لوی الفرد
لوی الفرد (په انګلیسي: Alfred the Great؛ زوکړه: ۸۴۸/۸۴۹ زکال – مړینه: د ۸۹۹ زکال د اکتوبر ۲۶ مه) له ۸۷۱ زکال څخه تر نږدې ۸۸۶ زکال پورې د لویدیځو ساکسونانو پاچا او له شاوخوا ۸۸۶ زکال څخه په ۸۹۹ زکال کې د مړینې تر مهاله د انګلو – ساکسونانو پاچا و. نوموړی د پاچا اتلولف او د هغه د لومړۍ مېرمنې آزبوره، کوچنی زوی و چې دواړه د الفرد د ځوانۍ پر مهال مړه شول. د الفرد درې وروڼه اتلبالډ، اتلبرت او اتلرد په نوبت سره له هغه وړاندې پاچایان و. د الفرد د واکمنۍ پر مهال پام وړ پوځي او اداري اصلاحات رامنځته شول چې په انګلستان کې د تل پاتې بدلونونو لامل وګرځېدل. [۳]
لوی الفرد | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | 26 اکتوبر 899 (49–50 کاله)[۲] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | زړه انگليسي |
سمول |
الفرد واک ته له رسېدو وروسته څو کلونه د وایکېنګانو د بریدونو پروړاندې په مبارزې تېر کړل. نوموړي په ۸۷۸ زکال کې د اډینګټون په جګړه کې پرېکنده بریا ترلاسه کړه او له وایکېنګانو سره یې د هوکړې په کولو سره انګلستان د انګلو ساکسونانو په قلمرو او وایکېنګانو تر واکمنۍ لاندې دانلا باندې ووېشه چې له شمالي انګلنډ، شمال ختیځ مېډلنډ او ختیځ انګالیا څخه جوړېده. الفرد همدارنګه عیسویت ته د وایکېنګي واکمن ګوتروم په اوښتو نظارت درلود. نوموړي د وایکېنګانو له خوا ځانته د اړوند قلمرو د نیولو د هڅو پر وړاندې دفاع وکړه او د انګلستان په حاکم واکمن واوښت. د هغه د ژوندانه اړوند جزیات د نهمې پېړۍ د ولزي کشیش او څېړونکي آسر په اثر کې شرح شوي دي. [۴]
الفرد د یو روزل شوي او مهربانه کس په توګه د خپل مهربانه خوی او سم قضاوت له مخې روزنیز اقدامات هڅول او وړاندیز یې کاوه چې ابتدایي زده کړې د لاتین پر ځای په انګلیسي ژبه شي. نوموړی همدارنګه د حقوقي سیستم، پوځي جوړښتونو او د خپلو خلکو د ژوندانه معیار د لوړولو له امله شهرت لري. په ۱۶ مه پېړۍ کې نوموړي ته د «لوی» لقب ورکړل شو.
مخینه
سمولد الفرد بابا، اګبرت په ۸۰۲ زکال کې د وسکس پاچا شو؛ د تاریخ لیکونکي ریچارډ ابلز له نظره د هغه معاصرینو ته په پام دا ډېره لرې وه چې نوموړی دې یوه پایداره پاچاهي رامنځته کړي. د ۲۰۰ کلونو لپاره درې کورنیو د ساکسون د تاج او تخت لپاره جګړه کړې وه او هېڅ یو زوی هم د پاچا په توګه د خپل پلار په ګامونو نه و تللی. د اګبرت هېڅ یو له اجدادو څخه د شپږمې پېړۍ په وروستیو کې د سیاولین له مهال را وروسته د وسکس پاچا نه و پاتې شوی، خو باور پر دې و چې نوموړی د لویدیځو ساکسونانو د بنسټګر سردیک له لمسیانو څخه دی. دغې چارې اګبرت په اتلینګ – د تاج او تخت د شرایطو لپاره په برابر شهزاده – واړوه. خو د اګبرت له واکمنۍ وروسته د سردیک د کورنی غړیتوب د اتلینګ کېدو لپاره کافي نه و. د لویدیځ ساکسون راتلونکي ټول پاچایان د اګبرت او اتلولف له لمسیانو څخه و او همدارنګه د پاچایانو زامن و.
