یو مالیکول د دوو یا څو اتومونو ګروپ دی چې د کیمیاوي رابطو په مرسته له یو بل سره تړلي دي. هرې برخې ته په کتو سره ښايي په دې اصطلاح کې هغه ایونونه شامل وي یا نه وي چې دغه معیار پوره کوي. په کوانټم فزیک، عضوي کیمیا او بیوکیمیا کې د ایونونو تفکیک له منځه ځي او مالیکول تر ډېره څو اتومي ایونونو ته د اشارې پر مهال کارول کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ګازونو په خوځښتي یا حرکتي تیورۍ کې د مالیکول اصطلاح هرې ګازي ذرې ته کارول کېږي، پرته له دې چې ترکیب ته یې پام وشي. دا کار په مالیکول کې د دوو یا څو اتومونو د لرلو اړتیا را کموي، ځکه نجیبه ګازات انفرادي اتومونه دي.[۶]

یو مالیکول ښايي هومونیوکلیر وي، یعنې د یوه کیمیاوي عنصر له اتومونو جوړ شوی وي، مثلاً: د اکسیجن په مالیکول کې دوه اتومه (O2)؛ یا ښايي هترونیوکلیر وي، یعنې یو کیمیاوي مرکب چې تر یوه له ډېرو عناصرو جوړ شوی وي، لکه اوبه) دوه اتومونه هایدروجن او یو اتوم اکسیجن؛ H2O).

هغه اتومونه او کمپلکسونه چې د غیر کوولانټي تعاملاتو [غیر متقابلو تعاملاتو] لکه هایدروجني یا ایوني رابطو په مرسته نښلول کېږي، معمولاً واحد مالیکولونه نه بلل کېږي.  [۷]

مالیکولونه معمولاً د مادې برخې دي او د سمندرونو او اتوموسفیر ډېره برخه هم جوړوي. ډېری عضوي مواد مالیکولونه دي. ډېری ژوندي موجودات هم مالیکولونه دي: مثلاً پروتینونه، امینو اسیدونه چې دوی یې جوړ کړي، نوکلیک اسیدونه (DNA او RNA)، قندونه، کاربوهایډرېټونه، شحمونه او ویټامینونه. د غذايي موادو منرالونه عموماُ ایونيک مرکبات دي، ځکه نو مالیکولونه نه دي، مثلاً د اوسپنې سلفېټ.

د ځمکې پر مخ ډېری پېژندل شوي جامد مواد له مالیکولونو څخه نه دي جوړ شوي، بلکې تر یوې کچې یا په بشپړ ډول له کرېسټالونو یا ایونیکو مرکباتو څخه جوړ شوي دي. په دې کې د ځمکې د مادې ټول جوړوونکي منرالونه لکه شګې، خټه، ډبرې، سولېدلې ډبرې، تبۍ او د ځمکې هسته (مرکز) شامل دي. دا ټول ډېرې کیمیاوي رابطې لري، خو له داسې مالیکولونو څخه نه دي جوړ شوي چې د پېژندلو وړ وي. 

هېڅ معمولي مالیکول د مالګو یا کوولانټ کرېسټالونو لپاره نه‌شو تعریفولی، که څه هم دغه مالیکولونه تر ډېره له تکراري واحدو حجرو څخه جوړ شوي چې په یوه سطحه کې پراخېږي. مثلاً ګرافین؛ یا درې بعدي لکه الماس، کوارټز او سوډیم کلورایډ. د تکراري واحد د حجروي جوړښت موضوع د اکثرو هغو فلزاتو لپاره هم راځي چې د اوسپنیزو رابطو متراکم فازونه لري. ځکه نو جامد فلزات له مالیکلونو څخه نه جوړېږي.

