ماريه قبطيه

(له ماريه القبطيه نه مخ گرځېدلی)

ماريه القبطيه د رسول الله صلى الله عليه وسلم دليك په ځواب كې دمصر مقوقس دوه انجونې (ماريه او نسرين) هم له نورو سوغاتونو سره يوځای را واستولې , او په ليك كي يې ليكلي وو چې دادواړه دقبطيانو وتلې انجونې دي . هغوی درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته تر راتلو دمخه لا مسلمانې شوې وې , څنگه چې دا انجونې دواړه سره خويندې وې ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ماريه ځان ته او نسرين حضرت حسان رضى الله عنه ته په نكاح وركړه . درسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه زوی ابراهيم مور هم همدا ماريه قبطيه رضى الله عنهاوه . رضى الله عنها وعنهن .

درسول الله صلى الله عليه وسلم دليك په ځواب كې دمصر مقوقس دوه انجونې (ماريه او نسرين) هم له نورو سوغاتونو سره يوځای را واستولې , او په ليك كي يې ليكلي وو چې دادواړه دقبطيانو وتلې انجونې دي . هغوی درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته تر راتلو دمخه لا مسلمانې شوې وې , څنگه چې دا انجونې دواړه سره خويندې وې ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ماريه ځان ته او نسرين حضرت حسان رضى الله عنه ته په نكاح وركړه . درسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه زوی ابراهيم مور هم همدا ماريه قبطيه رضى الله عنهاوه . رضى الله عنها وعنهن . ب- درسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه درسول الله صلى الله عليه وسلم داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله صلى الله عليه وسلم اولاد شپږ ښودل شوى ,دوه زامن او څلور لوڼي ,خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله صلى الله عليه وسلم دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو .

دا هم وگوري سمول

دا هم وگوري سمول