ماغزه يو غړی دی چې د ملا تير لرونکو ټولو حيواناتو او ډېريو هغو حيواناتو کې د اعصابي نظام د مرکز په توګه کار کوي، چې د ملا تير نه لري. ماغزه په سر کې پراته دي، په عمومي توګه د احساس کولو غړيو ته نږدې، تر څو احساس وکړای شي، لکه ليدل. ماغزه د ملا تيرلرونکو حیواناتو په بدن کې تر ټولو پېچلی غړی دی. په انسان کې، د مغزو بهرنی قشر نږدې له څوارلسو نه تر شپاړسو ملياردو پورې نيورونونه (عصبي حجرې) لري اوپه اټکلي توګه په کوچنیو دماغو کې له پنځه پنځوس نه تر اويا ميليارده پورې نيورونونه شته. هر نيورون د سايناپسس (د عصب د نښتو برخه) په مټ له زرګونو نورو نيورونونو سره نښتی دی. دا نيورونونه په عمومي توګه له يو بل سره د اوږدو رېښکيو په مټ اړيکې نيسي، چې دا رېښکۍ اکسون (خبرې کوونکي) بلل کېږي، همدا د اشارو د نبضونو يوه ليکه د ماغزو يا بدن لرې پرتو برخو ته لېږدوي، چې دې ته (د کار هڅې) ويل کېږي او ځانګړې تر لاسه کوونکې حجرې په نښه کوي.[۱][۲]

A brain floating in a liquid-filled glass jar. Yellowing of the handwritten labels on the jar give the object an antique appearance.
یو چيمپانژي ماغزه

له جسماني پلوه، ماغزه د بدن په نورو غړيو له مرکزي واک (اداره کول) نه برخمن دي. ماغزه په نور بدن باندې د غړيو د فعاليت د ډولونو د منځ ته راوړلو او د هورمونونو په نوم د کيمياوي موادو د اېستلو په مخ ته وړلو سره عمل کوي. همدا بنسټيزه واکمني چاپېرياليزو بدلونونو ته په چټک او همغږو ځواب ويلو کې مرسته کوي. د ځواب ورکولو په ځينو بنسټيزو ډولونو کې، لکه: غبرګونونه، کېدای شي چې د ملا تير يا د څنګ وزلي (محيطي) عصب مرکز هم منځګړيتوب وکړي، خو د پېچلي حسي پايلې پر بنسټ ولاړ د دقيق او موخه ييز چلند اداره، د متمرکزو دماغو له خوا د معلوماتو راټولولو وړتيا لرلو ته اړتيا لري.

د ماغزو د انفرادي حجرو کارونه اوس په بشپړ تفصيل سره د پوهېدو وړ دي، خو په کوم ډول چې دوی د ميليونونو په ډله کې يو له بل سره مرسته کوی، د دې حل لا هم په خپل ځای پاتې دی. په نوي عصبي ساينس کې وروستۍ نمومې له ماغزو سره د بيالوژيکي کمپيوټر په توګه چلند کوي چې دا د يو برېښنايي کمپيوټر له تګلارې نه زيات توپير لري، خو له دې اړخه ورسره ورته والی لري چې دا له شا اوخوا نړۍ نه معلومات تر لاسه کوي، له ځانه سره یې زېرمه کوي او په بېلا بېلو طريقو يې پر مخ وړي.[۳]

دا ليکنه د حيواناتو په ټولو انواعو کې د ماغزو د ځانګړتياوو پرتلنه کوي، خو ډېره پاملرنه هغو حيواناتو ته کوي، چې د ملا تير لري. له انساني ماغزو سره تر دې بريده اړيکه لري، څومره چې د انسان د ماغزو ځانګړتياوې له نورو ماغزو سره شریکې دي. هغو لارو ته چې انساني ماغزه له نورو ماغزو نه توپير لري، د انساني ماغزو په لیکنه کې پوښښ ورکړل شوی دی. ډېری هغو موضوعاتو ته چې دلته پوښښ ورکول کېدای شو، په هغه لیکنه کې ځای ورکړل شوی دی، ځکه چې له انساني نظره د ماغزو په اړه هلته ډېر څه ويل کېدای شي. تر ټولو مهم يې د ماغزو ناروغۍ او د ماغزو د زيان اغېزې دي، کوم چې د انساني ماغزو په لیکنه کې رانغښتي دي. 

