لوپامودرا چې د «کاوشيتاکي» او «وراپرادا» په نومونو هم پېژندل کېږي، د لرغوني «ويدي» هندي ادب له مخې نوموړې يوه فيلسوفه وه. هغه د حکيم «اګستيا» مېرمنه وه، د چا په اړه چې باور کېږي، د «ریګویدا» په پړاو کې يې ژوند کړی (۱۹۵۰ مخزېږديز-۱۱۰۰پسزېږديز)، د دې «ويدا» ډېر سرودونه هغې ته منسوبيږي. نوموړې د «اګستيا» يواځينۍ ښځه وه، خو په خپله هم يوه «ريشيکي» وه، د يوې پېژندل شوې «ريشيکي» په توګه چې د هندوستان د «سريکول شکتا» دود د «هادي پانچاډاسي» «منترا» (منتر، يو سرود چې د عبادت په توګه ويل کېږي) يې ليدلی و. هغه يوه پياوړې «براهماوادينيس» وه.  [۱][۲]

د لوپامودرا د نکل درې نسخې شته؛ يوه د ریګویدا په سرود کې ده؛ دويمه یې د «مهابهارت» په جنګي بوللـه (حماسه) کې ده (واناپاروا: تارتا-ياترا پاروا)، په داسې حال کې چې په يوه روښانه نسخه کې د دې يادونه شوې چې «اګستيا ريشي» د خپلې مېرمنې «لوپامودرا» (د ويداربا شهزادګۍ) په مرسته په «ګنګادواری» (هريدوار) کې رياضت وکړ. د دې نکل تر مخې، حکيم اګاستيا د ژويو د ډېرو زړه سواندو غړيو سره لکه د هوسۍ سترګې، لوپامودرا پنځولې وه. درېيمه نسخه يې «ګيري ډارا رامايانا» ده. [۳]

د لوپامودرا نوم دا څرګندوي چې د «لوپا» معنا ده له لاسه ورکول، په دې معنا چې ژويو او بوټو د خپلو ځانګړو ښکلاوو (يعنې مودرا) په ورکولو سره، هغه مهال  له کړاو سره مخ شول، کله چې اګاستيا لوپامودرا وپنځوله. له پيدا کولو وروسته اګستيا لوپامودرا د «ويداربا» پاچا ته ورکړه، څوک چې د زوزات لپاره په رياضت بوخت و. اګاستيا د واده په نيت لوپامودرا پیدا کړې وه. پاچا لوپامودرا د خپلې لور په څېر وپالـله. کله چې هغه ستره شوه نو اګستيا د واده لپاره په هغې مرکه وکړه. لوپامودرا له هغه سره د واده لپاره موافقه وکړه او د پاچا ماڼۍ يې يې پرېښوده، تر څو د هغه د ګوښه نشينۍ ځای ته ورشي. خو يو څه موده وروسته نوموړې د هغه د سخت رياضت څخه ستړې شوه. هغې په ریګویدا کې سرود وليکه چې د هغه د پاملرنې او مينې غوښتنه يې کوله. دې سرود اګستيا د خپلې مېرمنې په وړاندې خپلو دندو ته متوجه کړ. دوی يو زوی درلود چې «دریداسيو» نومېدو او وروسته شاعر شو.[۴][۵][۶][۷]

دې ښځې او مېړه ته د «مليټا ساهاسراناما» (د خدايي مور زر نومونه) د شهرت خپرولو امتياز هم ورکول کېږي. داسې باور هم شته چې «اګستيا» د «مليټا ساهاسراناما» سرود له «هاياګريوا» څخه زده کړی و، څوک چې د «ويشنو» خدای (اوتار) دی (اوتار د هندوانو د هغې عقيدې څرګندونه کوي، چې خدای په يو انسان کې منحل شوی او د هغه په شکل راڅرګندېږی).

