ماشوم پالنه

د ماشوم پالنه، چې د ورځنۍ پالنې په نوم هم پېژندل کېږي، په یو وخت کې د یو یا څو ماشومانو پالنه او څارنه ده، چې عمر یې له دوو اونیو څخه تر اتلس کلونو پورې وي. ماشوم پالنه یوه پراخه موضوع ده چې د مسلکیانو، مؤسسو، فعالیتونو، ټولنیزو او کلتوري کنوانسیونونو پراخه برخه رانغاړي. د ماشوم لومړنۍ پالنه د ماشوم په وده کې اړینه او ډېری وختونه له پامه غورځول شوې برخه ده. د ورته عمر لرونکو ماشومانو اسانه پالنه، پر پالوونکو او مسوولینو باندې بېلابېلې پرمختیایي او رواني اغیزې کوي. دا ځکه چې د دوی ذهني وده په داسې ځانګړي حالت کې ده چې نه شي کولای د خپل عمر په مطابق پرمختګ وکړي. د ماشوم پالنې بل ډول چې د کورنۍ پالنې په پرتله د ودې په حال کې ده هغه د مرکز پر بنسټ د ماشومانو پالنه ده. د کورنۍ پالنې پرځای، دا مسولیتونه څاروونکو، یتیم خانو یا د روزنې کورونو ته د پالنې، کور او ښوونځي د چمتو کولو لپاره ورکول کېدای شي. مسلکي پالوونکي د مرکز پر بنسټ د پالنې تر اغېزې لاندې (ورځنۍ پالنه، مخکیني ښوونځي او ښوونځي) یا د کور پر بنسټ پالنه (وینځې (دایې) یا کورني پالنځایونه) دندې ترسره کوي. د ماشومانو د پالنې ډېری موسسې شتون لري چې د ماشوم پالنې چمتو کوونکو یا پالوونکو ته اړتیا لري چې د لومړنۍ مرستې په برخه کې پراخه روزنه ولري او د CPR منښتلیک ولري. برسېره پردې، د شالید ازمیښت، په ټولو مرکزونو کې د مخدره توکو معاینه، او د مرجع تصدیق معمولا یوه اړتیا وي. کېدای شي د ماشوم پالنه د پرمختللې زده کړې چاپیریال څخه جوړه وي چې د ماشومتوب لومړنۍ زده کړې یا ابتدايي زده کړې په کې شاملې دي.[۱]

د هېواد پر بنسټ ماشوم پالنه سمول

اسټرالیا سمول

اسټرالیا د ماشومانو د پالنې لوی صنعت لري، خو په ډیری ځایونو کې (په ځانګړې توګه د لویو ښارونو دننه ښارګوټو او کلیوالو سیمو کې) لاسرسی ورته محدود دی او ښايي د انتظار موده تر څو کلونو پورې دوام وکړي. د اسټرالیا حکومت د ماشوم پالنې د لګوښتونو په برخه کې په ډېر سخاوت سره مرستې چمتو کوي. په ۲۰۱۳  ز کال کې د مرکز پر بنسټ د اوونۍ په اوږدو کې د ټولې ورځې د پالنې د لګښت منځنۍ کچه شاوخوا ۳۶۴ اسټرالیايي ډالر و چې دا د ټیټ عاید لرونکو کسانو له وس نه پوره نه وو.[۲][۳][۴][۵][۶]

فرانسه سمول

په فرانسه کې د ماشومانو د پالنې سیسټمونه د ماشومانو د پالنې چمتو کوونکو ته چې تر یوې ټاکلې کچې  یې د ماشومانو د پالنې په برخه کې رسمي زده کړې ترلاسه کړې وي خورا ارزښت لري. دوی د ماشومانو د ماشومتوب د دورې لپاره دوه جلا څانګې لري. دا دوه څانګې crèche او école   maternelle په نومونو یادیږي. Crèche د ماشومانو او نوي پر پښو راغلو کوچنيانو لپاره برنامه ده او école maternelle  د ښوونې او روزنې سیسټم برخه ده. دوی دواړه ښوونکي ته اړتیا لري چې د پوهنتون درجه او یا کله ناکله تخصصي درجه ولري.

