مارګرېټ فولر


سارا مارګرېټ فولر اوسولي (په انگلیسي: Sarah Margaret Fuller Ossoli؛ پیدایښت: ۲۳-مې-۱۸۱۰؛ مړینه: ۱۹-جولای-۱۸۵۰) یوه امریکایي خبریاله، اېډېټوره، منتقده، ژباړونکې او د ښځو د حقونو مدافع وه چې د امریکا له تعالي‌والې غورځنګ سره یې کار کاوه. هغه د جګړې له ډګر څخه په خبر رسولو کې لومړۍ امریکایي ښځه وه. مارګرېټ پوره وخت د کتابونه پر کره کتنې او خبریالۍ کې بوخته وه. د هغې کتاب «ښځې په نولسمې پېړۍ کې» په متحده ایالاتو کې تر ټولو ستر فېمېنیستي اثر ګڼل کېږي.

سارا مارګرېټ فولر په ماساچوست، کمبرېج کې زېږېدلې ده او لومړۍ زده‌کړې یې په اساسي توګه له خپل پلار «تیموتي فولر» څخه ترلاسه کړې، چې نوموړی په ۱۸۳۵ز کې د وبا له‌امله مړ شو. وروسته له هغو، مارګرېټ لا رسمي زده‌کړې پیل کړې او مخکې تر هغو ښوونکې شوه، په ۱۸۳۹ز کې، هغې د خپلو مکالماتو پر ټولګو باندې څارنه پیل کړه: د هغو ښځو لپاره د درسي ټولګیو پیلول ترڅو لوړو زده‌کړو ته د هغو د لاسرسي تشه ډکه کړای شي. هغه په ۱۸۴۰ز کې د تعالي‌پالې مجلې «The Dial» لومړۍ اېډېټوره وه او دغه کال، مخکې له‌دې چې فولر په ۱۸۴۴ز کې د هوراس گریلي تر نظر لاندې نیویارک تریبون کې کار پیل کړي، د هغې د مسلکي لیکنو لپاره له لاس‌ته راوړنو ډک کال ؤ. فولر دېرش کلنه وه چې د نیو انگلنډ د نارینه‌وو او ښځینه‌وو په منځ کې، په کتاب لوستلو کې تر ټولو نامتو وه او لومړۍ ښځه شوه چې د هاروارډ کالج له کتابتون څخه د ګټې اخېستنې اجازه ورکړل شوه. ارزښتمن اثر یې «ښځه په نولسمې پېړۍ کې» په ۱۸۴۵ز کې خپور شو. یو کال وروسته هغه د لومړۍ ښځینه خبریالې په توګه د تریبون لپاره اروپا ته ولېږل شوه. هغه ډېر ژر د ایټالیا له اوښتونونو سره یوځای او له جوزېپې مازېني سره ملګرې شوه. هغې له جیوواني اوسولي سره په اړیکه کې وه او له هغه څخه یې یو ماشوم درلود. د کورنۍ درې واړه غړي د نیویارک په فایر ټاپو کې د بېړۍ د ډوبېدو له‌امله مړه شول. د فولر جسد هېڅکله پیدا نه‌شو.[۱][۲][۳]

فولر د ښځو د حقونو، او په ځانګړې توګه، د ښځو د زده‌کړې او کار حقونو مدافع وه. فولر، له ساموېل تېلور کولېریج سره، غوښتل له هغه څه څخه خلاصون ومومي چې هغې ورته د ښځینه ښوونکو «توند ذهني بوی» ویل. هغې د محبس د اصلاحاتو او په متحده ایالاتو کې د غلامانو د خلاصون په شمول، په ټولنه کې له ګڼ‌شمېر اصلاحاتو څخه ملاتړ وکړ. د سوسن ب. انټوني په شمول، د ښځو د حقونو او فېمېنیزم نور مدافعان، د فولر نوم د الهام سرچینې په توګه یادوي؛ خو سره له‌دې، د پخواني ملګري هریت مارتینو په څېر، د فولر معاصران له هغې څخه ملاتړ نه‌ښوده. هریت وایې چې، فولر یوه ویناواله ده، نه یوه فعاله. د فولر له مړینې لنډه موده وروسته،  د هغې ارزښت کمرنګه شو؛ هغو اېډېټوران، چې د فولر لیکنې یې خپرولو ته چمتو کړې وې، پر دې باور وو چې د هغې شهرت به لنډ مهالی وي؛ نو تر خپرېدو دمخه، ډېري آثار یې سانسور یا بدل کړل.[۴]

