لیونل میسی

(له لیونل میسي نه مخ گرځېدلی)

لیونل مسي پوره نوم لیونل اندریس میسی چی د ارژانتين په ملي ټیم او د اسپانیا په بارسلونا لوبډله کې د بريدګر لوبغاړي په حیث لوبه کوی.دی ۵ فوټه او۷ اينچه ونه لری چې په یاده لوبډله کې په ۱۰ نمبروردی کې لوبه کوی . موږکولای سو هغه دخپل عصرله بهترینولوبغاړوڅخه وشمیرو.دهالنډدفوټبال تحقیقاتی کالج میسی ددنیاده تیزفکره لوبغاړوڅخه شمیرلی چی کولای سی.چی د ثانیې په سلمه برخه کی پر گین دتصمیم نیولوتوانایی لری.میسی ۴ ځله دنړی اواروپاطلایی گین اوهم یی یووار تر ۲۱ کم عمره ده فوټبال په برخه کی ده بهترین لوبغاړی لقب ترلاسه کړی همدارنگه یی په۲۰۰۹ ۲۰۱۰ ۲۰۱۱ او۲۰۱۲ کلونوکی دنړی ده بهترین لوبغاړی لقب گټلی اوپه همدغه برخه کی نړیوال ریکارډلری. ده ترمخه ده برزیل رونالډواوده فرانسی زین الدین زیدان دری دری واره دغه لقب گټلی وو.دده بازی کولو د خاصه طریقی له وجهی موږکولای سوچی دی دده هم هیواده دیه گومارادونا سره پرتله کړو.خپله مارادونا میسی خپل ځایناستی بللی دی.میسی دبارسلونا لوبډلی دلوبوپه رسمی تاریخ کی بهترین گول وهونکی حسابیږی.میسی په۲۰۱۲ کال کی ده۹۱ گولونو په لگولوسره ځانته یوریکارډجوړکړخوفیفاثبت نکړهغه په ۲۰۰۵ م کال کی دځوانانوپه نړیوال جام کی دخپل هیوادارجنټاین په گټه لوبه وکړی اوهغه وه کامیابی ته ورسوی چی پدی سره ددغه لوبو د ښه لوبغاړی اوتکړه گول وهونکی لقب ترلاسه کړ.هغه همدارنگه ده بیجینگ په المپیک لوبوکی خپل هیوادوه اتلولی ته ورسوله.میسی همدارنگه ده ۲۰۰۶ او۲۰۱۰ په نړیوال جام کی دارجنټاین په گټه برخه اخیستی وه. دده ژوند اوایل:میسی دارجنټاین دسانتافه ښار په روزایروکی زیږیدلی پلاریی خورخه هوراکیومیسی ده یوکارخانی کاریگروو.موریی سلیاماریا کوچینی ده هوټل یوه صفاکونکی وه. دده کورنی ریښه اصلاده ایټالیاوه انکوناته رسیږی دده نیکه انجلومیسی په۱۸۸۳ کی وه ارجنټاین ته مهاجرسو.لیونل میسی دخپل پلارترمشری لاندی ټیم گراندولی کی خپل ده فوتبال بریالی سفرپیل کړ.له نوموړی ټیم څخه په ۱۹۹۵ م کی ده روزاریووه نیوولزاولدبوایزکلب ته ولاړ.په۱۲کلنی کی ترځینوطبی معایناتووروسته معلومه سوه چی دی د درشدهورمون له کمبودسره مخ دی.یومحلی واکدار ریورپلاتهبه دده پرمختگ باند خوښ وو مگردده دمریضی پیسی چی دمیاشتی ۹۰۰ دالره کیدی نه درلودی.په همدی مهال کارلس رکساچ دبارسلونا اسپانیایی کلب مشر دده ده خپلوانوله خولی دده له لیاقت څخه خبرسوی وو.چی په نتیجه کی یی دی اوپلارله ده سره خبروته اماده سوه .رکساچ بیله دی چی کوم رسمی دقراردادپاڼه ورسره وی له میسی سره پرخپل کاغذی دستمال نوشته کړ.بارسلوناپه دی شرط دمیسی ده مصارفوده ورکولووعده ورکړه چی میسی به وه اسپانیا ته ورځی .میسی اوپلاریی هم داسپانی وه بارسلون ښار ته ولاړه میسی هلته ده ځوانانوپه اکادمی کی شامل سو. میسی دده بارسلونا ددغه احسان له امله هوډکړی چی غیر له بارسلونا به په بله شخصی لوبډله کی لوبه نکوی . میسی خپله لمړی رسمی لوبه چی دی لا یوازی ۱۶ کلن وو دبارسلونا لپاره ده پورتوپه مقابل کی وکړه.بوکال وروسته په ۲۰۰۴ م کال کی دبارسلونا مشرفرانک رایکارددی ده اسپانیول په مقابل کی میدان ته رامخته کړچی په لالیگاگی دده لمړی بازی وه .میسی خپله لمړی گول دبارسلوناپه گټه په ۲۰۰۵ م کی خپل مقابل ټیم آلباسته ته چی دی په دی وخت کی یوازی ۱۷ کلن وو.ورکړ.