ماري سومروایل

ماري سومروایل (/ˈsʌmərvɪl/؛مېرمن، فیرفکس، پخوانۍ ګرېګ؛ زوکړه د۱۷۸۰ کال د ډېسمبر۲۶مه-مړینه د ۱۸۷۲ کال د نوامبر ۲۹مه) یوه سکاټلنډۍ ساینس پوه، لیکواله او ګڼ‌پوهیاله وه. هغې ریاضیات او نجوم ولوستل په ۱۸۳۵ کال کې هغه او کارولین هرشل د ستورپوهنې د سلطنتي ټولنې لومړنۍ ښځينه افتخاري غړې وټاکل شوې.  [۱]

کله چې جان ستورات مېل، پارلمان ته یوه لویه عریضه ترتیب کړه تر څو ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړل شي، هغه ډاډمن و چې پر دغه عریضه به لومړی لاسلیک د سومروایل وي.

کله چې هغه په ۱۸۷۲ کال کې ومړه د مارنېنګ پوست د مړینې د خبرونو په برخه کې اعلان وکړ چې «که د ۱۹مې پېړۍ په منځنۍ برخه کې موږ د ساینس د پاچا په ټاکلو کې هر ډول ممکنه ستونزه تجربه کړو، د ساینس د ملکې په اړه به هېڅ پوښتنه موجوده نه وي.» د ساینس پوه کلیمې یوه لومړنۍ کارونه د فزیکي علومو په اړه د ساموریل له دویم کتاب څخه د وېلیم ویل په یوه بیا کتنه کې وه. که څه هم دا کلیمه په‌خپله د سامورویل لپاره ونه کارول شوه؛ هغه د یوې ریاضي پوه او فلیسوفې په توګه پېژندل شوې وه. [۲][۳][۴][۵]

د اکسفورډ پوهنتون د سامورویل کالج د هغې په نوم نومول شوی دی، چې د لیبرالیزم او علمي پرمختګ فضیلت منعکسوي، هغه څه چې کالج یې مجسمول غوښتل. هغه د سکاټلنډ د شاهي بانک د ۱۰ پونډي پولیمري نوټ پر مخ چې په ۲۰۱۷ کال کې عرضه شو له فزیکي علومو سره د هغې د کارونو اړوند یو نقل قول سره انځور شوې ده.  [۶]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې سمول

ساموریل د سمندري ځواکونو د مرستیال قومندان وېلیم جورج فېیرفاکس لور وه، چې د خپلې مور مارګاریت چارترز له طریقه يې له څو مخکښو سکاټلنډي کورنیو سره تړاو درلود. هغه د جدبرا د مذهبي مشر په حجره کې د خپلې خاله او کشیش ډاکتر ټوماس سامرویل (زوکړه ۱۷۴۱-مړینه ۱۸۳۰) (زما د خپل ژوند کتاب او وخت کتاب لیکوال) په کور کې نړۍ ته راغله. د هغې د ماشومتوب کور د هغې په مورني ټاټوبي برنتیسلنډ، فایف کې و. [۷][۸][۹]

سامورویل له څلورو ژوندیو پاتې شویو بچیانو څخه دویمه وه (د هغې درې خویندې وروڼه په ماشومتوب کې مړه و). هغه په ځانګړي ډول له خپل مشر ورور سام سره نږدې وه. کورنۍ یې په متوسطه بې‌وزلۍ کې ژوند کاوه، ځکه په سمندري ځواکونو کې د هغې د پلار معاش د هغه د رتبو له ارتقاع سره سره لږ و. مور یې د کورنۍ عاید د سابو د کرنې او د شیدو د غواګانو د روزنې له طریقه پوره کاوه. مور یې هغې ته دا ورزده کړل چې سپېڅلی انجیل او کالوینیست تعلیمات ولولي. کله به چې د هغې د کور کارونه خلاص شول مریم په باغ کې د مرغیو او ګلونو تر منځ ګرځېدلو ته خوشي وه.

