مارګارېت مید

مارګریت مید (۱۶ دسمبر ۱۹۰۱ تر ۱۵ نومبر ۱۹۷۸) یوه امریکایی کلتوري انسان پېژندونکې وه چې په مکرره توګه د یوې لېکوالې او ویاندې په توګه د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو ترمنځ په ټولیزو رسنیو کې وپېژندل شوه. [۱]

هغې د لیسانس درجه د کولمبیا د پوهنتون د برنارد له کالج  څخه او ام اې او پي اچ ډي له کولمبیا څخه لاس ته راوړه. هغې په کال ۱۹۷۵ کې د علومو د پرمختګ لپاره د امریکایي اتحادیې د رییسې په توګه خدمت وکړ. هغه په عصري امریکایي او لویدیځ کلتور کې د انسان پېژندنې یوه پیغام ورکوونکې وه چې ډېری وخت به د یوې علمې څېرې په توګه د بحث وړ وه. د سویلي پاسیفیک او سویل ختیځ ستني کلتورونو کې د هغې د  جنسیت په واړندې د سلوکونو او انګېرنو تشریح کوونکي راپورونو د کال ۱۹۶۰ جنسیتي انقلاب کې ستره اغېزه درلوده. هغه د لوېدیځو کلتورې سنتونو په چوکاټ کې د جنسیتي کنوانسینونو د پراختیا ملاتړې وه.    [۲][۳][۴]

د ژوند لومړې وختونه او زده کړې

سمول

مارګاریت مید چې د مور او پلار له پنځو ماشومانو لومړنی ماشوم و په فلادیلفیا کې وزېږېده خو د پنسلا ونیا په دویلیستاون کې لویه شوه. د هغې پلار ادوارد شېروود مید د پنسلا ونیا د پوهنتون په ښونځي کې د مالي مسایلویو پروفېسور او مور یې ایمیلي مید یوه ټولنپېژندونکې وه چې د ایتالوي مهاجرینو په باره کې یې زده کړه کړې وه. د هغې خور کاترینا ( ۱۹۰۶ـ ۱۹۰۷) د نهو میاشتو په عمر مړه شوه. دا د مارګاریت مید لپاره یوه ځوروونکې پېښه وه چې په هغې یې نوم ايښی و او د هغې له لاسه ورکړې خور د هغې خوبونه د  کلونو لپاره اغېزمن کړي و. د هغې کورنۍ په مکرره توګه له یوه ځای څخه بل ځای ته کډه کوله نو د هغې لومړنۍ زده کړې تر یوولس کلنۍ پورې  د هغې د نیا له خوا رهبري کېدې تر هغو چې هغه په یوولس کلنۍ کې د خپلې کورنۍ له خوا د پنسلوانیا  د لاهاسکا د بوکنګهام فریندز په ښوونځي کې شامله شوه. د هغې کورنۍ له کال ۱۹۱۲ تر ۱۹۲۶ پورې د لانګ فارم ( یو تاریخی ماڼۍ ده) مالکیت په لاس کې درلوده.هغه د مختلفو مذهبي ليدلورو درلودونکې کورنۍ کې زېږېدلې وه.  مارګارت مید د مذهب د یوې بڼې په لټه کې وه چې هغې ته یې د ایمان ښکاره کول ورکول او دا ورسره لا له پخوا آشنا وه چې هغه عیسویت و. همدې ته په پام، هغې د امریکا ايپیسکوپل د کلیسا مذهبې تشریفات د هغې د مذهبې بیان سره چې دا یې په لټه کې وه متناسب وموندل. مید د په کال ۱۹۱۹ کې د پیو پاو په پوهنتون کې زده کړه وکړه او وروسته د برنارد کالج ته واستول شوه. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

میرمن مید په کال ۱۹۲۳ کې د لسانس سند له برنارد له کالج څخه تر لاسه کړ او د کولمبیا په پوهنتون کې یې له پروفیسور فرانز بوس او پروفیسور روت بینید یکت سره زده کړې پیل کړې او په کال ۱۹۲۴ کې یې د ماسترې سند تر لاسه کړ. مید په کال ۱۹۲۵ کې په ساموا کې ساحوي کار پیل کړ. هغه په کال ۱۹۲۶ کې د  د نیویارک ښار د امریکا د طبیعي تاریخ په موزیم کې د مرستیالې مسؤلې په توګه کار بیل کړ او په کال ۱۹۲۹ کې یې د پې اچ ډي سند د کولمبیا له پوهنتون څخه ترلاسه کړ. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

