مارګاریټ مورې
مارګاریټ الیس مورې (د ۱۸۶۳ کال د جولای له ۱۳ – د ۱۹۶۳ کال د نومبر تر ۱۳) یوه انګلیسۍ-هندۍ مصر پوهه، لرغونپوهه، انسانپوهه، تاریخ پوهه او فولکلورپوهه وه. لومړنۍ ښځه وه چې په برېتانیه کې د لرغونپوهنې په برخه کې د ښوونکې په توګه وټاکل شوه، هغې د ۱۸۹۸ کال څخه تر ۱۹۳۵ کال پورې د لندن پوهنتون کالج (University College London) یا (UCL) کې کار وکړ. د ۱۹۵۳ کال څخه تر ۱۹۵۵ کال پورې یې د فولکلور ټولنې د رئیسې په توګه خدمت وکړ او د خپل علمي ژوند په اوږدو کې یې زیاتې لیکنې خپرې کړې.
مارګاریټ مورې | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۳ جولای ۱۸۶۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶] کلکته |
مړینه | 13 نومبر 1963 (100 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶] |
تابعیت | برېتانيا
د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷) |
عملي ژوند | |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه [۷] |
د کړنې څانګه | لرغونپوهنه ، مصر پېژندنه |
سمول |
مورې د برېتانوي هند په کلکته کې په یوه شتمنه متوسطه انګلیسي کورنۍ کې زیږېدلې او خپله ځواني یې په هند، انګلستان او جرمني کې تېره کړه او د نرس او ټولنیز خدمت کوونکې په توګه یې روزنه ولیده. هغه لندن ته ولاړه او په ۱۸۹۴ کال کې یې لندن پوهنتون په کالج کې د مصرپوهنې زده کړې پیل کړې، د ډیپارټمنټ مشر، فلینډرز پیټري سره یې ملګرتیا پیل کړه، پیټري د هغې له لومړنیو علمي خپرونو څخه ملاټر وکړ او په ۱۹۹۸ کال کې یې خپله جونیئر پروفیسور وټاکه. د ۱۹۰۲ کال په مارچ کې یې د مصر په ابیډوس کې د پیټري په کیندنو کې برخه واخیسته. ، هلته د اوزیریون (Osireion) معبد کشف او په راتلونکي فصل کې یې د ساقره هدیرې کې پلټنې وکړې، چې دواړه کارونه یې په مصرپوهنه کې د شهرت لامل شول. په برېتانوي موزیم او په مانچسټر موزیم کې عامه ټولګیو ته په درس ورکولو او د لیکچرونو په ورکولو سره یې د لندن پوهنتون کالج خپل مزد پوره کاوه ، د ۱۹۰۸ کال په وروستیو کې یې د خنم نخت (Khnum-nakht) مړي د خلاصولو مشري وکړه، دا یو له هغو مومیایویو څخه وه چې د دوو وروڼو قبر (Tomb of the Two Brothers) څخه ترلاسه شوه - لومړی ځل ؤ چې یوې ښځې په عام ډول یو مومیايي مړی خلاص کړی ؤ. په دې پوهیدل چې د برېتانیې د مصرپوهنې لېوالتیا (Egyptomania) په لرغوني مصر کې د عامه خلکو د پراخې علاقې شتون منعکس کړ، مورې د مصرپوهنې په اړه عام مخاطبانو ته ځانګړي څو کتابونه لیکلي.
مورې د ښځو برابر پالنه غورځنګ لومړۍ څپې کې زیاته وډه لره، د مېرمنو له ټولنیز او سیاسي اتحادیې سره یوځای شوه او د لندن پوهنتون په کالج کې یې د مېرمنو وضعیت ښه والي لپاره ډېر وخت وقف کړ. هغې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله ونه کړی شول چې مصر ته راستنه شي، نو خپله څېړنه یې د جادوګرۍ فرقې فرضیه باندې تمرکزه کړه، هغه نظریه ده چې د لومړني مدرن عیسویت د جادوګرۍ محاکمې یوه هڅه وه چې د مسیحیت څخه وړاندې، غیرمسیحي پاتې دین چې مقدس خدای ته وقف شوی ؤ، له منځه یوسي. خدای. که څه هم دا نظریه وروسته د علم له پلوه بې اعتباره شوه، خو پراخه پاملرنه یې ځان واړوه او د ویکا (Wicca) د راڅرګند په حال کې په نوي دیني غورځنګ باندې یې د پام وړ اغېزه ثابته کړه. مورې په مالټا او منورکا کې له ۱۹۲۱ کال څخه تر ۱۹۳۱ پورې د تاریخي ځایونو کیندنې په غاړه ونیولې او د فولکلور پوهنې سره یې علاقه پیدا کړه. په ۱۹۲۷ کال کې افتخاري ډوکتورا ورکړل شوه او په ۱۹۲۸ کال کې د مرستیال پروفیسورې په توګه وټاکل شوه او په ۱۹۳۵ کال کې د لندن پوهنتون له کالج څخه متقاعده شوه. په همدې کال کې فلسطین ته لاړه ترڅو د پیټري د تل العجول په کیندلو کې مرسته وکړي او په ۱۹۳۷ کال کې یې د اردن په پترا کې د کوچنۍ کیندنې مشري وکړه. په وروستي ژوند کې یې د فولکلور ټولنې ریاست په غاړه درلود او د کمبرج پوهنتون او د سټي ادبي انسټیټیوټ په څېر مؤسیسو کې ویناوې ورکړي او تر مړینې پورې یې خپرونو ته په خپلواکه توګه دوام ورکړ.
