مارينر 2
مارينر 2 (Mariner-Venus 1962) د زهره سيارې په لور استول شوې يوه امريکايي تشيالي څېړنيزه وسيله وه، دا لومړی روباتي تشيالي وسيله وه، چې له سياروي تصادم څخه يې په برياليتوب سره راپور واستاوه. د ناسا په «مارينر» پروګرام (NASA Mariner program) کې لومړۍ بريالۍ تشیالي بېړۍ وه، دا رينجر پررګرام د Block I تشيالي بېړۍ ساده شوې بڼه او د Mariner 1 بشپړه کاپي وه.مارينر 1 او 2 تشيالي بېړۍ کله کله د مارينر R د ماموريت په نوم پېژندل کېږي. په اصلي طرحو کې د Atlas-Centaur په اړه د څېړنو پيل کولو غوښتنه شوې وه، خو په هغې وسيله کې د جدي پرمختيايي ستونزو له امله ډېرې کوچنۍ Agena B دويم پړاو ته بدليدو ته اړ کړ. په دې ډول، د Mariner R وسيلو ډيزاين ډېر ساده کړای شو. د هغه پړاو د شوروي د وينيرا څېړنيزو وسيلو په پرتله په دې کې ډېر کم وسايل وړل شوي وو – د بېلګې په ډول، د تلويزيون کامره پرېښودل – ځکه چې Atlas-Agena B کې د شوروي د 8K78 د بوسټر په پرتله يوازې له نيمايي څخه د زياتو وړلو وړتيا موجوده وه. مارينر 2 تشيالۍ بېړۍ د 1962ز کال د اګست په مياشت کې د «کيپ کيناويرل» څخه وتوغول شوه، او د 1962ز کال د ديسمبر په څوارلسمه نېټه د زهره سيارې څخه په 34773 کيلومتره (۲۱۶۰۷ ميله) واټن نږدې تېره شوه. [۱]
مارينر څېړونکې وسيله د سل سانتي متره (39.4 انچه) قطر شپږ ضلعي بس څخه جوړه وه، په کومه کې چې لمريزې تختې، د وسايلو مرستندويه وسايل، او انتنونه نصب شوي وو. په مارينر تشیالۍ پېړۍ نصب کړای شوي ساينسي وسيلې دا وې: دوه راډيو ميټرونه (هر يو يې د مايکروويو او د سپکټرم د انفراريد برخو لپاره)، د کوچنيو شهاب ثاقب يو کشف کونکی، يو د لمريزې پلازما کشف کونکی، د چارج شويو ذرو يو کشف کونکی، او يو ميګنو ميټر. دا وسايل د زهره په سطحه د تودوخې د وېش د اندازه کولو او د زهره د اساسي اتموسفير د اندازه کولو لپاره طرحه شوي وو.
اساسي ماموریت د زهره په شا او خوا کې د تشيالي بېړۍ څخه د اړيکو تر لاسه کول او د دې سيارې د راډيو ميټرک تودوخې درجې اندازه کول و. دويمه موخه يې د سيارو تر منځ د مقناطيسي برخې او چارج شويو ذرو د چاپېريال اندازه کول و.[۲][۳]
زهره ته پر لاره، مارينر 2 لمريزه هوا اندازه کړه، کوم چې له لمر څخه دباندې لور ته بهېدونکې چارج شويو ذرو يوه پرله پسې لړۍ ده، له کوم څخه چې په 1959ز کال کې د Luna 1 له خوا شوې اندزه کېدل تايید شول. د سيارو تر منځ شته ګرد يې هم اندازه کړ، کوم چې له وړاندوينه شوې څخه کمې وموندل شو. سربېره پر دې، مارينر 2 له لمر څخه راتلونکي د لوړې انرژۍ څخه چارج شوي ذرې هم وموندلې، د لنډو لمريزو بڅرو (اورينو بڅرو) او همدا راز له شمسي نظام څخه دباندې کايناتي وړانګو په ګډون. کله چې د 1962ز کال د ديسمبر په څوارلسمه نېټه له زهره څخه پورته شوه، مارينر 2 د خپلې راډيو ميټر د جوړې په مټ دا سياره سکين کړه، له کوم څخه چې روښانه شوه چې زهره يخې وريځې او ډېره توده سطحه لري.
