ماهر انسان
Homo habilis
مملکه ژوي
شاخه [[]]
طایفه تي لرونکی ژوي
ډله Primates
تیره ماهر انسان

هومو هابیلس («ماهر انسان») شاوخوا له ۲.۳ میلیون څخه تر ۱.۶۵ میلیون کاله مخکې (mya) وخت پورې د لومړني پلیستوسن په دوره کې په ختيځه او سویلي افریقا کې د لرغونو انسانانو یو ورک شوی ډول دی. په ۱۹۶۴ کال کې د نوعې/ډول تر تشرېح وروسته پر H. habilis (ماهر/هابیل انسان) ډېره مناقشه وشوه، ډېری څېړونکو سپارښتنه وکړه چې هغه په هم‌هغه وخت کې د یوازیني پېژندل شوي لومړني انسان افریقايی استرالو پیتکوس مترادف دی، خو هابیل انسان د وخت له تېرېدو سره ډېر په رسمیت وپېژندل شو او په اړه يې لا ډېر اړوند اکتشافت وشول. هابیل انسان په ۱۹۸۰ لسیزه کې د انسانانو له نیکونه څخه و چې په مستقیم ډول په نېغ انسان (Homo erectus) چې پر مدرنو انسانانو منتهي کېږي بدل شو. په دې نظریه اوس مناظري کېږي. د ناامنو ډولونو له پېژندنې سره څو نمونې ماهر انسان ته ځانګړې شوې، چې په روډولفي انسان (H. rudolfensis) او ګاتني انسان (H. gautengensis) د دوی پر وېشلو د استدلال لامل شوې او یوازې لومړنۍ بېلګې ډېر ملاتړ ترلاسه کړ.

د ماهر انسان د ماغزو اندازه د نننیو انسانانو په څېر له ۵۰۰ تر ۹۰۰ سانتي متر مکعب (۳۱ تر ۵۵ مکعب اینچ) تر منځ توپیر کوي. د ماهر انسان بدني تناسب په لوړه کچه یواځې له دوه ټوټو اسکېلټ څخه پېژندل کېږي او د فرضي اناتومي پر اساس مخکینیو اسټرالوپیتهیکوس (دا هم د اوسنیو انسانانو له اجدادو څخه دي، ژباړن) ته ورته دي. له همدې امله داسې وړاندیز کېږي چې ماهر انسان د اسټرالوپیتهیکوس هابیل په توګه د اسټرالوپیتهیکوس جنس ته انتقالیږي. که څه هم کوچني قامت او د اوږدو فاصلو په سفرونو کې نه وړتیا د یو انسان په توګه د هومو هابیس (هابیل انسان) تشرېح له کړکېچ سره مخ کړې. د OH 62  نوعې د ښځینه فرضي نمونه په دودیز ډول د ۱۰۰ تر ۱۲۰ سانتي متره (۳ فوټه او ۱۱ انچه) قد او ۲۰ تر ۳۷ کیلوګرامه (۴۴-۸۲ پونډ) وزن له لرلو سره په فرضي ډول استرالوپیتسین ته ورته تشرېح کيږي، خو له دې فرضیې سره، د هغه انسان ته ورته ځانګړنې شاوخوا ۱۴۸ سانتي متر (۴ فوټه او ۱۰ اینچ) قد او ۳۵ کلیوګرامه (۷۷ پونډ) وزن و.

په هر حال ښايي ماهر انسان لږ تر لږه تر یوې کچې په ونه کې ژوند کوونکی وي دا د اسټرالوپیتهیکوس په اړه فرض شوي څه ته ورته دي. لومړني هومنینان معمولاً د ډبلو ویښتانو په لرلو او له مشخص جنسي دوه‌ګونوالي سره بیا جوړ شوي داسې چې نارینه يې د ښځینه‌وو په پرتله ډېر لوی و، که څه هم د ښځې او نارینه نسبي اندازه په غوڅ ډول نه ده معلومه شوې.

ماهر انسان د اولډووان د ډبریزو وسایلو صنعت رامنځته کړ او په عمده ډول یې دا وسایل په قصابۍ کې کارول. په ټولیز ډول داسې ګومان کېږي چې لومړنيو انسانانو د اسټرالوپیتهیکوسانو په پرتله په لویه کچه غوښه مصرفوله او د ماهر انسان په اړه داسې ویل کېږي چې هغوی له پاکې غوښې څخه کار اخیست. لومړني هومینین په معمولي ډول په څو جنسه ټولنو کې ژوند کوونکي تفسیریږي، که څه هم دا اټکل او ګومان دی. له دغې فرضیې سره چې د ماهرو انسانانو ټولنه به د ساوانا د مدرنو شامپانزو او بابونانو ټولنې ته ورته وي، ښايي د ډلو شمېر له ۷۰ تر ۸۰ غړو پورې وي. دا ظاهري بڼه/ سازوَنه به د څو نارینه‌وو لپاره د پرانیستې ساوانا د ښکارچیانو لکه لویو پیشو ګانو، کفتارانواو تمساحو پر وړاندې اغېزمنه وي. ماهرو انسانانو له H. rudolfensis، غښتلو انسانانو/نېغو انسانانو (H. ergaster)/ H. erectus  او پارانثروبوس بویزي سره مشترک ژوند درلود.

