مالايا-پرتګالي نښتې

مالايا-پرتګالي نښتې د پرتګالي سترواکۍ د ځواکونو او ګڼو مالايي ايالتونو او واکمنو کورنیو تر منځ نښتو ته اشاره کوي، کومې جګړې چې د 1509 څخه تر 1641ز کال پورې د ملايا په ټاپووزمه او ملاکا په ابنا کې وخت په وخت شوې وې.

مالايا-پرتګالي نښتې
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځای
نور اړين مالومات
پيل موده
۱۵۰۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۱۶۴۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ګډونوال

مخینه

سمول

به 1498ز کال کې، د لټونګرۍ (اکتشافي) له هڅو لسيزې وروسته، پرتګالي سمندري سفر کونکی «Vasco da Gama» هندوستان ته ورسېد، او په کالي کټ کې کوز شو. نوموړی په 1499ز کال کې بېرته لزبن ته ستون شو، په کوم سره چې په ختيځ کې د اروپايي شتون يو نوی پړاو پيل شو.

پاچا «مانويل» هيله درلوده چې د هند سمندر په سوداګريزه شبکه کې ښکېل شي، هيله يې درلوده چې د کيپ لارې په مټ به اروپا ته د خوراکي مسالو په واردولو سره ډېره ګټه تر لاسه کړي، په دې ډول چې د سور سمندر، مصر او منځني ختيځ له لارې د ارزښتمنو توکو سوداګري کونکي د منځنۍ کچې ګڼ خلک به څنډې ته پرېږدي، کوم څه چې د ونيزي سوداګرو له خوا رانيول کېدل او په اروپا کې پلورل کېدل.

په هندوستان کې د بېړۍ چلونکو په مټ راټولو شويو دويم لاس معلوماتو په مټ، د پرتګال پاچا مانويل ته لږ تر لږه 1505ز کال راهيسې، د مالاکا شتمن سوداګريز مرکز شتون معلوم شوی و. د مالاکا ساحلي ښار، د تنګې، ستراتيژکې مالاکا ابنا له خوا اداره کېدو، د کوم په مټ چې د چين او هندوستان تر منځ ټوله سمندري سوداګري متمرکزه وه. نوموړي د «Diogo Lopes de Sequeira» په مشرۍ يو سوداګريز ماموريت واستاوه، کوم ته چې د ښار سره د اړيکې پيدا کولو او سوداګريزو اړيکو جوړولو هدف ورکړل شوی و.

د مالاکا جګړه، 1509

سمول

«Diogo Lopes de Sequeira» په برياليوب سره دې ښار ته ورسېد، او د سيمه يیز سلطان محمود له خوا يې تود هرکلی وشو، چا چې پرتګالي قوماندان ته اجازه ورکړه چې يو «فيټوريا» يا سوداګريز مرکز جوړ کړي. د دوی له ګټو څخه په وېره کې، د ښار اغېزناکې مسلمانې سوداګريزې ټولنې له سلطان سره دسيسه جوړه کړه، او ويې کولای شول هغه د پرتګالیانو پر ضد اقدام ته قانع کړي [۱]

په غير متوقع ډول د مالاکا جنګي بېړيو له خوا د مالاکا د په ساحل کې پر ولاړو پرتګالي بېړيو بريد وشو، او «Sequeira»  هندوستان ته ستون شو، تر شا يې په هغه سیمه کې ځينې بنديان پرېښودل چې نيول شوې وه، دوی ونيول شول او شکنجه شول.[۲]

د پرتګالايانو له خوا د مالاکا نيول 1511

سمول

په مالاکا کې د «Sequeira» تر شا پرېښودل شويو پرتګاليانو مشري عامل «Rui de Araújo» کوله، څوک چې د يو غېر مطمئن هندو سوداګر «نينا چاتو» په مرسته له زندان څخه د هندوستان والي «Afonso de Albuquerque» ته په ليکونو استولو کې بريالی شو.

