مائو مائو پاڅون

مائو مائو پاڅون (۱۹۵۲-۱۹۶۰ زکال) چې همدانګه د مائو مائو بغاوت، مائو مائو انقلاب او د کینیا د بېړني حالت په نوم هم پېژندل کېږي هغه جګړه وه چې د کینیا په بریتانوۍ مستعره کې (۱۹۲۰-۱۹۶۳ زکال) د بریتانوي چارواکو او د کینیا د ځمکو او آزادۍ د پوځ (KLFA) چې د مائو مائو پوځ په نوم هم پېژندل کېږي؛ ترمنځ رامنځته شوه. [۱]

KLFA چې له کیکویو وګړو، مېرو وګړو او امبو وګړو څخه جوړ و له ځانه سره یې د کامبا او ماسي وګړو ټولګې هم لرلې او په کینیا کې یې  له مستعمره میشتو سپین پوستو اروپايي استعماري وګړو، بریتانوي پوځ او د کینیا له سیمه ئیزو ځواکونو (بریتانوي مستعمره پالو، سیمه ئیزو مرسته کوونکو ملیشه ډلو او د بریتانیا د پلویانو کیکویو وګړو) سره جګړه وکړه. [۲][۳][۴]

د ۱۹۵۶ زکال د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه د بغاوت کوونکو د رهبر فیلډ مارشال دیدان کیماتي (Dedan Kimathi) نیونه د مائو مائو د ماتې څرګندونکی و او اساسا یې بریتانوي عملیاتو ته پای ټکی کېښود. له دې سره دغه پاڅون له بریتانیا څخه د کینیا له خپلواکۍ وروسته هم دوام درلود چې تر ډېره د فیلډ مارشال موسی مواریاما او د جنرال بیمونګي له خوا رهبري کېده. بیمونګي د مائو مائو له وروستیو جنرالانو څخه و او ډېر ژر وروسته له هغه ووژل شو چې کینیا خپلې حکومتولۍ ته لاسرسی وموند. [۵][۶]

KLFA وه نشو کولای عامه ملاتړ ځانته جلب کړي. فرانک فورډی په خپل اثر «د مائو مائو جګړې ته کتنه» کې څرګندوي چې دغه چاره د بریتانیا د نفاق اچولو او حکومت کولو د سیاست له امله وه. له دې سره چې مائو خوځښت د ټولو لورو د یو موټي کولو لپاره هڅه کوله خو له داخلي پلوه په اختلافونو کې ښکېل شوه. ورته مهال بریتانویانو د دوی پر وړاندې د مالایا د بېړني حالت (۱۹۴۰-۱۹۶۰ زکال) ځپونکو تاکتیکونو ته پراختیا ورکړه او د دوی پر وړاندې یې ترې ګټنه وکړه. له دې سره د مائو مائو پاڅون د اروپايي استعماري ټولنې ترمنځ په کینیا او د هغوی په اصلي ښارونو کې درز رامنځته کړ او همدارنګه په کیکویو ټولنه کې یې هم له تاوتریخوالي سره مل فاصلې رامنځته کړې: «ډېری مبارزاتو خپله افریقايي ټولنې سره ووېشلې او د پاڅون کوونکو او په اصطلاح وفادرانو ترمنځ د کورنۍ جګړې لامل وګرځېدې – وفاداران هغه افریقایان و چې د دولت لوری یې ونیو او له مائو مائو سره یې مخالفت وکړ». په کینیا کې د مائو مائو پاڅون ځپل د بریتانیا لپاره د ۵۵ میلیونه پونډه په لګښت پرېوتل او د مائو او نورو ښکېلو ډلو د لږ تر لږه ۱۱ زره کسانو د مړینې لامل وګرځېد؛ آن د یو شمېر نورو اټکلونو له مخې دغه شمېره له دې ډېره لوړه ښوول شوې. په دغو مړینو کې یوازې ۱۰۹۰ یې هم د دار ځړونې پېښې وې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