مالیکولي علمسمول

د مالیکولونو علم د مالیکولي کیمیا یا مالیکولي فزیک په نامه یادېږي، یعنې تمرکز یې یا پر کیمیا او یا هم پر فزیک وي. مالیکولي کیمیا د مالیکولونو تر منځ پر تعامل د حاکمو قوانینو په اړه بحث کوي چې د کیمیاوي رابطو د جوړېدو او ماتېدو لامل کېږي، حال دا چې مالیکولي فزیک یې بیا پر جوړښت او خواصو د حاکمو قوانینو په اړه بحث کوي. خو په عمل کې دا توپیر ګونګ دی. په مالیکلولي علم کې مالیکول له یوه باثباته سیستم (ثابت حالت) څخه جوړ دی چې په جوړښت کې یې دوه یا ډېر اتومونه شامل دي. کله ناکله ښايي څو اتومي ایونونه د برېښنايي چارچ شویو مالیکولونو په توګه په پام کې ونیول شي.

تاریخچه او ایتمولوژي (ريښه پېژندنه)سمول

د میریم وبسټر او پرلیکه ایتمولوژي ډېکشنرۍ پر اساس «مالیکول» کلمه د لاتیني کلمې «مول» یا د یوې کتلې له کوچني واحد څخه اخیستل شوې ده.[۸][۹]

د مالیکول تعریف د مالیکولونو د جوړښت په اړه د پوهې په ډېرېدو سره بشپړ شوی دی. مخکېني تعریفونه لږ دقیق وو او مالیکولونه د خالصو کیمیاوي موادو د کوچنیو ذراتو په توګه تعریفېدل چې لا هم خپل کیمیاوي خواص ساتي. دا تعریف تر ډېره له منځه تللی، ځکه په معمولي تجربو کې د ډبرو، مالګې او اوسپنې په څېر ډېری مواد د اتومونو او ایونونو له لویو کرېسټالي شبکو څخه د کیمیاوي رابطو په مرسته جوړ شوي دي، خو له ځانته مالیکولونو څخه نه دي جوړ شوي. [۱۰]

رابطهسمول

مالیکولونه معمولاً د کوولانټ رابطو په مرسته له یو بل سره تړلي دي. څو غیر اوسپنیز عنصرونه یوازې د مالیکول په توګه په چاپېریال کې موجود دي، دا ښايي یا د ترکیباتو یا د ورته هسته لرونکو مالیکولونو په ډول وي، خو د ازادو اتومونو په ډول نه وي چې یوه بېلګه یې هایدروجن دی.

ځینې خلک وايي چې یو اوسپنیز کرېسټال د یوه داسې لوی مالیکول په توګه په پام کې نیولی شو چې د اوسپنیزې رابطې په مرسته تړل شوی وي، خو ځینې نور بیا وايي چې اوسپنې له مالیکولونو سره ډېر متفاوت چلند لري.[۱۱][۱۲]

کوولانټسمول

کوولانټ رابطه هغه کیمیاوي رابطه ده چې د اتومونو تر منځ د جفت الکترون شراکت په کې شامل دی. د الکترون دې جوړې ته مشترکه یا رابطوي جوړه ویل کېږي. د اتومونو تر منځ د جاذبې او دفعې قوې پایدار تعادل هغه مهال کوولانټ رابطه بلل کېږي چې ګډ الکترونونه ولري. [۱۳]

ایونیکسمول

ایوني رابطه یو ډول کیمیاوي رابطه ده چې د مخالفو چارچ شویو ایونونو تر منځ الکتروسټاټېکي جاذبه په کې شامله ده او په ایونیک مرکباتو کې لومړنی تعامل دی چې پېښېږي. ایونونه هغه اتومونه دي چې یو یا څو الکترونونه (کاتیونونه) یې بایللي او هغه اتومونه دي چې یو یا څو الکترونونه (انیونونه) یې ترلاسه کړي دي. د الکترونونو دا لېږد د الکتروولانس د کولانټ خلاف بلل کېږي. په ساده ډول، کاتیون یو فلزي اتوم دی او انیون یو فلزي اتوم نه دی، خو دا ایونونه ښايي ډېره پېچلې بڼه ولري چې بېلګه یې د NH4+ or SO42− په څېر ایوني مالیکولونه دي. په معمولي تودوخه او فشارونو کې ایوني رابطې تر ډېره جامدات (یا ځینې وخت مایعات) رامنځته کوي، خو له داسې جلا مالیکلونو پرته چې د پېژندنې وړ نه دي. د دا ډول موادو بړاس/تصعید هغه جلا مالیکولونه تولیدوي چې په هغو کې الکترونونه لا هم په کافي اندازه په بشپړ ډول لېږدول کېږي تر څو رابطې د کوولانټ پر ځای ایونیک وګڼل شي. [۱۴]

