ارواپوه مالک بابېکېر بدري د اسلامي نړۍ نوموتې څېره ده، چې په ۱۹۲۴ز کال په سوډان کې زېږېدلې دى. د لسانس دوره يې په ارواپوهنې کې د بېروت له امريکني پوهنتون څخه په عالي درجه پاى او د ماسټرۍ دوره هم هورې سرته رسولې.

لسانس يې په ۱۹۵۶ز او ماسټري يې په ۱۹۵۸ز کال ترلاسه کړه.

دارنگه يې په همدې مسلک کې د دوکتورا مرحله د انگلستان په (Leicester) پوهنتون کې سرته ورسوله.

او د دوکتورا څخه وراخوا (Post Doctoral research) يې د ساپوهنې په څانگه کې د لندن له (middesex) له پوهنتون څخه ترلاسه کړه.

مالک بدري د ساپوهنې په ښوونه کې زياته تجربه لري، دارنگه څېړنې او اروايي ناروغانو په درملنه کې زيات کار کړې.

د ښوونې او درملنې زياتره وخت يې په دې پوهنتونو او ورغتونونو کې تېر کړې لکه: د بېروت امريکايي پوهنتون، د اردن پوهنتون، د ام درمان اسلامي پوهنتون (سوډان)، او د خرطوم پوهنتون (سوډان). دارنگه د يې د سوډان په پلازمېنه او د رياض په مرکزي روغتون کې د عصبي گډوډيو (Nerrous desorders) په کتنځي کې کار کړې.

او د رياض په پوهنتون کې د ارواپوهنې د کتنځي بنسټ اېښودونکې او چلوونکې هم پاتې شوې دى.

پروفېسور بدري د نړېوالو مسلکي ټولنولکه د سوډان د مسلمانو ټولنيزو ساينسپوهانو ټولنه، او د برتانيۍ د سلوکي روا ناروغ درملنې (Behaviour Psychotherapy) ټولنه...


سرچينې

مسلمان فیلسوفان
يعقوب کندي | ابو علي سينا محمد بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسکوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي