لینینیزم یوه سیاسي آیډیالوژي ده چې د روسي مارکسېست انقلابي ولادمیر لینین له خوا رامنځته شوې او د مخکښ انقلابي ګوند په مشرۍ د کمونیزم د ټینګښت لپاره د سیاسي مقدمې په توګه د پرولتاري دیکتاتوري د جوړېدو وړاندیز کوي. د مخکښ لینینېست ګوند کړنلاره د روسیې په سترواکۍ (۱۷۲۱-۱۹۱۷ زکال) کې د کپیټلیزم د له منځه وړو په موخه کارګري طبقې ته د سیاسي پوهې (روزنه او سازماني مدیریت) او انقلابي رهبرۍ اړوند لازمو لارښوونو وړاندې کول دي. لینینېستي انقلابي رهبري د کمونیستي مانیفیست (۱۸۴۸ زکال، د کارل مارکس او انګلز ګډه رساله ده) پر بنسټ ده چې کمونېست ګوند په هر هېواد کې د کارګري طبقې د مخکښ او هوډمنې برخې په توګه چې پاتې نورې ټولې برخې شاته کوي، معرفي کوي. د مخکښ ګوند په توګه بلشویکانو تاریخ ته د دیالکتیکي ماتریالیزم له تیوریکي چوکاټ څخه کتل، چې په بریالي ډول یې د کپیټلیزم د راپرځولو او ورپسې یې د سوسیالیزم د تاسیس اړوند سیاسي ژمنه تایید کوله او د یو ملي انقلابي حکومت په توګه یې هڅه کوله، له هرې لارې چې وي ټولنیز اقتصادي بدلون رامنځته کړي. [۱][۲]

د اکتوبر له انقلاب وروسته (۱۹۱۷ زکال) لینینیزم په روسیه کې د مارکسیزم غالبه نسخه او د شوروي د دیموکراسي بنسټ په مستقیم ډول د ټاکل شویو شوراګانو حکومت و. په بلشویکي روسیه کې د تولید د سوسیالیستي ډول په رامنځته کېدو – د ځمکې اړوند فرمان (۱۹۱۷)، جنګي کمونیزم (۱۹۱۸-۱۹۲۱ زکال) او نوې اقتصادي پالیسۍ (۱۹۲۱- ۱۹۲۸ زکال) – انقلابي رژیم د لینین د چارو د مخالفو مارکسېستانو، انارشیستانو، منشویکانو، د سوسیالیستي انقلابي ګوند د یو شمېر برخو او کین اړخو سوسیالیست انقلابیونو په ګډون ډیری سیاسي اپوزیسیون ډلې وځپلې. د روسیې په کورنۍ جګړه کې (۱۹۱۷-۱۹۲۲ زکال)، چې په کې د روسیې په کورنۍ جګړه کې د متفقینو اوولسو هېوادونو د ځواکونو مداخله (۱۹۱۷-۱۹۲۵ زکال) او د بلشویکانو پر وړاندې د کین اړخو پاڅونونه شاملېدل (۱۹۱۸-۱۹۲۴ زکال)، هغه کورنۍ او بهرنۍ جګړې شاملېدلې چې بلشویکي روسیه یې د روسيې په سوسیالیت فدراتیف شوروي جمهوریت (RSFSR) او د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو په مرکزي جمهوریت (USSR) واړوله.[۳][۴]

د انقلابي پراکسیس په توګه، لینینیزم په اصل کې نه یوه مناسبه فلسفه وه او نه یوه ځانګړې سیاسي نظریه. په لینینیزم کې د ارتدوکس مارکسیزم سیاسي- اقتصادي تحولات او له مارکسیزم څخه د لینین تفاسیر شاملېدل، چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې د یو عملي سنتز په توګه د روسي سترواکۍ  د اصلاحي قلمرو په واقعي (سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي) شرایطو کې عمل کاوه. د یوې علمي – سیاسي اصطلاح په توګه د پرولتاري انقلاب په اړه د لینین نظریه وروسته له هغه عامه شوه کله چې د کمونیست انټرنیشنال په پنځم کانګرس کې (۱۹۲۴ زکال)، ګریګوري زینوویف د لینینیزم اصطلاح «مخکښ ګوندي انقلاب» ته وکاروله. د لینینیزم اصطلاح د ۱۹۲۲ زکال په شاوخوا کې د CPSU د ترمینولوژي او دوکتورینو په توګه ومنل شوه او د ۱۹۲۳ زکال په جنوري میاشت کې د لینین له مخالفت سربېره یې عامه قاموس ته لار ومونده. [۵]

