ماري انتوانت

ماري انتوانت (زوکړه: د ۱۷۵۵ زکال د نومبر ۲مه – مړینه: د ۱۷۹۳ زکال د اکتوبر ۱۶مه) د فرانسې له انقلاب وړاندې د فرانسې وروستۍ ملکه وه. نوموړې د ملکې ماریا ترزا او سترواک لومړي فرانسېس د کوچنۍ او له اخر لوري څخه د دویمې ماشومې په توګه د اتریش د لویې دوشس په توګه وزیږېده. دا په ۱۷۷۰ زکال کې د ۱۴ کلنۍ په عمر د فرانسې د تاج او تخت د څرګند وارث لویي آګوست سره د واده کولو له امله د فرانسې ډوفین وګرځېده. دهغې مېړه د ۱۷۷۴ زکال د مۍ په ۱۰مه نېټه د شپاړلسم لویي په توګه د فرانسې پاچا شو او په دې سره دا هم ملکه شوه. [۱]

په دربار کې د هغې ځایګی وروسته له هغې مخ پر ودې شو چې له واده اته کاله وروسته وتوانېده ماشوم وزیږوي. ورته مهال هغې په مخ پر زیاتوالي بڼه له دې امله د خلکو ترمنځ خپل محبوبیت له لاسه ورکړ چې فرانسویانو پر هغې باندې د زیاتو لګښتونو، فحشا، د نامشروع اولادونو د لرلو او همدارنګه د فرانسې د څرګند دښمن اتریش سره چې د هغې زیږون ځای و د همکارۍ تورونه ولګول. د الماسو د غاړکۍ د قضیې ناسم تور د هغې شهرت ته په زیاته کچه زیان واړوه. د انقلاب پر مهال نوموړې د زیات لګښت لرونکې مېرمنې په توګه شهرت وموند ځکه چې د دغه هېواد مالي کړکېچ د هغې د بې ځایه لګښتونو او همدارنګه د تورګو او نېکر د ټولنیزو او مالي اصلاحاتو سره د مخالفت له امله و. [۲]

د انقلاب پر مهال وروسته له هغه چې دولت سلطنتي کورنۍ د ۱۷۸۹ زکال په اکتوبر میاشت کې نظر بنده کړه، ګڼ شمېر چارې هغې ته اړوندې وبلل شوې. د ۱۷۹۱ زکال په جون میاشت کې وارین ته د تېښتې په موخه د هغوی هڅه او همدارنګه د لومړي ائتلاف په جګړه کې یې ونډې پر کورنۍ باندې له منځه وړونکې اغېزې وکړې. د ۱۷۹۲ زکال د اګست په ۱۰مه نېټه په ټویلریانو باندې برید سلطنتي کورنۍ اړ کړه څو دوی د دغه هېواد مقننه شورا ته پناه وروړي چې دغې شورا بیا د اګست په ۱۳مه په معبدي بندخونې (Temple Prison) کې بندیان کړل. ورپسې د ۱۷۹۲ زکال د سپټمبر میاشتې په ۲۱مه نېټه د فرانسې سلطنت لغو اعلان شو. شپاړلسم لویي د ۱۷۹۳ زکال د جنوري په ۲۱مه نېټه د سر په غوڅولو اعدام کړای شو. د ماري انتوانت محاکمه هم د ۱۷۹۳ زکال د اکتوبر په ۱۴مه نېټه پیل شوه؛ دوه ورځې وروسته محکمې هغه په لوی خیانت تورنه کړه چې بیا د انقلاب په میدان یا کنکورد میدان کې ترې سر غوڅ کړای شو.

لومړنی ژوند سمول

ماري انتوانت د ۱۷۵۵ زکال د نومبر په ۲مه نېټه د اتریش د وین ښار په هافبورګ ماڼۍ کې د شپې په ۸:۳۰ بجو وزیږېده. دا د هابسبورګ سترواکۍ د ملکې ماریا ترزا او د روم د سپېڅلې سترواکۍ د سترواک لومړي فرانسېس کشرۍ لور وه. د هغې لپاره د پلار او مور ځای ناستي د پرتګال پاچا او ملکه؛ لومړی ژوزف او ماریانا ویکټوریا وو. لوی دوک ژوزف او لویې دوشس ماریا انا د خپلې نوې زیږېدلې خور د پالونکو په توګه عمل کاوه. ماري انتوانت د ټولو ارواه ګانو د ورځې په نامه د کاتولیکانو د ویر څرګندونې په ورځ وزیږېده؛ له همدې امله یې د ماشومتوب پر مهال د زوکړې ورځ له دغې ورځې یوه ورځ وروسته لمانځل کېده ځکه چې د زیږون اصلي ورځ یې چې د ټولو مقدسینو ورځ وه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې به لمانځل کېدله. له زیږون څخه لږ وروسته هغه د فرانسې د سترواکۍ د ماشومانو پالونکې، کونټیس فون برانډیس ته د پالنې په موخه وسپارل شوه. ماري آنتوانت له خپلې خور ماریا کارولینا سره چې درې کاله له دې مشره وه، یوځای را لویه او د ټول عمر لپاره دواړو ځانګړې اړیکه لرله. ماري په پیل کې له خپلې مور سره جنجالي خو بالاخره یې عاشقانه اړیکه لرله او مور یې هم «کوچنۍ مېرمن انتوني» بلله. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

محاکمه او اعدام (۱۴ – ۱۶ اکتوبر ۱۷۹۳ زکال) سمول

ماري انتوانت د ۱۷۹۳ زکال د اکتوبر په ۱۴مه د انقلابي محکمې له خوا محاکمه شوه. یو شمېر تاریخ پوهان په دې باور دي چې د محاکمې پایله یې له وړاندې څخه د میخک د توطئې د افشا پر مهال د عامه امنیت د کمېټې له خوا ټاکل شوې وه. هغې او وکیلانو ته یې یوه ورځ وخت ورکړل شو څو خپله دفاعیه چمتو کړي. په هغې باندې په لګول شوو تورونو کې هغه تورونه شامل و چې د افترا پر مهال ورباندې لګول شوي و: په ورسای کې د عیاشۍ تنظیم، د فرانسې د خزانې څخه اتریش ته د میلیونونو لیور لېږنه، په ۱۷۹۲ زکال کې د فرانسې د ملي ګارد د عام وژنې پلان، دا چې خپل زوی یې د فرانسې نوی پاچا اعلان کړی و او همدارنګه له محارمو سره د زنا تور چې زوی یې لویي چارلز ورباندې ولګاوه؛ چارلز د راډیکال ژاک هربرت له خوا کنټرول کېده او هغه ورباندې فشار راووړ چې په خپلې مور دغه ډول تور ولګوي. دغه تور د ماري انتوانت له احساسي غبرګون سره مخ شو، د دغه تور اړوند یې له ځواب ویلو ډډه وکړه او پر ځای یې د محاکمې په خونه کې ټولې میندې راوبللې. د هغوی غبرګون آرامه کړه ځکه چې هغو ښځو د دې اړوند بل هېڅ ډول زړه سواندي هم نه لرله. [۱۰][۱۱]

ماري انتوانت د اکتوبر په ۱۶مه په دریو تورونو کې پړه وګڼل شوه: د ملي خزانې تشول، د هېواد د داخلي او بهرني امنیت پر وړاندې توطئه او د د دښمن په ګټه د جاسوسۍ د چارو د ترسره کولو له امله لوی خیانت. وروستی جرم یې په یوازې بڼه په اعدام باندې د محکومیت لپاره کافي و؛ په داسې حال کې چې په تر ټولو ناوړه حالت کې هغې او وکیلانو یې تمه لرله چې د ابدي حبس جزا به ورته وټاکل شي. هغې د خپل ژوند په وروستیو ساعتونو کې د پنځلسم لویي لمسۍ او خپلې نږدې ملګرې مېرمن الیزابت ته لیک ولیکه او په هغو کې یې په خپل پاک وجدان، کاتولیک ایمان او له خپلو ماشومانو سره په مینې ټینګار وکړ. دغه لیک تر الیزابت پورې وه نه رسېد. د هغې وصیت چې له تخت لاندې یې وموندل شو؛ د روبسپیر د مقالاتو د ټولګې برخه جوړوي او د اډم – بونوېنچر کورتیوس له خوا خپور شوی. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

