ماري مګدالېن

ماري مګدالېن، چې کله ناکله د میګدالا ماري یا په ساده ډول د مګدالېن یا مېډېلېن په نوم یادېده، داسې یوه ښځه وه چې د څلورو شرعي انجیلونو پر بنسټ، د عیسی سره د هغه د پیروې په توګه سفر کړی او د هغه د صلیب او بیا ژوندي کېدو شاهده وه. د نوموړې نوم په شرعي انجیلونو کې دولس ځله یاد شوی، چې دا شمېر، د عیسی له کورنۍ پرته، د ډېرو پیغمبرانو له نومونو څخه زیات او په انجیلونو کې د نورو مېرمو له نومونو څخه لوړ دی. د ماري د مګدالېن نوم ښایي پدې معنی وي چې هغه د مګدالا له ښار څخه راغلې ده، چې په رومي یهودیه کې د طبریه سمندرګي په لوېدیځه څنډه کې د کب نیولو ښار دی.

ماري مګدالېن
بە عیبری: מרים המגדלית
برخه دthe Three Marys، primary saints
دندهcaregiver، دينپوهنه
Student ofعيسی
Floruit۰۱۰۰
Religion or worldviewعيسويت
Canonization statussaint
Feast day22 جولای، 22 جولای
Contributed to creative workGospel of Mary
Named afterMagdala
Present in workGospel of Luke، Gospel of Mark، The Last Temptation of Christ

د لوقا انجیل ۸: ۲ – ۳ ماري مګدالېن د هغو مېرمنو په توګه انګېري چې د عیسی سره یې سفر کړی او له " له خپلو سرچینو یې" د نوموړي له دیني رسالت سره یې مرسته کړې، نو دا په ګوته کوي چې هغه ښایي شتمنه وه. په ورته برخه کې دا هم ویل شوي چې اوه پېریان له نوموړې څخه ایستل شوي وو، دا وینا په ۱۶م مارک کې هم تکرار شوې ده. په ټولو څلورو شرعي انجیلونو کې، ماري مګدالېن د عیسی د صلیب ځړولو شاهده وه او په لنډو انجیلونو کې، ویل کېږي چې نوموړې د هغه په خښولو کې هم حضور درلود. ټولو څلورو انجیلونو هغه يا په یوازینۍ بڼه یا د مېرمنو د یوې لویې ډلې د غړي په بڼه، چې په کې د عیسی مور هم ګډون لري، وړاندې کړې ده. هغه یوازې یا د یوې ډلې غړي په توګه، د تش ګور د شاهدي په توګه او د عیسی د بیا ژوندي کېدو د لومړی شاهدې په توګه ذکر شوې ده.[۱][۲]

د دې دلیلونو له امله، ماري مګدالېن په ځینو عیسوي روایتونو کې د "د پیغمبرانو د رسول" په توګه یاده شوې ده. ماري مګدالېن په وروستیو روحاني عیسوي لیکنو کې، د نجات ورکوونکي ډیالوګ، پېستیس سوفیا، د توماس انجیل، د فیلیپ انجیل، او د ماري انجیل په ګډون، مرکزي څېره ده. دا کتابونه ماري مګدالېن د یو پیغمبر په توګه، د عیسی ترټولو نږدې او خورا محبوبې مریدې او یوازینی کس چې د هغه په ​​ښوونو په ریښتیا پوهېده، انځوروي. په روحاني لیکنو کې، یا روحاني انجیلونو کې، د هغې د جنسیت له امله عیسی ته د ماري مګدالېن نږدېوالي، او هغې ته د ځانګړو لارښوونو پر واندې د بخیلۍ له امله د بل مرید، پیټر سره د کړکېچ لامل شول. د فیلیپ په انجیل کې هغه د عیسی د ملګرې په توګه بیان شوې، لکه څنګه چې عیسی له دې مریدې سره خورا مینه درلوده او هغه یې یې په خوله ښکل کړې وه، چې ځینې خلک دې پایلې ته رسیدلي چې هغه او عیسی په اړیکه کې وو. ځینې افسانې هغه د عیسی د مېرمنې په توګه انځوروي.[۳]

د ماري مګدالېن انځورول د فحاشې په توګه په ۵۹۱ کال کې هغه وخت پیل شول چې لومړي پاپ ګریګوري ماري مګدالېن، چې په لوقا ۸: ۲ کې معرفي شوې وه، د بېت عنیا د ماري (لوقا ۱۰: ۳۹) او بې نومه "ګناهګاره ښځې" سره چې په لوقا ۷: ۳۶ – ۵۰ کې یې د عیسی پښې غوړې  کړې وې، سره یو ځای کړل. د پاپ ګریګوري د ایسټر خطبه د یو پراخ باور لامل شوه چې ګواکي ماري مګدالېن یوه توبه کونکې فاحشه یا بدکاره ښځه وه. ورپسې د لوېدیځې اروپا څخه د منځنیو پېړیو پراخه افسانې راڅرګندې شوې چې د ماري مګدالېن د شتمنۍ او ښکلا په اړه مبالغه شوي کیسې او همدارنګه سویلي ګال (د نن ورځې فرانسې) ته د هغې د ادعا شوی سفر بیانوي. د ماري مګدالېن پیژندنه د بېت عینا له ماري او د بې نومه "ګناهګارې ښځې" سره د کلونو په اوږدو کې د اصلاحاتو په لور یو لوی جنجالي بحث و، او ځینو پروتستانت مشرانو دا اند رد کړ. د اصلاحاتو-ضد په اوږدو، کاتولیکې کلیسا د توبې او بخشش د سمبول په توګه په ماري مګدالېن ټینګار وکړ. شپږم پاپ پاول په ۱۹۶۹ کال کې، په رومي عمومي کلیزه کې د بېت عینا له ماري او "ګناهکاره ښځې" سره د ماري مګدالېن تعریف حذف کړ، خو په ټولنیز دود کې د پخوانۍ فحاشې په توګه د نوموړې په اړه لید دوام لري.[۴][۵][۶]

په کاتولیک، ختیځ ارتودوکس، انګلیسي کلیسا او لوتران کلیساګانو کې ماري مګدالېن د یوې پاک لمنې مقدسې په توګه ګڼل کېږي. پاپ فرانسس د ۲۰۱۶ کال د د جولای په ۲۲ د عبادتي یادښت کچه له یادښت څخه عید ته لوړه کړه، او نوموړې یې د "پیغمبرانو د رسول" په توګه وړاندې کړه. نور پروتستانت کلیساګانې نوموړې ته د ایمان د اتلې په توګه درناوی کوي. د ختیځ ارتودوکس کلیساګانې هم د مروړونکو (کنډ وړونکو) د یکشنبې په ورځ د هغې یادونه کوي، چې د ارتودوکس د لویدیځ د دریو ماري دودونو سره سمون لري.[۷]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Bibleverse
  2. Thompson 1995.
  3. Antonov, Vladimir, المحرر (2008). The Gospel of Philip (PDF). تُرجم بواسطة Anton Teplyy and Mikhail Nikolenko. د کتاب پاڼې 33. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Bibleverse
  5. کينډۍ:Bibleverse
  6. Meyers 2000، ص. 122، Named Women: Mary 3 (Magdalene).
  7. "Holy See Bulletin 10/06/2016". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)