لوی غیر ناټو متحد
لوی غیر ناټو متحد (MNNA) د متحده ایالاتو د حکومت له خوا هغو نږدې متحدینو ته ورکړل شوی نوم دی چې د متحده ایالاتو له وسله والو ځواکونو سره سټراټیژیکې کاري اړیکې لري، خو د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) غړي نه دي. په داسې حال کې چې دا دریځ په اتوماتيک ډول له متحده ایالاتو سره دوه اړخیز دفاعي تړون ته اړتیا نه لري. دغه راز دا دریځ بېلابیل نظامي او مالي ګټې لري چې په بل ډول د غیر ناټو هېوادونو له خوا د لاس ته راوړلو وړ نه دي، چې اوس مهال ۱۹ هېوادونه د لوی غیر ناټو متحدین په توګه پېژندل شوی.
تاریخ
سمولد MNNA حیثیت په لومړي ځل ۱۹۸۷ز کال کې رامنځته شو، چې لومړني MNNA اسټرالیا، مصر، اسراییل، جاپان او سویلي کوریا وو. په ۱۹۹۶ز کال کې د غیر ناټو متحدینو هغه وخت زیاته پوځی او مالی مرسته تر لاسه کړه کله چې د ۲۳۲۱ک برخه د امریکا د متحده ایالاتو د قانون ( چې د بهرنیو مرستو د ۱۹۶۱ ز کال د قانون د ۵۱۷ برخې په توګه هم پیژندل کیږی )په توګه اضافه شوه او په دې توګه لوی غیر ناټو متحدینو د وسلو د صادراتو د کنټرول قانون نه معافیت تر لاسه کړ لکه څنګه چې د ناټو سازمان غړي له دغه معافیت نه برخمن دي. دغه راز دې ولسمشر ته دا اجازه هم ورکړه چې د کانګرس له خبرتیا نه دېرش ورځې وروسته یو هیواد د MNNA په توګه وټاکي. د دې قانون له تصویب وروسته پنځه هېوادونه د لوی غیر ناټو متحدینو په توګه وټاکه او اردن او نیوزیلینډ یې هم په لیست کې شامل کړل.[۱][۲][۳]
ارجنټاین
سمولپه ۱۹۹۸ز کال کې ولسمشر بیل کلینټن ارجنټاین هېواد ته « د سولې او امنیت برخه کې د مرستې لپاره » د متحد په توګه ونوماو، ځکه خلیج جګړه کې یې ګډون کړی و( د جنوبی امریکا یوازینی هېواد دی چې دې جګړه کې یې برخه اخیستې وه ) او د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو نه یې دوامدار ملاتړ کاو.[۴][۵]
برازیل
سمولپه ۲۰۱۹ز کال کې ډونالډ ټرمپ د برازیل له ولسمشر جیر بولسونارو سره د کاري لیدنې وروسته برازیل د غیر ناټو لوی متحد په توګه وټاکه.[۶][۷]
کولمبیا
سمولد ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې جو بایډن کولمبیا د لوی غیر ناټو متحد په توګه اعلان کړ. دغه راز بایډن وویل: «ما له ډیرې مودې راهیسې ویلي چې کولمبیا د یو سوکاله، خوندي او ډیموکراټیکې نیمه کرې د جوړولو لپاره هڅې کړې دی او نن زه په ویاړ سره کولمبیا د غیر ناټو متحد په توګه اعلانوم».[۸]
تونس
سمولد ۲۰۱۵ز کال په مې میاشت کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د خپل تونسي سیال بیجي قاید السبسي سره د کوربه توب په وخت کې تونس د غیر ناټو متحد په توګه اعلان کړ.