هغه د اعدام لپاره د چمتووالي پرمهال اړ شوه څو د ساتونکو پر وړاندې خپلې جامې بدلې کړي. دې غوښتل تور رنګه کالي واغوندي، خو اړ کړای شوه چې ساده سپینې جامې واغوندي، هغه جامې چې فرانسوي کونډو ملکو به اغوستې. د دې وېښتان یې غوڅ کړي و، لاسونه یې ورته په شا کې کلک تړلي و او په یوه اوږده پړي یې تړلې وه. د مېړه پر خلاف چې د اعدام لپاره یې په خونه لرونکي اس ګاډي کې یووړ، یو ساعت وخت یې ونیو چې دا یې په یوه سر خلاصې ګاډۍ کې د سېنټ هونر واټ څخه د انقلاب میدان ته بوتله (دغه میدان اوس مهال د کنکورډ میدان نومېږي). هغې د وګړو له سپکاوي سره بیا هم خپل احساسات کنټرول وساتل. چارواکو د هغې د وروستي اعتراف اورېدو لپاره یو کشیش وټاکه. هغه په اس ګاډي کې ورسره څنګ ته کښېناست، خو د اعدام تر ځایه دې ورته پام ونکړ، ځکه چې دغه کشیش له جمهوریت سره بیعت کړی و.[۱۷]

له ماري انتوانت څخه د ۱۷۹۳ زکال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه سر غوڅ کړای شو. د هغې وروستۍ جمله چې په ناڅاپي ډول یې د خپل اعدام کوونکي په پښه باندې له پښې اېښودو وروسته وویله داسې ثبت شوې ده، «ما وبخښه ښاغلیه! ما دغه چاره په قصدي ډول نه ده ترسره کړې». ماري توسو ته دنده سپارل شوې وه چې د اعدام پر مهال د هغې د سر ماسک جوړ کړي. د هغې مړی د مډلین هدیرې په یوه ناڅرګند قبر کې وغورځول شو؛ دغه هدیرې ډي آنژو واټ ته نږدې موقعیت درلود. له دې امله چې دغه هدیره نوره ډکه وه د ۱۷۹۴ زکال د مارچ په ۲۵ مه وتړل شوه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

بهرني غبرګونونه سمول

له اعدام وروسته نوموړې له هېواده بهر د فرانسې د انقلاب په جنجالي څېره واوښته. یو شمېر کسانو هغه د انقلاب د پېښو د پړې اچولو لپاره قرباني وبلله. توماس جفرسون په ۱۸۲۱ زکال کې د یوې لیکنې په کولو سره ادعا وکړه چې «د هغې قمار او بې کچې لګښتونه د کنټ ډي ارتیوس او د هغې د ډلې د نورو غړو له قمار سره په خوا کې د خزانې د تشېدو لپاره معقول لامل و چې له امله یې اصلاح کوونکی ملت او مخالفین لاس په کار شول، د هغې انعطاف نه منونکی انحراف او نه کمېدونکې روحیه د دار تر سره د هغې د رسېدو لامل وګرځېدل»؛ هغه زیاته کړې چې «زه تر اوسه په دې باوري یم که چېرې ملکه نه وای هېڅکله به هم انقلاب نه وای رامنځته شوی». [۲۳]

