لیبرالي محافظه کاري

لیبرالي محافظه کاري یوه سیاسي نظریه ده، چې محافظه کارسیاستونه له لیبرالي درېځونو سره یوځای کوي، په ځانګړې توګه په اقتصادي مسائلو کې، خو دغه رازد ټولنیزو او اخلاقي مسائلوپه اړه ټول په کلکه د لیبرالیزم تر اغېز لاندې دي، چې د یو ډول سیاسي محافظه کارۍ ښودونکي دي.[۱]

دا نظریه په اقتصاد کې د دولت د حد اقلي مداخلې په هکله د کلاسیک-لیبرال نظریه له ځانه سره لري، چې له مخې یې ټول وګړي باید په ازاده او خپلواکه توګهبازار کېګډون وکړي او د دولت له لاسوهنې او دخالت پرته شتمني تولید کړي. په دې توګه لیبرالي محافظه کاران په دې باور دي، چې وګړي په بشپړه توګه هغوی پورې تړلی نه شو، ترڅو د ژوند په نورو برخو کې په مسؤلیت پذیره توګه عمل وکړي. له همدې املههغوی په دې باور دي، چې د قانون او نظم د تامینولو لپاره یو پیاوړی دولت اړین دی او ټولنیز بنسټونه د ملت پر وړاندې د دندې او مسؤلیتاړوند احساس رامنځته کولو لپاره لازمي دي. لیبرالي محافظه کاران هم له ځینو ټولنیزو محافظه کاره دریځونو سره له مدني ازادیو ملاتړ کوي. په دې سره لیبرالي محافظه کاري له ټولنیزې محافظه کارۍ سره په دې معنی کې توپیر لري، چې دا د ټولنیزو مسائلو په هکلهله ډېر لیبرالي چلند نه کار اخلي. د بېلګې په توګه: دهمجنسبازانو، دوه جنسه خلکو (LGBT) د حقونو، تبعیض، مساوات او چاپیریال اړوند مسائلو په هکله. دا مورد باید د یوې همغږې او زغم لرونکې ټولنې په رامنځته کولو سره برابر وبولو، چې د انفرادي مسؤلیتونو کچه لوړه او کمه اندازه نابرابري ولري.  [۲][۳][۴][۵]

لیبرالي محافظه کاري کلاسیک لیبرالي اصول د انفرادیت لپاره د ژمنتیا، په منفي ازادۍ باور، په ارامه توګه یو تنظیم شویازاد بازار او لږ تر لږه د قانونحاکمیت شریکوي. یو شمیر مبصرینو داسې ویلي، چې په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې زیاتره محافظه کاره بهیرونه لکه تاچریزم، له نوم پرته په ټولو کې کلاسیک لیبرالونه بیا ژوندي او ځوان شوي وو. په هر حال د کلاسیک لیبرالیزم پروړاندې یوه پیاوړې ټولنیزه اجنډا او په ځانګړې توګه د ټولنیز ژوند په ځینو برخو کې د دولت مداخلې لپاره د پراخې کچې ملاتړ موجود دی اولیبرالي محافظه کاران په دې باور دي، چې باید د بازار د ځواکونو تابع نه وي. په تېره بیا د کورنۍ، جنسي لېوالتیاوو، روغتیا او زده کړو په هکله، دا باید تل په دوره یي توګه تنظیم شي یا لږ تر لږه د دولت پر مټ وساتل شي.[۶]

په اروپا کې، لیبرالي محافظه کاري د عصري محافظه کارۍاو د مرکزي ښي اړخه سیاستونو غالبه بڼه ده. زیاتره اروپایي لیبرالي محافظه کاره ګوندونه د اروپا د خلکو ګوند پورې تړاو لري، چې په اصل کې د مسیحي دموکراتانو په وسیله جوړ شوی و.