سامورویل په‌خپل ژوند لیک کې یادونه کوي چې له سمندر څخه یې د پلار د راستنېدلو پر مهال هغه خپلې مېرمنې ته وویل « دغه ډول ژوند به هېڅ‌کله پر مخ ولاړ نه شي ماري باید حداقل لیکل او شمېرل/حساب زده کړي». وروسته لس کلنه ماري په ماسلبرګ کې یو ګران بیه لیلیه ښوونځي ته ولېږل شوه چې هلته یې د فرانسوي او انګلیسي ژبو لومړنی لیکدود او ګرامر زده کړ. کور ته تر راستنېدلو وروسته هغه:

... هېڅکله په باغونو کې ونه ګرځېدله، خو د کلي ته حیرانه وه. کله چې جزرومد ختم شو، د ساعتونو لپاره به په شګو کې ناسته وم، ستورو، کباڼو او سمندري-زیږګیو ته مې کتل، یا مې هم هغو ماشومانو ته کتل چې د شګو د کباڼو، صدفونو او تیغي کباڼو لپاره به یې ژورې کیندلې. ما د صدفو یوه ټولګه جوړه کړه داسې لکه په سمندغاړه کې چې شیندل شوي وي، ځینې يې دومره کوچنۍ وې چې په تور ریګ کې د سپینو لکو په څېر ښکارېدې. د ډبرو د سکرو له معدنونو څخه هېواد ته د چونې ډبرو د لېږدولو لپاره په شګو کې یو کوچنی بند و. زه د دغو ډبريزو بلاکونو د سطحې له لیدلو څخه چې د پاڼو په څېر نښو سره سینګار شوې وو حیرانه شوم؛ ما دا تصور نه شوی کولی چې هغوی څه ډول هلته رسېدلي، خو ماتې ټوټې او ان لویې ټوټې مې له ځان سره راټولې او خپل مخزن ته راوړې.

سومرویل د بدې هوا په جریان کې ځان د خپل پلار د کتابتون د کتابونو لکه شکسپیر په لوستلو او همدارنګه په ورځنیو چارو بوختاوه. «داسې چارو زما د وخت ډېره برخه ځانته ځانګړې کړې وه؛ پر دې سربېره زه اړه وم چې خپل نمونه‌يي ټوکر هم وګنډم چې له الف څخه تر ی پورې الفبا او همدارنګه تر ۱۰ پورې حساب باندې کار کول وو. د هغې ترور جانت راغله چې له کورنۍ سره ژوند وکړي: او له راپورونو سره سم يې د هغې مور ته وویل: «زه حیرانه یم چې تا ماري ته اجازه ورکړې چې خپل وخت په مطالعه ضایع کړي، هغې به نور هېڅ‌کله ګنډل [خیاطي] نه و کړي که چېرې هغه یو نرینه وی.» وروسته سامورویل د ستنې د ساده کار د زده‌کړې لپاره د کلي ښوونځي ته ولېږل شوه، هلته هغې ځان ناکرار وموند، « د لوستلو نوبت ډېر د هغې د منلو وړ نه و، او فکر یې وکړ چې دا بې‌عدالتي ده او که چېرې یې حاصلول ناسم کار وی نو ښځو ته به د زده‌کړو لېوالتیا نه وه ورکړل شوې» د کلي ښوونکی هره اونۍ څو ځله راتله چې ماري ته په کور کې درس ورکړي. سامورویل په‌خپلو شخصي یادښتونو کې لیکي چې هلکانو ته به په ښوونځي کې لاتیني ژبه ورزده کېدله په داسې حال کې چې «نجونو ته همدې بسنه کوله چې سپېڅلی انجیل ولولي؛ ډېر لږ شمېر وکولی شوی یوازې لیکل زده کړي»

سرچينې سمول

  1. "Mary Somerville | Biography, Writings, & Facts". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Boreham, Ruth (8 March 2017). "Mary Somerville: Queen of Science". Dangerous Women. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2 December 1872 باندې). Mrs. Somerville (Obituary). The Morning Post from London.
  4. کينډۍ:Cite ODNB
  5. Secord, James (2018-01-01). "Mary Somerville's vision of science". Physics Today. 71 (1): 46–52. doi:10.1063/PT.3.3817. ISSN 0031-9228. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Royal Bank of Scotland – £10 Polymer". www.scotbanks.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Mary Somerville's Family". Burntisland Heritage Trust. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Somerville, Mary Fairfax Greig. 11 & 12. New York: Charles Scribner's Sons. 1981. د کتاب پاڼي 521–522. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mary T Brück (1996). "Mary Somerville, mathematician and astronomer of underused talents". Journal of the British Astronomical Association. 206 (4): 201. Bibcode:1996JBAA..106..201B. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)