په ریګویدا کې سمول

په ریګویدا کې، کوم چې هغه نکلونه دي چې اوه ويشتو ښځینه ريشي يا «ريشکي» ليکلي دي، د ښځينه مفکرينو په توګه د دوی د بريا او پرمختګ څرګندونه کوي. دا سرودونه د درې سرليکونو لاندې وړاندې شوي دي. لومړۍ ټولګه يې هغه سرودونه دي چې نسبت يې يواځې ښځينه ريشيګانو ته کېږي،لکه: «ويشواوارا» او «اپالا»؛ د ويشواوارا سرود «اګني» ته وقف شوی، په داسې حال کې چې د «اپالا» سرود د «ايندرا» په اړه دی. په دويمه ټولګه کې يې ځينې ښځينه ريشيګانو ته منسوب دي، په ځانګړي ډول لوپامودرا او «ششياسي» ته، څوک چې د «تارانتا» مېرمن وه. د لوپامودرا سرود شپږ بندونه لري، په ځانګړي ډول هغه چې د نوموړې د نوم نښه لري او «راتي» ښځينه خدايې ته ډالۍ شوي دي. د هغې سرودونه د مېړه او ښځې په اړيکه رڼا اچوي، تر څو مجردوالی (لونډتوب/واده نه کول) تعقيب کړي. لوپامودرا ته دا امتياز ورکول کېږي چې د ریګویدا ۱۷۹يم شمېره سرود يې ليکلی دی. که څه هم د درېيمې ټولګې د سرودونو نسبت هم ښځينه رشيګانو ته کېږي، خو هېڅ ليکوال نه دي تشخيص کړي او تر ډېره بريده له افسانوي کردارونو او د نظري ظرفيتونو له وړاندې کولو سره سرورکار لري. په ریګویدا کې د اګستيا او لوپامودرا «مانترا ګراشتا» (هغه پيغمبران چې د مانتراګانو موندونکي دي) بلل شوي دي. په «ياجرويدا» کې (۱۷:۱۱ ۳۶:۲۰)، «بريهاډيوټاکارا» (۴:۵۷ -۵۹) کې او «اګیما ګرانتاس» کې هم د هغې یادونه شوې، او په ریګویدا کې د «مانتتراډريکا» (د منترونو په بندونو کې ښه ځای شوې) په توګه لوستل شوې ده. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د «رالف ټي.ايچ. ګريفت» (۱۸۹۶) له خوا د ریګویدا د سنسکريتي متن په ژباړه کې، دا سرودونه «شرعي حکمونه دي» چې تر اګستيا، لوپامودرا او يو شاګرد پورې اړه لري چې د «راتي» په نوم ياد شوی، او د نوم معنا يې ده مينه، کوم چې شپږ بندونه دي، دوه د لوپامودرا، دوه د اګستيا او وروستي دوه يې يا د شاګرد له خوا يا هم د اګستيا له خوا ويل شوي. «ايم. برګاګني» په خپله تبصره کې ويلي چې دې سرود عرفاني معناوې درلودې، اګستيا د اسماني/جنتي «سوما» په نوم پېژندل شوی، په داسې حال کې چې لوپامودرا د خپل ښځينه جذابيت استازولي کوي چې بريالۍ شوې ده اګستيا له خپل پټ استوګنځای څخه راوباسي. دا د مېرمنې او مېړه تر منځ د ډرامايي خبرو اترو په توګه وړاندې شوې چې شاګرد ورباندې د ستاينې په ډول تبصره کوي. لومړي دوه بندونه يې د خپل ميړه په اړوند د لوپامدرا د بشپړې لېوالتيا څرګندونې دي، کوم چې د هغه د زاړه عمر او د نوموړې د ښکلا په وړاندې د نوموړي د سوړ غبرګون څرګندونه کوي.[۱۲]

«لاوری ايل. پيټن» د ریګویدا ۷۹يم سرود د تشريح پر مهال لوپامودرا «لېوالې شهواني» (حريصې جنس غوښتونکې) په حالت کې ښودلې ده. په لومړي سر کې اګاستيا له هغې سره مقاومت کړی، خو په پايله کې راپرزول شوی. «پيټن» همدا راز وايي چې «د سرود په وروستۍ کرښه کې اګستيا د بچيانو او رهبانيت د تمرين له لارې د لافانيت په تر لاسه کولو سره لمانځل شوی، په داسې حال کې لوپامودرا په جنسي غوښتې سره په نښه شوې ده». د «ډاکټر رميش چندر مکوپادهيايي» په وينا، د لوپامودرا سوتراګان (پند/نصيحت/احکام) وايي چې نارينه بايد ښځو ته ولاړ شي. ان هغو پخوانيو رشيګانو (ريشي په هندو مذهب کې بشپړ او روښانفکره سړي ته وايي) چې د خدايانو علم يې تر لاسه کړی و، له ښځو يې خوند اخيست او «هېڅکله ورڅخه ستړي شوي نه وو». په دې بند کې د لوپامودرا د ناهيلۍ څرګندونه له خپلې مېرمنې سره د اګستيا له جنسي اړيکو څخه د ځان ساتنې پايله ده. د هغې دا وينا چې اوس زړه شوې ده د «رحم او شفقت» څرګندونه ده. په ځواب کې اګستيا روښانه کړې ده چې دا بنديز د خدای له خوا منځ ته راوړل شوی و. اګستيا د لوپامودرا زاریو ته تسلميږي او په وړاندې يې سر ښکته کوي. په وروستيو دوه بندونو کې د اګستيا شاګرد د اګستيا «د مينې کولو او پښېمانۍ د زړه سواندۍ د نقطو» ستاينه کوي.[۱۳][۱۴]

