لويه ټولنه


لويه ټولنه يا Great Society په متحده ايالتونو کې د کورنيو خپرونو يا پروګرامونو يوه ټولګه وه، چې په ۱۹۶۴ـ۱۹۶۵ز کال کې د ديموکراتيک ولسمشر لېندن بي جانسن “Lyndon B. Johnson” له لورې پيل شو. ياده اصطلاح په لومړي ځل په اوهايو پوهنتون کې د ولسمشر ليندن بي جانسن له لورې د ۱۹۶۴ز کال د بريليکونو د وېش مراسمو پر مهال رامنځته شوه او د نوموړي د کورني بحث وړاندې کونکې شوه. اصلي موخه د بې وزلۍ او نژادي بې عدالتۍ په بشپړ ډول له منځه وړل وه. [۱][۲]

په دې دوره کې د لګښتونو نوي ستر پروګرامونه پيل شول، چې زده کړې، روغتيايي پاملرنه، ښاري ستونزې، کليوالي بېوزلي او لېږد رالېږد يې په ګوته کول. ياد پروګرام او د هغه نوښتونه په وروستيو کې د نوموړي او په ۱۹۶۰ ز لسيزه او وروستيو کالونو کې د هغه د ملګرو دېموکراتاتو له لورې کانګرس کې پر مخ وېوړل شول. لويه ټولنه د عمل پراختيا او سيمې له مخې د فرانکلين ډي روزولټ د نوې راکړې ورکړې يا “New Deal” په نوم کورني بحث سره ورته وه.

د لويې ټولنې ځينې وړانديزونه د جان اف کينيډي له “New Frontier” خپرونې له لورې ځنډول شوي نوښتونه وو. د جانسن بريا په ۱۹۶۴ زکال کې د ديموکراتاتو د لويې بريا په ملتيا د نوموړي د هڅونې پر مهارتونو باندې تکيه وکړه؛ يادې بريا زيات نوی ازادي غوښتونکي يا ليبرالان کانګرس ته راوړل او په دې سره يې په ۱۹۶۵ز کال کې د استازو يا عوامو مجلس له ۱۹۳۸ ز کال راهيسې تر ټولو زيات ليبرال غړي لرونکی مجلس کړ. په ۸۸ کانګرس کې اټکل شوې وه، چې په مشرانو جرګه يا سنا کې ۵۶ ليبرالان او ۴۴ محافظه کار او د استازو مجلس کې ۲۲۴ ليبرالان او ۲۱۱ محافظه کار غړي وو. د کانګرس ۸۹ دوره کې د اټکل له مخې د مشرانو جرګې ۵۹ غړي لېبرالان او ۴۱ محافظه کاران وو او د استازو د مجلس ۲۶۷ غړي لېبرالان او ۱۶۸ يې محافظه کاران وو. [۳][۴][۵]

د جګړې ضد ديموکراتانو شکايت وکړ، چې د ويتنام جګړه باندې لګښت د لويې ټولنې د عمل مخنيوی وکړ. په داسې حال کې چې ځينې خپرونې له منځه تللې وې يا دا چې تمويل يې کم شوی و، مګر د روغتيايي پاملرنې، روغتيايي مرستې، د امريکا پخواني قانون “Older Americans Act” او فدرالي زده کړو د تمويل په ګډون زياتره خپرونې يې تر اوسه دوام لري. د لويې ټولنې خپرونې د جمهوري غوښتونکو ريچارد نېکسن او ګيرالډ فورډ د ادارو پر مهال پراخه شوې. [۶]

اقتصادي او ټولنيز حالتونه سمول

د پخواني “New Deal” خلاف چې د سخت مالي او اقتصادي ناورين ځواب و، د لويې ټولنې نوښتونه د چټکې اقتصادي ودې د يوې دورې پر مهال راغلل. کينيډي across-the-board د مالياتو کمولو وړانديز وکړ، چې په متحده ايالتونو کې د لوړې ماليې کچه ۲۰ سلنه يانې له ۹۱ سلنې څخه ۷۱ سلنې ته راټيټوي. د نوموړي ياد وړانديز د نوموړي له وژنې څخه درې مياشتې وروسته د جانسن تر ادارې لاندې د ۱۹۶۴زکال فبروري کې نافذ شو. د مالياتو کمښت په يو څه ټيټو ډلو او همدا راز شرکتونو لپاره د پام وړ نرخونه هم کم کړل. د ماليې د کمښت په لومړي کال کې ناخالص کورنی توليد ۱۰ سلنه او اقتصادي وده په منځني ډول له ۱۹۶۱ څخه تر ۱۹۶۸ز کال پورې ۴،۵ سلنه لوړه شوه. [۷]

