لږ پرمختللي هېوادونه

لږ پرمختللي هېوادونه (LDCs) د مخ پر ودې هېوادونو په ډله کې راځي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ د ټولنیزې اقتصادي ودې او انساني پراختیا د شاخصونو له مخې په نړۍ کې تر ټولو شاته پاتې هېوادونه دي. د لږ پرمختللو هېوادونو مفهوم په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې رامنځته شو او د ۱۹۷۱ ز کال د نومبر په ۱۸ مه نېټه د ملګرو ملتونو په ۲۷۶۸ (XXVI) پریکړه لیک کې د دغو هېوادونو لومړی نوملړ خپور شو.[۱]

هغه هېوادونه د لږ پرمختللو هېوادونو په ډله کې راخي چې دغه درې ځانګړنې ولري:[۲][۳]

  • بې وزلي – د درېو کلونو په موده کې په منځني ډول د سړي سر ناخالصه تولیداتو ټاکل شوې کچه ولري. په دې معنا چې له ۲۰۱۸ ز کال راهیسې هغه هېواد چې د سړي سر ناخالصه تولیداتو کچه یې له ۱۰۲۵ امریکايي ډالرو کمه وي، په دغه ډله کې راځي، چې له ۱۲۳۰ ډالرو څخه په زیاتوالي بیا له نوملړ وځي.
  • کمزورې بشري سرچینې (چې د تغذیې، روغتیا، زده کړو او سواد شاخصونو له مخې ارزول کېږي).
  • اقتصادي زیان منل ( په کرنیزو تولیداتو کې بې ثباتي، د توکو او خدمتونو په صادراتو کې بې ثباتي، د غیردودیزو چارو اقتصادي اهمیت، د سوادګریزو توکو د صادراتو تمرکز، واړه اقتصادي زیانونه منل او د طبیعي پېښو له امله د بې ځایه شوو خلکو لوړه کچه).

د ۲۰۲۰ ز کال ترد سمبر میاشتې پورې، ۴۶ هېوادونه، د لږ پرمختللو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوي، په داسې حال کې چې ۶ یې له ۱۹۹۴ ز کال څخه تر ۲۰۲۰ ز کال پورې له دغه نوملړنه وتلي دي. نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) د ملګرو ملتونو دغه نوملړ په رسمیت پېژني او زیاتوي چې: " د نړیوال سوداګریز سازمان په اډانه کې اخیستل شوې کړنې له لږ پرمختللو هېوادونو سره مرسته کولای شي چې، د دغه سازمان نورو غړو هېوادونو ته خپل صادرات زیات کړي او وکولای شي، پانګه را جذب کړي. په ډېری پرمختللو هېوادونو کې، د بازار ملاتړو اصلاحاتو چټکې ودې، د صاداراتو تنوع او په څو اړخیز سوداګریز سیستم کې اغېزمن ګډون ته لار برابره کړې ده".[۴][۵]

بیا کتنه سمول

د لږ پرمختللو هېوادونو شرایط هر درې کاله وروسته د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادي او ټولنیزې شورا (ECOSOC) د پراختیايي پالیسي د کمېټې (CDP) له خوا ارزول کېږي. هېوادونه هغه مهال د لږ پرمختللو هېوادونو له نوملړ نه وتلای شي، کله چې د دوه پرله پسې دورو بیا کتنې وروسته، هېوادونه له اړوندو شرایطو پورته تللي وي. د لږ پرمختللو، په وچه کې راایسار مخ پر وده او کوچنیو ټاپو وزمو مخ پر ودې هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر (UN-OHRLLS) د ملګرو ملتونو سازمان ملاتړ د دغو هېوادونو اړوند همغږی او همدارنګه هغوی ته ملاتړیز خدمتونه وړاندې کوي. د ۲۰۲۰ ز کال د د سمبر میاشتې په طبقه بندۍ کې ۴۶ هېوادونه په دغه نوملړ کې راغلي. [۴][۶]