شخصي ژوند

سمول

مخکې له دې چې مید ساموا ته لاړه شي، هغې له ژبپوه ادوارد سپایر سره چې د هغې د لارښود روت بینیدیکت  نژدې ملګری و څه لنډ وخت تېر کړ. د واده  او دښځو د رول په ا ړوند د سپایر محافظه کارانه دریځ د مید لپاره د منلو وړ نه و او کله چې مید په ساموا کې د ساحوې کارکولو لپاره لاړه دوی د تل لپاره سره جلا شول. کله چې مید په ساموا کې اوسېدله هغه د سپایر له بیا واده کولو خبره شوله نو هغې په یوه ساحل کې د دواړو تر منځ ټول لیکونه وسوځول. [۱۵]

مید درې ځله واده وکړ. له شپږو کلو کوژدنتوب څخه وروسته هغې له خپل لومړي مېړه لوتر کرېسمن چې د خدای پېژندنې یو امریکایي زده کوونکی و اوروسته بیا یو کلتور پېژندونکی شو واده وکړ ( ۱۹۲۳-۱۹۲۸).  د ۱۹۲۵ او ۱۹۲۶ کلونو تر منځ هغه په ساموا کې وه د بیرته ستنېدو په مهال یې له لیو فورچن سره چې د انګلستان کمبریج پوهنتون ته د ارواپوهنې په برخه کې د زده کړې لپاره تللی و وليدل. له کریسمن څخه د طلاق تر اخیستو وروسته هغوی په کال ۱۹۲۸ کې واده وکړ. مید د خپل ژوند لیک په کتاب کې چې بلک بری وینتر نومیده له خپل لومړې مېړه سره واده (( ځما د زده کوونکي واده)) نومولي و چې کرسمن ورسره به کلکه مخالفت وکړ. د مید دریم او پایښت لرونکی واده ( ۱۹۳۶ـ۱۹۵۰) له یو انګلیسی انسان پېژندونکی ګرېګوري بیتسون سره و چې د ماری کتراین بیتسون په نامه یې یوه لورترې درلوده چې هغه هم انسان پېژندونکې شوه. مید به تل په خوښی ویل چې بېتسون دهغې هغه مېړه و چې دې ورسره ډېره مینه درلوده. کله چې بیتسون  مید پرېښوده نو مید سخته غمجنه شوه خو د تل لپاره د هغه مینه ناکه ملګرې پاتې شوه. مید د هغه ټول انځورونه چې د سفر په مهال یې له ده سره اخیستي وه وساتل حتی هغه انخورونه یې هم وساتل چې په روغتون کې یې د مړينې په کټ کې له ده سره اخیستي و.   [۱۶][۱۷][۱۸]

د مید د ماشومانو داکتر بنجامین سپاک و، د ماشوم د روزنې په اړوند د هغه وروستۍ لیکنې د مید له هغو عملیو او عقایدو سره شریکې وې چې هغې د توکم پېژندنې په اړوند د ساحوې مشاهداتو څخه لاس ته راوړې او ده سره یې شریکولې، په ځانګړې توګه ماشوم د مور د شېدو ورکول د تقاضا به اساس نه د مهالوېش په اساس.[۱۹][۲۰]

مید د هغې له یوه له لارښوونکو روت بینیدیکت سره استثنایي نژدې اړیکه در لوده . د هغې لورماري کتراین بیتسون د خاطرو په خپل کتاب کې چې د لور سترګې نومیږی په کلکه دې ته اشاره کوي چې دا اړيکې تر یوه بریده جنسي وي. مید هېڅکله هم ځان همجنس بازه یا مخالف جنس ته علاقه منده نه ده ښودلې. هغه په خپلو لیکنو کې دا وړاندیز کوي چې توقع دا ده چې د یوه فرد جنسي تمایل ښايي په ژوند کې تکامل وکړي.   [۲۱]