اناتومي (د يوه شي تشرېح او تجزيه)سمول

د بېلا بېلو انواعو د ماغزو بڼه او اندازه سره ستر توپير لری او ډېر ځله د دوی د شريکو ځانګړتياوو پېژندل ستونزمن وي، خو بيا هم د ماغزو جوړېدل يو شمېر اصول لري، کوم چې د بېلا بېلو انواعو (ژونديو موجوداتو) په پراخو ډلو عملي کېدای شي. د ماغزو د جوړښت ځينې اړخونه نږدې د ټولو حیواناتو د انواعو تر منځ عام دي، ځينې نور يې «پرمختللي» دماغونو ته له لومړيو ماغزو توپير ورکوي، يا يې د ملا تير لرونکو او د هغو تر منځ توپير کوي چې د ملا تير نه لري (بې شمزۍ).[۴][۵][۶]

د ماغزو د اناتومۍ په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو تر ټولو ساده لاره د ليد معاينه ده، خو له دې پرته ډېرې پېچلې لارې چارې هم جوړې شوې دي. د ماغزو نسجونه په خپل طبيعي حالت کې د کار کولو په موخه ډېر نرم وي، خو په الکولو يا نورو ثابتوونکو توکو کې په ډوبولو سره ماغزه سختېدای شي او بيا د داخلي برخې د کتنې لپاره يو له بل نه جلا کېدای او پرې (ټوټه ټوټه کول) کېدای شي. د لید له اړخه، د ماغزو داخلي برخه د تش په نوم خړې مادې له سيمو جوړه ده، رنګ يې تور وي، د سپينې مادې په مټ سره جلا شوي وي چې د دې مادې رنګ روښانه وی. په مختلفو کيمياوي موادو د ماغزو د نسجونو د ټوټو په نښه کولو سره لا زيات معلومات تر لاسه کېدای شي، کوم کيمياوي مواد چې هغه سيمې بهر راوباسي ،چېرې چې په ډېره اندازه راټول شوي ماليکولونه ځانګړي ډولونه موجود وي. د مايکروسکوپ په کارولو سره د ماغزو د نسجونو د مايکروسټرکچر (کوچني جوړښت) کتنه، معاینه او د ماغزو له يوې برخې نه تر بلې برخې پورې د اړيکو د طريقې معلومول هم شوني دي. [۷]

حجروي جوړښتسمول

د ټولو انواعو ماغزه په بنسټيز ډول د حجرو د دوو پراخه ډلو نه جوړ وي چې هغه دا دي: عصبي حجرې او ګليال حجرې (ګليال غیرعصبي حجرې دي). ګليال حجرې (د ګليا يا نيوروګليا په نوم مهم پېژندل کېږي) په بېلا بېلو بڼو کې وي او ډېر مهم کارونه سرته رسوي، د جوړښتي ملاتړ، ميتابوليک ملاتړ، جلا کول او د ودې لارښوونه کول، خو په ماغزو کې تر ټولو مهمې حجرې د نيورون بلل کېږي. هغه ځانګړتيا چې نيورونونه بې ساري (بې بېلګېاو ډېر غوره) ګرځوي، په اوږد واټن کې ټاکلو حجرو ته د دوی له خوا د سيګنلونو (اشارو) د استولو وړتيا ده. نيورونونه دا اشارې د یوه اکسون (عصبي محور) په مټ استوي، کوم چې يو نری «پروټوپلازمي» فايبر (رېښکۍ) ده چې له حجروي بدن او پروجيکټس نه، په عمومي توګهً په نورو برخو کې د ګڼو څانګو په لرلو سره، کله د ماغزو يا بدن په نژدې او کله تر لرې سيمو پورې راخپور شوی. شونې ده چې د اکسون اوږدوالی غیر معمولي وي: د بېلګې په ډول: که چېرې د دماغ اکبر د پوستکي يوه هرمي حجره (تحريکوونکی نيورون) دومره ستره کړای شي، چې د دې حجرې بدن د يوه انسان د بدن په اندازه شي، د هغې محور (اکسون) په همدې اندازه سترېږي ،چې د څو سانتي متره قطر لرونکي يو مزی به ځنې جوړ شي، اوږدوالی به يې له يو کيلو متر نه زيات شي. همدا محور د برېښنايي کيمياوي نبضونو په مټ سيګنلونه (اشارې) لېږدوي چې دې ته د عمل پوټينشل (د کار وړتيا او بالقوه موجود) وايي، کوم چې د يوې ثانيې له زرمې برخې هم کم وي او له محور سره په يو ساعت کې د ۱-۱۰۰ متره په چټکتيا سفر کوي. ځينې نيورونه په پرله پسې دول «اکشن پوټينشل» خارجوي، په يوه ثانيه کې د ۱۰-۱۰۰ کچې په چټکتيا سره، دا چاره په عمومي توګه په فاسدو نمونو کې منځ ته راځي، نور نیورونونه د ډېر وخت لپاره غلي وي، خو کله نا کله په ناڅاپي ډول اکشن بوټينشيل خارجوي.[۸][۹][۱۰]

