لینکس یو پیاوړی او انعطاف منونکی عملیاتي سیسټم دی چې د خلکو او آدارو د ټکنالوژۍ کارولو طریقه یې بدله کړې. لینکس خلاص-سرچینه یا اوپن سورس (Open Source) عملیاتي سیسټم دی، چ هر څوک کولی شي د دې په ښه کولو کې مرسته وکړي، چې د وخت په تېرېدو سره لا ښه کېږي. لینکس یو خوندي، باوري عملیاتي سیسټم دی چ د مختلفو کارونو لپاره استعمالیدلی شي. لینکس په اوسنۍ ټکنالوژیکي دنیا کې مهم رول لوبوي ځکه چې دا د کمپیوټرونو، سرورونو، موبایلونو، سوپر کمپیوټرونو او عین د موټرو په چلولو کې هم،‌ له مونږ سره مرسته کوي.

د لینکس لوګو
د لینکس لوګو

لینکس عملیاتي سیسټم

سمول

لینکس یو وړیا او خلاص-سرچینه (Open Source) عملیاتي سیسټم (Operating System) دی چې په کمپیوټرونو، سرورونو، موبایلونو او نورو ډېرو وسیلو کې کارول شوی. دا عملیاتي سیسټم په ۱۹۹۱ کال کې د لینوس ټورولډز (Linus Torvalds) چې د هلسنګي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځۍ د دوهم ټولګۍ محصل وو، د یو شخصي پروژې په توګه جوړ شو. د وخت په تېرېدو سره، لینکس په نړۍ کې د تر ټولو مشهورو عملیاتي سیسټمونو څخه یو ګڼل کیږي، چې د میلیونونو خلکو او آدارو لخوا کارول کېږي. د لینکس اصلي برخه، چې کرنل بلل کېږي، د کمپیوټر هارډویر کنټرولوي او سافټویر سره مرسته کوي چې یوځای کار وکړي. لینکس معمولاً یواځې د یو عملیاتي سیسټم په څیر کار نشي کولی،‌ بلکې له نورو سافټویرونو سره یوځای کېږي، او په ټولګه یو عملیاتي سیسټم ورڅخه جوړيږي.‌ دې ټولګې ته 'ډیسټریبیوشن' یا 'ډیسټرو' ویل کېږي. دا ډیسټروګانې د بېلابېلو ډلو یا کمپنیو لخوا جوړېږي او پکې داسې وسیلې او پروګرامونه شامل وي چې لینکس د کارولو لپاره په یو بشپړ عملیاتي سیسټم بدلوي.

یو عملیاتي سیسټم په عمومي ډول سره هارډویر اداره کوي او سافټویر ته د چلېدو اجازه ورکوي. وینډوز (Windows) او یا مک او ایس (MacOS) د عملیاتي سیسټم مشهور مثالونه دي. دا مشهور عملیاتي سیسټمونه وړیا او اوپن سورس (Open Source) نه دي. دا په دې معنی چې که څوک وغواړي چ دا عملیاتی سیسټمونه وکاروي نو دوی باید روپۍ ورکړي او ددې سربیره هیڅ څوک نه شي کولی چ د دوی سورس کوډ (Source Code) ته لاسرسی ولري، یا بدلون پکې راولي، او یا ې له نورو سره یې شریک کړي. لینکس چ کامیاب دې په همدې دلیل کامیاب دی چ دا عملیاتي سیسټم وړیا او اوپن سورس (Open Source) دی. دا په دې معنا چ هر څوک ې وړیا استعمالوی شي او هر څوک کولی شي چ ددې سورس کوډ (Source Code) ته لاسرسی وکړي، بدلون پکې راولي او له نورو سره ې شریک کړي. د لینکس دې خاصیتونو (وړیا او اوپن سورس) د بېلابېلو ډولونو کمپیوټرونو او وسیلو کې پراخې کارونې ته لاره هواره کړې ده. ځکه هره څوک او یا هره اداره کولی شي چ لینکس واخلي او په کوډ کې ې بدلون راولي د خپلو اړتیاوو سره ې سم عیار کړي.‌ دا چې هر څوک ې د خپلو اړتیاوو سره سم ې عیارولی شي،‌ لینکس د بېلابېلو دندو لپاره د خلکو د خوښې عملیاتي سیسټم ګرځېدلی، د سرورونو له چلولو نیولې تر شخصي لپټاپونو پورې.

