مارګاریت مکفرسون ګرانټ

مارګاریت مکفرسون ګرانټ (زوکړه: د ۱۸۳۴ زکال د اپرېل ۲۷مه – مړینه: د ۱۸۷۷ زکال د اپرېل ۱۴مه) سکاټلنډۍ میراث اخیستونکې او بشر پالونکې وه. نوموړې په ابرلور سیمه کې د یوه سیمه ئیز جراح په کورنۍ کې وزیږېده، په همپشایر کې یې زده کړې وکړې او په ۱۸۵۲ زکال کې په هند کې د خپل مشر ورور له مړینې وروسته د خپلې کورنۍ یوازنۍ ماشومه وه. دوه کاله وروسته هغې ته د خپل ماما الکساندر ګرانټ پریمانه شتمني په میراث پاتې شوه؛ هغه په ابرلور کې زیږېدلی بریالی بزرګر او سوداګر و چې خپله شتمني یې په جامایکا کې ګټلې وه.

مکفرسون ګرانټ په ابرلور کور کې استوګنه شوه چې د هغې د ماما لپاره د ویلیام رابرټسون له خوا جوړ شوی و. هغې د خپل مهال د ښځو پر خلاف غیرمعمول ژوند درلود، داسې جامې یې اغوستې چې یوه اخبار «نارینه» جامې بللې وې، همدارنګه یې د شارلوټ ټمپل په نامه له یوې ښځې سره د واده په بڼه اړیکه جوړه کړه چې په ۱۸۶۴ زکال کې یې په لندن کې لیدلې وه. ګرانټ له مرستندویه بنسټونو سره سخاوتمندانه مرسته کوله؛ په ځانګړې توګه له هغو بنسټونو سره چې د سکاټلنډ له سقفي کلیسا سره یې اړیکه لرله، یوه یتیم خانه یې جوړه کړه (اوس مهال د ابرلور د ماشومانو د پالنې صندوق دی) او همدارنګه یې په ابرلور کې د سېنټ مارګاریت د سقفي کلیسا د جوړولو لپاره مالي مرسته وکړه. دې په زیاته کچه شراب څښل او د خپلو ملګرو او د کورنۍ د غړو د هڅو سربېره چې غوښتل یې هغه د شرابو له څښلو راوګرځوي، بیاهم د تل لپاره په شرابو معتاده وه.

دې د خپل ژوند په اوږدو کې ګڼ شمېر وصیتونه وکړل چې له مخې یې خپله شتمني ټمپل ته په میراث پرېښوده، خو ډېر ژر وروسته له هغه چې ټمپل دا له یوه نارینه سره د واده په موخه خوشې کړه، مکفرسون ګرانټ خپل وصیت لغو کړ. نوموړې پنځه میاشتې وروسته د ۴۲ کلنۍ په عمر مړه شوه. د هغې پخوانۍ ملتیا کوونکې ښځې چې له میراث څخه یې بې برخې کړې وه په محکمه کې یې شکایت وکړ، خو محکمې پرېکړه وکړه چې د دې د شتمنۍ ډېره برخه یې د تره زامنو ته ورکړي چې په ډېر احتمال سره دې خپله په زیاته کچه نه پېژندل.

لومړنی ژوند او کورنۍ سمول

د مارګاریت مکفرسون ګرانټ والدینو، آني (کورنی نوم یې ګرانټ) او الکساندر مکفرسون د بنفشایر د آبرلور سیمې په ګاربیتي کې ژوند کاوه. د هغې پلار د ابرلور په موری کې سیمه ئیز جراح و؛ مور یې چې د ګرانټ له بانفوذه کورنۍ څخه وه داسې ویل کېږي چې د هغه د ټولنیز دریځ له امله یې ورسره واده کړی و. دوی دواړو د ۱۸۲۵ زکال د اپرېل په ۲۰مه نېټه واده وکړ او د هغوی لومړنی ماشوم، الکساندر ګرانټ مکفرسون په ۱۸۲۸ زکال کې وزیږېد، مارګاریت مکفرسون ګرانټ (په اصل کې یې نوم مارګاریت ګورډن مکفرسون و) د ۱۸۳۴ زکال د اپرېل په ۲۷مه وزیږېده. مکفرسون ګرانټ د خپلې نوې ځوانۍ پر مهال د لندن په شمال کې د همپسټید په ښوونځي کې زده کړې وکړې چېرې چې نوموړې د لیکوالې او د ښځو د زده کړو په برخه کې د فعالې ماري آن ستودارت سره زده کړې کولې. ورور یې هند ته ولاړ او په ۱۸۵۲ زکال کې همالته ومړ؛ په دې سره مکفرسون ګرانټ د خپلو والدینو یوازنۍ ژوندۍ ماشومه شوه. [۱][۲][۱][۳][۴][۵][۶]