یو شمېر نور بیا د هغې له برخلیک څخه حیران پاتې شوي وو او هغه یې د انقلاب د ګواښونو نښه بلله. اډمونډ برک په ۱۷۹۰ زکال کې د «فرانسې د انقلاب اړوند د غبرګونونو» تر عنوان لاندې خپله رساله کې چې د ماري د بندي کېدو پر مهال یې په پاریس کې لیکلې وه، د هغې له اعدام وړاندې یې د خواشینۍ څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه چې «د ځوانمردۍ وخت تېر شوی او د اروپا افتخارات د تل لپاره له منځه تللی دي»، نور به «هېڅ وخت او هېڅ کله هم رتبې او جنسیت ته هغه پخوانۍ سخاوتمندانه وفاداري وه نه وینو». د هغې خور او د ناپل ملکې ماریا کارولینا د هغې د اعدام له خبر اورېدو وروسته د ماتم حالت اعلان او د انقلابیونو پر وړاندې یې خپله غصه څرګنده کړه. هغې په چټکۍ سره په ناپل کې د اصلاح غوښتونکو او روڼ آندو څخه ملاتړ وځنډاوه او ناپلي سقفانو او کشیشانو ته یې اجازه ورکړه چې د هېواد د سیکولر کېدو چارې په ټپه ودروي؛ ورته مهال یې له ګڼ شمېر هغو کډوالو سره مرسته وکړه چې له انقلابي فرانسې څخه ناپل ته راتښتېدلي و. [۲۴][۲۵]

سرچينې سمول

  1. Jones, Daniel (2003) [1917], Peter Roach; James Hartmann; Jane Setter (المحررون), English Pronouncing Dictionary, Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-12-539683-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  2. Royal household spending in 1788 was 13% of total state expenses (excluding interest on debts).(Finances of Louis XVI (1788) | Nicholas E. Bomba https://blogs.nvcc.edu Archived 2011-04-20 at the Wayback Machine. › nbomba › files › 2016/10, https://books.google.com/books?id=ixJWG9q0Eo4C
  3. Fraser 2002, p. 5
  4. Fraser 2002, pp. 5–6
  5. de Decker, Michel (2005). Marie-Antoinette, les dangereuses liaisons de la reine. Paris, France: Belfond. د کتاب پاڼي 12–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2714441416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. de Ségur d'Armaillé, Marie Célestine Amélie (1870). Marie-Thérèse et Marie-Antoinette. Paris, France: Editions Didier Millet. د کتاب پاڼي 34, 47. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lever 2006, p. 10
  8. Fraser 2001, pp. 22–23, 166–70
  9. "The Birth of Marie Antoinette | History Today". www.historytoday.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Procès de Louis XVI, de Marie-Antoinette, de Marie-Elisabeth et de Philippe d'Orléans, Recueil de pièces authentiques, Années 1792, 1793 et 1794, De Mat, imprimeur-libraire, Bruxelles, 1821, p. 473
  11. Castelot 1962، صص. 496–500.
  12. Le procès de Marie-Antoinette, Ministère de la Justice, 17 October 2011, (French) [۱] Archived 21 September 2015 at the Wayback Machine.
  13. Furneaus 1971, pp. 150–54
  14. "Last Letter of Marie-Antoinette", Tea at Trianon, 26 May 2007 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Courtois, Edme-Bonaventure; Robespierre, Maximilien de (31 January 2019). "Papiers inédits trouvés chez Robespierre, Saint-Just, Payan, etc. supprimés ou omis par Courtois..." Baudoin – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Chevrier, M. -R; Alexandre, J.; Laux, Christian; Godechot, Jacques; Ducoudray, Emile (1983). "Documents intéressant E.B. Courtois. In: Annales historiques de la Révolution française, 55e Année, No. 254 (Octobre–Décembre 1983), pp. 624–28". Annales Historiques de la Révolution Française. 55 (254): 624–35. JSTOR 41915129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Furneaus 1971, pp. 155–56
  18. Fraser 2001, p. 440
  19. The Times 23 October 1793 Archived 1 November 2009 at the Wayback Machine., The Times.
  20. "Famous Last Words". 23 May 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Marie Tussaud". encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ragon, Michel, L'espace de la mort, Essai sur l'architecture, la décoration et l'urbanisme funéraires, Michel Albin, Paris, 1981, کينډۍ:ISBN [۲] Archived 3 December 2022 at the Wayback Machine.
  23. "Passages from his autobiography" (په انګلیسي ژبه کي). bartleby. 1854. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Maria Carolina (1752–1814)" (په انګلیسي ژبه کي). Cengage. 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Burke, Edmund (1790). Reflections on the Revolution in France, And on the Proceedings in Certain Societies in London Relative to that Event. In a Letter Intended to Have Been Sent to a Gentleman in Paris (الطبعة 1). London: J.Dodsley in Pall Mall. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)