عمومي ارزونه، تعریفونه او کارول سمول

محافظه کاري او لیبرالیزم دواړو په بېلابېلوپېړیو کې د وخت په تېرېدو سره بېلابېلې معناوې لرلې دي. د لیبرالي محافظه کارۍ اصطلاح په بېلابېلوطریقو کارول شوې او معمولاًله اشرافي محافظه کارۍ سره په تضاد کې ده، چې د برابرۍاصل له انساني فطرت سره نه جوړېدونکی مورد ګڼي او د هغه پر ځای د طبیعي نابرابرۍ په نظریه ټینګار کوي. لکه څنګه چې په دیموکراتیکو هېوادونو کې محافظه کارانو د معمولي لیبرالي بنسټونو لکه د قانون حاکمیت، شخصي ملکیت، د بازار اقتصاد او د اساسي قانون په استازولۍ د دولت هرکلی وکړ، د محافظه کارانو تر منځ د لیبرالي محافظه کارۍپه لیبرال عنصر باندې توافق وشو. په ځینو هېوادونو؛ لکه انګلستان او متحده ایالاتو کې د لیبرالي محافظه کارۍ اصطلاح په ساده ډول یوازې په عمومي فرهنګ کې د محافظه کارۍ په توګه وپېژندل شوه او ځینې محافظه کاران، چې ډېر سخت کلاسیک-لیبرالي ارزښتونه یې منلي وو، هغوی یې دې ته وهڅول، ترڅو د دې پرځای ځانونه ازادي غوښتونکي ونوموي. په دې توګه د کلاسیکو لیبرالانو او آزادي غوښتونکو ترمنځ توپیرونه شته. [۷][۸][۹]

په متحده ایالاتو کې، محافظه کاران زیاتره د کلاسیکو لیبرالانو اقتصادي انفرادیت د محافظه کارۍ له بورکین بڼې سره ګډوي، چې د حکومت د بنسټ په توګه د نارینه وو ترمنځ په طبیعي نابرابرۍ، د نظم او ثبات په موخه د انسان د انګیزې لپاره د بشري خوځښت اساس په توګه د انساني چلند په نامنطقي اوسېدو او د طبیعي حقونو په ردولو ټینګار کوي. له بله  پلوه امریکايي محافظه کاري (د محافظه کارۍ او کلاسیک لیبرالیزم یو ترکیب) د بورکین بڼې د محافظه کارۍ درې اصول، یعنې د دولت په واک باور نه لرل، د برابرۍ په پرتله د آزادۍ غوره ګڼل او هېواد پالنه د پاتې درې نورو اصولو په ردولو سره لوړ کړي دي. اصول یعنې دودیزو بنسټونو او رتبو ته وفاداري، د پرمختګ او اشراف پالنې په هکله شکمنتیا دي، چې په پایله کې یې د لیبرالي محافظه کارۍ اصطلاح د امریکا متحده ایالاتو کې نه کارول کېږي. نوی امریکایي لیبرالیزم له اروپایی لیبرالیزم سره ډېر توپیر لري او د سیاسي بهیر مرکزي کیڼ اړخ نیسي، د زیاتره اروپایي هېوادونو په خلاف چې لیبرالیزم تر ډېره له مرکز او مرکزي ښي اړخ سره تړاو لري،په داسې حال کې چې ټولنیزه ډیموکراسي یې د پام وړ برخه جوړوي. کیڼ اړخ د دې برعکس په لاتینې امریکا کې لیدل کېږي، چې لیبرال اقتصادي محافظه کاري زیاتره وخت د نوي لیبرالیزم تر نامه لاندې هم په عمومي فرهنګ او هم په علمي بحثونو کې نومول کېږي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د لیبرالي او آزاد بازار اړوند اصولو په منلو کې اروپایي لیبرالي محافظه کاران په روښانه توګه له هغو کسانو نه توپیر لري، چې ملي محافظه کار، په بشپړه توګه ټولنیز محافظه کار اویا هم روښانه پاپولیستي لیدلوري لري، په همدې توګه له‎ ښي اړخه پاپولیستي درېځ لرونکو کسانو سره هم توپیر لري. لیبرال اوسېدل تر ډېره د ازاد بازار پراقتصاد ټینګار کولو او دغه راز د مدني حقوقود دفاع او د یو محدود هوسا دولت نه د ملاتړ په برخه کې پرفردي مسؤلیت باندې باور ته اړتیا لري. لیبرالي محافظه کاران له ټولنیز پلوه محافظه کار او له اقتصادي پلوه ډېر لیبرال دي او په اقتصاد کې د ټیټو مالیاتو او د دولت د لږ لاسوهنې پلوي کوي.