د لږ پرمختللوهېوادونو په اړه د ملګرو ملتونو په څلورمه ناسته کې، چې د ۲۰۱۱ ز کال په مۍ میاشت کې ترسره شوه، ګډون کوونو په راتلونکو لسو کلونو کې د لږ پرمختللو هېوادونو له نوملړ څخه د لږ تر لږه نیمايي هېوادونو د وتلو موخه تائید کړه. تمه کېږي چې له ۲۰۱۸ ز کال څخه تر ۲۰۲۴ ز کال پورې ، لس یا له هغو زیات هېوادونه باید له دغه نوملړ نه ووځي، چې بنګلادېش او جیبوتي په ۲۰۱۸ ز کال کې، له دغه نوملړ څخه د وتو ټول شرایط پوره کړي.[۷][۸]

اوس مهال یو هېواد او دوه هېوادونه نور چې لا پخوا یې د لږ پرمختللو هېوادونو په نوملړ کې د ځای ترلاسه کولو شرایط پوره کړي، خو په دغه نوملړ کې یې شامل کېدل رد کړي او د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا د پراختیايي کمېټې شمېرې یې له پوښتنو سره مخامخ کړې دي: ګانا (له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې په شرایطو نه برابرېږي)، پاپو نیو ګینا (چې له۲۰۰۹  کال راهیسې په شرایطو نه برابرېږي) او زیمبابوې.[۹]

د لږ پرمختللو هېوادونو له اصطلاح ګټنه او لنډیزونه سمول

کولای شو، لږ پرمختللي هېوادونه درېیمې نړۍ ته له ټولو اړوندو اصطلاحاتو، لکه : له مخ پر ودې هېوادونو، "کمو پرمختللو هېوادونو" څخه بېل کړو. په داسې حال کې چې ګڼ شمېر معاصر پوهان استدلال کوي چې، د "درېیمې نړۍ" اصطلاح زړه، نا اړونده او ناسمه ده، یو شمېر نور د "څلورمې نړۍ" اصطلاح ډېرو لږ پرمختللو هېوادونو ته کاروي (په داسې حال کې چې د څلورمې نړۍ اصطلاح تر ډېره بې وطنه قومي ډلو ته کارول کېدله). له "اقتصادي پلوه لږ پرمختللو هېوادونو" (LEDC) اصطلاح هم ورته اوس مهال کارول کېږي.

له دې سره، چې " د ډېرو لږو پرمختللو هېوادونو" اوLEDC " له اقتصادي پلوه لږ پرمختللو هېوادونو" (چې دواړه د LDC په لنډیز یادېږي) او په وچه کې د را ایسارو مخ پر ودې هېوادونو (چې ورته د LLDC لنډیز کارول کېږي) سره د ګډوډېدو مخه ونیول شي، د مخ پر ودې هېوادونو اصطلاح تر ډېره "لږ پرمختللو هېوادونو" ته کارول کېږي.

په ۲۰۱۸ ز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان د ارزونې له مخې، د ډېرو لږ پرمختللو هېوادونو لپاره درې شرایط وټاکل شول، چې یو له هغو په درېو کلونو کې له ۱۰۲۵ امریکايي ډالرو څخه د سړي سر ناخالصه ملي تولیداتو د منځنۍ کچې کمښت دی، خو له ۷۵ میلیونه څخه زیات نفوس لرونکي هېوادونه، له دغې پریکړې څخه مستثنی دي.[۱۰]

د لږ پرمختللو هېوادونو اړوند د ملګرو ملتونو سازمان ناستې سمول

تر اوسه پورې پورې د ملګرو ملتونو سازمان د لږ پرمختللو هېوادونو اړوند څلور ناستې کړې دي، چې په لسو کلونو کې یوځل جوړېږي. لومړۍ دوې یې په ۱۹۸۱ ز کال او ۱۹۹۱ ز کال کې په پاریس او درېیمه یې په ۲۰۰۱ ز کال کې په بروکسل کې وه.[۱۱]