پاکستان
سمولد غیر ناټو د لویو متحدینو په توګه د ځینو هېوادونو نومول له جنجال پرته نه وو. په ۲۰۱۷ز کال کې د متحده ایالاتو استازو ټیډ پو او ریک نولان د پاکستان د ترهګرۍ ضد ناکافي هڅو، اسامه بن لادن ته د پناه ورکولو او له طالبانو نه د دوی ملاتړ ته په کتو د غیر ناټو د متحد په توګه د پاکستان د دریځ د لغوه کولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړ، خو دې لایحې ته رایه ورنه کړل شوه. دغه راز په ۲۰۱۷ز کال کې د امریکا لوی درستیز، جنرال جوزف ډانفورډ د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په درلودلو تورنه کړه. همدارنګه رویټرز راپور ورکړی چې «د ټرمپ د ادارې احتمالي غبرګونونه چې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پراخول دي کېدای شي د د پاکستان حیثیت د غیر ناټو متحد په توګه کم کړي».[۹][۱۰][۱۱]
قطر
سمولد ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ په ۳۱مه ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې قطر به د ۲۰۲۱ز کال اګسټ میاشت کې له افغانستان نه د متحده ایالاتو د وتلو پر مهال د دغه هېواد د مرستو په حواله د غیر ناټو یو لوی متحد شي.[۱۲]
تایوان
سمولکله چې کانګرس د ۲۰۰۳ مالي کال لپاره د ۲۰۰۲ز کال د سپټمبر په ۳۰مه د بهرنیو اړیکو د اجازې قانون تصویب کاو نو اړتیا وه، چې له تایوان سره داسې چلند وکړي لکه څنګه چې د غیر ناټو متحد په توګه ټاکل شوی وي. دغه راز د ولسمشر د بهرنیو اړیکو په واکونو کې د کانګرس د مداخلې په اړه د ځینو شکونو سره سره، د ۲۰۰۳ ز کال د اګسټ په ۲۹مه د بوش ادارې کانګرس ته یو لیک واستاوه چې تایوان د غیر ناټو د یوه لوی متحد په توګه وپېژني.[۱۳]
سویل ختیځ اسیا
سمولپه ورته وخت کې د سویل ختیځ اسیاي هېوادونو ټولنې (ASEAN) غړو لکه ټایلینډ او فیلیپین ته بلنه واستول شوه، چې دواړو ومنله. دغه راز د راپورونو له مخې سنګاپور ته هم د ورته ترتیباتو وړاندیز شوی و، خو دا وړاندیز یې رد کړ.[۱۴][۱۵]
نيوزيلینډ
سمولد متحده ایالاتو او نیوزیلینډ ترمنځ سټراټیژیکې او نظامي همکارۍ په ۱۹۸۴ز کال کې د اټومي ځواک لرونکي کښتیو د رسېدو له امله د ANZUS اتحاد له ړنګېدو وروسته زیانمنې شوې. په ۱۹۹۷ز کال کې د MNNA په توګه د نیوزیلینډ نومول د دواړو ترمنځ د اړیکو تودوخې نښه وه. د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې نیوزیلینډ له ناټو سره د اړیکو د لا ټینګښت او پیاوړتیا په موخه د همکاریو تړون لاسلیک کړ.
احتمالي لوی غیر ناټو متحدین
سمولاوکراین، ګرجستان او مالدووا
سمولپه ۲۰۱۴ز کال کې له روسیې سره د کریمیا له الحاق وروسته د متحده ایالاتو په کانګرس کې یو لایحه وړاندې شوه چې ګرجستان، مالدووا او اوکراین ته د غیر ناټو متحد حیثیت ورکړي، چې په دې توګه د اوکراین د لوی غیر ناټو متحد په توګه د امریکا د استازو په مجلس کې د ۲۰۱۹ز کال مې میاشت کې یوه لایحه وړاندې شوه. تر ۲۰۲۲ کال پورې، دا بدلونونه په اروپا کې د امریکا د امنیت او همکارۍ د کمیسیون له ملاتړ سره سره، چې د هیلسینکي کمیسیون په نوم هم یادیږي په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته نه دي رامنځته شوي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه
سمولپه ۲۰۱۵ز کال کې د کمپ ډیویډ د غونډې په لړ کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا له هېوادونه سره د اوباما ادارې د لوی غیر ناټو متحدینو په توګه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو (UAE)، عمان او قطر د نومولو لپاره غور وکړ، چې قطر له هغه وخت راهیسې د غیر ناټو متحد په توګه نومول شوی.[۲۰]
فنلنډ او سویډن
