مانويل بيلګرانو

مانويل حوسي جواکين ډیل کورازون ډي جيسوس بيلګرانوی ګونزالېز (۱۷۷۰ د جون ۳ – ۱۸۲۰ د جون ۲۰) په عمومي ډول د مانويل بيلګرانو “Manuel Belgrano” په نوم يادېږي، چې د ارجنټاين يو اقتصادپوه، وکيل، سياستپوه، ژورنالېست او فوځي مشر و. نوموړي د ارجنټاين د خپلواکۍ جګړو کې برخه واخيسته او د ارجنټاين بېرغ “Flag of Argentina” يې جوړ کړ او د هېواد د خپلواکۍ جګړو له اصلي مشرانو “labortadores” څخه ګڼل کېږي.

مانويل بيلګرانو
مانويل بيلګرانو
مانويل بيلګرانو

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ جون ۱۷۷۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
بوئنوس آيرز [۸]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 20 جون 1820 (50 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بوئنوس آيرز [۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل بوغمه   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ارجنټاین   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال
سياستوال
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مانويل بيلګرانو
مانويل بيلګرانو

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بيلګرانو په بونيس ايريس “Buenos Aires” کې زېږېدلی دی، چې د ايټالوي سوداګر ډومينګو بيلګرانو ی پيري “Domingo Belgrano y Peri” او ماريا جوزيقا ګونزالېز کاسيرو “Maria Josefa Gonzalez Casero” څلورم ماشوم دی. نوموړی د فرانسې اوښتون ته نږدې وختونو کې هغه مهال چې په هسپانيه کې د پوهنتون زده کړيال و، د روښانفکرۍ دورې “Age of Enlightenment” له نظرياتو سره په اړيکه کې (اشنا) شو. د “Rio de la Plata” نايب الحکومت ته په راستنېدنې سره، يې د ځينو نويو سياسي او اقتصادي نظرياتو د رامنځته کولو هڅه وکړه، مګر د ټاپو وزمو د ځايي اوسېدونکو له لورې له سخت مقاومت سره مخامخ شو. د يادونې وړ ده ، چې نوموړی په «ريو ډي لا پلاټا نايب الحکومت کې د بونيس ايريس له ټاپوګانو څخه د ټيټ پوړو “criollo” وګړو د پام وړ غړی شو. ياد مقاومت د دې لامل شو، چې نوموړی د هسپانيې له استعماري نظام څخه د خپل هېواد لپاره د سترې خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره کار وکړي. بيلګرانو په لومړيو کې په نابريالي ډول د “Carlota Joaquina” لويو هيلو ته د نايب الحکومت لپاره د پاچاه د نايب کېدلو په موخه وده ورکړه. دا هغه مهال و، چې د وخت هسپانوي پاچا اووم فرديناند “Spanish King Ferdinand VII” له ۱۸۰۷ څخه تر ۱۸۱۴ ز کال پورې د ټاپووزمې د اوسېدونکو جګړه “Peninsular War” پر مهال بندي و. نوموړي د می مياشتې اوښتون “May Revolution” غوره وګڼه، چې نايب الحکومت “Baltasar Hidalgo de Cisneros” يې د ۱۸۱۰ ز کال د می پر ۲۵ له واک څخه لرې کړ. بېلګرانو د ارجنټاين د لومړني حکومت “Primera Junta” د رايه ورکونکي غړي په توګه وټاکل شو، چې له لرې کولو څخه وروسته يې واک تر لاسه کړ.