د لږ پرمختللو هېوادونو اړوند د ملګرو ملتونو سازمان څلورمه ناسته د ترکیې په استانبول کې د ۲۰۱۱ ز کال د مې په ۱۳ مه نېټه ترسره شوه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي سازمان منشي بانکي مون او د ۵۰ هېوادونو لومړیو وزیرانو په کې ګدون کړی وو. دغه کنفرانس پریکړه وکړه چې ،تر ۲۰۲۲ ز کال پورې باید د لږ پرمختللو هېوادونو له نوملړ څخه د هغو نیمايي واېستل شي. لکه څرنګه چې په ۲۰۱۰ ز کال کې د سیول په پراختیايي غونډه  (Seoul Development Consensus) کې تنظیم شوې وه، د فزیکي زیربناوو او تولیدي وړتیاوو په پیاوړي کولو ټینګار وشو، په داسې حال کې چې یو شمېر نادولتي سازمانونه په خصوصي برخې باندې له ټینګار نه ناخوښ وو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سوداګري سمول

په وروستیو کې د نړیوال سوداګریز سازمان د دوحې د ناستې (Doha Round) له برکته چې، د پراختیا د دورې په نوم هم یادېږي، د نړیوالې سوداګرۍ او لږ پرمختللو هېوادونو اړوندو مسایلو د رسنیو او سیاستونو ډېر پام ځانته واړاوه. په هانګ کانګ کې د نړیوال سوداګریز سازمان د غړو هېوادونو د وزیرانو په ناسته کې پریکړه وشوه چې ، لږ پرمختللي هېوادونه کولای شي، د امریکا د متحده ایالاتو بازارونو ته سل په سلو کې له مالیاتو او ونډې معومولو پرته د دغې دورې د بشپړولو په شرط لاسرسی ومومي،  خو د نا دولتي سازمانونو له خوا د دغه وړاندیز تحلیلونه ښيي چې، د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره دغه وړاندیز ډېرې نیمګړتیاوې لري چې بازارونو ته سل په سلو لاسرسی نه شي برابرولی. کولای شي د بډایه هېوادونو بازارونو ته له مالیاتو پرته سوداګري له منځه یوسي. د دغو نیمګړتیاوو اړوند ناخوښۍ د دې لامل شوې  ده چې، یو شمېر اقتصاد پوهان د هانګ کانګ په معامله د بیاکتنې غوښتنه وکړي.[۲۱][۲۲]

د لږ پرمختللو هېوادونو نوملړ سمول

د ملګرو ملتونو سازمان پر بنسټ د لږ پرمختللو هېوادونو نوملړ، چې یو شمېر په وچه کې را ایسار مخ پر ودې هېوادونه او د کوچنیو ټاپوګانو مخ پر ودې هېوادونه هم په کې شامل دي:

د افریقا لویه وچه سمول

د افریقا په لویه وچه کې ۳۳ هېوادونه د لږ پرمختللو هېوادونو په نوملړ کې راځي: انګولا، بنین، بورکینا فاسو، بروندي، د مرکزي افریقا جمهوریت، چاد، کوموروس، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، جیبوتی، ایرتریا، ایتوپیا، ګامبیا، ګینه، ګینه باسو، لیسوتوا، لایبریا، ماداګاسکار، مالاوي، مالي، موزامبیق، نایجریا، روانډا، سائوتومه او پرینسیپ، سینګال، سیریلیون، سومالیا، سویلي سوډان، سوډان، تانزانیا، ټاګو، یوګاندا او زمبیا.

د امریکا لویه وچه سمول

په امریکا لویه وچه کې یو هېواد چې هایتي دی، په دغه نوملړ کې راځي.

د آسیا لویه وچه سمول

په آسیا کې ۹ هېوادونه د لږ پرمختللو هېوادونو په نوملړ کې ځای لري: افغانستان، بنګلادېش، بوتان، کمبودیا، ختیځ تیمور، لاوس، میانمار، نیپال، یمن.

اقیانوسیه سمول

په اقیانوسیه کې درې هېوادنه د لږ پرمختللو هېوادونوپه ډله کې ځای لري: کیریباتی، سولومون ټاپوګان او تووالو.