مخینه سمول

د مائو مائو وسله وال پاڅون د استعماري حکومت پر وړاندې تر ټولو شدید غبرګون و. په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم د استعمار پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکو مقاومتونو شتون درلود خو د بریتانیا په کینیا مستعمره کې د مائو مائو پاڅون تر ټولو اوږده او له تاوتریخوالي ډکه جګړه وکړه. له هماغه پیله په کینیا کې د بریتانیا لیوالتیا له ځمکو سره وه ځکه «له کرنیزه اړخه یې د نړۍ تر ټولو غني ځمکې لرلې او ارتفاع او د هوا حالاتو یې د اروپایانو لپاره د دایمي استوګنې زمینه برابروله». په داسې حال کې چې کینیا په ۱۹۲۰ زکال کې د مستعمرې په توګه اعلان شوه خو په دغه سیمه کې د بریتانیا استعماري رسمي شتون د ۱۸۹۵ زکال د جولای په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په ورکولو پیل شو او ادعا یې وکړه چې کینیا د بریتانیا تر ملاتړ لاندې سیمه ده. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

آن له ۱۸۹۵ زکال وړاندې په کینیا کې د بریتانیا شتون د مالکیت له سلب کولو او تاوتریخوالو سره مل و. په ۱۸۹۴ زکال کې د بریتانیا د پارلمان غړي چارلز ډیلک د عوامو په جرګه کې څرګنده کړه، «یوازنی هغه کس چې تر اوسه پورې یې د افریقا په زړه کې زموږ له شتون ګټه اخیستې ښاغلی هیرام ماکسیم دی». د دغې دورې پر مهال چې د کینیا دروازې په جبري ډول د بریتانوۍ استوګنې پر مخ پرانیستل کېدلې، ګڼ شمېر نښتې رامنځته شوې او بریتانوي سرتېرو د هغه ځای د اصلي وګړو پر وړاندې په ګڼ شمېر جنایاتو لاس پورې کړ. [۱۹][۲۰][۲۱]

له بریتانوي امپریالېزم سره مخالفت د بریتانیا د اشغال له پیل څخه رامنځته شو. د دغو مخالفتونو تر ټولو پام وړ یې له ۱۸۹۵ زکال څخه تر ۱۸۹۵ زکال پورې ناندي مقاومت، له ۱۹۱۳ څخه تر ۱۹۱۴ زکال پورې ګیریاما پاڅون، په ۱۹۴۷ زکال کې د اجباري کار پر وړاندې په مورانګا کې د ښځو پاڅون او په ۱۹۵۰ زکال کې کولوا آفری پاڅون و. په کینیا کې د بریتانوي استعمار د پیل پر مهال هېڅ یو له دغو پاڅونونو څخه بریالی نه و. په کینیا کې د جګړې ماهیت د دې لامل وګرځېد چې وینسټون چرچیل په ۱۹۰۸ زکال کې د هغو د خبرونو د احتمالي خپرېدو اړوند اندېښنه څرګنده کړه:[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

زموږ له اړخه د هېڅ ډول تلفاتو پرته تر اوسه پورې ۱۶۰ ګوسي وګړي وژل شوي.... دا قصابي ته ورته دي. که چېرې په دې باندې د بریتانیا د عوامو جرګه خبره شي په بریتانوۍ ختیځه افریقا کې به زموږ ټولې موخې تر اغېز لاندې راولي. مطمئنا نه شو کولای په دغه لوی مقیاس باندې د دغو بې دفاع وګړو وژنې ته دوام ورکړو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د استعمار د دورې پر مهال کډوالو ټولنو د ځمکو د وېش اړوند نامتناسبه ونډه لرله. دغه سیمه ته د کډوالو لومړۍ ډله په ۱۹۰۲ زکال کې د والي چارلز الیوت د طرحې د برخې په توګه چې باید د یوګانډا د ریل پټلۍ د ښارګوټي استوګن خلکو سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي؛ ورسېده. د دغو ښاري وګړو اقتصادي بریاوې په کلکه سره ځمکو ته له لاسري، کار او پانګې سره اړیکه لرله؛ له همدې امله اړینه وه چې په راتلونکو دریو لسیزو کې باید استعماري دولت او کډاولو د کینیا په ځمکو باندې خپل کنټرول زیات کړی وای او کینیايي اصلي وګړی یې وهڅول څو په معاش اخیستونکو کارګرانو واوړي. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د ۱۹۳۰مې لسیزې تر نیمايي پورې د دوی دوه اصلي شکایتونه د کینیایي بومي وګړو ټیټ معاش او د کیپاند هویتي مدرک لرلو اړوند و. له دې سره د ۱۹۳۰ مې لسیزې په لومړیو کې دوه نورې غوښتنې هم مخ پر زیاتېدو شوې: اغېزمنه او انتخابي افریقايي سیاسي استازولي او ځمکه. دغو ځمکنیو غوښتنو ته د بریتانیا غبرګون د ۱۹۳۰مې لسیزې په لومړیو کې د کارتر د ځمکو د کمیسیون جوړول و. [۳۵][۳۶]