میسی دخپل پخوانی روزونکی فرانک رایکارد په اړه وایی :حقیقت دادی چی رایکارد زما ده پرمختگ اصلی لامل ووده هغه اعتماداوباورپر ماچی هغه وخت زه یوازی ۱۶ یا۱۷ کلن وم وکړزه به یی هیرنکړم. ده ۲۰۰۵ او۲۰۰۶ فصل:په ۱۶م دده دسامبربارسلونااعلان وکړچی دمیسی قراردادده دوهم ځل لپاره تمدیدوی.او زیاته یی کړه ددی وخت رارسیدلی ده لیونل میسی قراردادچی ده بارسلونایوکلیدی غړی گرځیدلی دی لاپسی محکم کړوموږده میسی قراردادده۲۰۱۴م کال دجون ترمیاشتی تمدیدوو.میسی په ۲۰۰۵م کال کی داسپانیی تابعیت واخیست.اوده۲۰۰۵او۲۰۰۶ اسپانیایی لیگ لپاره یی اماده گی شروع کړل میسی خپله لومړی لوبه ده اتلانولیگ کی د ایټالیاده اونیزکلب په مقابل کی وکړه دده مینه والوده بارسلونا په نیوکمپ کی پرگین باندی ده تسلط اووه رونالډینوته دښه پاس له کبله چی له امله یی بارسلوناده یوه ښه امتیازخاونده سوه دی ډیروستایه.میسی دده دغه لیگ په جریان کی په ۱۷ بازیوکی ۶ گوله ولگوله .میسی ده اتلانوپه لیگ کی چی بارسلوناده چلسیدرپه مقابل کی لوبه کوله خپله پښه زخمی کړه او له لوبی څخه پاته سو. ده۲۰۰۶ او۲۰۰۷م کال فصل: په دی فصل کی میسی په ۲۶ لوبوکی ده څوارلسوگولونوپه لگولوسره ځان یوکلیدی لوبغاړی په حیث باندی ثابت کړ.ده نوامبرپه ۲مه میسی ده ساراکوسالوبدلی په مقابل کی ده لوبی پرمهال ده پښی په برخه کی زخمی سوچی له امله یی دی ده ۳میاشتولپاره ده لوبوله میدان پاته وو.ده مارچ په ۱۱مه وروسته له پوره امادگی څخه په الکلاسیکوکی راوړاندی سو.چی په دغه لوبوکی په هت تریک وهلوباندی کامیاب سوچی په دی سره یی بازی ۳د۳ په مقابل کی مساوی کړه .چی په دی سره ترایوان زامورانووروسته چی هغه بیادریال مادریدلپاره په ۱۹۹۴م کی هتریک باندی کامیاب سوی وو.ده په دغه فصل کی ۱۴ گوله په ثمرورسول.اوبله کارنامه چی ده په دغه فصل کی وکړه هغه داچی دی ترډیره په دی وتوانیده چی دخپل هم هیواده دیه گومراډوناپه راپورته کولووتوانیده.ده۲۰۰۷ده اپریل په ۱۸مه دی وتوانیدچی په کوپادل ری ټورنمینټ کی ده ختافه په مقابل کی ۲گوله ولگوی .چی یوگول یی ده مراډوناله هغه مشهورگول سره ورته والی درلودچی مراډونا ده۱۹۸۶م کال ده نړیوال جام په جریان کی ده خپل هیواد ارجنټاین په گټه وه انگلیستان ته ورکړی وو.اوده مراډونادغه گول بیاوروسته ده کال غوره گول وبلل سو.وروسته بیارسنیوده میسی اومراډوناده گولوده توپیرپه اړه بحث وکړ.اواسپانیایی رسنیوده ته ده میسی مراډونا لقب ورکړ.ده تقریبا ده مراډونا په اندازه یعنی ده په بازی کی ده ۶۲متروپه اندازه وځغستل،ده خپل مقابل ټیم لوبغاړی یی له مخی لیری کړل اوله هماغی نقطی څخه یی گول ولگاوه چی ۲۱کاله مخکی مراډوناپه مکزیک کی لگولی وو.په یوه خبری کنفرانس کی دده هم ټیمی دکووویل چی دغه گول هغه بهترین گول و چی ماپه خپل کی ژوندکی لیدلی دی. ده اگسټ په ۲۱مه میسی په فصل کی خپله اوله بازی ده سوپرکپ اسپانیالوبوکی ده سویاپه مقابل کی چی ده ۴پر0په نتیجه ده بارسلوناپه گټه پایته ورسیده وکړل.دی په دی لوبوکی په هت تریک کولو باندی وتوانیده چی له امله یی ټیم په دغه فصل کی خپل لمړی کپ وگاټه .میسی ده سپټامبر په ۲۹مه ده ۲۰۱۰کال ده ریسنک سانتاندرپه مقابل کی ده بازی ده شروع څخه ۳دقیقی وروسته گول ولگوی.میسی ده همدی کال ده اتلانوپه لیگ کی هم ښه وځلیدی چی په هغوبازیوکی یی یوه هم ده پاناتینایکوپه مقابل کی ده بارسلونا په گټه ده۵پر0سره پایته ورسیدل چی په هغه کی ده ۲گوله او۲ده گول پاسه ورکړل.