ناخالص کورنی توليد په ۱۹۶۴ز کال کې ٪۷، ۱۹۶۵ز کال کې ٪۸ او ۱۹۶۶ز کال کې ٪۹ لوړ شو. د بېکارۍ کچه ٪۵ ته ښکته شوه او په ۱۹۶۶ز کال کې د کال ۷۰۰۰ ډالر يا ورڅخه د زيات عايد لرونکو کورنيو شمېر ٪۵۵ ته ورسېد، چې په ۱۹۵۰زکال د دې ډول کورنيو شمېر يوازې ٪۲۲ و. په ۱۹۶۸ ز کال کې هغه وخت چې جان کينيت ګالبرايت “John Kenneth Galbraith” د شتمنې ټولنې يا “Affluent Society” نوی ټوک خپور کړ، د امريکايي کورنۍ منځنی عايد په ۸۰۰۰ ډالر ودرېد، چې دا کچه يوې لسيزې پخوا په پرتله دوه برابره وه. [۸]

اوهايو او مشيګن کې د جانسن ويناوې سمول

د لويې ټولنې “Great Society” اړوند د جانسن لومړۍ کارونه د اتنس اوهايو کې د ۱۹۶۴ز کال د می په ۷ نېټه د اوهايو پوهنتون کې زده کونکو ته د وينا پر مهال تر سره شوه:

«او ستاسې په زړورتيا، ستاسې په شفقت او ستاسې له هيلو سره سم به موږ يوه لويه ټولنه جوړه کړو. دا هغه ټولنه ده، چې هيڅ کوچنی به په کې له خوړو او هيڅ ځوان به پهه کې له زده کړو بې برخې نه پاتې کېږي». [۹]

نوموړي وروسته په ان اربور مشيګن ‘Ann Arbor, Michigan’ کې د ۱۹۶۴ز کال د می په ۲۲ نېټه د مشيګن پوهنتون کې د يوې بلې وينا پر مهال لويې ټولنې لپاره خپلې ځانګړې موخې په رسمې ډول وړاندې کړې.

«موږ به د دې ځوابونو د موندلو په موخه له ټولې نړۍ څخه غوره فکر او پراخه پوهه راټوله کړو. زه د داسې کاري ډلو د رامنځته کولو اراده لرم، چې د ښارونو، طبيعي ښکلا، د زده کړو د کيفيت او نورو راپورته کېدونکو ننګونو په اړه به د ناستو او کنفرانسونو لړۍ برابروي. موږ به له دې څېړنو څخه د لويې ټولنې پر لور د خپلې دورې په کار اچول يا تنظيمول پيل کړو. [۱۰]

د ولسمشرۍ کاري ځواکونه سمول

د ان اربور “Ann Arbor” له وينا څخه نږدې سمدستي وروسته ۱۴ بېلابېلو کاري ځواکونو د ولسمشريزو مرستيالانو بېل مويرس “Bill Moyers” او ريچارد ان ګوډوېن “Richard N. Goodwin” له لارښوونې سره سم نږدې د متحده ايالتونو د ټولو سترو اړخونو څېړل پيل کړل. د تګلارې يا پاليسۍ په اړه د ماهرينو د مشورې ورکولو په موخه د خپلو وظيفوي ځواکونو په کارونه کې جانسن د کينيډي بېلګه څارله، مګر د کينيدي خلاف يې خپلو کاري ځواکونو ته په پټه د کار کولو لارښوونه وکړه. د نوموړي اراده دا وه چې د هغو وړانديزونو د عمومي نيوکې له امله د خپلې خپرونې د خنډ مخه ونيسي، چې تر اوسه يې بيا کتنه نه وه شوې. کاري ځواک يا ډله په منځني ډول له پينځو تر اوه تنو غړي درلودل او په عمومي ډول له حکومتي ماهرينو او پوهنيزو اشخاصو څخه جوړه شوې وه. [۱۱][۱۲][۱۳]

