لوېدیځ برلین

لوېدیځ برلین یوه محصوره سیاسي سیمه وه چې د سړې جګړې پرمهال د برلین لوېدیځه برخه په کې شامله وه؛ که څه هم د لوېدیځ برلین حقیقي حقوقي وضعیت مبهم ؤ او د آلمان د فدرال جمهوریت (Federal Republic of Germany) یا (FRG) ځمکنۍ ادعا پر سر شوروي اتحاد او ختیځ اتحاد نورو هېوادونو په پراخه پیمانه ناندرۍ وکړې، لوېدیځ برلین له سیاسي پلوه او په ۱۹۴۹ کال کې د FRG سره ځان هملاری کړ. برلین په مستقیم یا نامستقیم ډول په خپلو فدرال بنسټونو کې ګډون کاوه.   

لوېدیځ متفقینو په رسمي ډول لوېدیځ برلین کنټرول کاوه او په بشپړ ډول د شوروي تر کنټرول لاندې د ختیځ برلین او ختیځ آلمان له خوا محصور ؤ. لوېدیځ برلین د سړې جګړې په اوږدو کې لوی سمبولیک اهمیت درلود، ځکه چې لوېدیځو خلکو د "آزادۍ ټاپو" او په اروپا کې د امریکا ترټولو وفادار سیال ګاڼه. لوېدیځ آلمان دې ځای ته د "لوېدیځې نمایشګاه" په توګه په پراخه کچه مالي مرسته کاوه. لوېدیځ برلین چې یو بډایه ښار ؤ، د خپل ځانګړي نړیوال خصلت په پار او د تعلیم، څېړنې او د کلتور مرکز په توګه مشهور ؤ. لوېدیځ برلین شاوخوا دوه مېلیونه اوسېدونکي درلودل او د سړې جګړې په دوران کې یې د آلمان له هر ښار څخه ترټولو ډېر نفوس درلود.    [۱][۲][۳]

لوېدیځ برلین ۱۶۰ کیلومتره (۱۰۰ مایل) د آلمان د داخلي پولې ختیځ او شمال ته ؤ او یوازې د لوېدیځ آلمان څخه د ځمکنۍ تنګې رېل پټلۍ او لویو لارو دهلیزونو له لارې د لاسرسي وړ ؤ. په دې ځای کې د ۱۹۴۵ کال د امریکا، برېتانیې او فرانسې اشغال شوې سیمې شاملې وې. د برلین دیوال چې په ۱۹۶۱ کال کې جوړ شو، په فزیکي لحاظ یې لوېدیځ برلین له ختیځ برلین او د ختیځ جرمني له چاپېریال څخه جلا کړ تر دې چې په ۱۹۸۹ کال کې ړنګ کړل شو. د ۱۹۹۰ کال د اوکټوبر په ۳ هغه ورځ چې جرمني په رسمي ډول یو موټی شو، ختیځ او لوېدیځ برلین د فدرال جمهوریت سره د ښاري دولت په توګه په رسمي ډول متحد شول او بالاخره یو ځل بیا د آلمان پلازمېنه شو.   [۴]

سرچینه    سمول

د ۱۹۴۴ کال د لندن پروتوکول او د پوټسډام تړون د دوهمې نړیوال جګړې په پیلېدو سره د آلمان د اشغال لپاره قانوني جوړښت رامنځته کړ. د دې تړونونو له مخې آلمان رسماً د څلورو متفقینو (متحده ایالاتو، برېتانیې، شوروي اتحاد او فرانسې) له لوري اداره کېد، تر هغه چې د آلمان حکومت چې "ټولو اړخونو ته د منلو وړ"، جوړ شو. د آلمان خاوره چې په ۱۹۳۷ کال کې شته وه، د ختیځ آلمان زیاترې برخې سره به کمه شي، په دې توګه د آلمان پخوانۍ ختیځې خاورې رامنځته کېږي. پاتې خاوره به په څلورو زونونو ویشل کېږي، هر خاوره د یو له څلورو متفق هېوادونو له لوري اداره کېده. برلین چې د شوروي اشغال شوې سیمې په واسطه چې د منځني آلمان په زیاتره برخه کې نوی رامنځته شوی ؤ، چاپېر ؤ، په ورته ډول ووېشل شو او لوېدیځو متفقینو یوه محصوره سیمه چې د ښار لوېدیځې برخې په کې شاملې وې، ونیوله. د تړون له مخې د برلین اشغال یوازې د څلور اړخیزې موافقې په پایله کې پای ته رسېدلی شو. لوېدیځو متفقینو ته د برلین خپلو برخو ته درې هوایي دهلیزونه تضمین شول او شورويانو هم په نارسمي ډول د لوېدیځ برلین او د آلمان د لوېدیځو برخو ترمنځ سړک او ریل پټلۍ ته اجازه ورکړه (د ترافیک برخه وګورئ).  

