لویه شمالي جګړه

لویه شمالي جګړه (1700ز-1721ز کال) هغه جګړه وه، چې په کې د روسیې د تزاروم په مشرۍ ائتلاف په بریالیتوب سره په شمالي، مرکزي او ختیځې اروپا کې د سويډن د سترواکۍ له برترۍ سره مقابله وکړه. د سويډن ضد اتحاد لومړني مشران د روسیې لومړی پیټر، د ډنمارک – ناروې څلورم فریډریک او د ساکسوني – پولنډ – لیتوانیا دویم اګوستوسو. څلورم فریډریک او دویم اګوستوس د دولسم چارلس په مشرۍ د سویډن له خوا ماتې وخوړه او په ترتیب سره په 1700ز او 1706ز کلونو کې له اتحاد نه ووتل، خو په 1709ز کال کې د پولتاوا په جګړه کې د دوولسم چارلس له ماتې وروسته بیا یوځای شول. د لویې برتانیې لومړی جورج او د هانوور رای ورکونکو په 1714ز کال کې د هانوور لپاره او په 1717ز کال کې د انګلستان لپاره له ائتلاف سره یوځای شول او په 1715ز کال کې د برانډنبرګ-پروشیا لومړی فریډریک ویلیم هم ورسره یوځای شو.

دوولسم چارلس د سویډني پوځ مشري وکړه. د سوېډن په متحدینو کې هولسټین-ګوتورپ، د لیسزینسکي لومړی ستانیسلاوس (1704ز-1710ز) په مشرۍ څو پولنډي واکمنان او قزاقان د اوکراین هیتمن ایوان مازیپا (1708ز-1710ز) تر مشرۍ لاندې شامل وو. عثماني سترواکۍ په لنډمهاله توګه د سوېډن د دولسم چارلس کوربه توب وکړ او د لومړي پیټر پر ضد یې مداخله وکړه.

جګړه هغه مهال پیل شوه، چې ډنمارک-ناروې، ساکسون او د روسیې اتحاد د فرصت احساس وکړ؛ ځکه سویډن د ځوان دولسم چارلس له خوا اداره کېده، ده د سویډن سترواکۍ  پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ او د سویډن پر هولسټین ګوتورپ، سویډني لیوونیا او سویډن باندې یې درې اړخیز برید وکړ. انګریا سویډن په ترتیب سره په ټراوینډال (1700ز کال په اګسټ) او ناروا (1700ز کال په نومبر) کې د ډنمارک او روسیې بریدونه ودرول او په ځوابي برید کې یې د دویم اګوسټوس ځواکونه د پولنډ – لیتوانیا مشترک المنافع له لارې ساکسون ته وشړل او اګوسټوس یې د ۱۷۰۶ز کال په سپټمبر کې له واکه ګوښه کړ همدارنګه هغه یې اړ کړ، چې د الټرانسټاډټ په تړون (1706ز کال اکټوبر) کې ماتې ومني. دغه تړون اووه کاله مخکې د اتحاد د جوړونکي جوهان رین هولډ پټکول سپارل او اعدامول هم خوندي کړي وو. په همدې حال کې په ناروا کې د لومړي پیټر ځواکونه له ماتې نه روغ رمټ وتلي وو او د سویډن په بالتیک ولایتونو کې یې ځای نیولی و، چې په ۱۷۰۳ز کال کې یې د سینټ پیټرزبورګ په تاسیسولو سره د بالتیک سمندر ته د روسیې لاسرسی ټینګ کړی و. دولسم چارلس له پیټر سره د مقابلې لپاره له ساکسون نه روسیې ته لاړ، خو ټاکنیزې مبارزې په 1709ز کال کې د پولتاوا (په اوسني اوکراین کې) په برخلیک ټاکونکې جګړه کې د سویډن د اصلي پوځ په ویجاړولو او عثماني ښار بیندر ته د چارلس له جلاوطنۍ سره پای ته ورسېد. عثماني سترواکۍ د پروت سیند په کمپاین کې د روسیې-مولداوي پوځ ته ماتې ورکړه، خو د سولې تړون د روسیې د موقف لپاره کومه لویه پایله نه لرله.

له پولتاوا وروسته د سویډن ضد ائتلاف بیا را ژوندی شو او وروسته هانوور او پروشیا هم ورسره یوځای شول. په 1710ز کال کې د وروستي ښار ریګا له سقوط سره، د بالتیک سمندر په سویل او ختیځ کې په طاعون ځپلو سیمو کې پاتې سویډني ځواکونه وشړل شول. د ائتلاف غړو د سویډن ډېری واکمنۍ په خپل منځ کې وویشلې او د سویډن ډومینیم ماریس بالټیک یې هم ویجاړ کړ. سویډن له لوېدیځ نه د ډنمارک – ناروې او له ختیځ نه د روسیې له خوا اشغال شوی و. تر دې مخکې یې په 1714ز کال کې فنلینډ اشغال کړی و. سویډن د هیلسنګبورګ په جګړه کې ډنمارکي یرغلګرو ته ماتې ورکړه. دولسم چارلس د ناروې محاذ پرانیست، خو په 1718ز کال کې د فریډریکسټن په محاصره کې ووژل شو.

