځته شول او ډیپتیریا یې تر ډېره حده د ګواښونکې ناروغۍ په توګه پای ته ورسوله. د ډیپتیریا انټيټوکسین په ایډیتاروډ نسل کې مشهور دی چې د ۱۹۲۵ په "serum run to Nome" کې د انټيټوکسین رسولو وروسته ماډل شوی. د ډیفتیریا انټيټوکسین په تولید کې د حیواني مطالعاتو بریا هم په متحدو ایالتونو کې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د څارویو له څېړنې سره د مخالفت د کمېدو لامل بلل کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د کارونې ځایونه

سمول

ګڼ ماډل ارګانېزمونه شته دي. د مالیکولي بیولوژۍ لپاره له لومړنیو ماډل سیستمونو څخه یو یې باکتریایي «ایسچریچیا کولي» (Escherichia coli) دی چې د انسان د هاضمې د سیستم یو عام عنصر ګڼل کېږي. یو شمېر باکتریا ویروسونه (bacteriophage) چې «E. coli» ککړوي یا عفوني کوي هم د جین جوړښت او د جین تنظیمولو د مطالعې لپاره خورا ګټور دي (د بېلګې په توګه Lambda او T4 فېجونه). که څه هم دا بحث شته دی چې ایا باکتریوفیجونه د ژوندیو موجوداتو یا ارګانېزمونو په توګه ډلبندي شي که نه، ځکه دوی مېتابولیزم نه‌لري او د تکثیر لپاره د کوربه حجرو په کړنچاره پورې تړلې وي.[۲۴]

په یوکاریوټونو کې ګڼ شمېر خمیرونه، په ځانګړې توګه ساکارومایسس سرویزیه ("د پخولو ډوډۍ" یا "بوډینګ" خمیر) په پراخه کچه په جینیټیک او د حجرو په بیولوژي کې کارول شوي، ځکه دوی چټکه او اسانه وده کوي. په ساده خمیر کې د حجرو دوره په انسانانو کې د حجرو له دورې سره ډېره ورته ده او د هومولوګ پروټینونو له‌خوا تنظیمېږي. د مېوې مچۍ ډروسوفیلا مېلنوګسټر (Drosophila melanogaster) بیاځلې څېړل کېږي، ځکه وده یې د یوه حیوان لپاره اسانه ده، بېلابېلې د لیدو وړ ذاتي یا موروثي ځانګړنې لري او په خپلو لعابي غدو کې پولیټین (غټه جثه) کروموزوم لري چې تر نوري مایکروسکوپ لاندې لیدل کېدای شي. لوله‌يي یا ګرد چینجی سانورهابډیټیس (Caenorhabditis) بیا د دې لپاره څېړل کېږي چې ډېرې پېژندل شوې پراختیایي نمونې یا الګوګانې لري چې د حجرو ثابت شمېر رانغاړي او دا د غیر معمولي مواردو لپاره په چټکۍ سره ازمویل کېدای شي.

مهم ماډل ارګانېزمونه

سمول

ماډل ارګانېزمونه د ژوند له ټولو درېیو حوزو او دغه راز ویروسونو څخه استخراجېږي. تر ټولو ډېر مطالعه شوی پروکاریوټیک ماډل ارګانېزم «ایسچریچیا کولي» دی چې تر ۶۰ کلونو ډېره موده څېړنې پرې شوې دي. دا یوه عامه او د کولمو ګرام-منفي باکتریا ده چې په لابراتواري محیط کې په اسانه او ارزانه ډول د ودې وړ او کرل کېدای شي. دا په مالیکولي جینیټیک کې تر ټولو پراخ کارول شوی ارګانېزم دی او د بایو ټکنالوژۍ او مایکروبیولوژي په برخو کې یوه مهمه نوعه بلل کېږي چې له بیاجوړوونکې ډي.اېن.اې سره د اکثریت کارونو لپاره د کوربه ارګانېزم په توګه کار کوي.[۲۵]