مید د ژوند وروستي کلونه له انسان پېژندونکي رودا میتراوکس سره په نژدې شخصي او مسلکې همکارۍ کې له کال ۱۹۵۵ څخه د هغې تر مړينې کال ۱۹۷۸ پورې تېر کړل.  دهغوی تر منځ هغه لیکونه چې د هغې د لور په اجازه په کال ۲۰۰۶ کې خپاره شول په ښکاره ډول دا اړیکه بلل شوې ده.  [۲۲][۲۳]

مید دوه خویندې الیزابت او پریسیلا او یو ورور ریچارد درلودل. الیزابت مید ( ۱۹۰۹-۱۹۸۳) چې یوه هنرمنده او ښوونکې وه د ویلیم ستیګ به نامه له یوه کارتون جوړوونکی سره واده وکړ، او پریسیلا مید ( ۱۹۱۱-۱۹۵۹) لیکوال لیوروستن سره واده وکړ. ریچارد د مید ورور یو پروفېسور و او مید د جرمي ستیګ ( یړ امریکایی جاز غږوونکی و)عمه هم وه. [۲۴][۲۵]

مسلک او وروستی ژوند

سمول

دویمې نړیوالې جګړې په مهال، د غذایي عاداتو د تحقیقاتو د ملي شورا د کمېټې اجرائیوي  سکرتره وه. هغه له کال ۱۹۴۶ څخه تر ۱۹۶۹ پورې د امریکا د ملي تاریخ د موزیم د توکم پېژندنې د برخې مرستیاله مسؤله . هغه يه کال ۱۹۴۸ کې د ا مریکا د هنرونو اوعلومو د اکادمی همکارې په توګه، په کال ۱۹۷۵ کې د امریکا د علومو د ملي اکادمۍ همکارې، او په کال ۱۹۷۷ کې د امریکا د فلسفي ټولنې د همکارې په توګه وټاکل شوه. هغې د کولمبیا د پوهنتون په نیو سکول کې چې هلته له کال ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۷۸ پورې د پروفیسور مرستیاله وه درس ورکړ. هغه له ۱۹۶۸ څخه تر ۱۹۷۰ پورې فوردهام د پوهنتون د لینکولن په مرکز کې د انسان پېژندنې د پروفېسوره اود ټولنیزو علومو د برخې د رئیسه وه او هلته یې د انسان پېژندنې د څانګې بنسټ کېښود. هغې په کال ۱۹۷۰ کې د رود ایسلند د پوهنتون په فاکولته کې د انسان پېژندنې او ټولنپېژندنې د برخو د ممتازې پروفېسورې په توګه کار پیل کړ. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د روت بینیدیکت له مثال څخه په پیروۍ سره، د مید د تحقیق تمرکز د ماشوم په روزنې، شخصیت او کلتورپورې اړوند مسایلو و. هغې په کال ۱۹۵۰ کې د عملې انسان پېژندنې د ټولنې رئیسې او په ۱۹۶۰ کې دامریکا د انسان پېژندنې د ټولنې د رئیسې په توګه خدمت وکړ. د کال ۱۹۶۰ په نیمایي کې هغه له هغې ډلې سره یو ځای شوه چې مشرې د ارتباطاتو تیوریسن رودولف مودیلی کوله تر څو په ګډه د ګلیفس اینک په نامه یو سازمان جوړ کړي چې موخه یې د یوې داسې ګرافیکې سمبول لرونکې ژبې رامنځ ته کول و چې د هر ډول کلتور غړی پرې پوه شي مهمه نه وه چې دا ژبه څومره ابتدایي وه.  [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې

سمول
  1. "Margaret Mead As a Cultural Commentator". Margaret Mead: Human nature and the power of culture. Library of Congress. November 30, 2001. نه اخيستل شوی March 8, 2008.
  2. "AAAS Presidents". aaas.org. American Association for the Advancement of Science. نه اخيستل شوی October 13, 2018.
  3. Horgan, John. "Margaret Mead's bashers owe her an apology". Scientific America.
  4. Popova, Marie (February 6, 2014). "Legendary Anthropologist Magaret Mead on the Fluidity of Human Sexuality in 1933". brainpickings.
  5. Howard 1984.
  6. Stella, Nicole and Jenifer (2005). New Hope, Lahaska, and Buckingham (PA) (Images of America). Arcadia Publishing. p. 46. ISBN 978-0-7385-3796-2.
  7. "National Historic Landmarks & National Register of Historic Places in Pennsylvania". CRGIS: Cultural Resources Geographic Information System. Archived from the original (Searchable database) on September 14, 2005. نه اخيستل شوی November 6, 2012. Note: This includes Jeffrey L. Marshall (October 1999). "National Register of Historic Places Inventory Nomination Form: Longland" (PDF). Archived from the original (PDF) on May 25, 2013. نه اخيستل شوی September 30, 2012.
  8. Mead 1972, pp. 76–77
  9. ""Margaret Mead" by Wilton S. Dillon" (PDF). Archived from the original (PDF) on September 24, 2015. نه اخيستل شوی September 29, 2010. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  10. "Shaping Forces – Margaret Mead: Human Nature and the Power of Culture (Library of Congress Exhibition)". Loc.gov. November 30, 2001. نه اخيستل شوی September 29, 2010.
  11. "Encyclopædia Britannica's Guide to Women's History". Britannica.com. 
  12. Mead 1977
  13. "Margaret Mead". Webster.edu. December 18, 1901. Archived from the original on May 19, 2000. نه اخيستل شوی September 29, 2010.
  14. Liukkonen, Petri. "Margaret Mead". Books and Writers (kirjasto.sci.fi). Finland: Kuusankoski Public Library. Archived from the original on February 10, 2015.
  15. Darnell, Regna (1989). Edward Sapir: linguist, anthropologist, humanist. Berkeley: University of California Press. p. 187. ISBN 978-0-520-06678-6.
  16. "Luther Cressman on Margaret Mead".
  17. "Manus: Childhood Thought – Margaret Mead: Human Nature and the Power of Culture | Exhibitions – Library of Congress". Library of Congress. November 30, 2001.
  18. Howard 1984.
  19. "Margaret Mead As a Cultural Commentator". Margaret Mead: Human nature and the power of culture. Library of Congress. November 30, 2001. نه اخيستل شوی March 8, 2008.
  20. Moore 2004: 105.
  21. Bateson 1984; Lapsley 1999.
  22. "The greatest LGBT love letters of all time". pinknews.co.uk. March 2, 2016.
  23. Caffey and Francis 2006.
  24. Brinthaupt, Thomas M.; Lipka, Richard P. (2002). Understanding Early Adolescent Self and Identity: Applications and Interventions. SUNY Press. ISBN 978-0-7914-5334-6.
  25. Banner, Lois W. (2010). Intertwined Lives: Margaret Mead, Ruth Benedict, and Their Circle. Knopf Doubleday Publishing Group. ISBN 978-0-307-77340-1.
  26. "Book of Members, 1780–2010: Chapter M" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. نه اخيستل شوی April 16, 2011.
  27. "Margaret Mead". www.nasonline.org. نه اخيستل شوی 2022-07-18.
  28. "APS Member History". search.amphilsoc.org. نه اخيستل شوی 2022-07-18.
  29. p. 94 in: Wheaton, J., and R. Vangermeersch, 1999. University of Rhode Island. Arcadia Publishing Company, Charleston, SC. ISBN 978-0-7385-0214-4 Web version.
  30. The Columbia Encyclopedia, Fifth Edition, 1993.
  31. Bresnahan, Keith (2011). ""An Unused Esperanto": Internationalism and Pictographic Design, 1930–70". Design and Culture. 3 (1): 5–24. doi:10.2752/175470810X12863771378671. S2CID 147279431.
  32. Baatz, Simon (1990). "Knowledge, Culture, and Science in the Metropolis: The New York Academy of Sciences, 1817–1970". Annals of the New York Academy of Sciences. 584: 1–256. doi:10.1111/nyas.1990.584.issue-1. PMID 2200324.
  33. Wendy Kolmar. "Margaret Mead". Depts.drew.edu. نه اخيستل شوی September 29, 2010.
  34. "Margaret Mead As a Cultural Commentator". Margaret Mead: Human nature and the power of culture. Library of Congress. November 30, 2001. نه اخيستل شوی March 8, 2008.
  35. "List of Past Presidents". Society for Applied Anthropology. نه اخيستل شوی January 28, 2020.