د نسل نوم ېې ارې ني کولا ده، سمندري چونجیان چې د کلاس نوم ېې پولیکیټا او د پلرونو یا کورنۍ نوم ېې انالیډا ده. غټ بدن لري اود سمندر تل ته کوزیږي تر څو د سمندر په خټه یا ریګ کې ژوند وکړي. ډېر وخت ېې د ماهیانو په فارمونوکې خلک ماهیانو ته د خوراک لپاره ورکوي. د اروپا لګ چونجیان (اې مارینا) تقریبا تر ۲۳ سانتي متره (۹ انچه) پورې اوږدیږي. د شمالي امریکا لګ چونجیان (اې کریسټاټا) تر ۷ سانتي متره پورې اوږدیږي د دې چونجیانو بدن په برخو وېشل شوی. د دې چونجیانو د بدن رنګ: لکۍ زېړ بخنه سره، د سر خوا تېز سور رنګ لري. منځ ېې یو ډول وېښته لري چې تعداد ېې ۱۲ جوړو ته رسیږي. خواړه ېې خوسا شوي اورګانیک توکي دي.

تړلې لیکنې سمول

چینجی