ماسونیان څوک دي؟


فراماسون(freemason) د فرانسوي ژبې د (mason)له کلمې اخیستل شوې چې په عربي ژبه کې ورته (حُر)وایي او په پښتو ژبه کې ورته (آزاد)وايي

اصطلاحي تعریف یې: یو نړیوال منظم سازمان دی چې د نړۍ د هیوادو په بیلابیلو ارکانو کې لکه:دین او ژوند، سیاست او اقتصاد،او ټول فرهنګ باندې تسلط غواړي او په ازادنه توګه په همدې پلان عمل کوي.


ترټولو لوی هدف د ماسوني ډلې دادی چې یو فردي حکومت د ځان له پاره رامنځته کړي په دې نوم او عنوان چې د مسیح ضد دي(antichrist) معنا په ډیکشنري کې(د عیسیٰ سره مخالف) او په بل ځای کې معنا (دجال) ده یا په بله معنا چې خلک نوي فرعون(new pharaoh) ته اماده کړي.

فراماسونري یوه پټه ډله ده چې څوک په اسانۍ سره نشي کولای چې د هغوی منځ ته دننه،نفوض پکې وکړي او لاروی یې شي که څوک غواړي لاروی یې شي مکلف او اړ دی چې په پټ او نا څرګند ډول دهغوی سره وویني مګر عادي څوک نشي کولای چې دهغوی منځ ته دننه، نفوض پکې وکړي او مهم اسناد او رتبې لاسته راوړي، کشف یا په نښه یې کړي ،افشاء یې کړي، ځکه هغوي(متفق الرای) دي داسې چې دوی د یوې مسئلې له پاره د اتلسمې پېړۍ په اخیر کې یو پلان جوړکړ نو دوی همدانن ورځ هم په هغه پلان باندې کار کوي ترسو یې نهایي حد ته نه وي رسولی دوی یو نړیوال شیطاني حکومت جوړوي دوی غواړي چې ټول خلک د ځان غلامان په یوې لوې ضررناکې جګړې سره کړي.