ماریا سیبېلا مریان


ماریا سیبېلا مریان (په انګلیسي: Maria Sibylla Merian؛ پیدایښت: ۲-اپرېل-۱۶۴۷، مړینه: ۱۳-جنوري-۱۷۱۷) یوه آلمانۍ حشره‌پېژندونکې، د طبیعي علومو عالمه او علمي انځورګره وه. په طبیعي علومو کې هغه د اروپا له لومړیو عالمانو څخه وه چې د حشراتو په هکله یې مشاهدات په مستقیمه توګه ثابت کړل. مریان د سویسي مریان کورنۍ د فرانکفورټ څانګې له اولادې څخه وه.[۱]

مریان هنري زده‌کړې له خپل ناسکه پلار جاکوب مارل (د «غلي طبیعت» انځورګر جورج فلېجل شاګرد) څخه ترلاسه کړې او د طبیعي انځورګریو خپل لومړی کتاب یې په ۱۶۷۵ز کال کې خپور کړ. هغې له کوچنیوالي څخه د حشراتو په راټولولو پیل وکړ. په ۱۳ کلنۍ کې یې د ورېښمو چینجیو پالنه پیل کړه. په ۱۶۷۹ز کال کې مریان د کاترپیلر چینجیو په هکله د دوو ټوکونو کتاب لومړی ټوک خپور کړ؛ دوه‌یم ټوک یې په ۱۶۸۳ز کال کې خپور شو. هر ټوک پنځوس پلېټونه (فلزي صفحې) درلودې چې هغې حکاکي کړي او توږلي وو. مریان د اروپایي حشرو ۱۸۶ نوعو کوربه بوټو او استحالې بهیر په هکله شواهد مستند کړل. د انځورونو ترڅنګ، مریان د هغو د ژوند ځنځیر (کړۍ) په هکله معلومات هم په خپل کتاب کې شامل کړل.

په ۱۶۹۹ز کال کې، مریان د هالند ګیانا ته د دغې سیمې بومي استوایي حشراتو د مطالعې او ثبتولو په موخه سفر وکړ. په ۱۷۰۵ز کال کې یې «Metamorphosis Insectorum Surinamensium» (د سورینامي حشراتو استحاله) خپور کړ. د مریان دغه اثر پر ګڼ‌شمېر طبیعت‌پالو انځورګرانو باندې اغېزه پرېښې ده. مریان د پتنګانو د استحالې په هکله د دقیقو مشاهداتو او استناد له‌کبله، د دېوېد اتنبارا له‌خوا د حشرې‌پېژندنې په څانګه کې د سترو اغېزناکو څېرو له ډلې څخه ګڼل کېږي. هغې د خپلو مطالعاتو له‌لارې د حشراتو د ژوند په هکله ګڼ‌شمېر نوي واقعیتونه راوسپړل. د هغې تر دقیقې او مفصلې مطالعې مخکې، داسې ګومان کېده چې حشرات د ذاتي زېږون له‌لارې «له خټو څخه پیدا کېږي». له هګۍ څخه تر بطیطې تر شفیرې او تر بلوغ پورې د ودې بېلابېلو پړاوونو په تشرېح کولو او انځورولو سره، د هغې مخکښې او بې‌ساري څېړنې د ذاتي زېږون مفهوم په بشپړه توګه رد کړ او داسې نظریه یې رامنځ‌ته کړه چې حشرات د ژوند په ځانګړو او د وړاندوینې‌وړ ځنځیر (کړیو) کې واقع کېږي.[۲][۳][۴]