کمیسیون په ۱۹۳۴ زکال کې راپور ورکړ خو د کینیايي وګړو اړوند یې لارښوونې او امتیازات دومره محافظه کارانه و چې د کینیا د بومي وګړو د لوږې د له منځه وړو په موخه یې هر ډول سوله ئیزې لارې ته پای ټکی کېښود. د مالکیت د سلب کولو په لړۍ سره دولت نږدې ۷۰۰ زره جریبه (۲۸۰۰۰ کیلومتر مربع، ۱۱۰۰۰ مایل مربع) ځمکه ونیوله چې ډېری دغه ځمکې د مرکزي ایالتونو په حاصلخیزو غونډیو او ریفت درې کې وې چې وروسته بیا له دې امله چې یوازې اروپایانو ته منحصرې کرنیزې ځمکې وې په سپینو غونډیو مشهورې شوې. په نیانزا کې دغه کمیسون یو میلیون ۲۹ زره ۴۲۲ کینیايي وګړي له ۷۱۱۴ مایل مربع (۱۸۴۳۰ کیلومتر مربع) ځمکې محروم کړل او ورسره په خوا کې یې ۱۶۷۰۰ مایل مربع (۴۳۰۰۰ کیلومتر مربع) ځمکه ۱۷۰۰۰ اروپایانو ته وربخښله. په ۱۹۳۰مه لسیزه کې په ځانګړې توګه د کیکویو وګړو لپاره ځمکه د استعماري حکومت پر وړاندې په لومړۍ درجه شکایت اوښتې وه. دغه وضعیت په ۱۹۴۸ زکال کې دې کچې ته ورسېد چې ۱ میلیون او ۲۵۰ زره کیکویو وګړو د ۲۰۰۰ مایل مربع (۵۲۰۰ کیلومتر مربع) ځمکې مالکیت درلود په داسې حال کې چې ۳۰ زره بریتانویانو په دغه سیمه کې د ۱۲۰۰۰ مایل مربع (۳۱ زره کیلومتر مربع) ځمکې مالکیت درلود.  [۳۷][۳۸][۳۹][۳۶][۴۰]

کیکویو وګړي چې د کیامبو، نیری او مورانګا سیمو په مرکزي برخه کې مېشت و یو له هغو قومي ډلو څخه و چې د استعماري دولت له خوا د ځمکو د مالکیت له سلب کېدو او اروپايي استوګنې څخه ډېر اغېزمن شوي و. تر ۱۹۳۳ زکال پورې هغوی ته له خپلو بالقوه ارزښتمنو ځمکو څخه یوازې ۱۰۹.۵ مایل مربع (۲۸۴ کیلومتر مربع) ځمکې ورپاتې وې او نورې ترې ګرځول شوې وې. کیکویو د خپلو ځمکو د مالکیت د سلب اړوند قانوني غبرګون وښود خو د کینیا د سترې محکې د ۱۹۲۱ زکال پرېکړې د هغو قانوني والی بیاځلي تائید کړ. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې سمول