سمولد فنلنډي ورځپاڼو په وینا، د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ په لومړیو کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته فنلنډ او سویډن د لوی غیرناټو متحد دریځ لپاره غوښتنه کړي، چې له هغه وخت راهیسې دواړو هېوادونو په ناټو کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
لوی شریکان
سمولاسراییل د سټراټیژیک ملګري په توګه
سمولد ۲۰۱۴ز کال په ډسمبر کې د متحده ایالاتو کانګرس د ۲۰۱۳ز کال د متحده ایالاتو او اسرائیلو سټراټیژیکو همکاریو قانون تصویب کړ، چې د دې له مخې اسراییل د لوی غیر ناټو متحدینو په طبقه بندي کې یو ګام پورته وګڼل شو او د دفاعي او انرژۍ زیربنا لپاره یې اضافي ملاتړ رامنځته کاو او د سوداګرۍ او اکاډمیک له لارې همکاري پیاوړې کړي. همدارنګه دغه لایحې له متحده ایالاتو نه هم وغوښتل چې په اسراییلو کې خپلې جنګي زیرمې ۱.۸ میلیارد ډالرو ته لوړې کړي، خو دا لایحې ته رایه ورنه کړل شوه او له همدې امله تصویب نه شوه او قانون نه شو.[۲۸][۲۹][۳۰]
هند د لوی دفاعي شریک په توګه
سمولپه ۲۰۱۶ز کال کې متحده ایالاتو هند د « لوی دفاعي شریک» په توګه په رسمیت وپیژاند، چې دا یوه میاشت وروسته له هغه وشوه چې د متحده ایالاتو د استازو مجلس د هند د دفاعي ټیکنالوژۍ او شراکت قانون تصویب کړ. دغه راز دې کار هند ته اجازه ورکړه چې نور هغه پرمختللي او حساسه ټیکنالوژي واخلي چې د متحده ایالاتو له نږدې متحدینو او شریکانو سره برابر وي. همدارنګه متحده ايالات څلور « بنسټیز تړونونه » لري چې له هند سره یې لاسلیک کوي.[۳۱][۳۲]
پخواني لوی غیر ناټو متحدین
سمولافغانستان (۲۰۱۲ز کال-۲۰۲۲ز کال)
سمول- افغانستان په ۲۰۱۲ز کال کې د اوباما د ادارې له خوا د لوی غیر ناټو متحد په توګه وټاکل شو او په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هم همداسې پاتې شو، خو د ۲۰۲۲ ز کال جولای میاشت کې د بایډن ادارې په رسمي ډول کانګرس ته د افغانستان ټاکل شوی حیثیت د لوی غیر ناټو متحد په توګه لغوه اعلان کړ.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
سرچينې
سمول- ↑ "U.S. Is Granting Israel Non-NATO Ally Status : Move Should Bring Strategic and Economic Gains, Shamir Says; Egypt Gets Same Rating". Los Angeles Times (په انګليسي). 1987-02-16. نه اخيستل شوی 2020-09-02.
- ↑ Title 10, section 2350a of US Code Archived 2012-07-21 at the Wayback Machine.
- ↑ کينډۍ:Usc
- ↑ "Argentina, gran aliado extra-OTAN" [Argentina great ally extra-NATO]. Perfil (په اسپانيايي). 29 April 2016. نه اخيستل شوی 7 September 2020.
- ↑ "Polémica por la designación como aliado extra-OTAN" [Controversy over designation as extra-OTAN ally]. Clarín (په اسپانيايي). 10 October 1997. نه اخيستل شوی 7 September 2020.
- ↑ "Major Non-NATO Ally Status". United States Department of State (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-05-07.
- ↑ "Trump bumps up Brazil to 'major non-NATO' ally".
- ↑ Samuels, Brett. "Biden designates Colombia as major non-NATO ally".
- ↑ "CONGRESSMEN POE AND NOLAN INTRODUCE BILL REVOKING PAKISTAN'S MNNA STATUS". نه اخيستل شوی July 31, 2017.[مړه لينکونه]
- ↑ "General Dunford: Pakistan intelligence has links to 'terrorists'". Al-Jazeera. October 4, 2017.
- ↑ "Mattis says will try to work with Pakistan 'one more time' Archived 2018-04-23 at the Wayback Machine.". Reuters. October 3, 2017.
- ↑ Shear, Michael D. (31 January 2022). "Biden Designates Qatar as a Major Non-NATO Ally". The New York Times. نه اخيستل شوی 14 February 2022.