ژوند او کاري یون

سمول

ماریا سیبېلا مریان په ۱۶۴۷ز کال کې زېږېدلې وه. پلار یې لوی ماتهاوس مریان د سویس مشهور حکاک او خپرندوی او مور یې یوهانا سیبېلا هېن نومېدل چې په ۱۶۴۶ز کال کې یې سره واده کړی ؤ. یوهانا د ماتهاوس دوه‌یمه مېرمن وه او ماریا د هغوی له واده یو کال وروسته وزېږېدله او کورنۍ نهم اولاد ؤ. پلار یې په ۱۶۵۰ز کال کې مړ شو او مور یې په ۱۶۵۱ز کال کې له جاکوب مارل سره واده وکړ؛ جاکوب د «ګلانو» او «غلي طبیعت» انځورګر ؤ. هغه مریان رسم کاږلو او انځورګرۍ ته وهڅوله. په داسې حال کې چې هغه ډېري وخت په هالند کې ژوند کاوه، شاګرد یې «ابراهام میګنون» مریان وروزله. په ۱۳ کلنۍ کې هغې د نباتاتو او حشراتو ګڼ‌شمېر نوعې غونډې کړې وې او د لومړي ځل لپاره یې د هغو انځورونه وکاږل. په لومړیو کې یې د طبیعي تاریخ په هکله ډېرشمېر کتابونو ته لاسرسی درلود. مریان د خپل پېغلتوب په هکله په «Metamorphosis Insectorum Surinamensium» (د سورینامي حشراتو استحاله) کتاب کې لیکي:[۵][۶][۷]

خپل وخت مې د حشراتو په څېړنه کې تېر کړ. په لومړي سر کې مې په خپل وطن فرانکفورت کې د ورېښمو له چینجیو څخه پیل وکړ. ومې لیدل چې نور کاترپیلرونه ښایسته پتنګان یا بوراګان زېږوي او د ورېښمو چینجی هم همداسې عمل کوي. په‌دې توګه هڅه مې وکړه چې ټول کاترپیلرونه پیدا او غونډ کړم ترڅو وګورم چې د هغوی بڼه څنګه اوړي.

د ۱۶۶۵ز کال په مې میاشت کې، مریان د مارل له شاګرد، د نورنبرګ «یوهان اندریاس» سره واده وکړ؛ د یوهان پلار شاعر او سیمې عالي لېسې (چې په اوولسمې پېړۍ کې د آلمان له مخکښو ښوونځیو څخه ګڼل کېده) مدیر ؤ. د ۱۶۶۸ز کال په جنوري میاشت کې د هغوی لومړی ماشوم «یوهانا هېلېنا» وزېږېده او کورنۍ په ۱۶۷۰ز کال کې د یوهان وطن نورنبرګ ته کډه وکړه. په نورنبرګ کې مریان انځورګرۍ ته دوام ورکړ، پر څرمنو او کتان باندې یې کار کاوه او ګلدوزي او خامک‌دوزي به یې کوله. د دې ترڅنګ، هغې د شتمنو کورنیو پېغلو لوڼو ته د انځورګرۍ درس ورکاوه چې په دې سره یې هم د کورنۍ مالي لګښت تامینېده او هم ټولنیز موقف یې لا لوړ شو. په‌دې توګه هغې ته زمینه برابره شوه ترڅو د اشرافیانو او شتمنو اشخاصو باغونو ته لاسرسی ومومي، چېرې چې کولای شي حشرات غونډ او ثبت کړي. په ۱۶۷۵ز کال کې مریان د یواخیم فون ساندرارت آلماني اکاډمۍ ته ورغله. د ګلونو انځورګرۍ ترڅنګ، هغې پر مسي لوحو باندې حکاکي هم کوله. د ساندرارت په اکاډمۍ کې له شمولیت وروسته، هغې د ګلونو نمونې کتابونه خپاره کړل. په ۱۶۷۸ز کال کې د هغې دوه‌یمه لور «دوروتیا ماریا» وزېږېدله.[۸][۹][۱۰]

د ماګرېتا دو هیر په څېر، د «غلي طبیعت» نورو ښځېنه انځورګرو حشرات په خپلو ګل‌لرونکو انځورونه کې راوړي وو، خو هېڅ یوې یې حشرات روزلي یا مطالعه کړي نه‌وو. په ۱۶۷۹ز کال کې هغې د حشراتو په هکله خپل لومړی کتاب خپور کړ ــ د دوو ټوکونو مصور کتاب لومړی ټوک چې د مبحثونو محور یې د حشراتو استحاله وه. [۱۱][۱۲][۱۳]

آثار

سمول

د بوټپوهنې هنر

سمول

مریان خپل نوم د بوتپوهنې لومړۍ انځورګرې په توګه ثبت کړ. په ۱۶۷۵ز کال کې هغې د یوه درې ټوکیز کتاب د لړۍ په خپرولو پیل وکړ؛ هر یوه یې دولس فلزي لوحې درلودې چې په هغو کې د ګلونو انځورګري شوې وه. په ۱۶۸۰ز کال کې یې «Neues Blumenbuch» (د نوي ګل کتاب) له دغې لړۍ سره یوځای او خپور کړ.[۱۴][۱۵]

