ماين هغه ځانګړى چاودېدونکى توکى دى چې له لرګيو، اوسپنې او پلاستيک څخه جوړ او دننه يې چاودېدونکي توکي اېښودل شوي وي. دا وسله تر ځمکې لاندې اېښودل کېږي چې د پښې يا د لاس په فشار لاندې چوي چې د انسان د ژوبلېدو او يا د مرګ سبب ګرځي. ماينونه بېلا بېلې بڼې او اندازې لري. د بېلګې په توګه د لوبو د شيانو په بڼه، د کوچنيو راډيوګانو، د قلم، ساعت او نورو شيانو په بڼه جوړ شوي دي.

زياتره ماينونه د انسان د ټپي کولو، شلولو او شوټولو په موخه جوړ شوي دي. دا يوه معموله پوځي وسله ده چې په پراخه کچه له لومړۍ نړيوالې جګړې راهيسې د ټولې نړۍ په ټولو جګړو کې کارول شوې.