ډلبندي

د څېړنې تاریخچه

د OH 7 نوعې لومړني پېژندل شوي پاتې‌شونې د یو نوي ځوان فرد ناقصه کوپړۍ، او د لاس او پښو هډوکي وو چې له ۱.۷۵ میلیون کاله پخوا (mya) زمانې سره يې تړاو درلود – په ۱۹۶۰ کال کې د تانزانیا په اولډووي تنګي کې د جاناتا لیکي له‌خوا کشف شول. که څه هم د OH 4 ډول لومړني واقعي پاتې‌شونې چې یو مولر غاښ و د لوئیس او مري لیکي (جاناتان مور او پلار) د ستر سلاکار هسلون موکیري له‌خوا په ۱۹۵۹ کال کې کشف شوې، خو دا په هم‌هغه وخت کې ریښتینې نه شو. په دغه وخت کې لیکي‌یانو د اولډووي په تنګي کې د هومینین د لومړنیو پاتې‌شونو د پیدا کولو لپاره ۲۹ کاله کیندنې کړې وې، خو په بدل کې يې د نورو حیواناتو پاتې‌شوني او همدارنګه د اولډووان د ډبریزو توکو د صنعت پاتې شوني موندلي وو. دا صنعت په ۱۹۵۹ کال کې (د زنجانټروپوس په زمانه کې) له بارانثروبوس بویزي سره وتړل شو ځکه دا په سیمه کې کشف شوي لومړني او یواځیني هومینین وو، خو د OH 7 ډول تر کشف وروسته پر دې خبره بیاکتنه وشوه. په ۱۹۶۴ کال کې د سویلي افریقا لرغوني ژوند پوه فلیپ وي. ټوبیاس او بریتانوي پريماتولوژي پوه جان آر. نپیر د استرالیايي انسان پوه ریمنډ ډارټ د سپارښتنې پر بنسټ چې ماهر انسان یو مشخص نوم دی او په لاتیني ژبه د «ځواکمن، ماهر، له ذهني پلوه ماهر او غښتلي» په معنا دی، پاتې شوني په رسمي ډول د هومو جنس ته ځانګړي کړل. له اولډووان سره (چې هغه مهال د پېژندل شویو وړتیاوو د شواهدو په توګه په پام کې نیول کېدل) د بېلګې اړیکه هم د هومو په توګه د هغه د ډلبندۍ د توجیهې په توګه وکارول شوه. OH 7 ډول د هولوټایپ د نمونې په توګه وټاکل شو. [۱][۲][۳]

تر تشرېح وروسته یو تود بحث مطرح شو، چې ایا ماهر انسان باید بیاځلي په افریقايي اسټرالیوپيټیکوس (په هغه وخت کې یواځیني بل پېژندل شوی انسان) ډلبندي شي یا نه، تر یو حده له دې امله چې ډېر پخواني پاتې‌شوني وو او هغه وخت داسې انګیرل کېده چې هومو په اسیا کې (له اسټرالوپیتکینانو سره، چې اوس يې هېڅ ژوندی نسل موجود نه دی) تکامل ته رسېدلی. همدارنګه د سر د ماغزو کوچنۍ اندازه هغه څه وو چې په ۱۹۵۵ کال کې پر هومو د غور کولو لپاره ویلفرډ لو ګروس کلارک وړاندیز کړه. ماهر انسان د فوسیلي عناصرو او ډېرو ډولونو تر کشف وروسته په پراخه کچه ومنل شو. ټوبیاس په ۱۹۸۳ کال کې داسې وړاندیز وکړ چې افریقايي اسټرالیوپيټیکوس او ماهر انسان (دواړه خویندې نوعې وې) د پارانثروپوس مسقیم نیکه دی او افریقايي اسټرالیوپيټیکوس په ماهر انسان بدل شو چې د نېغ انسان په توګه تکامل ته ورسېد او په مدرن انسان بدل شو (د کلاډوجنیسیس په یوه پروسه). هغه همدارنګه وویل چې د افریقايي اسټرالیوپيټیکوس او ماهر انسان تر منځ ستره تکاملي ټوپ‌اچونه موجوده وه او تر هغې وروسته انسان په ورو ورو پرمختګ وکړ ځکه د ماهر انسان د ماغزو اندازه د پخوانیو اسټرالیوپیټسین په پرتله نږدې دوه برابره وه. [۴][۵][۶]