انځورونه تر ډېره تزئیني وو او ټول یې د مشاهدو پر بنسټ کښل شوي نه‌وو. داسې ښکاري چې د درې ټوکیز کتاب ځینې ګلونه د نیکولاس رابرټ او جاکوب مارل د انځورګریو له‌مخې کښل شوي وو. مریان په ګلونو کې کې حشرات هم شامل کړل؛ بیا هم کېدای شي هغې په خپله دغه ټول حشرات مشاهده کړي نه‌وي او ځینې یې د جاکوب هوفناګل له انځورګریو څخه اقتباس شوي وي. په درېیو ټوکونو کې کښل شویو یکه ګلونو، امېلونو، ګل‌غونچو او د ګلونو ګېډیو د هنرمندانو او ګلدوزانو لپاره ښایسته نمونې وړاندې کړې ترڅو هغو ته په کتو سره نوې طرحې او ډیزاینونه جوړ کړي. ګلدوزي د هغه وخت د زده‌کړو مهمه او اړینه برخه وه چې د اروپا ممتازو مېرمنو زده کوله. د نورو هنرمندانو له کارونو څخه تقلید د هغه وخت د هنرمندانو د روزنې یوه مهمه برخه ګڼل کېده. د هغې ترکیبونه تر ډېره د ګلدوزي ډیزاینونو د پېچ لرونکې ساقې یوې قطعې ته ورته دي چې هغه مهال په اروپا کې متداول وو. له نباتاتو سره لوبېدونکي پتنګان او څمڅلکي تر ډېره د هوفناګل تزئیني ترکیبونه منعکس کوي. د هغې نور کتابونه «Raupen» (کاترپیلرونه) هم د ګلدوزانو، خامک‌دوزانو، ګنډونکو او انځورګرانو له‌خوا د نمونې په توګه کارول کېږي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

مریان «د نوي ګل کتاب» رنګه شوې نسخې هم وپلورلې. مریان د هنري اثر د رامنځ‌ته کولو په بهیر کې له څرمن څخه کار اخېسته چې یو سپین استر یې ورکړی ؤ. د صنفي نظام واکمنۍ له‌کبله، مېرمنو د روغني رنګ انځورګرۍ اجازه نه‌درلوده. مریان د هغه پر ځای، د اوبو رنګ او ګواش انځورګري کوله. [۲۰][۲۱][۲۲]

د حشراتو او کاترپیلرونو په هکله څېړنه

سمول

مریان د هغو لومړیو طبیعت‌پالو له ډلې څخه وه چې حشرات یې په مستقیمه توګه مشاهده کړل. هغې ژوندي حشرات غونډ او مشاهده کړل او د هغو مفصل انځورونه یې وکښل. هغه مهال حشرات لا هم «د شیطان حیواناتو» په توګه پېژندل کېدل او د استحالې بهیر تر ډېره ناپېژندلی پاتې ؤ. په داسې حال کې چې د ګوتو په شمار پوهانو او څېړونکو د حشراتو، بوراګانو او پتنګانو د ژوند ځنځیر په هکله تجربوي معلومات خپاره کړي وو، د هغه پېر متداول باور دا ؤ چې حشرات د ذاتي پیدایښت (زېږون) له‌لارې «له خټو څخه پیدا کېږي». مریان د دغه باور پر خلاف شواهد ثبت او مستند کړل او د حشرو ۱۸۶ نوعو د ژوند ځنځیر یې تشرېح کړ.[۲۳][۲۴]

