لویه ښاري شبکه

لویه ښاري شبکه (Metropolitan Area Network) هغه کمپیوټری شبکه ده چې د پراخه شبکو د ټیکنالوجۍ څخه په استفادې په یو ځانګړي جغرافیوي موقعیت مثلاً یو ښار یا یو هیواد کې جوړیږي. لنډیز: په لنډ ډول باید ووایو چې LAN هغه شبکه ده چې په یو محل مثلاً دفتر، کور، اپارتمان او نورو کې د کمپیوټرونو د تړلو لپاره کارول کیږي چې دې ډول شبکې ته کورنۍ شبکه یا کورني جال هم ویل کیږي. MAN هغه شبکه ده چې په سیمه ایز ډول یا د یو ښار د کمپیوټرونو د تړاو لپاره او WAN هغه شبکه ده چې د هیواد دننه او ټولې نړۍ ته لاسرسی لري.