مايل خان منګل

ښاغلی پوهنیار ډاکټر مائیل خان (منګل) دایوب خان زوی  په ۱۳۶۸ لمریز لیږدیز کال کې د پکتیا ولایت، میرزاکې ولسوالۍ، انډوام کلي کې زیږیدلی دی.ښاغلي مـــــــــــــنګل لومړنۍ او ثانوي زده کړې دعبدالحی ګردیزي عالي لیسه کې ترسره کړې او په اعلی درجه یې د نوموړې لیسې څخه  په کال ۱۳۸۵ل .ل د بکلوریا سند تر لاسه کړ. په  ۱۳۸۶ لمریز کال دکانکور ازموینې  له لارې دشیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځۍ ته بریالی او په کال ۱۳۹۱ لمریز کال کې د نوموړې پوهنځي څخه فارغ او دستاژ(عملي کار) یوکلنه دوره یې په کال۱۳۹۲کې د لوړو زده کړو اړوند روغتونو کې بشپړه کړه او دMDډیپلوم ورکړل شو او په کال ۱۳۹۳کې دپکتیا ولایت  ملکي ولایتي روغتون کې دداخله کوچنیانو ډاکټر په توګه په دنده وګمارل شواو دوه کاله یې په خورا ایمانداري  سره  دنده  ترسره کړه   او په کال ۱۳۹۴ لمریز کال کې د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځۍ د کوچنیانود داخلي څانګي کې دنوماند پوهیالي  استاذ په توګه په دنده وګمارل شو. په کال۲۷/۶/ ۱۳۹۵ل.ل کې د پوهیالي علمي رتبه واخیسته او په کال ۱۳۹۵/۸/۹نیټه دپکتیا پوهنتون دریاست په غوښتنه دطب پوهنځي دمرستیال  په توګه وګمارل شو.یو کال یی دپوهنځی د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه او له هغه وروسته په کال ‍۱۳۹۶/۶/۲۸ نیټه  دپوهنځي د علمي شوری له پریکړی سره سم د طب پوهنځي د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو چی اوسمهال د همدي پوهنځي د رئیس په توګه دنده ترسره کوي