تاریخي مخینه سمول

په نوولسمه پېړۍ کې، کارل مارکس او فریدریش انګلز د کمونیست ګوند مانیفیست (۱۸۴۸زکال) ولیکه چې په هغو کې یې کمونیستي انقلاب ته د لاسرسي په موخه د اروپا د کارګری طبقو د یووالي غوښتنه وکړه، همدارنګه یې وړاندیز وکړ، له دې امله چې د کمونیزم ټولنیز اقتصادي جوړښت له کپیټلیزم څخه لوړ ځایګی لري، نو باید لومړی په صنعتي هېوادونو کې کارګري انقلاب وشي. په جرمني کې مارکسیستي سوسیال دیموکراسي د جرمني د سوسیال دیموکراتیک ګوند سیاسي لیدلوری و چې د یو شمېر روسي مارکسیستانو لکه د لینین لپاره الهام بخښونکی و.[۶]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د روسیې د سترواکۍ (۱۷۲۱ -۱۹۱۷ زکال) ټولنیز- اقتصادي شاته پاتې والي – ترکیبي او نابرابرې اقتصادي ودې – چټکې او متمرکزې صنعتي کېدو ته لار برابره کړه، چې له امله یې یو موټې پرولتاري کاري طبقه په تر ډېره کرنیزه ټولنه کې رامنځته شوه. له دې سربېره، له دې امله چې صنعتي کېدل تر ډېره د بهرنۍ پانګې پر مټ و، روسي سترواکۍ په کارګرانو او کرندګرو باندې با نفوذه سیاسي او اقتصادي انقلابي بورژوازي نه لرله، هماغه ډول چې په اتلسمه پېړۍ کې د فرانسې په انقلاب کې (۱۷۸۹-۱۷۹۹ زکال) وه. په داسې حال کې چې د روسیې سیاسي اقتصاد کرنیز او نیمه فیوډالي و، خو د دیموکراتیک انقلاب دنده د ښاري، صنعتي کاري طبقې پر غاړه وه، هغه ډله چې دې ته په پام چې روسي بورژوازي به هر انقلاب وځپي، وړتیا یې لرله ځکمني اصلاحات او دیموکراسي رامنځته کړي.

لینین د اکتوبر د انقلاب (۷-۸ نومبر ۱۹۱۷زکال) د سیاسي ستراتیژي اړوند د خپلو لنډو لیکنو په ټولګه اپرېل تیزمس (April Theses) (۱۹۱۷ زکال) کې وړاندیز وکړ چې د روسیې انقلاب یوه منزوي ملي پېښه نه ده، بلکې یوه نړیواله اساسي پېښه ده – په نړۍ کې لومړۍ سوسیالیستي انقلاب دی. له مارکسیزم څخه د لینین عملي ګټنه او پرولتاري انقلاب د روسیې په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي شرایطو کې د «بې وزلو انقلابي ملت پالنه/نشنلیزم» راوپاراوه او د دې لامل وګرځېده، څو د رومانوف د کورنۍ تزاري درې سوه کلنې مطلقې پاچهي(۱۶۱۳-۱۹۱۷ زکال) ته پای ټکی کېږدي. [۷]

امپریالیزم سمول

د کپیټلیزم د لوړ پړاو امپریالیزم (۱۹۱۶ زکال) په اړه د لینین اقتصادي تحلیلونو ښووله چې، کېدای شي کپیټلیزم په نړیوال مالي سیسټم واړوي، هغه چې له مخې یې صنعتي هېوادونو خپلو مستعمراتو ته مالي شتمني صادروله او د همدې په مرسته یې د کارګرانو او د هماغه هېوادونو د طبیعي سرچینو استثمار ته لار برابروله. دغه ډول په لوړه کچه استثمار بډایه هېوادونو ته اجازه ورکوله، څو په ډېره لږ کچه د ژوندانه د غوره شرایطو په وړاندې کولو سره د اکثریت کارګرانو پر وړاندې داخلي کارګري ارستوکراسي خوندي او د همدې پر مټ یې په کپټلیستي سیمو کې د کار او شتمنۍ ترمنځ سوله ئیزه اړیکه ډاډمنه کوله. له همدې امله دا ناشونې وه چې امپریالیستي نړیوال مالي نظام دې واکمن وي او د کارګرانو او بزګرانو پرولتاري انقلاب دې وشي. همدا و چې باید لومړی پرولتاري انقلاب په یو شاته پاتې هېواد لکه روسیه کې چې د نړیوال کپیټلیستي مالي نظام له مخې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یو له کمزورو هېوادونو څخه و، ترسره شوی وای. په ۱۹۱۵ زکال کې لینین د اروپا د متحده ایالتونو په شعار کې ولیکل:[۸]