د ټوبیاس موډل ډېرو منلی و او وروستي پیسین جیولوژیکي دور يې د پخوانی پلیستوسن دورې د پرانتروپوس، ماهر انسان او نېغ انسان له محدودې څخه خارج د هومنین پاتې‌شونو ته ځانګړی کړی و. له کوپړۍ پرته عناصرو ته دا کار د اندازې پر بنسټ تر سره کېده ځکه څرګندې تشخیصي ځانګړنې موجودې نه وې. د دغو طریقو له امله د ډولونو لپاره د بېلابېل‌والي/تنوع لمنه ډېره پراخه شوه او د نورو ناورته بڼو د شاملولو خارجولو لپاره په ترتیب سره د H. habilis sensu stricto («د کره په معنا») او H. habilis sensu lato («د پراخ په معنا») له اصطلاحاتو څخه کار اخیستل کېده. پر دې موضوع د تم کېدلو لپاره انګریزي لرغونې ژوند پوه برنارډ ووډ وړاندیز وکړ چې د کینیا له تورکانا سیند څخه ترلاسه شوې لویه KNM-ER 1470 کوپړۍ چې په ۱۹۷۲ کال کشف شوې او له ماهر انسان سره تړل شوې په حقیقت کې د بېلې نوعې ښکارندويي کوي چې اوس د هومو روډولفنسیس په نوم یاديږي. په بدل کې بل استدلال داسې هم کېږي چې د ماهر انسان نارینه بېلګه ښيي په داسې حال کې چې د ماهر انسان نورې ټولې نمونې ښځې دي. له سویلي افریقا څخه لومړني هوموګان په بېلابېلو ډولونو ماهر انسان او ارګاسټر/نېغ انسان ته ځانګړي شوي، خو د نوعې تعینول يې تر ډېره حده نامعلوم دي. استرالیايي لرغونپوه ډارن کورو په ۲۰۱۰ کال کې وړاندیز وکړ چې د سویلي افریقا لومړنی انسان د «ګاتنګي انسان» (Homo gautengensis) په توګه ډلبندي شي. [۷][۸][۹][۱۰]

سرچينې

  1. Tobias, P. V. (2006). "Homo habilis—A Premature Discovery: Remembered by One of Its Founding Fathers, 42 Years Later". The First Humans – Origin and Early Evolution of the Genus Homo. Vertebrate Paleobiology and Paleoanthropology. Springer, Dordrecht. pp. 7–15. doi:10.1007/978-1-4020-9980-9_2. ISBN 978-1-4020-9980-9.
  2. Leakey, L.; Tobias, P. V.; Napier, J. R. (1964). "A New Species of the Genus Homo from Olduvai Gorge" (PDF). Nature. 202 (4927): 7–9. Bibcode:1964Natur.202....7L. doi:10.1038/202007a0. PMID 14166722. S2CID 12836722.
  3. de la Torre, I. (2011). "The origins of stone tool technology in Africa: a historical perspective". Philosophical Transactions of the Royal Society B. 366 (1567): 1028–1037. doi:10.1098/rstb.2010.0350. PMC 3049100. PMID 21357225.
  4. Tobias, P. V. (2006). "Homo habilis—A Premature Discovery: Remembered by One of Its Founding Fathers, 42 Years Later". The First Humans – Origin and Early Evolution of the Genus Homo. Vertebrate Paleobiology and Paleoanthropology. Springer, Dordrecht. pp. 7–15. doi:10.1007/978-1-4020-9980-9_2. ISBN 978-1-4020-9980-9.
  5. Tobias, P. V. (1983). "Hominid evolution in Africa" (PDF). Canadian Journal of Anthropology. 3 (2): 163–183.
  6. Wood, B.; Richmond, B. G. (2000). "Human evolution: taxonomy and paleobiology". Journal of Anatomy. 197 (Pt 1): 39–41. doi:10.1046/j.1469-7580.2000.19710019.x. PMC 1468107. PMID 10999270.
  7. Johanson, D. C.; Masao, F.; Eck, G. G.; White, T. D.; et al. (1987). "New partial skeleton of Homo habilis from Olduvai Gorge, Tanzania". Nature. 327 (6119): 205–209. Bibcode:1987Natur.327..205J. doi:10.1038/327205a0. PMID 3106831. S2CID 4321698.
  8. Wood, B. (1985). "Early Homo in Kenya, systematic relationships". In Delson, E. (ed.). Ancestors: The hard evidence. Alan R. Liss. ISBN 978-0-8451-0249-7.
  9. Wood, B. (1999). "Homo rudolfensis Alexeev, 1986: Fact or phantom?". Journal of Human Evolution. 36 (1): 115–118. doi:10.1006/jhev.1998.0246. PMID 9924136.
  10. Curnoe, D. (2010). "A review of early Homo in southern Africa focusing on cranial, mandibular and dental remains, with the description of a new species (Homo gautengensis sp. nov.)". HOMO: Journal of Comparative Human Biology. 61 (3): 151–177. doi:10.1016/j.jchb.2010.04.002. PMID 20466364.