دروېش کلی د لوګر ولايت مرکز پل-علم اړوند يو کلی ده، چې ډېره ښکلې او شنه ساحه لري او ډول ډول مېوې ،بوټي او کرنیز حاصلات پکې کرل کېږي لکه؛ انګور، مڼې، شفتالو، زردالو، آلوچې او داسې نور….

او په حبوباتو کې لوبيا، غنم، جوار، اوربشې او داسې نور پکې کرل کېږي چې بيا يې حاصلات د لوګر ولايت مرکز ښار ته لېږدول کېږي او هلته پلورل کېږي.

ددې سربېره دا کلی يوه د اوبو چينه هم لري چې پاکې او رواني اوبه لري او ددې کلي خلک يې د څښاک او د کروندو د خړوبولو لپاره کاروي.

او همدارنګه، ددې کلي خلک پښتانه دي او ډېر شريف، با عزته او د لوړې شملې خاوندان دي، چې حاجي صاحب صابط اسمعيل ددې کلي ملک دی او مشران يې حاجي جمعه ګل دروېش، عبدالاله مدقق، انجنير فضل الله يمين، عبدالرحيم اکا، غلام قادر مومند او داسې نور دي.