دا اکسونونه د ځانګړو وصل ځايونو په مټ تر نورو نيورونونو پورې سګنالونه رسوي چې «سايناپسس» (د عصبي لګېدو نقطې) بلل کېږي. شونې ده چې یو محور له نورو حجرو سره د زرګونه په شمېر کې وصلي اړيکې جوړې کړي. کله چې يو اکشن پوټينشل، کله چې له يو محور سره سفر کوي، سايناپسس (وصل ځای) ته رسېږي، د يو ډول کیمياوي موادو د خوشې کولو لامل ګرځي چې «نيورو ټراسميټر» (عصبي لېږدونکی) يې بولي. نيوروټرانسميټر د په نښه شوې حجرې په پوښ کې له تر لاسه کوونکي ماليکولز سره تړل کېږي.

سايناپسس د ماغزو مهم فعال عنصر دی. د ماغزو تر ټولو اړین کار له حجرې نه د حجرې سره اړیکه ده او سايناپسس هغه نقطه ده چېرې چې همدا اړيکې منځ ته راځي.د اټکل له مخې د انسان ماغزه نږدې سل میليارده سايناپسس لري؛ ان تر دې چې د ميوې د موچۍ په دماغ کې هم څو ميليونه وي. د دې سايناپسس کارونه ډول ډول دي: ځينې يې تحريکوونکي (يعنې په نښه شوې حجره راپاروي/تحريکوي)؛ نور يې د نورو پیغام رسونکو نظامونو په فعالولو سره کار کوي، کوم چې په يوې پېچلې طريقې سره د په نښه شويو حجرو داخلي کيمياوي جوړښت ته بدلون ورکوي. د سايناپسس ډېری شمېر په خوځنده ډول د بدلون وړ دي، په دې معنا چې دوی کولای شي، په داسې يوې طريقې سره ځواک ته بدلون ورکړي چې له دې نه د تېرېدونکو سيګنلونو نمونو په مټ اداره کېږي. په پراخه کچه دا باور کېږي چې پر فعاليت متکي د سايناپسس بدلون د زده کړې او حفظ کولو لپاره د ماغزو لومړۍ تګلاره ده. [۱۱][۱۲][۱۳]

کتنهسمول

 
د ماغزو د MRI يو انځور

په ډېريو ماغزو کې په توکيز ډول دوه توپيرونه ترسترگو کېږي چې يو يې خړ رنگه توکي او بل يې سپين رنگه توکي دي. خړ رنگه توکي د نيورانونو د سلولونو جوسې جوړوي، خو سپين رنگه توکي بيا د رښتو او آکزونونو نه جوړ دي او همدا وروستي، نيورانونه د يو بل سره تړي. آکزونونه بيا د غوړنو سلولونو نه جوړې ټوټې باندې پوښل شوي چې د ميالين (اوليگوډېنډروگليال سلولونه)په نامه يادېږي، همدا بيا د ماغزو سپين رنگه توکو ته د هغوی ځانگړی رنگ ورکوي. د ماغزو باندنۍ پټ خړ رنگه توکي جوړوي چې د سرېبرل کورټېکس په نامه يادېږي. د ماغزو په دننه ژوره برخه کې، د سپين رنگه توکو جارگی (فاسيکولي، د رښتو لارې)، خړ رنگه توکي (هسته) او تشځايونه او (وېنټريکلز) چې په سرېبروسپاينل مايع ډک دي، شامل دي.