د مصرپوهنې او لرغونپوهنې په برخه کې د مورې کار په پراخه کچه وستایل شو او هغې ته یې د "مصرپوهنې لویه میرمن" لقب ور په برخه کړ، که څه هم د هغې له مړینې وروسته، په دې ساحه کې یې ونډې د پیټري د ونډو په وسیله کم اهمیته شوې. برعکس، په فولکلورپوهنه او د جادوګرۍ په تاریخ کې د مورې کار په علمی لحاظ بې اعتباره شوی او په دې ساحو کې یې میتودونه سخت نقد شوی. بېلابېلو پوهانو په دین او هم په ادبیاتو کې د هغې د جادوګرۍ فرقې نظریې اغېزه څېړلې ده او هغې ته پخپله د "ویکا انا" یا "Grandmother of Wicca" لقب وکړل شوی دی.
لومړنی ژوند
سمولځواني: ۱۸۶۳ - ۱۸۹۳
سمولمارګارېټ مورې د ۱۸۶۳ کال د جولای په ۱۳ د بنګال حاکمیت په کلکته کې چې هغه مهال د برېتانوي هند یو لوی پوځي ښار ؤ، زیږېدلې. هغه چې یوه انګلیسۍ – هندۍ وه، د خپلې کورنۍ سره یې: مور او پلار جیمز او مارګاریټ مورې، د ماري په نوم یوې مشرې خور او د پلارنۍ انا او د انا مور، په دې ښار کې ژوند کاوه. جیمز مورې چې په هند کې د انګلیسي نسل څخه زیږېدلی، یو سوداګر او د سیرامپور د کاغذ کارخونې مدیر ؤ، هغه درې ځله د کلکتې د سوداګرۍ خونې مشر وټاکل شو، مېرمن یې مارګریټ (پلرنۍ نوم یې کار ؤ) په ۱۸۵۷ کال کې له برېتانیې څخه هند ته کډه شوه، ترڅو د مبلغې په توګه کار وکړي، عیسویت تبلیغ کړي او هندي مېرمنو ته تعلیم ورکړي. هغې د جیمز سره د واده او د دوو لوڼو د زېږېدو وروسته، دې کار ته دوام ورکړ. که څه هم دوی خپل زیاتره ژوند د کلکتې په اروپایي سیمه کې تیر کړ، دا سیمه د ښار له هندي مېشته سیمو څخه د دیوال په وسیله تړلې وه، مورې په خپلې کورنۍ کې د لسو هندي نوکرانو په ګمارلو او مسوري ته د ماشومتوب رخصتیو له لارې د هندي ټولنې له غړو سره مخ شوه. تاریخ پوه آمارا تورنټون وړاندیز کړی چې د مورې د ماشومتوب هندي دوران د خپل ژوند په اوږدو کې په هغې اغیزې ورکړه او دا نظر یې څرګند کړ چې مورې نړیوال هایبرېډي هویت لري، چې هم برېتانوي او هم هندي ؤ. مورې هېڅکله د خپل ماشومتوب په جریان کې رسمي زده کړې نه وې کړې، او په وروستي ژوند کې یې په دې حقیقت ویاړ څرګند کړ چې پوهنتون ته د ننوتلو وړاندې هېڅکله اړ شوې نه وه چې په آزموینه کې کډون وکړي.[۸][۹][۱۰]
مارګاریټ او خور یې ماري په ۱۸۷۰ کال کې برېتانیې ته واستول شول، هلته د خپل تره، جان چې د کلیسا رئیس ؤ او د هغه مېرمن هیریټ سره د برکشایر په لامبورن کې د دوی کور ته لاړل. که څه هم جان دوی ته د عیسويت قوي زده کړې او د میرمنو په حقارت (the inferiority of women) باور برابر کړ، چې هغې دواړه رد کړل، هغه د ځایی آثارو لیدو ته د وروستلو له لارې د لرغونپوهنې په برخه کې د مورې علاقه راپورته کړه. د نجونو مور په ۱۸۷۳ کال کې اروپا ته راغله او دوی له ځانه سره د جرمني بون ښار ته یوړې او هلته دواړه په جرمني ژبه مسلط شوې. په ۱۸۷۵ کال کې کلکتې ته راستنې شوې او تر ۱۸۷۷ کال پورې هلته پاتې شول. بیا د خپلې مور او پلار سره بېرته انګلستان ته لاړې او هلته د سویلي لندن په سیډنهام کې مېشت شول. هلته یې ډېر وخت د کریسټال ماڼۍ (The Crystal Palace) څخه په لیدنو کې تېر کړ، پداسې حال کې چې پلار په لندن کې د خپل شرکت په دفتر کې کار کاوه. په ۱۸۸۰ کال کې کلکتې ته راستانه شول، مارګاریټ هلته د راتلونکو اوو کلونو لپاره پاتې شوه. هغه د کلکتې په عمومي روغتون کې چې د کلور انګلیسي خویندو ټولنې له خوا