لیپیډ
په بیولوژي او بیوشیمي کې، لیپيډ یو ماکرو بیومالیکول دی چې په غیرقطبي محلولونو کې حل کېدونکی دی. غیرقطبي محلولونه په اصل کې هغه هایډروکاربونونه دي چې په طبیعي ډول رامنځته شوي ليپيډ مالیکولونه چې په اوبو کې نه حل کېږي (یا په سختي سره حل کېږي) حل کړي، په شمول د غوړ اسیډونو، موم، سټېرول، په غوړو کې حل کېدونکي ویټامینونه (لکه د A,D,E او K ویټامینونه)، مونوګلایسرایډ، ډایګلایسرایډ، ټرایګلایسرایډ او فاسفولیپیډونه.[۱]
د لیپیډ دنده د انرژي ساتنه، سېګنال ورکول او د حجرې غشا کې د جوړښتي جز په توګه کار کول دي. لیپيډ د خوراکي او سینګار توکو په صنعت کې او همدارنګه په نانوټېکنالوژي کې کارونه لري.
ساینس پوهان کله کله لیپيډ د اوبو څخه تېښتېدونکو یا آمفیفیلیک کوچنیو مالیکولونو په توګه تعریفوي؛ د ځینو ليپيډونو آمفیفیلیک طبیعت هغوی ته اجازه ورکوي چې د اوبو په چاپېریال کې د وزیکلونو، یولایه/څولایه لیپوزومونو یا غشاګانو په شان جوړښتونه رامنځته کړي. بیولوژیکي لیپيډونه په بشپړ یا کم ډول د بیوشیميایي دوه بېلابېلو فرعي ډولونو «ودانیز بلاکونو» څخه سرچینه اخلي: د کېتوآسیل او ایزوپرېن ګروپونه. د دې لارې په کارولو سره، کولی شو لیپيډونه په اتو کټګورۍ وویشو: غوړ اسیډونه، ګلایسرولیپیډونه، ګلایسروفاسفولیپیډونه، سفېنګولیپیډونه، ساکارولیپيډونه او پولي کټېډونه (چې د کېټوآسیل له فرعي ډولونو څخه اخیستل شوي)؛ او سټېرول ليپیډونه او پرېنول لیپیډونه (چې د ایزوپرېن له فرعي ډولونو څخه اخیستل شوي).
که څه هم د لیپيډ اصطلاح کله کله د غوړو کلمې د مترادف په توګه کارول کېږي، په داسې حال کې چې غوړ د لیپیډونو یوه فرعي بڼه ده چې ټرایګلیسرایډ ورته ویل کېږي. لیپیډونه همدارنګه د غوړو اسیډونو او د هغوی مشتقات (لکه ټرای، ډای، مونوګلایسرایډونه او فاسفولیپیډونه)، او همدارنګه د کولسټرول په شان سټېرول لرونکي میټابولیټونه احاطه کوي. که څه هم انسانان او نور تی لرونکي د لیپیډونو د تجزیه کولو او ترکیب کولو لپاره له بېلابېلو بیوسنټېټیکي لارو څخه کار اخلي، ځینې اړین لیپیډونه له دې لارو نشي جوړولی او باید له خوراکي رژیم څخه ترلاسه شي.
تاریخ
سموللیپیډونه کېدای شي په اوبو کې د نسبتاً نامحلولو، په عضوي محلولونو (لکه الکول، ایتر او نور) کې محلول کېدونکو عضوي موادو په توګه په پام کې ونیول شي چې واقعاً یا احتمالاً له غوړو اسیډونو سره تړاو لري او د ژوندیو حجرو لخوا کارول کېږي.
په ۱۸۱۵م کال کې، هانري براکونوټ لیپیډونه (واښه) په دوه برخو، سویف (کلک واښه یا پۍ) او هویل (مایع غوړي) طبقه بندي کړل. په ۱۸۲۳م کال کې میکل ایوګېن چېوریول، د غوړیو، ګریس، پۍ، موم، رزین، بلسامونه، او د بې ثباته غوړیو (اړینو غوړیو) په ګډون یوه لا دقیقه طبقه بندي وړاندې کړه.
