ليونارډو ډاوېنچي
لیوناردو داوینچي (۱۵ اپرېل ۱۴۵۲- ۲ می ۱۵۱۹) د رنسانس دورې ایټالوي ریاضي پوه، انځور ګر، طراح، انجینیر، عالم، نظریه جوړونکی، مجسمه جوړونکی او معمارؤ. په داسې حال کې چې د انځور ګرۍ په برخه کې د نوموړي شهرت د هغه د لاسته راوړنو له امله دی. خو هغه د خپلې یادښت کتابچې له امله هم شهرت ته رسېدلې، چې د اناتومي، ستورو پېژندنې، بوټو پېژندنې، نقشې جوړولو، انځور ګریو او پخوانیو توکو پېژندلو (فوسیلونو پېژندلو) په ګډون ګڼ شمېراړو موضوعاتو په اړه یې یادښتونه په کې لیکلي او انځورونه یې رسامي کړي وو. د لیوناردو نبوغ (فکري وده) د رنسانس دورې د انساني ایډیال څرګندویي کوله، چې د هغه ټولیزو چارو د هنرمندانو په راتلونکو یا نسلونو کې خپله ونډه لرلې چې د معاصر دوران د ځوان هنرمند مایکل انژلو اثار ورسره تر ډېره ورته لري.[۱][۲]
هغه چې د یوه بریالي دفتر لرونکي او ټیټې کچې ښځې له واده پرته په وینچي (Vinci) یا هم هغه ته نږدې سیمه کې وزېږېد. په فلورانس کې د ایټالوي انځورګر او مجسمه جوړونکي اندریا دل ویروچیو(Andrea del Verrocchio) له خوا وروزل شو. هغه خپل مسلک په ښار کې پیل کړ. خو ډېر وخت یې په میلان کې د لوډویسو سپروزا (Ludovico Sforza) په خدمت کې تېر کړ. وروسته یې بیا په فلورانس او میلان کې کار پیل وکړپه لنډ توګه په روم کې، چې ګڼ شمېر مقلدین او زده کوونکي یې پیدا کړل. د لومړي فرانسیس په غوښتنه هغه فرانسې ته لاړاو د خپل ژوند درې وروستي کلونه یې په فرانسه کې تېر کړل او په ۱۵۱۹ کال کې هلته ومړ. د هغه د مړینې پر مهال وخت داسې نه وو چې د هغه لاسته راوړنې، بېلابېله لېوالتیا، شخصي ژوند او د هغه تجربوي فکر لیوالتیا او ستاینه رامنځته کړي او هغه د یو مکرر نوم په توګه د فرهنګ موضوع وګرځوي.[۲][۱]
لیوناردو د هنر په تاریخ کې له لویو انځورګرانو څخه دی او همدارنګه د عالي رنسانس د بنسټ اېښودونکي امتیاز هم لري. هغه د دې په خوا کې چې ګڼ شمېر اثار یې ورک شوي، لږ ترلږه ۲۵ هغه مشهور اثارچې ده ته یې نسبت کېږي او ګڼ شمېر نا بشپړ اثار لري د لویدیځ هنر لپاره یې تر ټولو اغیزمنې انځورګرۍ کړې دي. د هغه تر ټولو لوی اثر، مونالیزا (Mona Lisa) دی چې د هغه تر ټولو زیات پېژندل شوی اثر او تر ډېره د نړۍ په کچه تر ټولو مشهوره انځورګري بلل کېږي. د وروستی ماښام (The Last Supper ) اثر د هغه تر ټولو زیات بیا تولید شوی مذهبی اثر دی او د ویتروین سړي (Vitruvian Man) په نوم نقاشي یې د یوې کلتوري نښې په توګه په پام کې نیول کېږي. په ۲۰۱۷ کال کې د سلواتور موندي (Salvator Mundi) انځورګري چې ټوله او یا هم یوه برخه یې لیوناردو ته اړونده بلل کېږي، د عامه داوطلبۍ په ترڅ کې په ۴۵۰.۳ میلیونه ډالر وپلورل شوه، چې په دغه ډول عام پلور کې یې د نړۍ د تر ټولې لوړې بیې پلورل شوې انځورګرۍ ریکارډ یې خپل کړ.[۳]
