مارشال غلام حيدر خان چرخي
سپه سالار غلام حیدر خان څرخي د ملک صمد خان یوسفزي څرخي زوی وو. نوموړی په ۱۸۷۹ ز کال کي د امیر شېر علی خان د واکمنۍ پر مهال د مرکزي ځواکونو بولندوی وو او وروسته یې د امیر محمد یعقوب خان د واکمنۍ پر مهال په علي مسجد کې د سرحدي ځواکونو د بولندوی په توگه دنده ترسره کوله. غلام حیدر خان څرخي د خپل پلار په څېر د انګرېزانو په وړاندي خونړي جګړې ترسره کړې او کله چي د امیر شېرعلي خان تر مرګ وروسته امیر عبدالرحمان خان واک ته ورسېدی، غلام حیدرخان یوازینئ شخص وو چي د عبدالرحمن خان له لوري سزا ورنکول سوه او د افغانستان په دولت کي یو ستر نظامي شخصیت وګرځېدی.
غلام حیدرخان څرخي په 1299 هجري سپوږمیز کي د امیر عبدالرحمان خان په امر د وزیر اکبر خان د زوم سید محمود کونړي پاڅون په ختیځ افغانستان کي غلۍ او هغه یې تیښتي ته اړ ایستی. غلام حیدر خان د امیر عبدالرحمان خان د حکومت د ټینګښت په موخه په کندهار، غزني، نورستان او ننګرهار کي بېلابیلي دندي ترسره کړې، او کله چي د ترکستان والي وو د امیر په امر یې له هغه ځایه شینوارو ته هم لښکر وویست او په ختیځ افغانستان کي یې د هغوی بغاوت سخت وځپه. امیر د نوموړي له جنګي او فوځي زړورتیا څخه سخت خوښ وو، او بل ځل یې د غلجيو په بغاوت کي دده له ځواک څخه بیا کار واخیست چي په دې توګه هغه بغاوت هم وځپل سو.
غلام حیدر خان په 1306 هجری سپوږمیز کي د امیر عبدالرحمان خان د اکا زوی اسحاق خان ته په ماته ورکولو کي لویه ونډه واخیستل او د هغه په ځپلو یې له امیر څخه د سپه سالار لقب لاسته راوړ. ( د یادولو وړ ده چي اسحاق خان د امیر په وړاندي بغاوت کړی وو ). غلام حیدر خان څرخي تر دې وروسته د نورستان لویه فتحه ترلاسه او د هزاره جاتو په بغاوت ځپلو کي یې د امیر سره بې کچي مرسته وکړه.
مړینه
غلام حیدر خان څرخي د تاریخونو پر بنسټ په 1897 زیږدیز کال کي د انګرېزانو د یو توطیې له مخي لمړئ مسموم او بیا وفات سو.[۱]