مخينه
سمولد سړې جګړې په منځ ته راتګ سره، د هغه مهال دوه زبرځواکونو، چې متحده ايالات او شوروي اتحاد وو، دواړو د پوځي، ټيکنالوژيکي او سياسی پياوړتيا د ښکاره کولو په موخه تشيالي هيله من پروګرامونه پيل کړل. شورويانو د 1957ز کال د اکتوبر په څلورمه نېټه، Sputnik 1 وتوغوله، کومه چې له ځمکې څخه څرخېدونکې لومړۍ مصنوعي سپوږمکۍ وه. امريکايانو د 1958ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه Explorer 1 فضا ته وتوغاوه، تر کومه وخته چې شورويانو له مخکې څخه لومړي څرخېدونکي animal, Laika او Sputnik 2 توغولي وو. د ځمکې مدار ته له رسېدو وروسته، سپوږمۍ ته د لومړي رسېدلي په لور تمرکز زیات شو. د سپوږمکيو Pioneer program په 1958ز کال کې له درې برياليو سپوږميزو هڅو جوړ و. د 1959ز کال په لومړيو کې، د شوروي اتحاد Luna 1 لومړی څېړنيز پروګرام و چې د سپوږمۍ لور ته والوت، له دې وروسته Luna 2 و، او دا لومړی مصنوعي جسم و چې له سپوږمۍ سره وجنګېد. [۴][۵]
سپوږمۍ ته په رسېدو سره، زبرځواکونو خپلې سترګې د سيارو لور ته واړولې. ځمکې ته تر ټولو د نږدې سيارې په توګه، زهره د يو زړه راښکونکې بين السياروي تشيالي الوت موخه وړاندې کړه. په هرو نولسو مياشتو کې، زهره او سپوږمۍ د لمر په شا اوخوا کې په خپل مدار کې پرتليزو موقعيتونو ته رسېږي، په کومو کې چې د Hohmann Transfer Orbit په مټ له يوې سيارې څخه بلې سيارې پورې د سفر کولو لپاره تر ټولو کمو سون توکو ته اړتيا وي. دا فرصتونه د اکتشافي تشيالې بېړۍ د توغولو لپاره تر ټولو غوره وخت ښودنه کوي، او د دې سفر تر سره کولو لپاره تر ټولو کمو سون توکو ته اړتيا لري. [۶][۷]
په تشيال کې د سيالۍ لومړی فرصت د 1957ز کال په وروستيو کې منځ ته راغی، مخکې تر دې چې دواړه زبرځواکونه داسې ټيکنالوژۍ ولري چې ګټه ځينې واخلي. دويم فرصت د 1959ز کال د جون د مياشتې په شا او خوا کې د ټيکنالوژيکي شونتياوو د موجوديت په څنډه کې و، او د متحده ايالاتو د هوايي ځواک قراردادي تشيالي ټيکنالوژۍ لابراتوار (Space Technology Laboratory (STL)) له هغې څخه د ګټې اخيستو نيت درلود. د 1959ز کال د جنورۍ په مياشت کې چمتو شوې يوه طرحه کې دوه تشيالي بېړۍ شاملې وې چې د لومړيو مخکښو څېړنيزو وسيلو څخه جوړې شوې وې، يوه بېړۍ د Thor-Able توغندي په مټ توغول کېده، او بله د Atlas-Able په مټ توغول کېده چې تر اوسه ازمويل شوې نه وه. STL نه شول کولای چې د جون له مياشتې مخکې څېړنې بشپړې کړي، او د توغولو کړکۍ يې له لاسه ورکړه. د Thor-Able څېړونکې وسيلې د ژور تشيالي څېړونکي د Pioneer 5 په توګه بيا چمتو کړای شو، کوم چې د 1960ز کال د جون په يوولسمه نېټه وتوغول شو، او په دې ډول جوړ شوی و چې له ځمکې سره اړيکو ته د 20000000 ميله (32000000 کيلو متره) واټن څخه اړيکې وساتلای شي، ځکه چې د زهره پر لور يې سفر کاوه. (Atlas Able څېړونکی تصور د ناکام Pioneer Atlas Moon د څېړنکو په توګه بيا وړاندې کړای شو). د 1961ز کال په لومړي فرصت کې هېڅ امريکايی ماموريتونه وانه استول شول. شوروي اتحاد د 1961ز کال د فبرورۍ په دولسمه نېټه Venera 1 او وتوغاوه، او د مۍ د مياشتې په 19-20 نېټه، لومړۍ هغه څېړونکې وسيله شوه چې د زهره سره نږدې يې الوتنه وکړه؛ په هر حال، دې څېړونکې وسيلې د فبرورۍ په شپږويشتمه نېټه د معلوماتو استول بند کړل. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د 1962ز کال د دوبي په موسم کې د توغندي د توغولو د فرصت پر مهال، ناسا د 1960ز کال د جولای په مياشت کې د Jet Propulsion Laboratory (JPL) سره تړون وکړ، تر څو " Mariner A" جوړ کړ، کومه چې يوه 1250 پاونډه (570 کيلو ګرامه) تشيالي بېړۍ جوړه کړي، او د ناپرمختللې Atlas-Centaur په استعمال سره وتوغول شوه. د 1961ز کال د اګست تر مياشتې پورې دا روښانه شوې وه چې Centaur به په خپل وخت چمتو نه وي. JPL ناسا ته وړانديز وکړ چې دا ماموريت د لږ ځواکمن* خو عمل کونکي Atlas-Agena په استعمال سره د سپکې تشيالي بېړۍ په کارولو بشپړېدای شي. د Mariner A او د JPL اړوند Block 1 Ranger سپوږميزې څېړونکې وسيلې، چې له مخکې څخه تر جوړېدو لاندې وه، د يوې ګډولې وړانديز وشو. ناسا دا وړانديز ومانه، او JPL د "Mariner R" د چمتو کولو لپاره د يوولسو مياشتو چټک پروګرام يې چمتو کړ (دې ته ځکه دا نوم ورکړل شو چې دا له Ranger څخه اخيستل شوی و). Mariner 1 به لومړی Mariner R وای، چې له Mariner 2 وروسته به توغول کېدو.[۱۳][۱۴]