لومړنی مصنوعي ټرایګلیسرایډ د ټیوفیل-جولز پېلوزه لخوا په ۱۸۴۴م کال کې جوړ شو، کله چې هغه د غلیظ سلفوریک اسیډ په شتون کې د بوتایریک اسید او ګلایسرین څخه ټرایبیوټایرین تولید کړ. څو کاله وروسته، د پلوزه له زده کوونکو څخه، مارسلین برتلوټ، د ګازي هایډروجن کلورایډ په شتون کې د مشابه غوړو اسیدونو او ګلایسرین له تعامل څخه، ټرایسټیارین او ټرایپالمیټین ترکیب کړل.[۲][۳]
په ۱۸۲۷م کال کې، ویلیام پروټ، غوړ (غوړ خوراکي توکي)، له پروټین (آلبومین) او کاربوهایډرېټ (ساکارین) سره د انسانانو او څارویو د مهمو خوراکي توکو په توګه وپېژندل.[۴][۵]
د یوې پېړۍ لپاره، کیمیاپوهانو «غوړ» یوازې د ساده لیپیډونو په توګه چې له غوړو اسیډونو او ګلایسرول (ګلایسرایډ) څخه جوړ شوي، په توګه تعریفول، خو نورې بڼې یې وروسته تشریح شوې. ټئوډور ګوبلي (۱۸۴۷) د تی لرونکو په ماغزو او د چرګې په هګۍ کې فاسفولیپیډونه کشف کړل چې د هغه لخوا «لسیټین» ونومول شول. ټوډيچوم د انسان په ماغزو کې ځینې فاسفولیپیډونه (سفالین)، ګلایکولیپیډونه (سرېبروسایډ) او سفینګوليپیډونه (سفینګومیالین) کشف کړل.
د لیپوئیډ، لیپین، لیپایډ او لیپیډ اصطلاح ګانې د یوه لیکونکي څخه تر بل لیکونکي پورې د ډول ډول معنا ګانو په توګه کارول شوې دي. په ۱۹۱۲م کال کې لوزنبلوم او ګیز د «لیپوئین» پرځای د «لیپین» د بدلېدو غوښتنه وکړه. په ۱۹۲۰م کال کې، بلور د لیپوئیډونو لپاره نوې طبقه بندي وړاندې کړه: ساده لیپوئیډونه (ګریس او موم)، مرکب لیپوئیډونه (فسفولیپوئیډونه او ګلایکولیپوئیډونه)، او مشتق شوي لیپوئیډونه (غوړ اسيډونه، الکول، سټېرول) [۶][۷][۸][۹]
د لیپایډ کلمه چې ریښه پېژنونه یې له یوناني λίπος، لیپوس (غوړ) څخه اخیستل شوې، په ۱۹۲۳م کال کې د فرانسوي درمل پېژندونکي، ګابریل برتراند لخوا معرفي شوه. برتراند نه یوازې دودیز غوړ (ګلایسرایډونه)، بلکې «لیپوئیډونه» هم له پېچلي جوړښت سره دې مفهوم کې ځای پرځای کړي. د لیپایډ کلمه په متفقه توګه د Société de Chimie Biologique نړیوال کمیسیون له لورې د ۱۹۲۳م کال د ژولای د ۳مې نېټې په ناسته کې تائید شوه. د لیپایډ کلمه د هغه د تلفظ له امله ('lɪpɪd) وروسته د لیپیډ په توګه وپېژندل شوه. په فرانسوي ژبه کې، د ide- وروستاړی، له لرغوني یونان څخه -ίδης (د «زوی» یا «نسل» په معنا) تل (ɪd) تلفظ کېږي.[۱۰]
په ۱۹۴۷م کال کې، ټي پي هیلډیچ «ساده لیپیډونه» د ګریسونو او موم (رښیتنی موم، سټېرول، الکول) په توګه تعریف کړل.