سرچينې

سمول
  1. Rogers, Kara "Maria Sibylla Merian". Encyclopædia Britannica.  
  2. Rogers, Kara "Maria Sibylla Merian". Encyclopædia Britannica.  
  3. Kristensen, Niels P. (1999). "Historical Introduction". In Kristensen, Niels P. (ed.). Lepidoptera, moths and butterflies: Evolution, Systematics and Biogeography. Volume 4, Part 35 of Handbuch der Zoologie:Eine Naturgeschichte der Stämme des Tierreiches. Arthropoda: Insecta. Walter de Gruyter. p. 1. ISBN 978-3-11-015704-8.
  4. Luca Stefano Cristini (2014). Flowers, butterflies, insects, caterpillars and serpents...: From the superb engravings of Sybilla Merian and Moses Hariss. Soldiershop Publishing. p. 8. ISBN 9788896519752.
  5. Foreword from Metamorphosis insectorum Surinamensium
  6. Todd, Kim (June 2011). "Maria Sibylla Merian (1647-1717): An Early Investigator of Parasitoids and Phenotypic Plasticity". Terrestrial Arthropod Reviews. 4 (2): 131–144. doi:10.1163/187498311X567794.
  7. Swaby, Rachel (2015). Headstrong: 52 Women Who Changed Science – And the World. New York: Broadway Books. pp. 47–50. ISBN 9780553446791.
  8. Todd, Kim (June 2011). "Maria Sibylla Merian (1647-1717): An Early Investigator of Parasitoids and Phenotypic Plasticity". Terrestrial Arthropod Reviews. 4 (2): 131–144. doi:10.1163/187498311X567794.
  9. Suzanne Le-May Sheffield (2004). Women and Science: Social Impact and Interaction. ABC-CLIO. p. 24. ISBN 9781851094608.
  10. Wulf, Andrea (January 2016). "The Woman Who Made Science Beautiful". The Atlantic. Archived from the original on 23 August 2019. نه اخيستل شوی 19 January 2016.
  11. Swaby, Rachel (2015). Headstrong: 52 Women Who Changed Science – And the World. New York: Broadway Books. pp. 47–50. ISBN 9780553446791.
  12. Natalie Zemon Davis (1995). Women on the Margins: Three Seventeenth-century Lives. Harvard University Press. ISBN 9780674955202.
  13. Swaby, Rachel (2015). Headstrong: 52 Women Who Changed Science – And the World. New York: Broadway Books. pp. 47–50. ISBN 9780553446791.
  14. Donna Spalding Andréolle; Veronique Molinari, eds. (2011). Women and Science, 17th Century to Present: Pioneers, Activists and Protagonists. Cambridge Scholars Publishing. ISBN 9781443830676.
  15. Janice Neri (2011). The Insect and the Image: Visualizing Nature in Early Modern Europe, 1500-1700. University of Minnesota Press. p. 142. ISBN 9780816667642.
  16. Donna Spalding Andréolle; Veronique Molinari, eds. (2011). Women and Science, 17th Century to Present: Pioneers, Activists and Protagonists. Cambridge Scholars Publishing. ISBN 9781443830676.
  17. Natalie Zemon Davis (1995). Women on the Margins: Three Seventeenth-century Lives. Harvard University Press. ISBN 9780674955202.
  18. Janice Neri (2011). The Insect and the Image: Visualizing Nature in Early Modern Europe, 1500-1700. University of Minnesota Press. p. 142. ISBN 9780816667642.
  19. Janice Neri (2011). The Insect and the Image: Visualizing Nature in Early Modern Europe, 1500-1700. University of Minnesota Press. p. 142. ISBN 9780816667642.
  20. Kopaneva, N.P. (February 2010). "The Vivid Colors of Merian". Science First Hand. 25 (1): 110–123. Archived from the original on 2 April 2023. نه اخيستل شوی 10 August 2015.
  21. Janice Neri (2011). The Insect and the Image: Visualizing Nature in Early Modern Europe, 1500-1700. University of Minnesota Press. p. 142. ISBN 9780816667642.
  22. Reidell, Heidi (April 2008). "A Study of Metamorphosis". Americas. 60 (2): 28–35. Archived from the original on 2 April 2023. نه اخيستل شوی 10 August 2015.
  23. Swaby, Rachel (2015). Headstrong: 52 Women Who Changed Science – And the World. New York: Broadway Books. pp. 47–50. ISBN 9780553446791.
  24. Luca Stefano Cristini (2014). Flowers, butterflies, insects, caterpillars and serpents...: From the superb engravings of Sybilla Merian and Moses Hariss. Soldiershop Publishing. p. 8. ISBN 9788896519752.