هند سمول

هند د ماشومانو د پالنې یو عمومي سیسټم لري چې وړیا دی او د دولت له خوا د ماشومانو د بشپړو پرمختیایی خدماتو له لارې چمتو کیږي. دا د ۶ کالو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو او د دوی میندو ته خواړه، د ښوونځي څخه مخکې زده کړې، لومړنۍ روغتیایي پاملرنې، واکسین، د امیندوارۍ مخنیوي مشورې، د روغتیا معاینه او راجع خدمتونه وړاندې کوي. د تغذیې موخو لپاره ICDS هره ورځ د ۶ کالو څخه کم عمر لرونکي هر ماشوم ته ۵۰۰ کیلوکالوري (د ۱۲-۱۵ ګرامه پروټین سره) چمتو کوي. د ځوانو انجونو لپاره هره ورځ تر ۵۰۰ کیلو کالوري له ۲۵ ګرامو پروټینونو سره ده.[۷][۸][۹][۱۰]

متحده ایالات سمول

د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره د فدرالي ماشوم پالنې مرستو سربیره، په ډیریو ایالتونو کې د ماشومانو پالنه د هغو کورنیو لپاره چې کوچني ماشومان لري، له کور جوړونې او خوړو څخه ترټولو لوی لګښت ګڼل کېږي.

د ماشومانو د پالنې لګښتونه د کلونو په اوږدو کې زیات شوي، او د کورنۍ پر بودیجې یې «ډیر فشار» راوړی، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې دوه یا ډېر ماشومان لري.

ډولونه سمول

د ماشوم په کور کې سمول

په کور کې، پالنه معمولاً د وینځو (دایو)، یا ملګرو او کورنۍ له خوا ترسره  کیږي. ماشوم په کور دننه څارل کیږي. دا کار د بهرنیو اړیکو له امله د ناروغیو د مخنیوي په پار ترسره کېږي. په کور کې د ماشومانو په شمیر پورې اړه لري، هغه ماشومان چې د کور له پالنې څخه ګټه پورته کوي کولای شي له خپل پالونکي سره په پراخه کچه اړیکې ولري او په پایله کې نږدې اړیکه رامنځته کړي. په کور کې د پالنې لپاره هیڅ جواز یا د شالید ازمیښت ته اړتیا نشته، د مناسب پالونکي په غوره کولو کې د والدینو څارنه اړینه ده، که څه هم یوه کورنۍ چې ډېر ماشومان لري ښايي دا ټاکنه خورا اسانه او ارزانه وګڼي.[۱۱][۱۲][۱۳]

د مرکز پر بنسټ ماشوم پالنه سمول

د ماشومانو د پالنې په مرکز کې، ښوونکي د خپلو زده کونکو فزیکي او رواني پرمختګ باندې تمرکز کوي. د زده کونکي لا ښه درک لپاره، په مرکزونو کې ښوونکي باید د خپلو زده کوونکو سره داسې اړیکه جوړه کړي چې د دوی غوښتنو او اړتیاوو ته ګټه ورسوي او دوی د لوړو ارزښتونو په لور وهڅوي. دا ډول ښوونه د پالنې له اړیکې سره به د زده کوونکي اخلاقي او ناڅاپي زده کړې ته وده ورکړي.[۱۴]

غیر انتفاعي پالنځای سمول

«د پام وړ راټولې شوې څېړنې د دې ښکارندويي کوي چې غیر انتفاعي سازمانونه په پراخه کچه ددې غوښتونکي دي چې د ماشومانو د ښې ودې لپاره لوړ کیفیت درلودونکي چاپیریالونه رامنځته کړي». غیر انتفاعي سازمانونه په ډېر احتمال سره زیانمنونکو خلکو ته په بدو شرایطو کې چې څارنه یا اندازه کول یې خورا ستونزمن وي خدمات وړاندې کولای شي.[۱۵]

غیر رسمي پالنه سمول

د ماشومانو غیر رسمي پالنه د ماشوم پالنې یو سیسټم دی چې د کورنۍ او ټولنې له غړو څخه کار اخلي. په دې کې نیکه او انا، خور او ورور، او ماشومان او ګاونډیان شامل دي. دا سیسټم ارزانه دی او ډیری د ماشوم په غیر رسمي پالنې کې له هغو کلتورونو څخه کار اخلي چې د ماشوم د روزنې او زده کړې لپاره ګټور وي.