د مازغو بېلابېلې برخېسمول

مازغو کې الله د انسان د ټول بدن کنټرول اېښودی دی۔لکه کله کله تاسې خوشحاله شئ کله خفه شئ ،کله ناجوړه شئ نو ستاسې بدن ته تکليف وي،همدارنگې د ژوند ټول کارونه ستاسې مازغه کوي۔ د مازغو د حفاظت لپاره قدرت د مازغو نه تېرچاپېره هډوکی جوړ کړی کوم ته چې کوپړئ (skull) ويلي کيږي۔کوپړئ کې دننه مازغه د نقصان رسيدلو نه بچ وي۔ماغه ټول په درې برخو کې وېشل شوي دي:

  1. فوربرېن (Forebrain)
  2. ميډبرېن (Midbrain)
  3. هائنډبرېن (Hindbrain)

د دې درې واړو تفصيل کوز ورکړی شوی دی:

فوربرېنسمول

فور برېن د مازغو له ټولو لويه برخه ده۔ ددې برخې مهمې حصې تهېلامس (Thalamus)، هائپوتهېلامس (Hypothalamus) او سيريبرم (Cerebrum) دي۔

تهېلامسسمول

د تهېلامس کار د بدن د ټولو برخو څخه د رگونو په لاره پيغامونه اخيستل او ددې نه علاوه تهېلامس په لاره انسان درد هم محسوسوي۔

هائپوتهېلامسسمول

هائپوےهېلامس د تهېلامس څخه لږ کوز وي او ددې سائز د يو بادام هومره وي۔ددې برخې کار د درد،خفگان،خوشحالۍ محسوسول دي۔

سيريبرمسمول

سيريبرم د فوربرېن له ټولو لويه برخه ده د دې کار د انسان غوښې،فکرونه او سوچونه،هوښيارتوب او جذبات کنټرول کول دي

نور ولولئسمول

  1. Saladin, Kenneth (2011). Human anatomy (الطبعة 3rd). McGraw-Hill. د کتاب پاڼې 416. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-122207-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. von Bartheld, CS; Bahney, J; Herculano-Houzel, S (15 December 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The search for true numbers of neurons and glial cells in the human brain: A review of 150 years of cell counting."]. The Journal of Comparative Neurology 524 (18): 3865–3895. doi:10.1002/cne.24040. PMID 27187682. 
  3. Yuste, Rafael; Church, George M. (March 2014). "The new century of the brain". Scientific American 310 (3): 38–45. doi:10.1038/scientificamerican0314-38. PMID 24660326. Bibcode2014SciAm.310c..38Y. http://www.columbia.edu/cu/biology/faculty/yuste/Publications/Yuste_Church_SciAm14.pdf. 
  4. Shepherd, GM (1994). Neurobiology. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-508843-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sporns, O (2010). Networks of the Brain. MIT Press. د کتاب پاڼې 143. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-01469-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Başar, E (2010). Brain-Body-Mind in the Nebulous Cartesian System: A Holistic Approach by Oscillations. Springer. د کتاب پاڼې 225. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4419-6134-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Singh, Inderbir (2006). "A Brief Review of the Techniques Used in the Study of Neuroanatomy". Textbook of Human Neuroanatomy (الطبعة 7th). Jaypee Brothers. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8061-808-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kandel, Eric R.; Schwartz, James Harris; Jessell, Thomas M. (2000). Principles of neural science (الطبعة 4th). New York: McGraw-Hill. OCLC 42073108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8385-7701-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Douglas, RJ; Martin, KA (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Neuronal circuits of the neocortex"]. Annual Review of Neuroscience 27: 419–451. doi:10.1146/annurev.neuro.27.070203.144152. PMID 15217339. 
  10. Barnett, MW; Larkman, PM (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The action potential"]. Practical Neurology 7 (3): 192–197. PMID 17515599. 
  11. Shepherd, Gordon M. (2004). "1. Introduction to synaptic circuits". The Synaptic Organization of the Brain (الطبعة 5th). Oxford University Press, Inc. 198 Madison Avenue, New York, New York, 10016: Oxford University Press US. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-515956-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  12. Heisenberg, M (2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mushroom body memoir: from maps to models"]. Nature Reviews Neuroscience 4 (4): 266–275. doi:10.1038/nrn1074. PMID 12671643. 
  13. Williams, RW; Herrup, K (1988). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The control of neuron number"]. Annual Review of Neuroscience 11: 423–453. doi:10.1146/annurev.ne.11.030188.002231. PMID 3284447.