هغه د الکساندر ګرانټ خورځه وه. الکساندر ګرانټ د ابرلور د ډرمفیوریش کروندې اصلي استوګن و چې جامایکا ته تللی و او هلته یې د یو بزګر او سوداګر په توګه پریمانه شتمني ترلاسه کړې وه. نوموړي غلامان لرل او د جامائیکا د قانون جوړونکې شورا غړی و. بریتانیا ته د هغه د بېرته راګرځېدو مهال څرګند نه دی خو اټکل کېږي چې په ۱۸۲۰ زکال کې په لندن کې و او په ۱۸۲۹ زکال کې یې د خپل بزګر پلار، جورج ګرانټ د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه له ابرلور څخه لیدنه وکړه. هغه مهال چې په ۱۸۳۳ زکال کې غلامي لغو شوه ګرانټ د غلامانو د لرونکو لپاره د زیان د ورکړې له دولتي طرحې څخه ګټه وکړه او د خپلو غلامانو او نورو سوداګریزو پانګو د له لاسه ورکولو له امله یې د ۲۴۰۰۰ پونډو غوښتنه وکړه. هغه معمار ویلیام رابرټسون ته دنده وسپارله چې په ابرلور کې ورته کور جوړ کړي چې بیا د دغه کور ودانیزې چارې په ۱۸۳۸ زکال کې بشپړې شوې. ده همدارنګه هوډ درلود هغه کرونده وپېري چې په کې زیږېدلی و. د ابرلور کور د هغه رسمي استوګنې ځای وګرځېد، له دې سره چې دا په کره توګه څرګنده نه ده چې هغه واقعا دلته ژوند کاوه او که نه، خو ویسټ انډیز ته یې د سوداګر په توګه په لندن کې خپله سوداګري مخته وړله. [۷][۱][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۹]

الکساندر ګرانټ په جامایکا کې له الکساندر ډونالډسون او الکساندر ټامسون سره په سوداګرۍ کې شریک و. له دې امله چې دغه درې ځمکې لرونکي غایب وو، د هغه املاکو ته اړوندې چارې په کینګسټون کې د سیمه ئیزو وکیلانو د یوې ډلې له خوا د هغو حسابدارانو او څارونکو په مرسته ترسره کېدلې چې په دغو کروندو کې یې ژوند کاوه. دغه چارې په ۱۸۰۷ زکال کې د ډونالډسون او په ۱۸۱۸ زکال کې د ټامسون له مړینې وروسته د املاکو د پورونو په ورکړه کې د حسابونو د تصفیې ستونزې راوپارولې چې بالاخره یې له امله د هغو د وارثینو ترمنځ د کلونو لپاره حقوقي دعوا رامنځته شوه. له دې امله چې له دغو املاکو څخه ترلاسه کېدونکو عوایدو د هغو د مالیاتو او پورونو د ورکړې په موخه کفایت نه کاوه، ګرانټ د دغو کروندو د پلور په موخه فشار راووړ. په جامائیکا کې د هغه شریکانو، جان میک او جوزف ګرین د دغو هڅو پر وړاندې مقاومت وکړ او د هغو د پلور لپاره یې د محکمې احکامو ته پام ونکړ. دغه دعوا تر ۱۸۶۱ زکال پورې، هغه مهال چې الکساندر ګرانټ مړ شوی و او املاک یې هم د مکفرسون په واک کې وو، په بشپړه توګه نه وه حل شوې. [۱][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ځوانۍ ژوند سمول