له دې وروسته «Afonso de Albuquerque» د شپاړسو بېړيو، اوه سوه پرتګالي سرتېرو، او درې سوه مرستندويه «مالبارايانو» د يو سفر مشري وکړه، کوم چې د جولای له لومړۍ څخه د سپتمبر تر لومړۍ، تر دوه مياشتو پورې له روانو پوځي عملياتو وروسته، د ښار د يوې برخې په ملاتړ وکولای شول دا ښار د نامحبوب سلطان محمود له لاسونو وباسي. وروسته «Albuquerque» هلته يوه کلا جوړه کړه، په ښار کې يې ګڼې ادارې جوړې کړې، او اوسېدونکو ته يې مذهبي ازادي ورکړه. مالاکا په سيمه او له هغې ورهاخوا سیمو کې د راتلونکي لپاره د پرتګالي هڅو لپاره يو مهم ګام وګرځېد، که اکتشافي، ديپلوماتيکې او که سوداګريزې هڅې وې.

د مالاکا نيول د مانيول پاچا له خوا تر لېرې ختيځ پورې کاسټليانو ته د ماتې ورکولو د ادارو پايله وه، او «Albuquerques» د هرمز، ګوا او عدن تر څنګ د پرتګالي هندوستان لپاه د پياوړو بنسټونو جوړولو طرحه جوړه کړه، په دې موخه چې سوداګري په واک کې واخيستلای شي او د هند په سمندر کې د مسلمانانو بېړۍ چلول له ناکامۍ سره مخ کړي. د پرتګالیانو له خوا د مالاکا نيول يوه پرېکنده پېښه وه، کوم چې د سويل ختيځې اسيا سيمې ته نوې بڼه ورکړه.[۳][۴]

د پاګو جګړه، 1520

سمول

سلطمان محمود و ايستل شو؛ خو د پرتګاليانو له خوا د مالاکا له نيولو خوندي شو. نوموړي په پاګو کې يو پياوړې مرکز جوړ کړ، له کوم مرکز څخه چې هغه مالاکا له ستونزو سره مخ کړه، هيله يې دلوده چې په وروسته وخت کې به ښار بېرته ونيسي.[۵]

له ګوا څخه د نويو ځواکونو په رسېدو سره، د مالاکا قوماندان «Garcia de Sá» وتوانيد چې د مالاکا په شا او خوا کې د محمود ټول ځواکونه مجبور کړي. له دې وروسته «António Corria» په پاګو کې د سلطان محمود په مرکز د يو سل او پنځوس پرتګاليانو او درې سوه مالاياي مرستدونيانو په مرسته د دوه کاراکان، 1 کاراوال،  2-4 ګاليټس او ګڼو سيمه ييزو مالايي لانچارانو بېړيو د جنګي بېړيو د کوچنۍ ډلګۍ سره بريالی بريد وکړ، او هغه يې اړ کړ چې «پهنګ» ته شاتګ وکړي، له هغه ځايه «بنټان» ته ولاړ، کومه چې کوچنی ټاپو پاچايي او هغه نيولی و.[۶][۷]

د بنټان جګړه، 1521

سمول

په 1521ز کال کې، د مالاکا قوماندان «Jorge de Albuquerque» د اتلسو بېړيو او شپږ سوه سرتېرو په مرسته په بنټان بريد وکړ. د سيمې له جغرافيې څخه د کم پوهاوي له امله، په ځانګړي ډول د دې سيمې د ژورو اوبو له کبله، د شلو کسانو او يوې سپکې کښتۍ په لاسه ورکولو سره په شا شول. له دې وروسته، د مالاکا په بېړيو د سلطان محمود بريدونه زيات شول.[۸]

د پهنګ لومړۍ جګړه، 1522

سمول

په همدې کال کې د سلطان محمود او د بینټان د «ميلاکا» د ګوښه شوي سلطان محمود شاه تر منځ د واده د ایتلاف څخه وروسته. له دې پرمختګ څخه ناخبره «Albuquerque» د تمويل لپاره درې بېړۍ د پهنګ بندرګاه ته واستولې، چېرته چې د هغه دوه د بېړۍ قوماندانان او دېرش سړي ووژل شول. درېيمه وتښتېده، خو په جاوا کې د ټولو کسانو سره ووژل شول. «Simon Abreu» او د هغه عمله په يو جلا موقعيت کې ووژل شول.[۹]

د پهنګ دويمه جګړه، 1522

سمول

په 1522ز کال کې، د «Antonio de Pina» او د هغه د مرستيال «Bernaldo Drago» په مشرۍ یوه پرتګالي بېړۍ، چې په پهنګ بندرګاه کې يې لنګر اچولی و، له دې څخه ناخبره چې په دې ځای کې سلطان د بنټان د سلطان محمود زوم و، د کمین لاندې راغلل او ووژل شول. ژوندي پاتې ونيول شول، بيټان ته واستول شول او په زور اسلام منلو ته اړ شول، او چا چې دا وړانديز رد کړ په ټوپک الوزولو سره اعدام شول.[۱۰][۱۱]