د نهمې پېړۍ په پیل کې د انګلستان ډیری برخې د انګلو ساکسونانو تر بشپړ کنټرول لاندې وې. مرسیا د انګلستان په سوېل واک درلود، خو د هغو برتري په ۸۲۵ زکال کې هغه مهال چې د الندون په جګړه کې یې د اګبرت له خوا پرېکنده ماته وخوړه له منځه ولاړه. دغه دواړې پاچاهۍ یو موټۍ شوې او د دوی اتحاد د وایکېنګانو د بریدونو پر وړاندې ډېر مهم و. په ۸۵۳ زکال کې د بورګرد پاچا مرسیا د لویدیځ ساکسون څخه د ولز د پاڅون په ځپلو کې مرسته وغوښته او اتلولف د لویدیځ ساکسون د یوې ډلې په ګډون د ګډو بریالیو عملیاتو مشري وکړه. همدغه کال بورګرد د اتلولف له لور ایتلسویث سره واده وکړ. [۵][۶][۷]
په ۸۲۵ زکال کې اګبرت، اتلولف د مرسیانو په فرعي پاچاهۍ باندې د برید په موخه کنت ته ولېږه، او د هغو فرعی پاچا بالدرد یې تېښتې ته اړ کړ. په ۸۳۰ زکال کې اسکس، ساری او ساسکس اګبرت ته تسلیم شول او هغه هم اتلولف د کنت پاچا وټاکه څو په سویل ختیځو برخو باندې حکومت وکړي. وایکېنګانو د شېپې ټاپو په ۸۳۵ زکال کې ړنګ کړ او راتلونکی کال یې اګبرت ته د سامرست په کارهمپټون کې ماته وکړه، خو په ۸۳۸ زکال کې نوموړی د کورنیشمن او وایکېنګانو د اتحاد پر وړاندې په هینګسټون ډاون جګړه کې بریا خپله کړه او د کرونوال ځایګۍ یې له خپلواکې پاچاهۍ څخه تر لاس لاندې پاچاهۍ ته راښکته کړ. هغه مهال چې اتلولف بریالی شو، خپل مشر زوی اتلستان یې د کنت فرعي پاچا وټاکه. داسې ښکارېده چې اګبرت او اتلولف کېدای شي د وسکس او کنت ترمنځ د دایمي اتحاد هوډ نه لري ځکه دواړو خپل زامن د فرعي پاچایانو په توګه ټاکلي و، په وسکس کې منشور د د لویدیځ ساکسون د مشرانو (ناظرینو) له خوا تائید شوی و په داسې حال کې چې د کنتي منشورونو نظارت د کنتي اشرافو له خوا کېده؛ دواړو پاچایونو بشپړ واک درلود او فرعي پاچایانو اجازه نه لرله خپلې سکې صادرې کړي. [۸][۹][۱۰]
د انګلیش کانال په دواړو خواوو باندې د ۸۴۰ مې لسیزې په لومړیو کې د وایکېنګانو بریدونه زیات شول او په ۸۴۳ زکال ایتلولف ته یې په کارهمپټون کې ماته ورکړه. په ۸۵۰ زکال کې ایتلستن د انګلستان په تاریخ کې په لومړنۍ ثبت شوې سمندریزه جګړه کې ډنمارکي بېړیو ته په ساندویچ کې ماته ورکړه. په ۸۵۱ زکال کې اتلولف او د هغه دویم زوی اتلبالډ وایکېنګانو ته په اکلیا جګړه کې ماته ورکړه او د انګلو ساکسون د تاریخي نسخو د روایاتو له مخې «هغوی تر نن ورځې پورې د مخالف پوځ تر ټولو لویه عام وژنه ترسره کړه او بالاخره بریالي شول». اتلولف په ۸۵۸ زکال کې ومړ او د هغه ژوندی پاتې شوی زوی اتلبالډ د وسکس پاچا او د هغه بل زوی اتلبرت د کنت د پاچا په توګه د هغه ځای ناستي شول. اتلبالډ د خپل پلار له مړینې وروسته یوازې دوه کاله ژوندی پاتې شو او اتلبرت د لومړي ځل لپاره د وسکس او کنت پاچاهۍ د یوې پاچاهۍ په اډانه کې سره یو موټې کړې.[۹][۱۱][۱۲][۱۳]
د الفرد د وروڼو واکمنۍ
