لوړې منځنۍ دورې


لوړې منځنۍ دورې، یا د منځنیو پیړیو لوړه دوره، د اروپا د تاریخ هغه دورې وې چې شاوخوا له ۱۰۰۰ وروسته له میلاد کال څخه یې تر ۱۲۵۰  کاله پورې دوام وکړ. لوړې منځنۍ دورې د منځنۍ دورې له پیل څخه وړاندې وې، چې تر هغه وروسته د منځنۍ دورې وروستی پړاو پیل شوی او د ۱۵۰۰ وروسته له میلاد کال په شاوخوا کې پای ته رسېدلې ده. د لوړې منځنۍ دورې په کلیدي تاریخي تمایلاتو کې د اروپا د نفوسو چټک زیاتوالی شاملېږي، چې د تېرې دورې په پرتله یې ژور ټولنیز او سیاسي بدلونونه رامنځته کړي، د ۱۲ پېړۍ رنسانس د کلیوالي کډوالي او ښاري کېدو لومړني پرمختګونه رامنځته کړل. په ۱۲۵۰ ز کال کې، د نفوسو پیاوړی زیاتوالی د اروپا د اقتصاد په ګټه و، چې هغې کچې ته ورسېد چې په ۱۹مه  پېړۍ کې به په ځینو سیمو کې بیا نه لیدل کیده. دا لړۍ د منځنۍ پیړۍ په وروستیو کې د یو لړ ناورینونو، په ځانګړې توګه د تور مرګ، ډېرو جګړو او همدارنګه اقتصادي کړکېچ له امله ټکنۍ شوه. لوړې منځنۍ دورې د فکري، روحاني او هنري کارونو ډېربېلابېل ډولونه رامنځته کړل. دا دوره د توکمپالنې د ظهور شاهده هم وه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

تاریخي پېښې او سیاست سمول

لویه بریټانیا او ایرلنډ سمول

په انګلستان کې، په ۱۰۶۶ ز کال کې د نورمن فتحې په پایله کې سلطنت رامنځته شو چې د فرانکوفون اشرافو له خوا اداره کېده. نورمنانو په ۱۱۶۹ ز کال کې پر ایرلینډ برید وکړ او ډیر ژر یې ځانونه د هېواد په ډیریو برخو کې ځای پر ځای کړل، که څه هم د دوی مرکز سویل ختیځ و. په ورته ډول، سکاټلینډ او ویلز په همغه وخت کې تر واک لاندې و، که څه هم وروسته سکاټلینډ خپله خپلواکي اعلان کړه او ویلز په ۱۲۸۲ ز کال کې د لیولین اپ ګروفایډ تر مړینې پورې په پراخه کچه د خپلواکو اصلي شهزادګانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شو. دولتي خزانه په ۱۲ پیړۍ کې د لومړي هنري پاچا په مشرۍ تاسیس شوه او لومړني پارلمانونه رابلل شوي وو. په ۱۲۱۵ ز کې، د نورمانډي له لاسه ورکولو وروسته، پاچا جان د میګنا کارټا قانون لاسلیک کړ، چې د انګلیسي پاچاهانو واک یې محدود کړ.[۸]

فرانسه او جرمني سمول

د لوړې منځنۍ دورې په وخت کې، کارولینجي سترواکۍ وېشل شوې وه او په جلا جلا سلطنتونو چې د فرانسې او المان په نامه یادیږي، بدله شوې وه. المان د سپېڅلي روم د سترواکۍ تر بیرغ لاندې و، چې د یووالي او سیاسي ځواک اوج ته رسېدلی و.

ګرجستان سمول

د ګرجستان پاچا څلورم ډیویډ (۱۰۸۹-۱۱۲۵ز کلونه) د بریالۍ واکمنۍ پرمهال، د ګرجستان پاچهۍ ځواک ته ورسېده او د سلجوقیانو سترواکۍ یې له خپلو ځمکو وشړله. د سلجوقي ترکانو پر وړاندې د ددګوري په جګړه کې د (۱۱۲۱ز ) کال د ډېوېډ پرېکنده بريا چې په پای کې ګرجستان خپله له لاسه وتلې پلازمېنه تبليسي بېرته ونيوله، دا د ګرجستان د زرینېدورې پيل و.

سوداګرۍ او راکړه ورکړه سمول

په شمالي اروپا کې، هانسیټیک ټولنه د سمندر له لارې د آزادو ښارونو د سوداګرۍ ودې ورکولو لپاره په ۱۲ پیړۍ کې رامنځته شوه او د لوبک ښار په ۱۱۵۸-۱۱۵۹ ز کال کې تاسیس شو چې وروسته یې په ټولنې کې نفوذ پیدا کړ. د سپېڅلي روم سترواکۍ ډیری شمالي ښارونه په ګډون د امستردام، کولون، بریمن، هانوفر او برلین د هانسيټیک په ښارونو کې شامل شوو.

د سپېڅلي روم له سترواکۍ نه بهر هانسیټیک ښارونه، د مثال په توګه: بروژ او لهستاني ښار ګډانسک (ډانزیګ)، او د کونیګسبرګ، د تیوټونیک روحاني پلازمینه وه. په برګن، ناروې او ویلکي نووګورډ او روسیه کې ټولنې فابریکې او منځګړیتوب درلود. په دې دورې کې المانانو له سترواکۍ ور هاخوا پروس او سلیسیا کې د اروپا استعمار پیل کړ.