  • د مرکزي او شمال لوېدیځې  اروپا په زیاتو برخو کې، په ځانګړې توګه په الماني او دودیزوپروتستانيههېوادونو کې او دغه راز په بریتانیا او بلجیم کې د لیبرالي محافظه کارانو (د مسیحي دیموکراتانو په ګډون) او لیبرالانو (د محافظه کار لیبرالانو او  سوسیال لیبرالانو په ګډون) ترمنځ درز او واټن شته دی.
  • د اروپا د شمالي برخې په زیاتروهېوادونو کې، لیبرالي محافظه کاران، مسیحي دیموکراتان او لیبرالان جلا سیاسي کورنۍ جوړوي او هر یو یې خپل ګوند لري. ستر لیبرالي ګوندونه د نوردیک کروندګرو (زراعتي) ګوندونه دي، چې په دودیز ډول کروندګر دي.
  • په دې وروستیو کې په زیاترو هغو هېوادونو کې، چې په رومي ژبو خبرې کېږي او کاتولیک مذهب هلته غالب و یا اوس هم غالب دی اوهمدارنګه په یونان او پولنډ کې لیبرال محافظه کاره خوځښتونو ډېر د پام وړ دي، چې تر ډېره عیسوي دیموکراتان او لیبرالان په کې شامل دي او کېدای شي، محافظه کاره او لیبرالي اصطلاحات په کې د یو بل مترادف په توګه وپېژندل شي.

په اروپا کې مسیحي دیموکراتان او زیاتره لیبرالي محافظه کاران، د اروپا د خلکو په ګوند (EPP) پورې تړلي دي، حال دا چې لیبرالان (د محافظه کاره او سوسیال یا ټولنیزو لیبرالانو په ګډون) د اروپا لپاره د لیبرالانو او دیموکراتانو په پیوستون ګوند (ALDE)پورې تړاو لري. په دې برخه کې ځینې دودیز مسیحي- دموکرات ګوندونه (لکه په بلجیم کې مسیحي او فلاندري – دموکراتیک ګوند، په هالند کې د مسیحي دیموکراتیک اپیل، په المان کې مسیحي دیموکراتیکه اتحادیه او په اطریش کې د خلکو ګوند) تقریباًله نورو لیبرالانونه د توپیر وړ نه دي. له بل پلوه محافظه کاره ګوندونو او نوي لیبرالي - محافظه کاره ګوندونو (لکه په یونان کې نوې دیموکراسي، په پرتګال کې سوسیال دیموکراتیک ګوند، په هسپانیا کې د خلکو ګوند، په ایتالیا کې فورزا ایتالیا، د آزادۍ خلک،او فورزا ایټالیا ګوندونه، په فرانسه کې د یو مشهور غورځنګ لپاره اتحادیه او جمهوریت غوښتونکي ګوندونه او د هغو هېوادونو ښي اړخي منځلاري ګوندونه چې ‎یو وخت د ختیځ بلاک او یوګوسلاویا پورې یې تړاو درلود) دودیزې نښې (لیبلونه) نه دي منلي، خو د دوی ایډیالوژۍ هم د محافظه کارۍ، مسیحي دیموکراسۍ او لیبرالیزم یو ترکیب دی.[۱۳][۱۴]

سرچينې سمول

  1. Nordsieck, Wolfram (2020). "Content". Parties and Elections in Europe. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "What was David Cameron's Conservatism? (overview)". Britpolitics. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gibbon, Gary (7 October 2015). "David Cameron tries to return to his liberal Conservatism mission". Channel 4 News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Redford, Pete. "Cameron and Welfare: Questioning the liberal Conservatism project" (PDF). LSE Research Online. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. McAnulla 2006، ص. 71.
  6. Vincent 2009، ص. 335.
  7. Grigsby, Ellen: Analyzing Politics: An Introduction to Political Science. Cengage Learning, 2011.
  8. van de Haar 2015، ص. 71.
  9. Johnston 2007، ص. 155.
  10. Grigsby, Ellen: Analyzing Politics: An Introduction to Political Science. Cengage Learning, 2011. p.106-112
  11. Bethell, Leslie: The Cambridge History of Latin America: Latin America since 1930. Cambridge University Press, 1991.
  12. Wooldridge, Adrian; Micklethwait, John (2011). The Right Nation: Why America is Different. Penguin Books Limited. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780241958896 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 2010-05-16 باندې). I am a Liberal Conservative. BBC
  14. "Full text of David Cameron's speech to the Conservative Party conference", BBC, October 2006