د لږ پرمختللو هېوادونو له نوملړ نه وتلي هېوادونه سمول

  • بوتسوانا ( د لږ پرمختللو هېوادونو (LDC) له نوملړ څخه په ۱۹۹۴ ز کال کې ووت)[۲۳][۲۴]
  • کیپ ورد ( د ۲۰۰۷ ز کال په دسمبر کې)[۲۵]
  • مالدیف ( د ۲۰۱۱ ز کال په جنوري کې)[۲۶][۲۷]
  • سامائو (د ۲۰۱۴ ز کال په جنوري کې)[۲۸]
  • ګینه استوايي ( د ۲۰۱۷ ز کال په جون کې)[۲۹]
  • وانواتو (د ۲۰۲۰ کال په د سمبر میاشت کې)[۳۰]

سرچينې سمول

  1. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  2. "Criteria For Identification Of LDCs". United Nations Department of Economic and Social Affairs, Development Policy and Analysis Division. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. UN-OHRLLS Criteria for Identification and Graduation of LDCs Archived 2019-07-25 at the Wayback Machine..
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "LDCs at a Glance". Department of Economic and Social Affairs. 25 May 2008. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Doha WTO Ministerial 2001: Briefing Notes Least Developed Countries - Towards free market access for least-developed countries". World Trade Organization. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Graduation from the LDC category | Department of Economic and Social Affairs". Economic Analysis & Policy Division | Dept of Economic & Social Affairs | United Nations. March 5, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Goal to halve number of LDCs in next 10 years". The Guardian. 2011-05-06. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Wang, Brian (11 June 2018). "Ten Fewer Least Developed Countries by 2024". nextbigfuture.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Handbook on the least developed country category : inclusion, graduation, and special support measures. United Nations. Economic and Social Council. Committee for Development Policy, United Nations. Department of Economic and Social Affairs (الطبعة Third). New York. October 2018. OCLC 1088728737. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-1-104692-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  10. "Criteria For Identification Of LDCs". United Nations Department of Economic and Social Affairs, Development Policy and Analysis Division. 4 March 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "It's official and historical – three more countries will graduate from the LDC category". Development Policy & Analysis Division. 2018-12-13. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "UN advocate salutes Cape Verde’s graduation from category of poorest States", UN News Centre, 14 June 2007.
  13. "Timeline of country's graduation from the LDC category". United Nations Department of Economic and Social Affairs, Development Policy and Analysis Division. 5 March 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Samoa To Gain Developing Country Economic Status In January 2014". UN-OHRLLS via Radio Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Least Developed Country Category: Equatorial Guinea Profile". United Nations Department of Economic and Social Affairs, Development Policy and Analysis Division. 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Vanuatu graduates from least developed country status". United Nations Conference on Trade and Development. 2020-12-04. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Nepal braces for graduation from an LDC". UNDP in Nepal. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Extension of the preparatory period preceding the graduation of Angola from the least developed country category". undocs.org. 2021-02-04. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. . U.N. General Assembly graduates Bangladesh, Nepal to developing countries bloc. The Hindu.
  21. "Public Citizen | Global Trade Watch | Global Trade Watch - Hot Issue June 21 - Study shows WTO's Doha Round proposal would leave many poor countries worse off". Citizen.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "آرشیف کاپي" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "UN Handbook on the LDC Category" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ""About Sikkim" from the Government of Sikkim's website". Sikkim.gov.in. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Istanbul forum offers chance to recommit to helping world's poorest nations". United Nations. 2011-01-10. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Istanbul forum offers chance to recommit to helping world's poorest nations". United Nations. 2011-01-10. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Istanbul forum offers chance to recommit to helping world's poorest nations". United Nations. 2011-01-10. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 20 June 2012 باندې). UN-OHRLLS Announces Samoa to Graduate from LDC Status. IISD's SDG Knowledge.
  29. "Equatorial Guinea Graduates from the LDC Category". United Nations. 4 June 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Vanuatu graduates from least developed country status". United Nations Conference on Trade and Development. 2020-12-04. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)