هغه چې د خپل تکنالوژیکي نبوغ له امله د درناوي وړ ؤ، الوتونکی ماشین، یو ډول زغروال جنګي موټر، لمریزه برېښنا، یو اضافي ماشین او double hull یې د مفهوم له مخې طرح کړي وو. په نسبي توګه د هغه ډېرې کمې طرحې یا ډیزاینونه د هغه د ژوندانه پر مهال جوړ شوي او یا یې هم د جوړېدو امکان یې درلود، ځکه د رنسانس پر مهال فلزاتو او انجینیرۍ ته اړوند نوې علمي لارې چارې په خپلو لومړنیو پړاوونو کې وې. خو له دې سره د هغه یو شمېر کوچني اختراعات لکه د تار تاوولو اتوماتیک ماشین او یا هم د سیم د پیاوړتیا د کچې د معلومولو ماشین د تولید نړۍ ته لار پرانیسته. نوموړي د اناتومي، ساختماني انجینیرۍ، هایدروډینامیک، ځمک پوهنې، روښنایي فزیک او ترایبولوژي (tribology) (اصطکاک فزیک) په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، خو له دې امله چې دغه موندنې یې نه دي نشر کړې په نویو علومو یې هېڅ مستقیم اغېز نه دی کړی.[۴][۵]
شخصی ژوند
په هغو زرګونو خطي نسخو او یادښتونو کې چې لیوناردو پرېښي، ډېرلږ یې په کې خپل ژوند شخصي ژوند ته اشاره کړې ده. [۶]
د لیوناردو د ژوند پر مهال، د هغه خارق العاده اختراعاتو، د هغه " بې حده فزیکي ښایست" او "له حده زیاته مهرباني" څه ډول چې ایټالوي انځور ګر واساري (Vasari) هغه توصیف کړې او همدارنګه د هغه د ژوند نورو اړخونو د نورو پام ده ته اړولی وو چې یو له دغو له حیواناتو سره د ده مینه وه. د هغه یوه ځانګړنه له حیواناتو سره مینه وه، له همدې امله هغه سابه خوړونکی ؤ او د واساري په وینا هغه دغه عادت درلود چې په قفس کې ساتونکي مرغان به یې پېرل او هغه به یې خوشي کول.[۷]
لیوناردو ګڼ شمېر ملګري لرل چې یو شمېر یې په خپلو برخو او یا هم له تاریخي پلوه د پام وړ دي. یو له هغو ریاضي پوه لوکا پاچیولي (Luca Pacioli) دی چې په ۱۴۹۰یمه لسیزه کې یې له هغه سره د Divina proportione کتاب په لیکلو کې مرسته کړې ده. داسې مالومېږي چې لیوناردو له سیسیلیا ګالرانی Cecilia Gallerani او له دوو ایسټي (Este) خویندو باتریس (Beatrice) او ایزابېلا (Isabella) پرته له هېڅ ښځې سره نږدې اړیکې نه دي لرلې. په هغه سفر کې چې دوی مانتوا (Mantua ) ته درلود هغه د ایزابېلا یو انځور رسامي کړ چې معلومېږي د هغې له مخې به یې انځور کړی وي چې اوس ورکه ده.[۸][۹][۱۰]
د ملګرتیا تر څنګ، لیوناردو خپل شخصي ژوند پټ ساتلی. د هغه جنسي اړیکې د طنز، شننې او حدس او ګمان له مخې وې. دغه موضوع د ۱۶ مې پېړۍ په نیمایي کې رامنځته او په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې یو ځل بیا راپورته شوه. په اړه یې تر ټولو مهمه څېړنه هم د زیګموند فروید (Sigmund Freud) له خوا د لیوناردو داونچي او د هغه د ماشومتوب خاطره (Leonardo da Vinci, A Memory of His Childhood) په نوم کتاب دی. ګمان په دې دی چې د لیوناردو تر ټولو صمیمي اړیکه هم د هغه له دوه شاګردانو سلای (Salaì) او ملزی (Melzi) سره وه. ملزي په هغه لیک کې چې د لیوناردو وروڼو ته یې د هغه د مړینې د خبر ورکولو په موخه لیکلي و څرګنده کړې چې داوینچي له خپلو دوه زده کوونکو سره له مینې ډکه اړیکه لرله. له ۱۶ مې پېړۍ وروسته دغه ادعا ګانې هم وشوې چې دغو اړیکو جنسي او شهواني اړخونه هم لرل. ۱۴۷۶ ز کال ته اړوند د محکمې داسې اسناد هم شته چې ښيي هغه مهال چې لیوناردو ۲۴ کلن وو له دریو نورو ځوانانو سره په ګډه د