ساده ماډل یوکاریوټونه د ډوډۍ خمیر او د درزونو یا انشقاق خمیره دي چې دواړه یې د انسانانو د حجرو په ګډون له لوړو حجرو سره په ځانګړنو کې ډېر مشترکات لري. د بېلګې په توګه ډېری د حجروي وېش جینونه چې د سرطان د پراختیا لپاره مهم دي، په خمیر کې کشف شوي دي. «چلامیډوموناس رینهارډتي» چې یو حجروي شنه الګا ده او جینیټیک یې پوره څېړل شوی دی، د فوټوسنتېز او حرکت د مطالعې لپاره کارېږي. «سي رینهارډټي» ګڼ پېژندل شوي او نقشه شوي بدلون‌منونکي او څرګند شوي تسلسلي ټګونه لري او د جینیټیک بدلون او د جینونو د انتخاب لپاره پرمختللي مېتودونه شته دي. «ډیکټیوسټیلیم ډیسکویډیم» په مالیکولي بیولوژۍ او جینیټیک کې کارېږي او د حجرو د اړیکو، توپیر او پروګرام شویو حجرو د مړینې د بېلګو په توګه مطالعه کېږي.[۲۶]

د غیر فقاریه حیواناتو په منځ کې بیا د مېوو مچۍ «ډروسوفیلا میلانوګاسټر» د «توماس هنټ مورګان» او نورو پوهانو له لوري د شویو جینیټیک تجربو د موضوع په توګه مشهوره ده. دوی په لابراتوار کې د اسانه ودې، چټک نسل، لوړ بار راوړنې، لږو کروموزومونو او په اسانۍ سره د لیدلو وړ بدلونونو ځانګړنې لري. نماتود د پراختیا او فیزیولوژي د جنیټیک کنټرول د پوهېدو لپاره کارېږي. دا لومړی ځل په ۱۹۶۳ کال کې د «سیډني برینر» له لوري د «نیورونال» پراختیا لپاره د ماډل په توګه وړاندیز شوی و او له هغه وخت راهیسې په ګڼو بېلابېلو شرایطو کې په پراخه کچه کارول شوی دي. «سي اېلېګانونه» لومړني څو حجروي ارګانېزمونه وو چې جینوم یې په بشپړ ډول ترتیب شوی و او تر ۲۰۱۲ کال پورې یوازنی ژوندی موجود و چې خپل نښلوونکی (نیورونال یا ویرنګ ډیاګرام) یې بشپړ کړی و.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

ارابیډوپسیس تالیانا (Arabidopsis thaliana) اوس‌مهال تر ټولو مشهور ماډل نبات دی چې کوچنی قد او د نسل لنډه موده یې چټک جنیټیک مطالعات اسانوي او ډېری فینوټایپیک او بایو کیمیکل متغیرات یې نقشه برداري شوي دي. اې تالیانا (A. Thaliana) لومړنی نبات و چې د جینوم ترتیب یې درلود.[۳۲]