ژوندلیک سمول

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ سمول

سارا مارګرېټ فولر د ۱۸۱۰ز کال د مې پر ۲۳مه نېټه د ماساچوست په کمبرېج‌پورټ کې زېږېدلې وه او د کنګرې استازي تیموتي فولر او مارګرېټ کرېن فولر لومړۍ ماشومه وه. د هغې نوم له پلرنۍ انا او مور څخه راځي، خو په نهه کلنۍ کې یې د «سارا» نوم یې لېرې کړ او ټینګار یې کاوه چې هغې ته «مارګرېټ» وویل شي. د مارګرېټ فولر کور، چې هلته زېږدلې وه، لا تراوسه پاتې دی. هغې ته د پلار له لورې، په درې‌نیم کلنۍ کې لوستل او لیکل ښودل شوي وو او دا هغه مهال ؤ چې د هغو دوه‌یمه لور، ژولیا ادېلایډ په ۱۴ میاشتنۍ کې مړه شوه. هغې ته کټ‌مټ د یوه هلک په څېر زده‌کړه او ښوونه وشوه او د هغه پېر د ښځینه ډولو لیکنو (لکه: د معاشرت آدابو کتابونه او پاروونکي ناولونه) له لوستلو څخه منع شوه. هغه، د ۱۸۱۵ز کال په مې میاشت کې د نوموړې جوړې زوی «یوجین» له پیدایښت وروسته، سمدستي لاتین ژبه خپل درسي پروګرام ته ورزیاتوي او لنډه موده وروسته مارګرېټ د ویرجیل ساده قطعې ژباړلې. مارګرېټ په ماشومتوب کې هره شپه ګډوډ خوبونه لېدل او په خوب کې به تلله؛ کلونه وروسته مارګرېټ د دغو خوبونو لامل خپل پلار ګڼي او هغه ملامتوي. د ورځې له‌خوا، مارګرېټ له خپل مور سره وخت تېروه او له هغې څخه یې د کور کارونه او ګنډل زده کړل. په ۱۸۱۷ز کې، ورور یې «ویلیام هِنري فولر» وزېږېده او پلار یې د متحده ایالاتو د کانگرس استازي په توګه وټاکل شو. د راتلونکو اتو کلونو لپاره، هغې څلور تر شپږې میاشتې په واشنګټن ډي‌سي کې تېرې کړې. فولر په لس کلنۍ کې یو مرموز یادښت ولیکه چې پلار یې هغه ځان سره ساتلی ؤ: «د ۱۸۱۰ز کال د مې میاشت پر ۲۳مه نېټه، یو کس چې غم او خپګان باندې محکوم ؤ، وزېږېده، او لکه نورو، بدمرغي یې په قسمت کې وه».[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

