لوېدېځه رومي سترواکي

لوېديځه رومي سترواکي د رومي سترواکۍ په اوږدو کې له ټولو هغو لوېديځو ولايتونو څخه جوړه وه، په کوم مهال کې چې دا ولايتونه د يوه جلا خپلواک ټولواکمن دربار څخه اداره شوي دي؛ په ځانګړي ډول، د تاريخ لیکنې له اړخه دا اصطلاح له ۲۸۶ څخه تر ۴۷۶ ز کال پورې مودې ښودنه کوي، دا مهال په دې سترواکۍ کې دوه برابر دربارونه وو چې د سترواکۍ لوېديځ او ختيځ ولايتونه يې اداره کول، په هر دربار کې جلا جلا شاهي ځای ناستي هم ټاکل کېدل. د لوېدېځې رومي سترواکۍ او ختيځې رومي سترواکۍ اصطلاح په اوسنيو وختونو کې منځ ته راغلې، چې هغه سياسي هستې تشرېح کړي چې په رښتینې معنا خپلاکې وې. اوسني روميان دا نه مني چې سترواکي په دووسترواکيو وېشل شوې وه، بلکې دې ته يو هېواد وايي چې د زياتې ګټورتيا په موخه دوو ټولواکمنو دربارونو اداره کاوه. لويديځه رومي سترواکي په ۴۷۶ ز کال کې ړنګه شوه او په ۵۵۴ ز کال کې «جسټينټاين» په رسمي ډول په «روينا» کې د لوېديځ واکمن دربار منحل کړ. ختيځ ټولواکمن دربار تر ۱۴۵۳ پورې دوام وموند.

که څه هم دې سترواکي داسې پړاوونه ليدلي وو چې په يو وخت کې دوو سترواکانو په شريکه اداره کوله، د ناورين څخه د ډکو کورنيو جګړو او درېيمې پېړۍ د بحرانونو له پيل کېدو وروسته سترواک «دقلديانوس» دا اند د روم د قانون د اصلاح په ډول منځ ته راووړ چې يو سترواک نه شي کولای، دا ټوله سترواکي اداره کړي.  هغه په ۲۸۶ ز کال کې د څلورو سترواکانو نظام وړاندې کړ چې دوه يې د «اګوسټس» په نوم مشران سترواکان وو، يو يې په ختيځ کې او بل يې په لويديځ کې و، هر يو يې ټاکلی قيصر درلود (مشر سترواک او ټاکلی ځای ناستی)، خو د څلورو سترواکانو نظام د څو کلونو په موده کې ړنګ شو او د ختيځ او لوېديځ اداري وېش په راتلونکو پېړيو کې په يو او بل ډول وپاېد.  په دې ډول د درېيمې او پنځمې پېړۍ تر منځ موده کې لوېديځه رومي سترواکي په وار وار په بېلا بېلو پړاوونو کې موجوده پاتې شوه. د «لومړي کوسټانټين» او «لومړي تيوډوزيوس» په څېر ځينو سترواکانو په ټوله رومي سترواکۍ کې د يواځينيو «اګوسټوس» په څېر واکمني وکړه. په ۳۹۵ ز کال کې د «تيوډوزيوس» په مړينې سره، هغه دا سترواکي د خپلو دوو زامنو تر منځ ووېشله، «اونوريوس» يې په لوېديځ کې ځایناستی شو چې د لنډ وخت لپاره يې لومړی له «ميډيالانيوم» او بيا له «روينا» څخه واکمني وکړه، په ختيځ کې يې «ارکيډيوس» په نوم خپل زوی د ځایناستي په توګه وټاکه، چې له قسطنطنيې څخه يې واکمني کوله.

په ۴۷۶ ز کال کې، د «روينا» له جګړې وروسته، په لوېديځ کې رومي پوځ د «اوډواسر» او د هغه د جرماني «فوډيريټي» (يو قبيلوي پوځ و) په لاس ماتې وخوړه. «اوډواسر» په زور سره سترواک «رومولس اګوسټولوس» معزول کړ او خپله د ايټاليې پاچا شو. په ۴۸۰ ز کال کې، د پخواني لوېديځ سترواک «جوليس نيپوس» له وژل کېدو وروسته، د ختيځ سترواک «زينو» لوېديځ دربار منحل کړ او ځان يې د رومي سترواکۍ يواځينې سترواک اعلان کړ. د اتلسمې پېړۍ بریتانوي تاريخ پوه «ايډوارډ ګيبين» د ۴۷۶ ز کال تاريخ ته په دې نوم شهرت ورکړی چې په دې تاريخ سره د لوېديځې سترواکۍ پای راغلی او کله نا کله دا تاريخ له لرغوني پړاو څخه منځني پړاو ته د لېږد د نقطې په توګه کتل کېږي. د «اوډواسر» ايټاليې او د نورو نارومي پاچاهيو ډېريو يې د پخواني لويديځ روم د ائتلاف استازيتوب کاوه، چا چې دوی ته د پوځي مرستې په بدل کې ځمکې ورکړې وې، دوی د زړورومي اداري نظامونو د دوام او د لويديځ رومي دربار تش په نامه تابعيت په مټ د رومي دوام ادعا لري.