تشيالي بېړۍ
سمولدرې Mariner R تشيالي بېړۍ جوړې شوې: دوه د توغولو او يوه د ازموينې تر سره کولو لپاره، کومه به چې همدا راز د احتياطي په توګه هم کارول کېده. د دې د ساينسي وړتياو تر څنګ، Mariner همدا راز بايد بېرته ځمکې ته له 26000000 ميله (42000000 کيلو متره) څخه زيات واټڼ څخه معلومات را استولي وای، او د ځمکې په مدار کې راتلونکي لمريزو وړانګو څخه دوه ځلې زيات شدت کې روغه پاتې شوې وای.[۱۵]
سرچينې
سمول- ↑ "Mariner 2". US National Space Science Data Center. Archived from the original on April 15, 2019. نه اخيستل شوی September 8, 2013.
- ↑ Jet Propulsion Laboratory (under contract for NASA) (June 15, 1962). Tracking Information Memorandum No. 332-15: Mariner R 1 and 2 (PDF) (Report). California Institute of Technology. Archived (PDF) from the original on June 26, 2008. نه اخيستل شوی January 24, 2008.
- ↑ Renzetti, N.A. (July 1, 1965). Technical Memorandum No. 33-212: Tracking and Data Acquisition Support for the Mariner Venus 1962 Mission (PDF) (Report). NASA. Archived (PDF) from the original on June 26, 2008. نه اخيستل شوی January 24, 2008.
- ↑ Mitchell Sharpe (1989). "2". In Kenneth Gatland (ed.). The Illustrated Encyclopedia of Space Technology. New York: Orion Books. pp. 28–31. OCLC 19520816.
- ↑ "The Space Race". history.com. February 22, 2020. Archived from the original on March 30, 2022. نه اخيستل شوی July 25, 2022.
- ↑ J.N.James (1965). "The Voyage of Mariner II". In Harlow Shapley; Samuel Rapport; Helen Wright (eds.). The New Treasury of Science. New York: Harper & Row. pp. 171–187.
- ↑ "How do spacecraft use an orbit to move from planet to planet?". Northwestern University. Archived from the original on June 27, 2020. نه اخيستل شوی June 11, 2021.
- ↑ "A Development Plan for 2 Interplanetary Probes" (PDF). Space Technology Laboratories. January 14, 1959. Archived (PDF) from the original on September 20, 2021. نه اخيستل شوی July 25, 2022.
- ↑ "Development Plan for Able 3-4" (PDF). Space Technology Laboratories. June 1, 1959. p. 2. Archived (PDF) from the original on September 20, 2021. نه اخيستل شوی July 25, 2022.
- ↑ "Project Thor Able-4 Final Mission Report" (PDF). Space Technology Laboratories. May 25, 1960. pp. 9, 17. Archived (PDF) from the original on September 20, 2021. نه اخيستل شوی July 25, 2022.
- ↑ Adolph K. Thiel (May 20, 1960). "The Able Series of Space Probes" (PDF). Space Technology Laboratories. Archived (PDF) from the original on September 20, 2021. نه اخيستل شوی July 25, 2022.
- ↑ "Venera 1". NASA Space Science Data Coordinated Archive. Archived from the original on November 26, 2020. نه اخيستل شوی August 15, 2019.
- ↑ J.N.James (1965). "The Voyage of Mariner II". In Harlow Shapley; Samuel Rapport; Helen Wright (eds.). The New Treasury of Science. New York: Harper & Row. pp. 171–187.
- ↑ Jet Propulsion Laboratory (various) (1965). Mariner-Venus 1962: Final Project Report (PDF). Washington, D.C.: NASA. OCLC 2552152. Archived (PDF) from the original on December 20, 2021. نه اخيستل شوی July 25, 2022.
- ↑ J.N.James (1965). "The Voyage of Mariner II". In Harlow Shapley; Samuel Rapport; Helen Wright (eds.). The New Treasury of Science. New York: Harper & Row. pp. 171–187.