ساینس سمول

د منځنۍ دورې په لومړیو کې فلسفي او ساینسي ښوونو د پخوانیو یوناني متنونو په څو نسخو او تبصرو ولاړه وه چې د لویدیځ روم سترواکۍ له ړنګیدو وروسته په لویدیځه اروپا کې پاتې و. ډیری یې یوازې په لاتیني ژبې ولوستل شو، ځکه چې یوناني پوهه خورا محدوده وه. دا کیسه د ۱۲ پیړۍ د رنسانس په بهیر کې بدله شوه. د اروپا فکري بیا رغونه د منځنیو پیړیو پوهنتونونو له زیږون سره پیل شوه. په هسپانیې او سیسیل کې د Reconquista په وخت کې له اسلامي نړۍ سره د اړیکو په ترڅ کې او همداشان د صلیبي جګړو په وخت کې د بیزانس نړۍ او د شام مسلمانانو اروپایانو ته د دې اجازه ورکړه چې ساینسي عربي او یوناني متنونو په ګډون د ارستو، الهازن او اوروس آثارو ته لاسرسی ومومي.[۹]

ټکنالوژي سمول

په اروپا کې د ۱۲ او ۱۳ پیړیو په بهیر کې د نویو اختراعاتو، د تولید د دودیزو وسیلو د مدیریت په لارو کې د نوښتونو او اقتصادي ودې په کچه کې بنسټیز بدلون راغی. له یوې پیړۍ څخه په کمه موده کې په ټوله نړۍ کې د بشري تاریخ د تیرو۱۰۰۰کلونو په پرتله ډیر اختراعات رامنځته شوي او په ګټوره توګه پلي شوي وو. په دې دوره کې لوی ټکنالوژیکي پرمختګونه لیدل شوي، په ګډون د باد د ماشینونو، د اوبو د ماشینونو، چاپولو (که څه هم تر اوسه په متحرک ډول نه دي)، باروت، اسټرولاب، شیشې، په عصري شکل بیاتي، یو ښه ساعت او ډېرې پرمختللې بېړۍ.

ادبیات سمول

بېلابېلو کلتورونو د منځنۍ دورې په ادبیاتو اغیزه درلوده، چې تر ټولو پیاوړی یې عیسویت دی. له عیسویت سره تړاو په لاتیني ادب کې، چې د روم مسئلې په ادبي دورې کې یې په اصلي ژبو اغېزه لرله، خورا لوی و. نورې ادبي دورې، یا له کیسو سره تړلې ډلې، د فرانسې مسئله(د شارلمین او د هغه د دربار په اړه کیسې)، د اکریټیک سندرې چې د بیزانس د سرحدونو د اتلانو په اړه  وې او ښایي ترټولو غوره پیژندل شوی دوره د بریتانیې مسئله وي، چې کیسې په کې شاملې وې. د پاچا ارتر په اړه، د هغه دربار او د بریټانیې، کارن وال، ویلز او ایرلینډ پورې اړوند کیسې. یوه نامتو الماني شاعر هڅه وکړه چې د کډوالۍ له دورې څخه الماني افسانې، د فرانسوي او بریتانوي افسانو کچې ته ورسوي او Nibelungenlied یې رامنځته کړ. په دې دورې کې ډېری شعرونه او تاریخي لیکنې لیکل شوې دي، لکه د جیفري مونموت له خوا Historia Regum Britanniae .

موسیقۍ سمول

د لوړې منځنۍ دورې ژوندۍ پاتې شوې موسیقۍ په ابتدايي ډول مذهبي بڼه لري، ځکه چې د موسیقۍ یادونې په مذهبي بنسټونو کې وده کړې او په سیکولر موسیقۍ کې د یادونې کارول وروستی پرمختګ و. د دې دورې په پیل کې، د ګریګوریان سندرې د کلیسا موسیقۍ غالبه بڼه وه، نورې بڼې، چې له اورګانوم سره پیل شوې او وروسته د کلاسولا، کنډکټس او موټ په ګډون، د اصلي توکو او سندرو په کارولو سره رامنځته شوې. د ۱۱ مې پیړۍ په بهیر کې، د اریزو ګیډو یو له لومړیو کسانو څخه و چې د موسیقۍ یادونه یې رامنځته کړه، چې د سندرغاړو لپاره د ګریګورین سندرو یادول یې اسانه کړل.

سرچينې سمول

  1. John H. Mundy, Europe in the high Middle Ages, 1150-1309 (1973) online
  2. Reitervölker im Frühmittelalter. Bodo, Anke et.al. Stuttgart 2008
  3. Hummer, Hans J. (2006). Politics and power early medieval europe alsace and frankish realm 600–1000 | European history: general interest. Cambridge University Press. doi:10.1017/CBO9780511497209. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780511497209. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. See for example: Aberth, John (2013). "The early medieval woodland". An Environmental History of the Middle Ages: The Crucible of Nature. Abingdon: Routledge (نشر 2012). د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415779456. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۷. The French historian of the early medieval forest, Charles Higounet, produced a map in the 1960s, which has been much reproduced since, that purports to show the distribution of the forest cover in Europe on the eve of the so-called 'great clearances' (les grands défrichements) between 1000 and 1300. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Taylor 2005، ص. 181.
  6. Adamson 2016، ص. 180.
  7. Fakhry 2001، ص. 3.
  8. Davies, Rees (2001-05-01). "Wales: A Culture Preserved". bbc.co.uk/history. p. 3. Retrieved 2008-05-06.
  9. Franklin, J., "The Renaissance myth", Quadrant 26 (11) (Nov, 1982), 51-60. (Retrieved on-line at 06-07-2007)