د میراث ترلاسه کول سمول

هغه مهال چې په ۱۸۵۴ زکال کې الکساندر ګرانټ ومړ، شل کلنې مکفرسون ګرانټ په ابرلور کې د هغه د کور او په سکاټلنډ او جامائیکا کې د هغه د املاکو پریمانه برخه په میراث کې ترلاسه کړه چې په ټولیزه کچه یې ارزښت ۳۰۰ زره پونډه کېده. نوموړي همدارنګه دې ته په نغدي بڼه ۲۰۵۰۰ پونډه په دې شرط په میراث پرېښودل چې عمر یې شل کاله وي او په کلنۍ کچه ۱۵۰۰ پونډه، څو قطعې جواهرات او د هغه شخصي املاک ترلاسه کړي. په جامایکا کې دې ته په رسېدلي میراث کې د برامپټون برایان، برایان قلا، فیرفیلډ، لایټون، اورنج سیند او اورنج وېل کروندې او همدارنګه د مونسچ او یونیټي املاکو یوه برخه په لاس ورغله. د کرهڼیزو چارو له ټولو اندېښنو سره د هغې د املاکو محصولات په اقتصادي شرایطو کې د بدلونونو پر مټ متفاوت وو. هغه مهال چې اورنج وېل کرونده د لومړي ځل لپاره په ۱۷۸۰ زکال کې پرانیستل شوه، د عوایدو اصلي منبع یې د قهوې تولید و چې ماما یې دغه کرونده تر ۱۸۱۳ زکال پورې د خپلو غلامانو کارګرانو پر مټ په بشپړه توګه حاصل ته ورسوله. له ۱۸۵۰ زکال وروسته د هغو د اصلي محصول یا قهوې پر ځای دغه کرونده د غویانو د پالنې او پلور په موخه وکارول شوه. په ۱۸۵۶ زکال کې له دغو املاکو څخه سره مرچ او لیمو په پلور رسېدل چې تر ۱۸۶۳ زکال پورې یې همدغه کرنیز توکي تولید کول. هغه مهال چې دغه کرونده مکفرسون ګرانټ ته په میراث کې ورسېده، له اقتصادي پوله د ماتې په حالت کې وه او د غویانو پلور یې د عوایدو اصلي سرچینه جوړوله. [۱][۶][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۰][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۳][۲۷]

د الکساندر ګرانټ په وصیت کې لیکل شوي و چې هغه غواړي مکفرسون د ګرانټ نوم په خپل نامه کې زیات کړي. له همدې امله پلار یې د هغې له اړخه په نامه کې د ګرانټ د اضافه کولو په موخه د سلطنتي تائید غوښتنه وکړه څو هغه وکولای شي په خپل نامه کې د ګرانټ او مکفرسون له ترکیبي جوړښت کار واخلي؛ د نامه بدلون یې د ۱۸۵۴ زکال په جون میاشت کې تائید شو. هغې د ابرلور کورته کډه وکړه او له ځنډ پرته یې د هغو په رغونې او پراختیا کار پیل کړ. نوموړې د دغې چارې د ترسره کولو په موخه اې. او ډبلیو رېډ وګمارل چې د رابرټسون ورېرونه وه او په ۱۸۴۱ زکال کې یې د رابرټسون له مړینې ورسته په الګین کې د معمارۍ چارو ته دوام ورکړی و. [۶][۲۸][۲۹][۲۸][۵][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Lang 2016.
  2. Edinburgh Magazine 1825.
  3. Genealogical Society of Utah 1828.
  4. Shaw او Gordon 1882، ص. 177.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Lang 2014.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ University College London 2016.
  7. The Bradford Observer 1854.
  8. Hall, et al. 2014، صص. 37–38.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Thomson 1902، ص. 72.
  10. Historic Environment Scotland 1972.
  11. Manning 2013.
  12. Jervise 1875، ص. 332.
  13. Saunders 2004، ص. 66.
  14. Saunders 2004، صص. 65, 71.
  15. Saunders 2004، صص. 65–66.
  16. Saunders 2004، ص. 65.
  17. Saunders 2004، ص. 69.
  18. Saunders 2004، صص. 62–65.
  19. Grant 1854، ص. 2.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Saunders 2004، ص. 77.
  21. "Bryan Castle Estate" 1832.
  22. "Orange Vale Plantation" 1839.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Saunders 2004، ص. 61.
  24. Saunders 2004، ص. 60.
  25. Saunders 2004، ص. 67.
  26. Saunders 2004، ص. 76.
  27. Grant 1854، صص. 2–4.
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Historic Environment Scotland 2007a.
  29. Cant 1993، ص. 219.
  30. Shaw او Gordon 1882، ص. 176.
  31. Shaw او Gordon 1882، ص. 178.
  32. The Edinburgh Gazette 1854.
  33. Walker او Woodworth 2015، صص. 507–509.