  1. Blakeley, Ruth (3 April 2009). State Terrorism and Neoliberalism: The North in the South. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-04246-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Osborne, Myles (2010). "The Kamba and Mau Mau: Ethnicity, Development, and Chiefship, 1952–1960". The International Journal of African Historical Studies. 43 (1): 63–87. ISSN 0361-7882. JSTOR 25741397. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. In English, the Kikuyu people also are known as the "Kikuyu" and as the "Wakikuyu" people, but their preferred exonym is "Gĩkũyũ", derived from the Swahili language.
  4. Anderson 2005.
  5. The Oxford Illustrated History of the British Army (1994) p. 350
  6. (په 17 January 1964 باندې). Kenya: A Love for the Forest.
  7. The Oxford Illustrated History of the British Army (1994) p. 346.
  8. Füredi 1989, p. 5
  9. Mumford 2012, p. 49.
  10. Maloba 1998.
  11. Branch 2009, p. xii.
  12. Gerlach 2010, p. 213.
  13. (په 7 April 2011 باندې). Bloody uprising of the Mau Mau. BBC News
  14. Coray 1978, p. 179: "The [colonial] administration's refusal to develop mechanisms whereby African grievances against non-Africans might be resolved on terms of equity, moreover, served to accelerate a growing disaffection with colonial rule. The investigations of the Kenya Land Commission of 1932–1934 are a case study in such lack of foresight, for the findings and recommendations of this commission, particularly those regarding the claims of the Kikuyu of Kiambu, would serve to exacerbate other grievances and nurture the seeds of a growing African nationalism in Kenya".
  15. Curtis 2003, p. 320.
  16. Ormsby-Gore 1925, p. 149.
  17. Alam 2007, p. 1: The colonial presence in Kenya, in contrast to, say, India, where it lasted almost 200 years, was brief but equally violent. It formally started when Her Majesty's agent and Counsel General at Zanzibar, A.H. Hardinge, in a proclamation on 1 July 1895, announced that he was taking over the Coastal areas as well as the interior that included the Kikuyu land, now known as Central Province."
  18. Anderson 2005، ص. 15, 22.
  19. Ellis 1986, p. 100. You can read Dilke's speech in full here: "Class V; House of Commons Debate, 1 June 1894". Hansard. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Edgerton 1989, p. 4. Francis Hall, an officer in the Imperial British East Africa Company and after whom Fort Hall was named, asserted: "There is only one way to improve the Wakikuyu [and] that is wipe them out; I should be only too delighted to do so, but we have to depend on them for food supplies."
  21. Meinertzhagen 1957, pp. 51–2 Richard Meinertzhagen wrote of how, on occasion, they massacred Kikuyu by the hundreds.
  22. Alam 2007, p. 2.
  23. Brantley 1981.
  24. Atieno-Odhiambo 1995, p. 25.
  25. Ogot 2003, p. 15.
  26. Leys 1973, p. 342, which notes they were "always hopeless failures. Naked spearmen fall in swathes before machine-guns, without inflicting a single casualty in return. Meanwhile, the troops burn all the huts and collect all the live stock within reach. Resistance once at an end, the leaders of the rebellion are surrendered for imprisonment . . . Risings that followed such a course could hardly be repeated. A period of calm followed. And when unrest again appeared it was with other leaders . . . and other motives." A particularly interesting example, albeit outside Kenya and featuring guns instead of spears, of successful armed resistance to maintain crucial aspects of autonomy is the Basuto Gun War of 1880–1881, whose ultimate legacy remains tangible even today, in the form of Lesotho.
  27. Maxon 1989, p. 44.
  28. Robert W. Strayer (په 9 February 1986 باندې). Letter: Out of Africa.
  29. Lapping 1989, p. 469.
  30. Berman 1990, p. 72 n.43.
  31. Mosley 1983, p. 5.
  32. Anderson 2005، ص. 3.
  33. Edgerton 1989, pp. 1–5. Elkins 2005, p. 2, notes that the (British taxpayer) loans were never repaid on the Uganda Railway; they were written off in the 1930s.
  34. Kanogo 1993, p. 8.
  35. Carter 1934.
  36. ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ Anderson 2005، ص. 10.
  37. Coray 1978, p. 179: "The [colonial] administration's refusal to develop mechanisms whereby African grievances against non-Africans might be resolved on terms of equity, moreover, served to accelerate a growing disaffection with colonial rule. The investigations of the Kenya Land Commission of 1932–1934 are a case study in such lack of foresight, for the findings and recommendations of this commission, particularly those regarding the claims of the Kikuyu of Kiambu, would serve to exacerbate other grievances and nurture the seeds of a growing African nationalism in Kenya".
  38. Kanogo 1993, p. 8.
  39. Shilaro 2002, p. 123.
  40. Ormsby-Gore 1925, p. 159.
  41. Edgerton 1989, p. 5.
  42. Ormsby-Gore 1925, p. 29: "This judgment is now widely known to Africans in Kenya, and it has become clear to them that, without their being previously informed or consulted, their rights in their tribal land, whether communal or individual, have 'disappeared' in law and have been superseded by the rights of the Crown."
  43. Kanogo 1993, p. 9.
  44. Emerson Welch 1980, p. 16.