سرچينې

سمول
  1. Fields, S.; Johnston, M (2005-03-25). "CELL BIOLOGY: Whither Model Organism Research?". Science. 307 (5717): 1885–1886. doi:10.1126/science.1108872. PMID 15790833. S2CID 82519062.
  2. Griffiths, E. C. (2010) What is a model? Archived March 12, 2012, at the Wayback Machine.
  3. Fox, Michael Allen (1986). The Case for Animal Experimention: An Evolutionary and Ethical Perspective. Berkeley and Los Angeles, California: University of California Press. ISBN 978-0-520-05501-8. OCLC 11754940 – via Google Books.
  4. Allmon, Warren D.; Ross, Robert M. (December 2018). "Evolutionary remnants as widely accessible evidence for evolution: the structure of the argument for application to evolution education". Evolution: Education and Outreach. 11 (1): 1. doi:10.1186/s12052-017-0075-1. S2CID 29281160.
  5. Slack, Jonathan M. W. (2013). Essential Developmental Biology. Oxford: Wiley-Blackwell. OCLC 785558800.
  6. Chakraborty, Chiranjib; Hsu, Chi; Wen, Zhi; Lin, Chang; Agoramoorthy, Govindasamy (2009-02-01). "Zebrafish: A Complete Animal Model for In Vivo Drug Discovery and Development". Current Drug Metabolism. 10 (2): 116–124. doi:10.2174/138920009787522197. PMID 19275547.
  7. Kari, G; Rodeck, U; Dicker, A P (July 2007). "Zebrafish: An Emerging Model System for Human Disease and Drug Discovery". Clinical Pharmacology & Therapeutics. 82 (1): 70–80. doi:10.1038/sj.clpt.6100223. PMID 17495877. S2CID 41443542.
  8. "Pinel Chapter 6 - Human Brain Damage & Animal Models". Academic.uprm.edu. Archived from the original on 2014-10-13. نه اخيستل شوی 2014-01-10.
  9. Grada, Ayman; Mervis, Joshua; Falanga, Vincent (October 2018). "Research Techniques Made Simple: Animal Models of Wound Healing". Journal of Investigative Dermatology. 138 (10): 2095–2105.e1. doi:10.1016/j.jid.2018.08.005. PMID 30244718.
  10. Cohen BJ, Loew FM. (1984) Laboratory Animal Medicine: Historical Perspectives in Laboratory Animal Medicine Academic Press, Inc: Orlando, FL, USA; Fox JG, Cohen BJ, Loew FM (eds)
  11. Royal Society of Medicine (13 May 2015). "Statement of the Royal Society's position on the use of animals in research".
  12. National Research Council and Institute of Medicine (1988). Use of Laboratory Animals in Biomedical and Behavioral Research. National Academies Press. p. 37. ISBN 9780309038393. NAP:13195.
  13. Lieschke, Graham J.; Currie, Peter D. (May 2007). "Animal models of human disease: zebrafish swim into view". Nature Reviews Genetics. 8 (5): 353–367. doi:10.1038/nrg2091. PMID 17440532. S2CID 13857842.
  14. National Research Council and Institute of Medicine (1988). Use of Laboratory Animals in Biomedical and Behavioral Research. National Academies Press. p. 27. ISBN 9780309038393. NAP:13195.
  15. Hau and Shapiro 2011:
  16. Institute of Medicine (1991). Science, Medicine, and Animals. National Academies Press. p. 3. ISBN 978-0-309-56994-1.
  17. "The Nobel Prize in Physiology or Medicine 1933". Nobel Web AB. نه اخيستل شوی 2015-06-20.
  18. "Thomas Hunt Morgan and his Legacy". Nobel Web AB. نه اخيستل شوی 2015-06-20.
  19. Kohler, Lords of the Fly, chapter 5
  20. Kandel, Eric. 1999. "Genes, Chromosomes, and the Origins of Modern Biology", Columbia Magazine
  21. Steensma, David P.; Kyle Robert A.; Shampo Marc A. (November 2010). "Abbie Lathrop, the "Mouse Woman of Granby": Rodent Fancier and Accidental Genetics Pioneer". Mayo Clinic Proceedings. 85 (11): e83. doi:10.4065/mcp.2010.0647. PMC 2966381. PMID 21061734.
  22. Pillai, Shiv. "History of Immunology at Harvard". Harvard Medical School:About us. Harvard Medical School. Archived from the original on 20 December 2013. نه اخيستل شوی 19 December 2013.
  23. Hedrich, Hans, ed. (2004-08-21). "The house mouse as a laboratory model: a historical perspective". The Laboratory Mouse. Elsevier Science. ISBN 9780080542539.
  24. Grada, Ayman; Mervis, Joshua; Falanga, Vincent (October 2018). "Research Techniques Made Simple: Animal Models of Wound Healing". Journal of Investigative Dermatology. 138 (10): 2095–2105.e1. doi:10.1016/j.jid.2018.08.005. PMID 30244718.
  25. "Bacteria". Microbiologyonline. Archived from the original on 27 February 2014. نه اخيستل شوی 27 February 2014. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  26. "Chlamydomonas reinhardtii resources at the Joint Genome Institute". Archived from the original on 2008-07-23. نه اخيستل شوی 2007-10-23.
  27. James H. Sang (2001). "Drosophila melanogaster: The Fruit Fly". Encyclopedia of genetics. Ed. Eric C. R. Reeve. USA: Fitzroy Dearborn Publishers, I. ISBN 978-1-884964-34-3. 
  28. Riddle, Donald L. (1997). C. elegans II. Plainview, N.Y: Cold Spring Harbor Laboratory Press. ISBN 978-0-87969-532-3.
  29. Brenner, S (1974). "The Genetics of Caenorhabditis elegans". Genetics. 77 (1): 71–94. doi:10.1093/genetics/77.1.71. PMC 1213120. PMID 4366476.
  30. White, J; et al. (1986). "The structure of the nervous system of the nematode Caenorhabditis elegans". Philos. Trans. R. Soc. Lond. B Biol. Sci. 314 (1165): 1–340. Bibcode:1986RSPTB.314....1W. doi:10.1098/rstb.1986.0056. PMID 22462104. S2CID 5006466.
  31. Jabr, Ferris (2012-10-02). "The Connectome Debate: Is Mapping the Mind of a Worm Worth It?". Scientific American. نه اخيستل شوی 2014-01-18.
  32. About Arabidopsis on The Arabidopsis Information Resource page (TAIR)