کټګورۍ
سموللیپیډونه د لیپیډ MAPS کنسورشیوم له لورې اته کټګورۍ باندې ویشل شوي دي، په لاندې ډول:
غوړ اسیډونه
سمولغوړ اسیډونه یا د غوړو اسیډونو پاتې شوني کله چې د لیپیډ یوه برخه وي، د مالیکولونو متنوع ګروپ دی چې د مالونیلCoA- یا میټایل مالونیل CoA- له ګروپونو سره د پرایمر اسیټیل CoA- د زنځیر له اوږدېدو وروسته د غوړ اسیډونو د ترکیب په پروسه کې ترکیب کېږي. هغوی د هایډروکاربن زنځیر څخه جوړ شوي دي چې د کاربوکسیلیک اسیډ ګروپ سره ختمېږي؛ دا ترتیب مالیکول ته یو قطبي، هایډروفیلیک او یو غیرقطبي هایډروفوبیک پای چې په اوبو کې محلول ندی، ورکوي. د غوړ اسیډونو جوړښت د بیولوژیکي لیپیډونو یو له ډېر اساسي کټګورۍ څخه ده او په معمول ډول د پېچلي جوړښت والا لیپیډونو د جوړښتي بلوکونو په توګه کارول کېږي. د کاربن زنځیر، عموماً له څلورو تر ۲۴ کاربنه اوږدوالی لري، کېدای شي مشبوع یا غیرمشبوع وي او کېدای شي فعاله ګرپونو پورې، چې آکسیجن، هالوجن، نایټروجن او سلفر لري، ونښلول شي. که یو غوړ اسیډ دوه ګونې اړیکه ولري، هلته د سیس یا ټرانس هندسي ایزومېري احتمال شتون لري چې د مالیکول پر ترتیب باندې د پام وړ اغیز کوي. د سیس دوه ګونې اړیکې د غوړو اسیډونو د زنځیر د ځړول کېدو لامل کېږي، هغه کار چې په زنځیر کې د لا ډېرو دوه ګونو اړیکو د ترکیب لامل کېږي. په ۱۸ کاربني لینولنیک اسیډ کې درې دوه ګونې اړیکې، د نباتي تیلاکوئیډو غشاګانود آسیل غوړو ترټولو لوی زنځیرونه، دا غشاګانې د چاپېریال د هوا ټیټې درجې سربېره ښه مایع کوي او همدارنګه د دې لامل کېږي چې لینولینیک اسیډ غالبې تیزې غشاګانې د NMR 13-C په کلوروپلاسټ سپېکټرا کې جوړې کړي. دا په خپل وار د حجرو غشا په کړنې او جوړښت کې ډېر مهم رول ترسره کوي. ډېری طبیعي غوړ اسیډونه د سیس له ترکیب څخه دي، که څه هم د ټرانس شکل په ځینو طبیعي او نیمه هایډروژني غوړیو او تیلو کې شتون لري.