د موار سيند جګړه، 1523

سمول

د 1523ز کال په لومړيو کې، د مالاکا سلطان او د پهنګ سلطنت سلطان په موار سيند کې يو مرکز جوړ کړ، له کومه ځايه يې چې په مالاکا کې د پرتګالیانو د سمندري اکمال په لارو بريدونه وکړل.[۱۲]

د مالاکا قوماندان «Jorge de Albuquerque» په اپريل مياشت کې د سيند په داخل کې د مالايانو سره د مخ کېدو او د هغوی د تيت پرک کولو لپاره د بېړيو يوه ټولګه واستوله، خو سخت توپان د پرتګاليانو بېړۍ سره وپاشلې، درې تر کمين لاندې راغلې، پنځه شپېته سرتېري موار ته په داخلېدو سره ووژل شول. له دې وروسته مالايان ووتل.[۱۳]

د مالاکا محاصره 1524

سمول

سلطان محمود د مۍ په مياشت کې د اتيا سمندري بېړيو او 16000 سرتېرو سره مالاکا محاصره کړ، چې مشر يې يو پرتګالي باغي کوله. په پرتګالۍ قشله کې دوه سوه سرتيري وو، د مالايا اصلي اوسېدونکو مرستندويه ځواکونو يې مرسته کوله، او له يوې مياشتې وروسته، د پرتګالي مرستې له رسېدو لږ وخت مخکې بريد کونکو د بټان په لور بېرته شاتګ وکړ.[۱۴]

د لینګا جګړه، 1525

سمول

په 1525ز کال کې، د «Álvaro de Brito» او «António Raposo» تر مشرۍ لاندې دوه پرتګالي بېړۍ او اتيا سرتيري، چې د يو اتحادي واکمن، سلطان لنګا مرستې ته استول شوي وو، دوی د سلطان محمود او «اندراګيري» د سلطان د بېړيو شريکه لويه ټولګه، د ليګا مجمع الجزاير سره نږدې په شا و تمبوله، چې 160 بېړۍ او 2000 سړي پکې وو.[۱۵]

سرچينې

سمول
  1. João Paulo de Oliveira e Costa, Vítor Luís Gaspar Rodrigues (2012) Campanhas de Afonso de Albuquerque: Conquista de Malaca, 1511 pp. 25–26.
  2. João de Barros, 1553, Décadas da Ásia decade 2, book 4, ch. 4
  3. João Paulo de Oliveira e Costa, Vítor Luís Gaspar Rodrigues (2012) Campanhas de Afonso de Albuquerque: Conquista de Malaca, 1511 p. 13.
  4. Anthony Reid: Verandah of Violence: The Background to the Aceh Problem, 2006, Singapore University Press, p. 39.
  5. Saturnino Monteiro: Batalhas e Combates da Marinha Portuguesa 1139-1975 volume I, 2013 edition, pp.364-368.
  6. Monteiro, 2013, volume I, pp. 378-383.
  7. Malay Annals, Longman, Hurst, Rees, Orme, and Brown, 1821, pp.357-358.
  8. Danvers, Frederick Charles, The Portuguese In India Vol.1, p. 349
  9. Journal of the Straits Branch of the Royal Asiatic Society, p. 142[۱]
  10. Buyong Adil, Sejarah Pahang ('History of Pahang'), Dewan Bahasa dan Pustaka, p. 53
  11. Linehan, William (1973), History of Pahang, Malaysian Branch Of The Royal Asiatic Society, Kuala Lumpur, p. 20
  12. R. S. Whiteway, Rise of Portuguese Power in India, p. 329.
  13. Danvers, Frederick Charles, p. 358.
  14. Saturnino Monteiro: Batalhas e Combates da Marinha Portuguesa 1139-1975, volume II, Livraria Sá da Costa Editora, 1991, p. 35.
  15. Saturnino Monteiro: Batalhas e Combates da Marinha Portuguesa 1139-1975, volume II, Livraria Sá da Costa Editora, 1991, p. 35.