جګړه د سویډن په ماتې سره پای ته ورسېده، روسیه په بالتیک سیمه کې د نوي واکمن ځواک په توګه او د اروپا په سیاست کې د نوي لوی ځواک په توګه پاتې شوه. لوېدیځ قدرتونه، لویه بریتانیا او فرانسه، د هسپانیا د ځایناستۍ په جګړه کې ښکېل شول (1701ز-1714ز) چې هسپانوي واکمنۍ ته د انجو د ځایناستي بوربن فیلیپ او د فرانسې او هسپانیې د احتمالي یوځای کېدو په اړه پیل شوې وه. د لویې شمالي جګړې رسمي پایله د سویډني-هانوریان او سویډني-پروشیا د ستاکهولم تړونونو (1719ز)، د فریډریکسبورګ د ډانو - سویډني تړون (1720ز) او د نیستاد د روسیې - سویډني تړون (1721ز) سره پای ته ورسېده. د دغو تړونونو پرمټ سویډن له حقوقي تادیاتو نه معافیت واخیست او د بالتیک ولایتونه او د سویډن پومیرانیا سویلي برخه یې له لاسه ورکړه. د سولې تړون هم د هولسټین-ګوتورپ سره خپل اتحاد پای ته ورساوه. بریمن-ورډن د هانوور لاس ته ورغی، برانډنبرګ-پروشیا د اوډر ساحل (سټیټین لاګون) ترلاسه کړ، روسیې د بالتیک ولایتونه تضمین کړل او ډنمارک په شلیسویګ هولسټین کې خپل دریځ پیاوړی کړ. په سویډن کې مطلقه پاچاهي د دولسم چارلس په مړینې سره پای ته ورسېده او له دې سره د سویډن د ازادۍ دور پیل شو.[۱]

بالتیک سمندر سمول

سویډن د 1560ز او 1658ز کلونو ترمنځ، د بالتیک سترواکۍ رامنځته کړه، چې پلازمېنه یې د فنلینډ په خلیج کې وه او د کاریلیا، انګریا، استونیا او لیونیا ولایتونه پکې شامل وو. د دېرش کلنې جګړې په لړ کې سویډن په المان کې د لوېدیځ پومیرانیا، ویسمار، د بریمن دوچي، او ورډن په ګډون سیمې ترلاسه کړې. په همدې موده کې سویډن د ساونډ په شمال کې د ډنمارک او ناروې ولایتونه فتح کړل (۱۶۴۵ز ۱۶۵۸ز). دا بریاوې ښایي یوه ښه روزل شوي پوځ ته منسوب شي، چې له نسبتا کوچنۍ اندازې سره سره یې، د زیاترو براعظمي پوځونو په پرتله مسلکي و او همدارنګه د 17مې پېړۍ په اوږدو کې د ادارې عصري کولو (دواړه ملکي او نظامي) ته یې هم نسبت ورکولای شو، چې سلطنت ته یې د دې ته توان ورکړ، چې د هېواد سرچینې او د هغې سترواکۍ په مؤثره توګه وکاروي. په میدان کې جګړه کول، د سویډني پوځ، چې د دېرش کلنې جګړې په لړ کې یې د توکمیز سویډن په پرتله ډېر الماني او سکاټلینډي اجیران درلودل، خو دوی د سویډن د ځایناستي له خوا اداره کېدل.[۲]

ډنمارک، ریګا او ناروا:۱۷۰۰ز کال سمول

د ډنمارک – ناروې څلورم فریډریک خپل لومړی برید د سویډن د متحد هولسټین ګوتورپ پر وړاندې وکړ. د ۱۷۰۰ز کال په مارچ کې، ډنمارکي پوځ ټونینګ محاصره کړ. په ورته وخت کې، د دویم اګوستوس ځواکونو د سویډن د لیوونیا له لارې پرمختګ وکړ، دونمونډ یې ونیوه او ریګا یې محاصره کړه.[۳][۴]

د سویډن دولسم چارلس لومړی پرډنمارک د برید تمرکز وکړ. د سویډن سمندري ځواک وتوانېد، چې د ډنمارک ساونډ محاصره کړي او د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن ته نږدې خپل پوځ ځای پر ځای کړي. په ورته وخت کې، د انګلیس - هالنډ ګډې بېړۍ هم د ډنمارک په لور لاره جوړه کړې وه. هغوی د سویډن له بېړیو سره یوځای، د جولای له 20مې نه تر 26مې پورې پر کوپنهاګن بمباري وکړه. د سمندري قدرتونو (انګلستان او هالنډ جمهوریت) له خوا دغه حیرانوونکي اقدام او فشار ډنمارک – ناروې دې ته اړ کړل، چې د 1700ز کال په اګست کې د ټراوینډال د سولې د شرایطو له مخې له جګړې نه ووځي.[۵][۶]

سوله سمول

د دولسم چارلس د مړینې په وخت کې، د سویډن ضد متحدین سره ووېشل شول، ترڅو د مات شوو او شاته شوو سویډني لښکرو له خوا د پاتې شوي واک تشه ډکه کړي. لومړي جورج او څلورم فریډریک دواړه په شمالي جرمني کې د تسلط غوښتونکي وو، په داسې حال کې چې اګوسټوس سټرانګ په سویل ختیځ بالتیک ساحل کې د لومړي فریډریک ویلیم د هیلو په اړه اندېښمن و. لوی پیټر، چې ځواکونه یې د بالتیک سمندر په شاوخوا کې خپاره شوي وو، په ختیځې مرکزي اروپا کې د تسلط تصور وکړ او هڅه یې وکړه چې د میکلینبرګ په لوېدیځ کې سمندري اډې تاسیس کړي. د 1719ز کال په جنورۍ کې، لومړي جورج، اګوسټوس او شپږم چارلس په ویانا کې یو تړون پای ته ورساوه او موخه یې دا وه، چې د روسیې سرحدونه له جګړې نه مخکې محدود کړي.[۷]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Cite EB1911
  2. Richard Brzezinski. Lützen 1632: Climax of the Thirty Years' War. Osprey Publishing, 2001. p. 19
  3. Frost 2000, pp. 227–228
  4. Frost 2000, pp. 228–229
  5. Frost 2000, p. 229
  6. Frost 2000, p. 230
  7. Frost 2000, pp. 295–296