- ↑ Kan, Shirley (December 2009). Taiwan: Major U.S. Arms Sales Since 1990. DIANE Publishing. p. 52. ISBN 978-1-4379-2041-3.
- ↑ Huxley, Tim (30 July 2012). "Singapore and the US: not quite allies". The Strategist. Australian Strategic Policy Institute. Archived from the original on 2 August 2012. نه اخيستل شوی 26 August 2020.
- ↑ Graham, Euan (10 December 2015). "The US-Singapore enhanced defence agreement: A third upgrade for bilateral collaboration". The Interpreter. The Lowy Institute. Archived from the original on 26 August 2020. نه اخيستل شوی 26 August 2020.
- ↑ Bazhenova, Olga (April 2021). "The Major non-NATO Ally Status: Characteristics, Chronology, Geographical Distribution". International Organisations Research Journal (په انګليسي). 16 (1): 162–171. doi:10.17323/1996-7845-2021-01-08. S2CID 236278254.
- ↑ کينډۍ:USBill - Ukraine Freedom Support Act of 2014
- ↑ "Ukraine might be designated as major non-NATO US ally". Kyiv Post. 2019-06-01. نه اخيستل شوی 2019-06-30.
- ↑ Mackinnon, Amy. "U.S. Commission Urges Biden to Designate Ukraine, Georgia as Major Non-NATO Allies". Foreign Policy (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-05-09.
- ↑ Toosi, Nahal (May 14, 2015). "U.S. may raise Arab states to 'major' ally status". Politico. نه اخيستل شوی May 14, 2015.
- ↑ "US Senate okays non-Nato ally status for India". نه اخيستل شوی August 29, 2019.
- ↑ Iwanek, Krzysztof (2019-08-01). "No, India Isn't a 'Major Non-NATO Ally' of the United States". The Diplomat.
- ↑ Buchert, Peter. "Finland och Sverige driver närmare Nato – utan att bekräfta slutmålet". www.hbl.fi (په سویډني). نه اخيستل شوی 2022-03-08.
- ↑ "Finland and Sweden seek US defense guarantees in 'Northern Fortress' alliance to deter Russian ambitions in the Nordic region". Remix News (په انګليسي). 2022-03-08. نه اخيستل شوی 2022-03-09.
- ↑ "IL:n tiedot: Suomi ja Ruotsi hakevat yhdessä Major non-NATO ally -statuksen kaltaista yhteistyötä Yhdysvaltain kanssa". www.iltalehti.fi (په فينلينډي). نه اخيستل شوی 2022-03-05.
- ↑ "Sweden, Finland submit applications to join NATO". POLITICO (په انګليسي). 2022-05-18. نه اخيستل شوی 2022-05-29.
- ↑ "Finland and Sweden officially apply to join NATO despite Russia's warnings". www.cbsnews.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-05-29.
- ↑ "US Congress passes Israel strategic partnership bill". The Times of Israel. نه اخيستل شوی May 20, 2016.
- ↑ "Congress enshrines Israel in a new class of ally". The Jerusalem Post - JPost.com. نه اخيستل شوی May 20, 2016.
- ↑ "US Congress passes Israel strategic partnership bill". نه اخيستل شوی May 20, 2016.
- ↑ Chaudhury, Dipanjan Roy. "US recognizes India as 'major defense partner' - The Economic Times". The Economic Times. نه اخيستل شوی 2020-07-16.
- ↑ "U.S.A. GRANTS INDIA NON-NATO ALLY STATUS". IAS gateway (په انګليسي). 2019-07-03. نه اخيستل شوی 2021-10-06.
- ↑ "Hillary Clinton says Afghanistan 'major non-Nato ally'". BBC News. July 7, 2012. نه اخيستل شوی July 7, 2012.
- ↑ Afghanistan's Independence Day Press by Hillary Rodham Clinton Secretary of United States. August 17, 2012
- ↑ "Biden to rescind Afghanistan's designation as major non-NATO ally". The Hill. نه اخيستل شوی 7 July 2022.
- ↑ "Letter to the Speaker of the House and President of the Senate providing notice of the President's intent to rescind the designation of Afghanistan as a Major Non-NATO Ally". White House. BRIEFING ROOM. نه اخيستل شوی 6 July 2022.