په شپږمه پېړۍ کې، سترواک «لومړي جسټينين»د پخوانۍ لوېديځې سترواکۍ په ډېرو برخو يو ځل بيا مستقيمه ټولواکمني پيل کړه، د هغه په واکمنۍ کې نېکمرغه شمالي افريقا، د لرغوني روم مرکزي ځمکه ايټاليا او د هسپانيا ځينې برخې هم شاملې وې. په ختيځو مرکزي سيمو کې سياسی بې ثباتي چې بهرني یرغلونه او مذهبي اختلافات هم ورسره مله وو، هغه هڅې ستونزمنې کړې چې د دې سيمو واک له ځانه سره وساتي او دا سيمې د ښه لامل لپاره سوکه سوکه پرېښودل شوې. که څه هم ختيځې سترواکۍ د ايټاليې په سويل کې ځينې ځمکې تر يوولسمې پېړۍ پورې له ځانه سره وساتلې، بيا يې هم هغه واک تر ډېره بريده له لاسه ورکړ چې په لوېدېځه اروپا يې درلود. په ۸۰۰ ز کال کې د روم سترواک په توګه د پاپا له خوا د فرانکي پاچا «چارلمينګن» د تاج پوشۍ مراسمو د يوې نوې ټولواکمنې ليکې بنسټ کېښود، کوم چې په سپيڅلې رومي سترواکۍ واوښت، چا چې په لويديځه اروپا کې د ټولواکمنۍ لقب بيا راژوندی کړ، خو دا په هېڅ ډول د رومي واکمنۍ يا نظام دوام نه و. د رومي کليسا او قسطنطين تر منځ د ۱۰۵۴ ز کال زياته جلا کېدنه هغه واکمني لا پسې کمزورې کړه، چې په قسطنطنيه کې واکمن سترواک يې په لويديځ کې د لرلو هيله من و.

مخینه سمول

کله چې رومي جمهوريت پراخ شو، داسې یو حالت ته ورسېد چې نه يې شول کولای، په اغېزناک ډول په لرې پرتو ولايتونو واکمني وکړي. د سترواکۍ اړيکې او د لېږد رالېږد چارې په ځآنګړي ډول په پراخه کچه له ستونزو سره مخامخ وې. د يرغل، بغاوت، طبيعي ناورينونو يا وباګانو د پيل خبرونه په بېړیو يا سپرو خبر رسوونکو خدماتو رسېدل او ډېر ځله به يې روم ته په رسېدو، له روم څخه د فرمانونو په لېږد او بیا په هغې عمل کېدو کې به يې زيات وخت نيو. په همدې بنسټ د ولايتونو واليانو د روم جمهوريت په نوم خپلواکه واکمني درلوده. واليانو به د پوځ د قوماندې، د ولايت د ماليې چارو سمبالښت او د ولايت د مشر قاضي په ګډون ډېرې دندې پر مخ وړلې.[۱]

د سترواکۍ له تاسيس مخکې، په ۴۳مخزېږديز کې د رومي جمهوريت ځمکې د دويم «ټريوموريټ» (په روم کې په جلا جلا ډول د درې تنو له خوا حکومتي چارې پر مخ وړل کېدل) تر منځ وېشل شوې وې: مارک انټوني، اکټيوين او مارکوس ايميليس ليپيډيس. انټوني په ختيځ کې ولايتونه تر لاسه کړل چې نومونه يې دا دي: اچيه، مسيډونيا او ايپيرس (تقريباً اوسنی يونان، البانيا او د کورشيا ساحل)، بيتينيا، پونټوس او اسيا (تقريباً اوسنۍ ترکيه)، سوريا، قبرص او سارينيکا. دا ځمکې پخوا ستر سکندر نيولې وې؛ له همدې امله، د واکمنې طبقې ډېره برخه يې يوناني توکمه وه. ټوله سيمه او په ځانګړي ډول ستر ښارونه يې تر ډېره بريده په یوناني کلتور کې جذب شوي او يوناني ژبه اصلي ژبه ګرځېدلې وه.[۲][۳]

اوکټاوين په لوېديځ کې رومي ولايتونه تر لاسه کړل، چې دا وو: ايټاليا (اوسنی ايټلي)، ګاول (اوسنی فرانس)، ګاليا بلژيکا (د اوسني بلجيم ځینې برخې، هالنډ او لوکزامبورګ) او هسپانيا (اوسنۍ هسپانيا او پرتګال). د دې ځمکو په ساحلي سيمو کې یوناني او «کارتاجينين» مستعمرې هم شاملې وې، خو «ګاول» او «سيلټيبيرين» په څېر «سليټيکي» قبايلو کلتور تر ډېره واکمن و.«ليپيډس» د افريقا کوچني ولايتونه تر لاس کړل (تقريباً اوسنی تونس). اوکټاوين ډېر ژر له ليپيډس څخه افريقا ونيوله، په داسې حال کې «سيسليا» (اوسنی سيسلي) يې هم په خپل هېواد کې شامله کړه.[۴]

د مارک انټوني په ماتې سره، اکټيوين د فاتح په توګه په يوه متحده رومي سترواکۍ واکمني پيل کړه. په دې سترواکۍ کې ډول ډول ډېر کلتورونه وو او ټول په کرار کرار د رومي کېدو له تجربې تېر شول. په داسې حال کې چې په ټوليز ډول لويديځ يوناني کلتور او ختيځ لاتيني کلتور په اغېزناک ډول عمل وکړ، سياسي او پوځي پرمختګ په پای کې  سترواکي په همدې کلتوري او ژبني ليکو يو ځل بيا قايمه کړه. ډېر ځله، يوناني او لاتيني کړنلارې (او تر يو بريده خپله ژبې هم)  د تاريخ (لکه هغه چې ستروا کاتو ليکلي دي)، فلسفه او بلاغت په څېر څانګو کې سره يو ځای کېږي.[۵][۶][۷][۸]

سرچينې سمول

  1. Roman Governors.
  2. Samarin 1968، صص. 662–663.
  3. Eck 2002، ص. 15f.
  4. Weigel 1992، ص. 88f.
  5. Tenney 1930، ص. 35.
  6. Grant 1954، صص. 30–45.
  7. Grant 1954، صص. 91–94.
  8. Curchin 2004، ص. 130.