په لومړي سر پلان ؤ چې دا ترتیب لنډمهاله اداري بڼه ولري او ټولو خواوو اعلان وکړ چې آلمان او برلین به ډېر ژر متحد شي. که څه هم همدا چې د لوېدیځو متفقینو او شوروي اتحاد ترمنځ اړیکې ترینګړې شوې او سړه جګړه پیل شوه، د آلمان او برلین ګډه اداره خرابه شوه. د شوروي له خوا اشغال شوي برلین او د لوېدیځ له خوا اشغال شوي برلین جلا جلا ښاري ادارې درلودې. شورويانو په ۱۴۴۸ کال کې هڅه وکړه چې لوېدیځ متفقینو مجبور کړي ترڅو په لوېدیځو برخو باندې د ځمکنۍ محاصرې، د برلین محاصرې په لګولو سره دوی له برلین څخه بهر کړي. لوېدیځ د خپل هوایي دهلیزونو په کارولو سره د برلین د هوایي پل له لارې د ښار خپلې برخې ته د خوراکي توکو او نورو توکو رسولو لپاره ځواب ورکړ. د ۱۹۴۹ کال په مې کې شورويانو له محاصرې لاس واخیست او لوېدیځ برلین د خپل واک سره د یو جلا ښار په توګه وساتل شو.    [۵]

د برلین له محاصرې وروسته د ختیځ او لوېدیځ برلین ترمنځ نورمالې اړېکې بیا پیل شوې. دا موده مؤقتي وه تر هغه چې خبرې بیا پیل شوې. د ختیځ آلمان حکومت په ۱۹۵۲ کال کې د خپلو پولو تړل پیل کړل او لوېدیځ برلین یې نور منزوي کړ. په مستقیمه پایله کې برېښنایي شبکې جلا شوې او د ټلفوني کرښې پرې شوې. ولکس پولیټزای (Volkspolizei) او شوروي پوځي پرسونل هم د ښار څخه د وتلو ټولو سړکونو د بندولو بهیر ته دوام ورکړ، چې په پایله کې د جون په میاشت کې د څو وسله والو نښتو او لږ تر لږه د فرانسوي جنډارمیري (French Gendarmerie) او فدرال سرحدي پولیسو (Bundesgrenzschutz) سره یوه نښته وشوه. که څه هم د برلین دېوال په جوړولو سره د تفرقې اوج تر ۱۹۶۱ کال پورې موجود نه ؤ.   [۶]

سرچينې سمول

  1. Daum, Andreas W. (2000). "America's Berlin, 1945‒2000: Between Myths and Visions". In Trommler, Frank (المحرر). Berlin: The New Capital in the East (PDF). Johns Hopkins University. د کتاب پاڼي 49–73. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۳ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Tobias Hochscherf, Christoph Laucht, Andrew Plowman, Divided, But Not Disconnected: German Experiences of the Cold War, p. 109, Berghahn Books, 2013, کينډۍ:ISBN
  3. "Berlin: Where Rivalry of East, West Soars" Archived 31 March 2019 at the Wayback Machine., U.S. News & World Report, 18 July 1983
  4. "1961: Berliners wake to divided city" Archived 25 January 2021 at the Wayback Machine., BBC News
  5. Ladd, Brian (1997). The Ghosts of Berlin: Confronting German History in the Urban Landscape. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 178–179. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0226467627. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Attwood, William (15 July 1952). Cowles, Gardner (المحرر). "Berlin calmly rides out its Pinprick War". European Affairs, Look Reports. LOOK (په انګلیسي ژبه کي). Vol. 16 no. 15. Des Moines, Iowa: Cowles Magazines, Incorporated. د کتاب پاڼې 90. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)