سمولد الفرد نوم د خپل مشرانو وروټو اتلبالډ او اتلبرت د لنډ مهالو واکمنیو پر مهال نه دی یاد شوی. د انګلو ساکسونانو تاریخي اسنادو د ډنمارکیانو د ظالم پوځ یادونه کړې چې په ۸۶۵ زکال کې یې انګلو ساکسونانو ته د اړوندو څلورو پاچاهیو د نیولو هڅه کړې. الفرد په ۸۶۵ زکال کې د ۱۶ کلنۍ له عمر راوروسته شهرت وموند هغه مهال چې د هغه اتلس کلن دریم ورور اتلرد واک ته ورسېد. په دغه دوره کې د آسر کشیش الفرد ته د سکوندرایوس ځانګړی لقب ورکړ چې کېدای شي د سلتیک تانیست د ځایګي له څرګندونکي سره مشابه وي، هغه پېژندل شوی ځای ناستی چې له حاکم پاچا سره نږدې اړیکه لري. دغه ترتیب کېدای شي د الفرد د پلار یا ویتان (سلطنتي شورا) له خوا د ځای ناستوب پر سر له ستونزو څخه د مخنیوي په موخه تائید شوی وي؛ هغه هم که چېرې اتلرد په جګړه کې له ماتې سره مخ شي. د سلطنتي شاهزاده او پوځي قوماندان په توګه د ځای ناستوب د تاج پر سر کول په ډیری جرمن وګړو – لکه په سویډنیانو او فرانکانو کې یو پېژندل شوی دود و چې انګلو ساکسونانو هم ورسره نږدې اړیکه لرله. [۱۴][۱۵]
د وایکېنګانو برید
سمولپه ۸۶۸ زکال کې الفرد د اتلرد په خوا کې د هغه مبارز په توګه ثبت شوی چې د مرسیا پاچاهۍ ته څېرمه یې د ایوار بونلز تر مشرۍ لاندې د هیتانو د لوی پوځ د ژغورنې په ناکامه هڅه کې ونډه لرله. ډنمارکیان د ۸۷۰ زکال تر پایه د هغه سیمې ته رانږدې شول او راتلونکی کال ۹ جګړې د بېلابېلو پایلو په لرلو ترسره شوې. د دغو جګړو ځای او نیټې نه دي ثبت شوې. د ۸۷۰ زکال د ډسمبر په ۳۱ مه د بروکشایر د انګلیفیلډ بریالۍ جګړه د ۸۷۱ زکال د جنوري په ۵ مه د ایوار د ورور هالفدان راګنارسون (وایکېنګ و) له خوا د ریډینګ په جګړه کې د شدیدې محاصرې او څو ماتو سره مل وه. څلور ورځې وروسته انګلو ساکسونان د اشډون په جګړه کې په بریکشایر ډون کې بریا ته ورسېدل چې په ډېر احتمال سره کمپټون او الدوورث ته څېرمه وه. ساکسونانو د جنوري په ۲۲ مه په بیسینګ جګړه کې ماته وخوړه. هغوی بیاځلي د مارچ په ۲۲ مه د مرټون په جګړه (شاید د ویلتشایر په ماردن یا د دورست په مارتین کې) ماته وخوړه. اتلرد له دغو لږ وروسته په اپرېل میاشت کې ومړ. [۱۴][۱۶]
سرچينې
سمول- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118637681 — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ دوتنه: Peter Hunter Blair — نسخهدوهم — پاڼه: 80
- ↑ Molyneaux 2015، م. کينډۍ:Page needed.
- ↑ Yorke 2001، مم. 27–28.
- ↑ Kirby 2000، م. 161.
- ↑ Abels 1998، مم. 28–29.
- ↑ Keynes 1995، مم. 28, 39–41.
- ↑ Abels 1998، م. 31.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Nelson 2004.
- ↑ Charles-Edwards 2013، م. 431.
- ↑ Abels 1998، مم. 89–94.
- ↑ Swanton 2000، م. 64.
- ↑ Stenton 1971، م. 244.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Plummer 1911، مم. 582–584.
- ↑ Keynes او Lapidge 1983، مم. 16–17.
- ↑ Giles او Ingram 1996، Year 868.