په پیسو او تولید میشته ټولنو کې (لکه په متحده ایالاتو کې)، د ماشومانو غیر رسمي پالنه په هغو کورنیو کې لیدل کیږي چې کافي بودیجه نه لري، ترڅو خپل ماشومان د ماشوم پالنې په خورا ګران مرکز کې شامله کړي. یوه څیړنه چې د رابرټا ایورسن او ایني ارمسټرانګ له خوا ترسره شوې، دا څرګندوي چې د کار کوونکو والدینو د اوږدو او غیر منظمو کاري ساعتونو له امله، د ټیټ ټولنیز اقتصاد درلودونکې کورنۍ د ماشوم د غیر رسمي پالنې څخه ډیره ګټه پورته کوي.

روغتیایي مسئلې سمول

د ماشوم پالنې انتان سمول

د ماشوم پالنې انتان د ماشوم پالنې په بهیر کې د انتان یا ساري مرض خپریدل دي، په ځانګړې توګه په پالنځي یا ښوونځي کې د ماشومانو ترمنځ د اړیکو له امله رامنځته کېږي. دا هغه وخت پیښیږي کله چې د ماشومانو ګروپونه د ماشوم پالنې چاپیریال کې سره یوځای وي، او یو کس چې په ساري ناروغۍ اخته وي نو ښايي چې  ټول ګروپ کې یې خپور کړي. په عام ډول ساري ناروغیو کې د انفلونزا په څیر ناروغۍ او د کولمو ناروغۍ لکه نس ناستی په هغو ماشومانو کې چې پمپر کاروي ډېرې پېښېږي. په ناروغیو کې کیدای شي د چنجیو، سر سپږې، او د لاس، پښو، خولې ناروغۍ هم شاملې وي. دا څرګنده نه ده چې دا ناروغۍ څنګه خپریږي، خو د لاسونو مینځل د لیږد خطر یو څه کموي او د حفظ الصحې مراعتول هم د انتان یا د مرض سرایت خطر کموي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې سمول

  1. ChildForum Childcare Information http://www.childforum.com/options-a-differences-between-ece-programmes/73-private-childcare-arrangements-making-your-own-and-what-is-involved.html
  2. "About This Site | The Australian Childcare Index". Echildcare.com.au. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Centrelink website". Centrelink.gov.au. 2018-08-15. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 4 January 2007 باندې). Govt 'misleading parents on childcare'. The Sydney Morning Herald.
  5. "Report on Government Services 2014 Volume B: Child care, education and training" (PDF). Australian Productivity Commission. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  7. "INTEGRATED CHILD DEVELOPMENT SERVICES (ICDS) SCHEME". Government of India. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Supreme Court Commissioners". sccommissioners.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اگسټ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. article
  10. "Integrated Child Development Services (ICDS)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "AuPair Nanny Differences Au Pair Jobs | Family Care: Nanny, Sitter, Assistant, Senior Home Care". www.greataupair.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Daycare vs. Nanny care: The Pros and Cons". Parents With Nannies, Inc. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "How to safely hire a Nanny". nannycity.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. McKeon, Michael (23 February 2013). "The Morality of Daycare". Philosophia. 41: 97–107. doi:10.1007/s11406-013-9419-4. S2CID 143352807. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 7 March 2008 باندې). Child care must serve kids not corporate shareholders. The Star.
  16. Nesti, MM; Goldbaum, M (July–August 2007). "Infectious diseases and daycare and preschool education". Jornal de Pediatria. 83 (4): 299–312. doi:10.2223/jped.1649. PMID 17632670. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Warren-Gash, C; Fragaszy, E; Hayward, AC (September 2013). "Hand hygiene to reduce community transmission of influenza and acute respiratory tract infection: a systematic review". Influenza and Other Respiratory Viruses. 7 (5): 738–49. doi:10.1111/irv.12015. PMC 5781206. PMID 23043518. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lee, MB; Greig, JD (October 2008). "A review of enteric outbreaks in child care centers: effective infection control recommendations". Journal of Environmental Health. 71 (3): 24–32, 46. PMID 18990930. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Rooshenas, L; Wood, F; Brookes-Howell, L; Evans, MR; Butler, CC (May 2014). "The influence of children's day care on antibiotic seeking: a mixed methods study". The British Journal of General Practice. 64 (622): e302–12. doi:10.3399/bjgp14x679741. PMC 4001146. PMID 24771845. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)