یو تن پلورنکي سړي سره په لواطت تورن شوي وو. د شواهدو د نه شتوالي له امله دوی برائت ترلاسه کړ خو له هغه ځایه چې یو له دغو دریو نورو لیوناردو دی تورنابوني (Lionardo de Tornabuoni) و چې لورنتزو دی مدیچي (Lorenzo de' Medici) سره یې نږدې اړیکې لرلې. مدیچي کورنۍ له خپل نفوذ څخه په کار اخیستو د هغه په خلاصون کې مرسته کړې وه. له هغه مهال وروسته د داوینچي د همجنس ګرایي او د هغه په اثارو کې د هغو د اغیز اړوند ګڼ شمېر مطالب لیکل شوي چې د هغه په ګڼ شمېر اثارو په ځانګړې توګه په Saint John the Baptist او Bacchus کې د هغه شهوت ګرایي (eroticism) او دوجنسه والی (androgyny) په ښکاره ډول معلومېږي. [۱۱] [۱۲][۱۳]
نقاشۍ
د یو مخترع او عالم په توګه د لیوناردو د ستایلو سربېره په تېرو ۴۰۰ کلونو کې د هغه شهرت د انځورګرۍ په برخه کې د هغه د لاسته راوړنو له امله ؤ. هغه د ګوتو په شمېر اثار چې ده ته اړوند بلل کېږي او یا هم ده ته یې نسبت ورکړل شوی د سترو شهکارونو له ډلې دي. دغه انځورګري د کیفیت د تنوع له مخې چې ډېری زده کوونکي له هغو تقلید کوي او د کارپوهانو او منتقدینو له خوا پرې ګڼ بحثونه شوي، ډېرې مشهورې دي. په ۱۴۹۰ مه لسیزه کې مخکې له مخکې لیوناردو د الهي انځورګر په توګه توصیف شوی و.[۱۴]
له هغو ځانګړنو څخه چې د لیوناردو اثار بې ساري کوي د ده هغه نوښتي تخنیکونه دي چې د رنګ په کارولو کې یې ترې ګټه اخیستې؛ له اناټومي، رڼا، بوټو او ځمکې د هغه بشپړ معلومات دي؛ له څېرې پېژندنې (physiognomy) او د بیان او اشارې له مخې له انساني احساساتو سره د هغه علاقه ده چې څه ډول هغه ثبت کړي؛ په نوښتګره بڼه د انساني انځوریز ترکیب جوړول او په ډېر ظرافت د هغو درجه بندي ده. دغه ټولې ځانګړنې د هغه په مشهوره انځورګریو لکه مونالیزا، the Last Supper او Virgin of the Rocks کې یوځای کارول شوې دي.[۱۵]
سرچينې او ياداښتونه
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Heydenreich 2020.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Kemp 2003.
- ↑ Zöllner 2019، م. 250.
- ↑ Kaplan, Erez (1996). "Roberto Guatelli's Controversial Replica of Leonardo da Vinci's Adding Machine". Archived from the original on 29 May 2011. نه اخيستل شوی 19 August 2013.
- ↑ Capra 2007، مم. 5–6.
- ↑ Zöllner 2019، م. 20.
- ↑ MacCurdy, Edward, The Mind of Leonardo da Vinci (1928) in Leonardo da Vinci's Ethical Vegetarianism
- ↑ Cartwright Ady, Julia. Beatrice d'Este, Duchess of Milan, 1475–1497. Publisher: J.M. Dent, 1899; Cartwright Ady, Julia. Isabella D'Este, Marchioness of Mantua, 1474–1539. Publisher; J.M. Dent, 1903.
- ↑ Bortolon 1967.
- ↑ Bambach 2003.
- ↑ Sigmund Freud, Eine Kindheitserinnerung des Leonardo da Vinci, (1910)
- ↑ Michael Rocke, Forbidden Friendships epigraph, p. 148 & N120 p. 298
- ↑ Isaacson 2017.
- ↑ Arasse 1998، مم. 11–15.
- ↑ These qualities of Leonardo's works are discussed in (Hartt 1970، مم. 387–411)