ماموت
ماموت (په انگرېزي: Mammoth) د خړتم لرونکي ژويو څخه یو نبات خوړونکي ځناور و چی ۴،۸ میلیونه – ۴ زره کاله مخکې په شمالي آسیا، شمالي امريکا او اروپا کی یی ژوند کاوه. ماموت دوې داړې درلود. هر ماموت پرته له داړو نه یوازي څلور غاښه لرل. ماموتان د اوسنو فيلانو څخه لوی ول. اوږدوالي یی د ۱،۸ متره څخه تر ۴ متره پوړې وو. وزن یی ۶ – ۸ ټنه وو. په داسې حال کې چې د یو نفر ماموت وزن تر ۱۲ ټنو پورې رسېدو. په دې توگه گومان کېږي چې یو ماموت به د ننۍ ورځې له اسیایي فیل سره برابر و. د نننیو فیلانو او نورو اړوندو کورنیو د څېړنو پر بنسټ، داسې انگېرل کېږي چې د ماموتانو د حمل او زېږون موده ۲۲ میاشتې وه چې په پایله کې به په همدومره موده کې یو ماموت زېږېدلو. ددې ټولنیز جوړښت د نن ورځې له افریقایي او اسیایي فیلانو په څېر و، چې ښځينه ډله به د یوه ټولمشر په لارښوونه خپل ژوند ترسره کاوه. د نرانو ژوند یې بیا یو څه مختلف و. هغوي چې کله د ځوانۍ دور ته ورسېږي نو له ټولنیز ژونده بهر په یوه انفرادي توگه خپل ژوند ته ادامه ورکوي. [۲]
عمومي مالومات |
---|
لوړوالی | |
---|---|
وزن |
پيل موده | |
---|---|
پای |
القرن 18 "م.ز"[۱] |
د ماموتانو ډولونه
- Mammuthus primigenius
- Mammuthus trogontheri
- Mammuthus columbi
- Mammuthus columbi exilis
- Mammuthus columbi imperator
- Mammuthus columbi jeffersoni
- Mammuthus meridionalis
- Mammuthus subplanifrons
- Mammuthus africanavus
- ↑ سرچينې تړی: https://www.cambridge.org/core/journals/quaternary-research/article/abs/collection-of-radiocarbon-dates-on-the-mammoths-mammuthus-primigenius-and-other-genera-of-wrangel-island-northeast-siberia-russia/DA6977370F5578DA1669462F0472F6D1.
- ↑ "Columbian Mammoth & Channel Island Mammoth". د سنډیاگو ژوبڼ. بياځلي په ۲۰۱۰-۰۶-۱۵.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: dates (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)