د “Junta” سيمې د استازی په توګه يې د پاراګوای د بدمرغه مبارزې “Paraguay campaign” مشري وکړه. د نوموړي سرتېرو د پاراګواري “Paraguari” او کمپيچيولو “Campichuelo” په جګړو کې د بيرناردو ډي ويلاسکو “Bernardo de Velasco” له لورې مات شول. که څه هم بيلګرانو ماته وخوړه، مګر مبارزې د پېښو يوه کړۍ پيل کړه چې د ۱۸۱۱ ز کال په می مياشت کې د پاراګوای د خپلواکۍ لامل شوه. نوموړي د يوروګوای سيند له ختيځې کړۍ څخه د شوني شاهي پلوي بريد پر وړاندې د لښکر د پياوړي کولو په موخه، د روزايو “Rosario” سيمې څېرمه يا ګاونډ سيمو ته شاتګ وکړ. هلته د اوسېدلو پر مهال يې د ارجنټاين بېرغ “flag of Argentina” جوړ کړ. لومړي درې ګوني اتحاد “First Triumvirate” بېرغ تاييد نه کړ، مګر د کمزورو يا بطی اړيکو له امله به يې بېلګرانو په داسې حال کې چې په “Jujuy” کې يې د شمال لښکر “Army of the North” پياوړی کاوه، زياتې اونۍ وروسته يوازې په اړه زده کړه وکړي. هلته په دې پوهېدلو سره چې نوموړی له پورتنۍ پيرو “Upper Peru” څخه د راتلونکو شاهي پلويو ځواکونو پر وړاندې په يو ستراتيژيک تاوان يا ناوړه حالت کې و، د جوجوی يو مخيز لېږد “Jujuy Exodus” ته يې امر وکړ، چې د جوجوی ولايت “Jujuy Province” ټول نفوس يې “San Miguel de Tucuman” ته ولېږداوه. د ټکيومېن په جګړه “Battle of Tucuman” کې د نوموړي ضد تېری کوونکی دريځ د يوې مهمې ستراتيژيکې بريا لامل شو او لږه موده وروسته يې د سالټا جګړه “Battle of Salta” کې د “Pio Tristan” پر شاهي پلوي لښکر باندې بشپړه بريا تر لاسه کړه. که څه هم په “Upper Peru” کې د نوموړي پياوړي يرغلونه په “Vilcapugio” او ايوهيوما “Ayohuma” کې د ماتو لامل شول او يادې ماتې په ټوله کې د دې لامل شوې، چې دويم درې ګونی اتحاد “Second Triumvirate” د نوي رارسېدلي “Jose de San Martin” له لورې د شمال د لښکر د قوماندان په توګه د هغه د ځاي پر ځای کولو امر وکړي. تر هغه وخته پورې ديارلسم اسامبلي ډيل انو “Asamblea del Ano XIII” د بېلګرانو بېرغ د جګړې د ملي بيرغ په توګه تصويب کړی و.

بيلګرانو له دې څخه وروسته له بيرنارډينو ريواډاويا سره يو ځای د اوښتونيز حکومت د ملاتړ تر لاسه کولو په موخه، اروپا ته په يو سياسي ماموريت باندې لاړ. نوموړی د ټکيومېن کانګرس “Congress of Tucuman” کې د برخې اخېستلو په وخت کې بېرته راستون شو. ياد کانګرس په ۱۸۱۶ ز کال کې د ارجنټاين خپلواکي اعلان کړه. هغه د اساسي قانون له مخې د شاهي دولت د رامنځته کولو په موخه د دولت د رئيس په توګه په يو انکا نسب سره د انکا پلان “Inca Plane” ته وده ورکړه. دې وړانديز د سن مارتين “San Martin”، مارتين مېګيول ډي ګيوميس “Martin Miguel de Guemes” او نورو زياتو ولايتي استازو ملاتړ درلود، مګر د بونيس ايرس د استازو له لورې يې سخت مخالفت وشو. د ټکيومېن کانګرس د ملي بېرغ په توګه د نوموړي د بيرغ کارونه تصويب کړه. بيلګرانو له دې څخه وروسته يو ځل بيا د شمال اردو Army of the North قومانده تر لاسه کړه، مګر ماموريت يې د شاهي پلويو له پرمختګونو څخه د “San Miguel de Tucuman” تر ساتنې پورې تړلی (محدود) و، په داسې حال کې چې سن مارتين د انديس لښکر “Army of the Andes” د انديس په اوږدو کې د يو بديل تيري کوونکي لپاره چمتو کړ. کله چې پر بونيس ايریس باندې نږدې و، چې د جوس ګيرواسيو ارټيګاس “Jose Gervasio Artigas” او ايسټانيسلاو لوپيس “Estanislao Lopez” له لورې بريد وشي؛ بيلګرانو خپل لښکر د سويل پر لور رهي کړ، مګر سرتېرو يې د ۱۸۲۰ ز کال په جنوري کې پاڅون وکړ. نوموړی د ۱۸۲۰ ز کال د جون پر ۲۰ نېټه په حجراتو کې د غير طبيعي مايعاتو د راټولېدنې “dropsy” له امله مړ شو. په پرله پسې ډول يې وروستۍ څرګندونې يا کليمې دا وې: «ای زما هېواده!».

