لیکبڼه چې په انگریزي کې ور ته Font وايي، د ټاپلو او یا ټایپ کولو یو مشخص شکل دی چې مشخصه اندازه او مشخصه بڼه لري. د کمپیوټر لیکبڼې مختلفې اندازې او مختلف رنگونه او مخونه لري.

مختلفو شرکتونو مختلفې لیکبڼې جوړې کړې دي چې ډېری یې د انگریزي ژبې لپاره جوړ شوي دي.

د پښتو لیکبڼو مختلف ډولونه د ۱۹۹۱ کال راهیسي جوړ شوي دي، خو په دې وروستیو کې ښاغلي دوکتور عبدالحمید بهیج یو پنډ لیکبڼې جوړې کړې دي چې په پښتو معیار برابرې دي او هر څوک یې په وړیا توگه د دې لاندې لینکونو څخه را ښکته کولای شي.

http://sourceforge.net/projects/pashtostandardf/ Archived 2013-07-18 at the Wayback Machine.