فولر خپلې رسمي زده‌کړې په ۱۸۱۹ز کې، د کمبرېج فورټ په پورټ ښوونځي کې پیل کړې او وروسته، له ۱۸۲۱ تر ۱۸۲۲ز پورې یې «د ښځو لپاره د بوستون لېسیوم» کې ګډون وکړ. په ۱۸۲۴ز کې، که څه هم هغې ‌په لومړي سر کې خپل مخالفت وښود، خو د ترونو او عمه‌گانو د توصیې له‌مخې، په ګروتون کې د پېغلو انجونو ښوونځي کې شامله شوه. فولر په ګروتون کې وه، چې پلار یې «تیموتي فولر»، د ۱۸۲۴ز په د ولسمشرۍ ټاکنیزو کمپاینونو کې د جان کوېنسي آدامز د ملاتړ کولو په موخه، د دوه‌یم ځل لپاره ځان نوماند نه‌کړ؛ هغه هیله‌من ؤ چې آدامز به یې ښه جبران او ورته یوه دولتي څوکۍ ورکړي. په ۱۷-جون-۱۸۲۵ز کې، فولر په یو لړ مراسمو کې ګډون وکړ چې په هغو کې د امریکا انقلابي جګړې اتل «مارکي دو لافایت»، له جګړې څخه پنځوس کاله وروسته، د بنکر هېل غورځنګ یادډبره کېښوده. ۱۵ کلنه فولر ځان لافایت ته په لنډه توګه ورپېژني: «که چېرې دواړه ژوند کوو او د یوې ښځې لپاره دا امکان شتون ولري چې د گیلې لارې په ندرت سره پیدا کېدونکې دي، خپل نوم به تاسو ته په یاد درولم». فولر په لومړیو کې خپل ځان متفکر او مهم ګڼه. فولر، له دوو کلونو وروسته، د ګروتون ښوونځی پرېښود او په ۱۶ کلنۍ کې کور ته ستنه شوه. په کور کې یې کلاسیک آثار مطالعه کړل، یوشمېر نومهالې ژبې یې زده کړې او د نړۍ ادبیات یې ولوستل. په دغه وخت کې هغه ویني چې له خپلو همزولو پېغلو سره جوړه نه‌ده. هغه لیکي چې، «احساس مې کړی چې په ښځینه ټولنه کې زېږېدلې نه‌یم». اېلیزا فارار، د پروفېسور جان فارار مېرمن او «د پېغلې انجلۍ ملګری» (۱۸۳۶ز) لیکواله، هڅه وکړه ترڅو هغې ته تر ۲۰ کلنۍ پورې ښځینه معاشرت او آداب ورزده کړي، خو په دغه برخه کې، په ټوله معنی، پاتې راغله.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

آثار سمول

  • دوبی په جهیلونو کې (۱۸۴۴ز)[۲۴]
  • ښځه په نولسمې پېړۍ کې (۱۸۴۵ز)[۲۵]
  • د ادبیاتو او هنر په هکله مقالې (۱۸۴۶ز)[۲۶]

له مړینې وروسته خپرې شوې نسخې

  • د مارګرېټ فولر اوسولي خاطرات (۱۸۵۲ز)[۲۷]
  • د هېواد په دننه او بهر کې (۱۸۵۶ز)[۲۸]
  • پرته له ژوند او له ژوند سره (۱۸۵۸ز)[۲۹]

سرچينې سمول

  1. Fuller, Margaret (2019). The Essential Margaret Fuller. Courier Dover Publications. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Simmons, Nancy Craig (1994). "Margaret Fuller's Boston Conversations: The 1839-1840 Series". Studies in the American Renaissance: 195–226. JSTOR 30227655. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Capper, Charles (2010). Margaret Fuller: An American Romantic Life. Oxford University Press. د کتاب پاڼې x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Capper, Charles (2010). Margaret Fuller: An American Romantic Life. Oxford University Press. د کتاب پاڼې xii. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Nelson, Randy F. The Almanac of American Letters. Los Altos, California: William Kaufmann, Inc., 1981: 42. کينډۍ:ISBN
  6. Von Mehren, 10
  7. Von Mehren, 11–12.
  8. Douglas, 264.
  9. Von Mehren, 12.
  10. Baker, Anne. "Margaret Fuller" in Writers of the American Renaissance: An A to Z Guide. Denise D. Knight, editor. Westport, CT: Greenwood Press, 2003: 130. کينډۍ:ISBN
  11. Blanchard, 19.
  12. Von Mehren, 13.
  13. Deiss, 277.
  14. Powell, John. "Fuller, Margaret" in Biographical Dictionary of Literary Influences: The Nineteenth Century, 1800-1914. Westport, CT: Greenwood Press, 2001: 164. کينډۍ:ISBN
  15. Blanchard, 41.
  16. Von Mehren, 29.
  17. Von Mehren, 28.
  18. Marshall, 39.
  19. Blanchard, 46.
  20. Kane, Paul. Poetry of the American Renaissance. New York: George Braziller, 1995: 156. کينډۍ:ISBN.
  21. Slater, 19.
  22. Blanchard, 61–62.
  23. Slater, 20.
  24. Slater, 82
  25. Slater, 96
  26. Von Mehren, 226
  27. Von Mehren, 343
  28. Von Mehren, 344
  29. Von Mehren, 344