د نړۍ کارګرانو یو موټی شۍ! – نابرابره اقتصادي او سیاسي وده د کپیټلیزم مطلق سیاسي قانون دی. له همدې له امله لومړۍ په څو، یا په یو کپیټلیستي هېواد کې باید د سوسیالیزم بریا امکان ومومي. په هغه هېواد کې بریالۍ پرولتاریا باید د پانګوالو د مالکیت په ګرځولو او د خپل سوسیالیستي تولید په مدیریت کولو سره د پاتې ټولې نړۍ، کپیټلیستي نړۍ پر وړاندې ودرېږي. ټولیز آثار، ۱۸ ټوک، ۲۳۲ پاڼه ([۹]


لینین په خپل اثر، کیڼ اړخی کمونیزم: د شیدو خوړلو د مهال اختلال (Left-Wing Communism: An Infantile Disorder) نومي اثر (۱۹۲۰ زکال) کې ولیکل:

پیاوړی دښمن یوازې کولای شو، د بې دریغه هڅو په کولو او د دښمنانو ترمنځ د هرې کوچنۍ تشې او په بېلابېلو هېوادونو کې د متنوعه بورژوازي ډلو ترمنځ د ګټو له ټکر څخه د دقیقې، محتاطانه، په دقت، ماهرانه او لازمي ډول ګټنې او همدارنګه د یو ټولنیز متحد د لاسته راوړو اړوند کوچني فرصت په مرسته، آن که چېرې دغه اتحاد لنډ مهالی، متزلزل، ناپایداره، بې باوره او مشروط وي کولای شو، دښمن ته ماتې ورکړو. هغه کسان چې دا نه شي درک کولای، ښيي چې د مارکسیزم کوچنۍ زره یا په ټولیز ډول یې معاصر علمي سوسیالیزم نه دی درک کړی. هغو کسانو چې په یو څه پام وړ مهالیزه دوره کې د بېلابېلو سیاسي ځایګیو په لرلو سره د دغه حقیقت د پلي کولو په برخه کې خپله ونډه نه ده ثابته کړې، تر اوسه یې نه ده زده کړې چې څه ډول د استثمارکوونکو له ولکې څخه د زحمتکش بشریت له اېستلو سره مرسته وکړي. ټولیز آثار، ۳۱ م ټوک، ۲۳ مه پاڼه ([۱۰]

سرچينې سمول

  1. The New Fontana Dictionary of Modern Thought (الطبعة Third). 1999. د کتاب پاڼي 476–477. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Leninism". The Encycopædia Brittanica (15th) 7. 265. 
  3. "The Columbia Encyclopedia". (Fifth). (1994). 1558. 
  4. کينډۍ:Cite dictionary
  5. Yurchak, Alexei (September 2017). "The canon and the mushroom Lenin, sacredness, and Soviet collapse". HAU: Journal of Ethnographic Theory. 7 (2): 165–198. doi:10.14318/hau7.2.021. S2CID 149135486. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lih, Lars (2005). Lenin Rediscovered: What is to be Done? in Context. Brill Academic Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-13120-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Gregor, A. James (2000). The Faces of Janus: Marxism and Fascism in the Twentieth Century. New Haven, CT: Yale University Press. د کتاب پاڼې 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-300-07827-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Tomasic, D. (December 1953). "The Impact of Russian Culture on Soviet Communism". The Western Political Quarterly. Western Political Science Association. 6 (4): 808–809. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lenin, V. I., United States of Europe Slogan, Collected Works, vol. 18, p. 232.
  10. Lenin, Vladimir (1920). "No Compromises?". Left-Wing Communism: an Infantile Disorder. Soviet Union: Progress Publishers. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)