د لینکس عملیاتي سیسټم نسخې (Distro or Distribution)

سمول
 
د لینکس نسخې یا ډیسټریبیوشن

دا چې لینکس داسې یو عملیاتي سیسټم دی چ هر څوک کولی شي د خپلې اړتیاوو سره ې سم عیار کړي،‌ یعنې کیدای شي چ یو اداره ې په سرور کې استعمال کړي او یا یو شخص ې د پروګرامینګ لپاره استعمال کړي او نور. نو د همدې په نتیجه کې د لینکس مختلفې نسخې شته او هره نسخه ې د مختلف کار لپاره کاریږي. دې نسخو ته په عمومي ډول ډیسټرو او یا ډیسټریبیوشن (Distribution/Distro) ویل کیږي. هر ډیسټریبیوشن له دوه مهمو برخو خڅه جوړ شوی: لومړی د لینکس کرنل، او دوهم اضافه سافټویرونه چ مختلف کارونه کوي.‌ مثال په توګه:

  • یوبنټو (Ubuntu) د لینکس یو مشهور ډیسټریبیوشن دی چ د مختلف کارونو لپاره استعمالول کیږي. دا په عمومي ډول سره هغه څوک کاروي څوک چ له لینکس سره نوي دي،‌ ځکه ددې نصبول او کارول اسانه دي.
  • کالي لینکس (Kali Linux) د لینکس یو مشهور ډیسټرو هم بلل کیږي،‌ بلکې ددې استعمال هر څوک نه کوي،‌ دا ډیسټرو د هغه خلکو لپاره جوړه شوې څوک چ هکینګ کوي. دا ډیسټرو یواځې د هکرانو د اړتیاوو مطابق جوړه شوې او د عادي خلکو لپاره کارول هیځ فایده نه لري.
  • او همداسې په لسګونه نورې ډیسټرو ګانې د مختلفو خلکو او ادارو له خوا د مختلفو کارونه ترسره کولو لپاره جوړې شوي،‌ چې لوی مثالونه ې: ډیبیان (Debian)، فیډورا (Fedora)، ارچ لینکس (Arch Linux)، ېډ هېټ انټرپرایز لینکس (REHL) او همداسې نور.

تاریخ

سمول

په ۱۹۹۱ کلونو کې د UNIX په نوم یو مختلف عملیاتي سیسټم ډېر مشهور وه،‌ او ډیرو آدارو کاروه. خو عامو خلکو نشوی کولی UNIX عملیاتي سیسټم د لوړ قیمت له امله په شخصي توګه استعمال کړي او ډیری خلک پدې انتظار کې وه چې داسې یو عملیاتي سیسټم جوړ شي چې مفت وي.‌ د همدې په نتیجه کې د GNU په نوم یوه اتحادیه رامنځ ته شوه چې ددوی عمومي هدف دا وه چ سافټور باید وړیا وي چې هر څوک وکولی شي چ په وړیا توګه ې استعمال کړي. ددې اتحادیه یو غړی لینوس ټوروالډز هم وه،‌ او دی په دې هڅه شو چ چې داسې یو عملیاتي سیسټم جوړ کړی چې هرڅوک وکولای شي چ په وړيا توګه ې استعمال کړي. ځکه ټورولډز د شته عملیاتي سیسټمونو له محدودیتونو څخه ناهیلی و او غوښتل یې چې یو غوره څه جوړ کړي. نو د همدې په نتیجه کې هغه د لینکس کرنل په انلاین بڼه خپور کړ. لینکس کرنل یو عملیاتي سیسټم نه دی،‌ او ددې لپاره چ په یو عملیاتي سیسټم بدل شي نو باید نور سافټویرونه هم ورسره یو ځای شي او یو ټوګه جوړه کړي. دا چې توروالډز په انلاین بڼه دا خبره له ډیره خلکو سره شریکه کړې وه چ دی د یو عملیاتي سیسټم په جوړولو بوخت دی،‌ ډیری خلک د GNU له اتحادیه له ده سره یو ځای شول او په ګډه ې د وخت په تېرېدو سره، لینکس په یو پیاوړي عملیاتي سیسټم بدل کړ، داسې یو عملیاتي سیسټم چې وړیا دی بلکې کولی شي چ له سوداګریزو عملیاتي سیسټمونو سره سیالي وکړي. د ۱۹۹۰ لسیزې تر پایه، لینکس مشهور شوی و او په سوداګرۍ او ټکنالوژۍ کې په پراخه کچه کارول کېده. نن ورځ، لینکس په نړۍ کې یو له ترټولو مهمو عملیاتي سیسټمونو څخه دی، چې د ټکنالوژۍ او کمپیوټر راتلونکی جوړوي.