ژوند ليک سمول

نسب سمول

مانويل جوس جواکين ډیل کورازون ډي جيسوس بيلګرانوی ګونزالېز د ۱۷۷۰ ز کال د جون پر ۳ نېټه په بونيس ايرس کې د خپل پلار کور کې وزېږېد. ياد کور د مارتين ډي ټوورس “Martin de Tours” او سنټيسيما ټراينيډېډ “Santisima Trinidad” کوڅو تر منځ په سنټو ډومينګو “Santo Domingo” کوڅه کې د سنټو ډومينګو [د دنيا د تارکانو ډلې دېره ځای] ته نږدې پروت و، چې د يادو کوڅو اوسني نومونه په ترتيب سره بيلګرانو “Belgrano”، ډيفينسا “Defensa” اړو بوليوار “Bolivar” دي. که څه هم ښار تر اوسه يو څه کوچنی و، نو د بيلګرانو اوسېدونکو په خپل تر ټولو بډايه ګاونډيو سيمو کې ژوند وکړ. مانويل بيلګرانو راتلونکی کال د بونيس ايريس په ښاري لويه کليسا کې د تعميد غسل تر لاسه کړ. دا چې نوموړی په امريکا کې زېږېدلی و، له همدې امله “criollo” ګڼل کېده، چې دا کرېوللو د ټاپوګانو له اوسېدونکو څخه ټيټ ټولنيز پوړ ته وايي. [۱۱][۱۲]

د هغه پلار ډومينګو د ايټاليا په ليګوريا “Liguria” کې له ايمپيريا “Imperia” ښارګوټي څخه دی، چې اصلي ايټالوي نوم يې ډومنيکو “Domenico” دی. مورنۍ تخلص يې پيري “Peri” و، چې له “Perez” ژبې څخه يې هسپانوي ته وژباړه. پلرنۍ تخلص يې بيلګرانو “Belgrano” و، چې د لغت له مخې د پاکې هوا معنا لري او داسې يو نوم دی، چې د غلو دانو غوره توليد معنا ورکوي. نوموړي خپل نوم له ډومنيکو څځه هسپانوي ډومينګو “Domingo” ته هم بدل کړ. نوموړی يو ايټالوي سوداګر و، چې د هسپانيې د پاچا له لورې ورته امريکا ته د تګ واک ورکړل شوی و او په هسپانيه کې له ريو دي جينيرو او برتانيا سره يې اړيکې درلودې. هغه د بونيس ايريس د سوداګريزې استازولۍ “Commerce Consulate of Buenos Aires” رامنځته کېدنې ته وده ورکړه، چې زوی يې مانويل “Manuel” يو څو کالونه وروسته د همدې بنسټ مشري وکړه. د بيلګرانو مور ماريا جوسيفا ګونزاليز ايسلاس ی کاسيرو “Maria Josefa Gonzalez Islas y Casero” وه، چې د ارجنټاين په سنټياګو ډيل ايسټيرو “Santiago del Estero” ښار کې زېږېدلې وه. کورنۍ يې په بونيس ايريس کې له ايسکالاداس “Escaladas” کورنۍ څخه وروسته دويمه تر ټولو شتمنه کورنۍ وه. دوی ۱۶ زامن درلودل، چې څلور يې مړه شول. ډومينګو بيلګرانو پيريز يوه کورنۍ سوداګري جوړه کړه او خپلې څلور لورګانې يې له هغو سوداګرو سره واده کولو ته چمتو کړې، چې په “Banda Oriental”، “Misiones Province” او هسپانيه کې د نوموړي باوري استازي شول. اته ژونديو نارينه زامنو بېلابېلې لارې وڅارلې يا تعقيب کړې: ډومينګو جوسي ايسټانيسلاو “Domingo Jose Estanislao” په ځايي لويه کليسا کې د ښو او سپېڅلو خلکو په ډله کې وشمېرل شو، په داسې حال کې چې کارلوس جوسي او جوسي ګريګوريو له لښکر يا اردو سره يو ځای شول. اراده دا وه چې مانويل بيلګرانو به د خپل پلار کار وڅاري، مګر کله يې نورو ګټو ته وده ورکړه؛ نو د کورنۍ سوداګرۍ ته يې بل ورور فراسيسکو جوسي ماريا ډي انډياس “Francisco Jose Maria de Indias” دوام ورکړ. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118989839  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12130353n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6t17b9f — subject named as: Manuel Belgrano — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12176 — subject named as: Manuel Belgrano — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0008741.xml — subject named as: Manuel Belgrano — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Spanish Biographical Dictionary ID: https://dbe.rah.es/biografias/12955/manuel-belgrano-gonzalez — subject named as: Manuel Belgrano González — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Diccionario biográfico español — خپرونکی: Real Academia de la Historia
  7. La figura e importancia de Manuel Belgrano en la historia
  8. پیوستون : 118989839  — د نشر نېټه: ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. پیوستون : 118989839  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12130353n — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. Lagleyze, p. 8
  12. Mario Belgrano, p. 18
  13. Mario Belgrano, pp. 13–17
  14. Mario Belgrano, p. 17
  15. Mario Belgrano, pp. 17–19