ده همدی کال ده اگسټ په میاشت کی په لالیگا کی ده اتلتیکومادریدپه مقابل کی ده بازی په ۹۲یمه دقیقه ده توماس اویفالوشی سره ده ټکرله امله په پښه کی زخمی سو.په لمړی کی داسی فکرکیده چی دده پښه به ممکن ماته سوی وی اودی به تر۴میاشتوپوری له فوټبال څخه لیری وی .خوترطبی معایناتووروسته معلومه سوه چی دده پښه ډیره نه ده زخمی بلکی کولای سی چی ترلږاستراحت وروسته بازیوته ادامه ورکړی.ده میسی هم تیمی داویدویاتربازی وروسته وویل چی کومه پیښه رامنځته سوه ډیره وحشی وه.پداسی حال کی چی ده اتلتیکومادریدمدافع بیاوویل چی ددوی لوبغاړی دمیسی پرپښه په دی خاطرنه ورختلی چی هغه زخمی کړی .میسی په همدی ۲۰۱۰م کال وتوانیده چی ده نړی ده غوره لوبغاړی لقب تروگټی اوپدی سره تر خپلونوروهم ټیمی ملگرولکه ژاوی اوانیستاڅخه لوړمقام وگټی . همدارنگه ۴ځله پرله پسی ده کال ده غوره لوبغاړی جایزی ته کاندید سوی و. ده فبروری په ۵مه بارسلونا ده پرله پسی بریاوواو۳ده ۰په وړاندی ده اتلتیکومادرید په ماتولوسره وتوانیدل چی یوریکاردمات کړی .بارسلوناپه لالیگاکی۱۶پرله پسی بریاوی خپلی کړی .میسی تربازیووروسته وویل (دازمالپاره ډیرده ویاړاوفخرځای دی چی ده استفانوغوندی لوی ریکارډونه مات کړم).میسی په سوپرکاپ دی اسپانیا کی ده ۳گولونوپه لگولواوده۲ده گول ده پاس په ورکولوباندی وتوانیده چی هغه بازی بیا ده ۵پر۴باندی ده بارسلوناپه گټه باندی تمامه سوه . میسی په ملی ټیم کی:میسی په ۲۰۰۴میلادی کال ده جون په میاشت کی ده ۲۰کلونوکم عمره ارجنتاینی ټیم کی ده پارگویی په مقابل کی ده لوبی لپاره دعوت سوپدغه لوبوکی چی ده ارجنتاین لوبدله اتله سوه.پدغه لوبوکی ده دښه گولوهونکی اوښه لوبغاړی ویاړهم وگاټه میسی خپله لومړی لوبه ده غټ عمره لوبغاړوپه حیث په ۲۰۰۵م کال کی ده ده هنگری په مقابل کی وکړه .دی پدغه لوبه دبازی په۶۳مه دقیقه کی میدان ته راغلی .خوده لوبی رفړی دی ده لوبی په ۶۵مه دقیقه کی یعنی ده راتلوڅخه۲وروسته ده مقابل ټیم ده مدافع ویلموش وانکزاک ده وهلو په خاطرله لوبی څخه وایستی .دده دغه فیصله ډیره جنجالی وه حتی مرادوناداادعاوکړه چی ده لپړی دغه فیصله ده مخکی څخه طرحه سوی وه.میسی ده ۲م ځل لپاره ده سپټامبرپه ۳یمه ده پاراگویی په مقابل کی بازی ته راوړاندی سو.دغه بازی ۱ده۰ په مقابل کی دارجنتاین په گټه پایته ورسیدل.هغه تربازیومخکی وویل (زماموجودگی په اوله بازی کی ډیرلنډوخت ونیواودغه بازی زمالپاره لمړی حسابیدل).دمیسی۲مه بازی ده پیروپه مقابل کی وه له دی بازی وروسته ده ارجنټاین ده ملی ټیم روزونکی میسی ده مرغلری په نامه یادکړ.میسی ده ۲۰۰۸م کال ده المپیک په لوبوکی هم گډون کړی وو.چی ده ده هیوادملی ټیم یی اتل سو. میسی شتمنی:ده ۲۰۱۰م کال ده مارچ په میاشت کی فرانس فوتبال فرانسوی مجلی دی ده نړی ده شتمنولوبغاړوپه لیست کی راوستی دده شتمنی تقریبا ۱۱۰میلیونه ډالره اټکل سوی ده

تنخوا:ده ۲۰۱۲م کال په ډیسمبرکی بارسلونااعلان وکړچی ده میسی سره یی یوقراردادامضاکړی چی تر۲۰۱۸م کال پوری به دوام چی دده کلنی تنخوابه ۲۱،۲میلیونه امریکایی ډالره وی. چی په دی سره به دی ده فوټبال لوبی هغه ډیرتنخوااخیستونکی کس وی .چی له دی څخه به دی ۵۶٪حکومت ته ده ټکس په توگه ورکوی.

ژباړونکۍ انور(مرام). همکار ښاغلی احسان الله عابد.