پرمخ وړل کېده، نرس شوه او د کولرا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د روغتون په هڅو کې ونډه درلوده. په ۱۸۸۷ کال کې بېرته انګلستان ته راستنه شوه او د وارویکشایر رګبي ته چې تره یې جان هلته تللی ؤ، لاړه، تره یې دې وخت کې کونډ ؤ. دلته یې د ټولنیز خدمت کونکې په توګه دنده پیل کړه او د سیمې محروم خلکو سره بوخته وه. کله چې د هغې پلار متقاعد شو او انګلستان ته لاړ، نو د هارتفورډشایر په بوشي هیت کې د هغه کور ته لاړه او په ۱۸۹۱ کال کې د هغه تر مړینې پورې یې ورسره ژوند وکړ. په ۱۸۹۳ کال یې بیا د تامل ناډو مدراس ته، چې خور یې د خپل نوي میړه سره تللې وه، سفر وکړ.[۱۱]
د لندن پوهنتون کالج کې لومړني کلونه: ۱۸۹۴ - ۱۹۰۵
سمولمورې د خپلې مور او خور له خوا وهڅول شوه او پرېکړه وکړه چې د مرکزي لندن په بلومسبري کې د لندن پوهنتون کالج کې د مصرپوهنې په نوې پرانیستل شوې څانګه کې نوم لیکنه وکړي. دا څانګه د آمیلیا اډوارډز د اعطا په وسیله، چې د مصر د اکتشاف بسپنې یوه له بنسټګرو څخه وه، رامنځته شوه، دا څانګه د لومړني مخکښ لرغونپوه سر ویلیم فلینډرز پیټري له لوري پرمخ وړل کېده او د لندن پوهنتون کالج د سویلي کلیسا د اډوارډز په کتابتون کې یې موقعیت درلود. مورې خپلې زده کړې په ۳۰ کلنۍ کې د ۱۸۹۴ کال په جنوري کې د لندن پوهنتون کالج کې پیل کړې، د ټولګي یوه داسې برخه وه چې عمدتاً د نورو مېرمنو او زړو نارینه وو څخه جوړه شوه وه. هلته یې د لرغوني مصر ژبو او قطبي ژبو کې کورسونه پیل کړل، چې په ترتیب سره د فرانسس لیولین ګریفیث او والټر ایوینګ کروم له خوا تدریس کېدل.[۱۲]
موري ډېر ژر د پیټري سره آشنا شوه، د هغه محرره او انځورګره شوه او د کوپتوس په کیفټ کې د هغه د کیندنې په اړه د خپاره شوي راپور لپاره انځورونه جوړ کړل. په بدل کې یې له هغې سره مرسته وکړه او ویې هڅوله چې خپله لومړنۍ څیړنیزه مقاله، "د مصر د تاریخ د لومړیو دورو میراث" یا "The Descent of Property in the Early Periods of Egyptian History" ، چې په ۱۸۹۵ کال کې د انجیل لرغونپوهنې ټولنې په بهیر (Proceedings of the Society for Biblical Archaeology ) کې خپره شوه. مورې د پیټري حقیقي خو غیر رسمي مرستیاله شوه او د ګریفیت په نشتوالي کې یې ژبپوهنې ځینې درسونه ورکول. په ۱۹۹۸ کال کې د ټيټ رتبه ښوونکې په توګه وټاکل شوه، چې د مصرپوهنې په څانګه کې یې د ژبپوهنې کورسونو د تدریس مسؤلیت درلود. دا کار د دې لامل شو چې هغه په انګلستان کې د لرغونپوهنې په برخه کې لومړنۍ ښځینه ښوونکې شي. هغې پدې مقام کې په اونۍ کې دوه ورځې په د لندن پوهنتون کالج کې تیرولې، نورې ورځې یې د خپلې ناروغې مور پاملرنې ته وقف کړې. د وخت په تېرېدو سره یې د لرغوني مصر د تاریخ، دین او ژبې کورسونه تدریس کړل. د مورې د زده کونکو په منځ کې چې هغوی یې د "ډلې" یا "ګنګ" په نوم بلل، څو کسانو یې لکه ریجینالډ انګلباخ، جورجینا آیټکن، ګای برونټون او میرټل برووم په مصر پوهنه کې د پام وړ ونډې درلودې. هغې د برېتانیې میوزیم کې د مصرپوهنې په برخه کې د ماښام ټولګیو په تدریس کولو سره د لندن پوهنتون کالج خپل معاش پوره کاوه.[۱۳][۱۴]