په مهابهارت کې سمول

د لوپامودرا کیسه، څوک چې یوه افسانوي ښځه وه، د لوپامودرا او اګستيا داستان دی چې د مهابهارت د بوللې (حماسې) په «ارنيکاپروان» کې روايت شوې ده. د داستان د دې نسخې په اړه ويل کېږي چې «د کورني ژوند او کورنۍ سرلوړي ده او يواځې په رياضت د ولاړ ژوند نيمګړتيا ښيي».[۱۵][۱۶]

مخینه سمول

د اګستيا او لوپامودرا د داستان شاليد په مهابهارت کې له «اسورا» وروڼو سره پيليږي چې هغه «الوالا» او «ويټاپي» دي، څوک چې په لرغونو وختونو کې په «مانيشيمتي» کې اوسېدل. همدا راز ويل کېږي چې دوی په اصل کې د سويلي هندوستان د کرناټک د «بادامي» اوسېدونکي وو. «الوالا» له يو پوه برهمن څخه غوښتنه وکړه چې هغه هت يو زوی ورکړي، څوک چې د «ايندرا» په څېر پیاوړی وي. کله چې کار ونه شو نو الوالا او ويټاپي له برهمنانو خفه شول او د جادويي لارو چارو په زده کولو سره يې له هغوی څخه غچ اخستل پيل کړل. د الوالا ورور وټاپي به خپل ځان د سنډا په بڼه تغير کاوه او د سنډا له ذبح کولو وروسته به پخه غوښه برهمنانو ته وړاندې کېده. کله به چې برهمنانو دا غوښه خوړله له هغې وروسته به الويلا خپل ورور ته غږ کاوه چې د برهمنانو له خېټو بهر راووځي. وټاپي به له دې وروسته خپل انساني شکل خپلولو، د برهمنانو له خېټو به راڅرګندېدو او په دې ډول به يې هغوی وژل. اګستيا له دې اړخ څخه خبر شوی و. دا مهال اګستيا چې د اوږد رياضت له لارې يې توبه تر لاسه کړې وه جنت ته ولاړ، چېرته چې هغه ځينې روحونه وليدل، کوم چې د يوې درې دپاسه له پښو راځړول شوي وو. هغه حيران شو، اګستيا له هغوی څخه د هغوی د دې بدې وځې د لامل پوښتنه وکړه. هغوی وويل چې له دې عذاب څخه د خلاصېدو لپاره په خپله اولاده کې د يو زوی د زېږېدو انتظار کاږي. هغوی همدا راز ده ته وويل چې دوی يې نيکونه دي او دا چاره اوس هغه (اګستيا) ته پرېښودل شوې ده چې واده وکړي او ژر تر ژره يو زوی پيدا کړي، د خدايانو لپاره د نذر رسم تر سره کړي او دوی له دې لعنت څخه ازاد کړي، څو دوی وکولای شي، جنت ته ولاړ شي. اګستيا د خپلو نيکونو له روحونو سره ژمنه وکړه چې د دوی غوښتنه به تر سره کوی. په يوه بله نسخه کې راغلي چې اګستيا په خوب کې له خپلو نيکونو سره مخامخ شو، په داسې حال کې يې وليدل چې په يوه ژورځای کې سرچپه راځوړل شوي وو.[۱][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Garg 1992، ص. 200.
  2. Swami او Irāmaccantiraṉ 1993، ص. 242.
  3. "Encyclopedia for Epics of Ancient India: Lopamudra". د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Hinduism Mahabharata, Section XCVI". Sacredtext.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Hinduism Mahabharata: Section XCVII". Sacred Texts.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Hinduism Mahabharata:Section XCVIII". Sacred Texts.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Hinduism Mahabharata:Section XCIX". Sacred Texts.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Jain 2008، ص. 11.
  9. Prasoon 2009، ص. 70.
  10. Josh 2005، ص. 26.
  11. Kapoor 2002، ص. 1153.
  12. Griffith (tr), Ralph T.H. "RigVeda Book 1". Sacred Texts.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Leslie 2014، ص. 28.
  14. Mukhopadhyaya 2014، ص. 49.
  15. Hurteau 2013، ص. 14.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Leslie 2014، ص. 34.
  17. "Hinduism Mahabharata, Section XCVI". Sacredtext.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Rao 2014، ص. 8.