د هیرودینیا فرعي کلاس ده. ۶۵۰ ډولونه لري. دکورنۍ یا پلرونو نوم ېې انالیډا ده. دوه زبېښونکي لري چې یو غټ بل وړکی ده یو ېې د بدن په یو پای کې بل ېې د بدن په بل پای کې ده. د ټولو لیچس بدن په ۳۴ برخو وېشل شوی. اوږدوالی ېې تقریبا تر ۲۰ سانتي متره (۸ انچه) پورې وي خو چې کله بدن کش کړي تر دې اوږدیږي. په ځمکه او اوبو دواړو کې ژوند کوي. د لیچس رینکوبدیلیدا ډله په سمندر او تازه اوبو دواړو کې پیدا کیږي او د همدې ډلې یو ډول چې هایمن تاریا غیلیاني نومیږي تر ۵۰ سانتي متره (۱۸ انچه) پورې اوږدیږي، دا لیچ د بدن ۱۵ سانتي متره برخه د میزبان نه د وینې څکلو یا زبېښلو لپاره کاروي. ځنې لیچس د نورو حیواناتو ښکار کوي، ځنې خوسا شوي اورګانیک توکي خوري او ځنې لیچس پرازیت