له بیولوژيکي اړخه مهمو غوړ اسیډونو بیلګې عبارت دي له ایکوزانوئیډونه چې په عمده توګه د آراشیډونیک او ایکوزاپنتانوئیک اسید څخه اخیستل شوي دي چې پروسټاګلانډین، لوکوټرین او ټرومبوکسان احاطه کوي. د دوکوزاهګزانوئیک اسیډ هم په بیولوژیکي سیسټمونو کې، په ځانګړې توګه په لیدلو کې، مهم دی. د غوړ اسیډونو په کټګورۍ کې د لیپیډ نور اصلي کلاسونه غوړ ایسټرونه او غوړ آمایډونه دي. غوړ ایسټرونو کې مهم بیوشیمي منځګړیتوبونه لکه موم ایسټرونه، د غوړ اسیډ ټایوایسټر کوانزایم A مشتقات، د غوړ اسیډ ټایوایسټر ACP مشتقات او د غوړو اسیډونو کارنیټینونه شامل دي. په غوړو آمایډونو کې N-آسایل ایټانول آمینونه لکه د کانابینوئیډ عصبي انتقال کوونکو آناندآمایډونه، شامل دي.[۱۱][۱۲]
ګلایسروليپیډونه
سمولګلایسروليپیډونه له مونو، ډای او ټرای بدیلو ګلایسرولونو څخه جوړ شوي چې د هغوی په منځ کې ترټولو ډېر پېژندل شوی د ګلایسرول د غوړو اسیډونو ټرای ایسټر د ټرای ګلیسرایډ په نوم دی. د «ټرای اسیل ګلیسرول» کلمه کله کله د «ټرای ګلیسرایډ» په مترادفه توګه هم کارول کېږي. په دې ترکیبونو کې، د ګلایسرول درې هایډروکسیل ګروپونه هریو معمولاً د بېلابېلو غوړو اسیډونو له لوري ایسټري کېږي. له هغه ځایه چې هغوی د انرژي د ساتونکو په توګه عمل کوي، دا لیپیډونه په حیواني نسجونو کې د ذخیره شوې انرژۍ یو عمده برخه جوړوي. د ټرایګلیسرایډ د ایسټري اړیکو هایډرولیز کول او د وازګې نسج نه د غوړو اسیډونو او ګلیسرول آزادول د غوړو د میټابولیزم لومړنۍ ګام دی.
د ګلایسرولیپیډونو فرعي ګروپ د ګلیکوزیل ګلایسرولونو لخوا ښکارول کېږي، چې د ګلیکوزیډي اړیکې له لارې ګلیسرول سره د یو یا څو قندونو د تړل کېدو له مخې پېژندل کېږي. د دې کټګورۍ د جوړښت بیلګې عبارت دي له ډایګالاکټوزیل ډایآسیل ګلایسرولونه چې تی لرونکو د سپرم حجرو په سمینولیپیډ او د نباتاتو په غشا کې پیدا کېږي.
سرچينې
سمول- ↑ کينډۍ:GoldBookRef
- ↑ Pelouze TJ, Gélis A (1844). "Mémoire sur l'acide butyrique". Annales de Chimie et de Physique. 10: 434.
- ↑ Comptes rendus hebdomadaires des séances de l'Académie des Sciences, Paris, 1853, 36, 27; Annales de Chimie et de Physique 1854, 41, 216
- ↑ Leray C. "Chronological history of lipid center". Cyberlipid Center. Archived from the original on 2017-10-13. نه اخيستل شوی 2017-12-01.
- ↑ Prout W (1827). "On the ultimate composition of simple alimentary substances, with some preliminary remarks on the analysis of organised bodies in general". Phil. Trans.: 355–388.
- ↑ Rosenbloom J, Gies WJ (1911). "Suggestion to teachers of biochemistry. I. A proposed chemical classification of lipins, with a note on the intimate relation between cholesterols and bile salts". Biochem. Bull. 1: 51–6.
- ↑ Bloor WR (1920). "Outline of a classication of the lipids". Proc. Soc. Exp. Biol. Med. 17 (6): 138–140. doi:10.3181/00379727-17-75. S2CID 75844378.
- ↑ Christie WW, Han X (2010). Lipid Analysis: Isolation, Separation, Identification and Lipidomic Analysis. Bridgwater, England: The Oily Press. ISBN 9780857097866.
- ↑ Culling CF (1974). "Lipids. (Fats, Lipoids. Lipins).". Handbook of Histopathological Techniques (3rd ed.). London: Butterworths. pp. 351–376. ISBN 9781483164793.
- ↑ Bertrand G (1923). "Projet de reforme de la nomenclature de Chimie biologique". Bulletin de la Société de Chimie Biologique. 5: 96–109.
- ↑ Furse S (2011-12-02). "A Long Lipid, a Long Name: Docosahexaenoic Acid". The Lipid Chronicles.
- ↑ "DHA for Optimal Brain and Visual Functioning". DHA/EPA Omega-3 Institute.