مالیکولي اندازهسمول

ډېری مالیکولونه تر دې ډېر کوچني دي چې په عادي سترګو ولیدل شي. ډېری پولیمیرونه ښايي د DNA په څېر د ژوندیو موجوداتو د پولیمیرونو په ګډون ماکروسکوپيکي اندازو ته ورسېږي. هغه مالیکولونه چې د عضوي سنټېز لپاره د جوړوونکو بلاکونو په توګه کارول کېږي، له څو انګسټرومو (Å) څخه نیولې تر لسګونو انګسټرومونو Å یا د متر تر میلیاردم حد پورې بېلابېلې اندازې لرلای شي. معمولاً واحد مالیکولونه له نور سره نه‌شو لیدلی (لکه څرنګه چې پاس وویل شول)، خو کوچني مالیکولونه او حتا د واحدو اتومونو ټولیزې کرښې ښايي په ځینو شرایطو کې د اتومي ځواک د مایکروسکوپونو په مرسته ولیدل شي. ځینې تر ټولو لوی مالیکولونه ماکرومالیکولونه (macromolecules) یا سوپر مالیکولونه دي.

تر ټولو کوچنی مالیکول د دوه اتومي هایدروجن مالیکول دی چې د رابطې اوږدوالی يې A0.74 دی. [۱۵]

د اغېزناک مالیکول وړانګې هغه اندازه ده چې یو مالیکول په محلول کې ښيي.[۱۶][۱۷]

سرچينېسمول

  1. کينډۍ:GoldBookRef
  2. Ebbin, Darrell D. (1990). General Chemistry (الطبعة 3rd). Boston: Houghton Mifflin Co. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-395-43302-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Brown, T.L.; Kenneth C. Kemp; Theodore L. Brown; Harold Eugene LeMay; Bruce Edward Bursten (2003). Chemistry – the Central Science (الطبعة 9th). New Jersey: Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-066997-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Chang, Raymond (1998). Chemistry (الطبعة 6th). New York: McGraw Hill. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-115221-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Zumdahl, Steven S. (1997). Chemistry (الطبعة 4th). Boston: Houghton Mifflin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-669-41794-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Chandra, Sulekh (2005). Comprehensive Inorganic Chemistry. New Age Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-224-1512-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Molecule". Encyclopædia Britannica. (22 January 2016). 
  8. کينډۍ:OEtymD
  9. کينډۍ:Cite dictionary
  10. Molecule Definition Archived 13 October 2014 at the Wayback Machine. (Frostburg State University)
  11. "How many gold atoms make gold metal?". phys.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Harry, B. Gray. Chemical Bonds: An Introduction to Atomic and Molecular Structure (PDF). د کتاب پاڼي 210–211. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Campbell, Neil A.; Brad Williamson; Robin J. Heyden (2006). Biology: Exploring Life. Boston: Pearson Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-250882-7. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Campbell, Flake C. (2008). Elements of Metallurgy and Engineering Alloys (په انګلیسي ژبه کي). ASM International. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61503-058-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Roger L. DeKock; Harry B. Gray; Harry B. Gray (1989). Chemical structure and bonding. University Science Books. د کتاب پاڼې 199. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-935702-61-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Chang RL; Deen WM; Robertson CR; Brenner BM (1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Permselectivity of the glomerular capillary wall: III. Restricted transport of polyanions"]. Kidney Int. 8 (4): 212–218. doi:10.1038/ki.1975.104. PMID 1202253. 
  17. Chang RL; Ueki IF; Troy JL; Deen WM; Robertson CR; Brenner BM (1975). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Permselectivity of the glomerular capillary wall to macromolecules. II. Experimental studies in rats using neutral dextran"]. Biophys. J. 15 (9): 887–906. doi:10.1016/S0006-3495(75)85863-2. PMID 1182263. Bibcode1975BpJ....15..887C.