مورې په دې وخت کې په صحرايي لرغونپوهنه کې کومه تجربه نه درلوده، لذا د ۱۹۰۲ – ۱۹۰۳ کال صحرايي فصل په جریان کې یې مصر ته سفر وکړ ترڅو په ابیډوس کې د پیټري په کیندنو کې برخه واخلي. پیټري او میرمن یې هیلډا پیټري له ۱۸۹۹ کال راهیسې په یاد سایټ کې کیندنې کړې وې، د فرانسوي قطبي عالم ایمیل آملینو څخه یې د لرغونپوهنې پلټنې په غاړه اخیستې وې. مورې لومړی د سایټ د نرس په توګه یوځای شوه، خو وروسته پیټري د کیندلو څرنګوالی ورته وښود او یو لوړ رتبه مقام یې ورکړ. دا کار د یو شمېر نارینه کیندونکو سره چې له ښځې څخه یې امر اخیستل نه خوښوول، د ځینو ستونزو لامل شو. دا تجربه او همدارنګه د نورو ښځینه کیندونکو (چې ځینې یې د ښځو برابرپاله غورځنګ کې فعاله وې) سره خبرې اترې د دې لامل شوې چې مورې په ښکاره توګه د د ښځو برابرپاله نظریه غوره کړی. مورې په ابیډوس کې د کیندنې پرمهال اوزیریون، هغه معبد چې د اوزیرس (Osiris) خدای ته وقف شوی ؤ، کشف کړ، دا معبد د نوي سلطنت په دوران کې د لومړي سیټي فرعون (Pharaoh Seti I) په امر جوړ شوی ؤ. هغې په ۱۹۰۴ کال کې د خپل سایټ راپور د (اوزیریون په ابیډوس کې) تر سرلیک لاندې خپور کړ؛ هغې په یاد راپور کې هغه کیتبې وڅېړلې چې په سایټ کې کشف شوې وې، ترڅو د ودانۍ څخه موخه او کارونه تشخیص کړي.[۱۵][۱۶]
مورې د ۱۹۰۳ – ۱۹۰۴ کال ساحوي فصل په اوږدو کې مصر ته راستنه شوه او د پیټري په لارښوونه یې خپلې پلټنې قاهرې ته نږدې په سقاره هدیره کې چې تاریخ یې زاړه سلطنت ته رسي، پیل کړې. مورې د دې سایټ د کیندنې قانوني اجازه نه درلوده او د هغې په ځای یې خپل وخت د لسو قبرونو څخه د کتيبو په لیکلو کې تېر کړ، چې د ۱۸۶۰ کال لسیزې په اوږدو کې د آګسټ ماریټ له خوا کیندل شوي وو. هغې خپلې موندنې په ۱۹۰۵ کال کې د سقاره لومړي مستباس (Saqqara Mastabas I) تر سرلیک لاندې خپرې کړې، که څه هم تر ۱۹۰۷ کال پورې به د سقاره دوهم مستباس (Saqqara Mastabas II) تر سرلیک لاندې د کتیبو ژباړې خپرې نه کړي. هم (په ابیډوس کې اوسیریون) او هم (سقاره لومړی مستباس) په مصري ټولنه کې خورا اغېزناک ثابت شول او پیټري په خپل مسلک کې د مورې ونډې تصدیق کړې.[۱۷][۱۸][۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 123392810 — خپرېدونېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12490128n — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6jm31xn — subject named as: Margaret Murray — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/197043 — subject named as: Margaret Murray — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?165774 — subject named as: Margaret Murray — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?165774 — subject named as: Margaret Murray — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — نسخهدوهم — خپروونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12490128n — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Sheppard 2013، م. 2.
- ↑ Thornton 2014، م. 5.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 3–4, 13.
- ↑ Sheppard 2013، م. 25.
- ↑ Sheppard 2013، م. 45.
- ↑ Sheppard 2013، م. 84.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 48–49, 52.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 64–66.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 60, 68.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 60, 75.
- ↑ Sheppard 2013، م. 86.
- ↑ Sheppard 2013، م. 60.