وروسته له هغې چې د کاري ځواک راپورونه سپينې ماڼۍ ته وسپارل شول، مويرس د بيا کتنې دويم پړاو پيل کړ. سپارښتنې د اړوند استازوليو په منځ کې خپرې شوې وې او کړنلارو د کانګرس له لارې د وړانديز شوي مشروعيت د تر لاسه کولو په موخه وده کړې وه. جانسن د ۱۹۶۵زکال د جنوري په ۴ نېټه د خپل دولت د اتحاديې له ادرسه “Union Address” د خپل وړانديز شوي پروګرام ډېره برخه اعلان کړه. [۱۴]

د ۱۹۶۴ زکال ټاکنې سمول

د ۱۹۶۴زکال د مدني حقونو له قانون “Civil Rights Act” څخه پرته د لويې ټولې د بحث موضوع د ۱۹۶۴زکال د ولسمشريزو ټاکنو د مبارزو پر مهال په پراخه کچه بحث شوې موضوع نه وه. جانسن د ۶۱ سلنه رايې په تر لاسه کولو سره ټاکنې وګټلې او له شپږ ايالتونو څخه پرته يې نور ټول ايالتونه ومنل. ديموکراتانو په ۸۹ کانګرس کې د هرې خونې د دوه پر درې څخه د زياتې برخې د اداره کولو پوره څوکۍ خپلې کړې، چې په مشرانو جرګه کې يې ۶۸ د ۳۲ څوکيو او د استازو جرګه کې يې ۲۹۵ د ۱۴۰ څوکيو په توپير درلودې. [۱۵]

جانسن د يهودي رايې لوی اکثريت وګټه، چې يوه لېبرالي ټاکنيزه سيمه وه چې د لويې ټولنې پياوړی ملاتړ يې وکړ. [۱۶]

د ۸۹ کانګرس دوه غونډې سمول

سياسي تنظيم د جرګې مشرانو ته لاره هواره کړه، چې هغه اصول بدل کړي چې سويلي ديموکراتانو ‘Southern Democrats’ ته يې اجازه ورکړې وه، چې کمېټه کې د “New Frontier” په نوم پروګرام او د مدني حقونو د قانوني کولو عمل له منځه يوسي، چې د لويې ټولنې د قانون تصويبولو هڅو کې يې مرسته وکړه. په ۱۹۶۵ ز کال کې د ۸۹ کانګرس لومړنۍ غونډې د لويې ټولنې اصلي منځپانګه يا بنسټ جوړ کړ. دې د طبي پاملرنې او زده کړو لپاره د فدرالي مرستې په څېر د اوږد مهاله ځنډول شوي قانونيت د تصويب له مخې پيل وکړ او وروسته نورو برخو ته ننوت، چې د لوړې چټکتيا عامه لېږد، د کرايې بشپړونکې، بسته بندۍ کې رښتينولي، د چاپيريالي خونديتوب قانون ايښودنه، د رواني يا ذهني روغتيايي اسانتياوو لپاره نوي اصول، Teacher Corps، د انساني ځواک روزنه، د “Head Start” خپرونه يا پروګرام، ښاري ډله ييز لېږد لپاره مرسته، د ښارونو اشاري يا ثابتونکې خپرونه، د کور جوړونې هغه قانون چې د کرايې بسپنې يې راونغاړلې او د لوړو زده کړو لپاره قانون رانغاړي. د جانسن ادارې کانګرس ته ۸۷ لايحې وسپارلې او جانسن ۸۴ يا ٪۹۶ لاسليک کړې، چې په دې ډول د امريکا د کانګرس په تاريخ کې د قانون ايښودنې تر ټولو بريالۍ موضوع ده. [۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 315. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Zelizer, Julian E. (2015). The fierce urgency of now : Lyndon Johnson, Congress, and the battle for the Great Society. New York. OCLC 881094066. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59420-434-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Life, November 5, 1965
  5. Nation's Business A Useful Look Ahead January 1966 Vol. 54 No. 1, P.73
  6. Riley, Jason L. (2008). Let Them In: The Case for Open Borders. Gotham Books. د کتاب پاڼې 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781592403493. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Revenue Act of 1964
  8. Chafe, William H. The Unfinished Journey: America Since World War II
  9. "President Johnson's speech at Ohio University, May 7, 1964". The American Presidency Project. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "President Johnson's speech at the University of Michigan from the LBJ Library". Lbjlib.utexas.edu. د اصلي آرشيف څخه پر June 2, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Woods, Randall (2007). LBJ: Architect of American Ambition. Simon and Schuster. p. 557. ISBN 1416593314.
  12. Lester, Robert E., editor. Task Force Reports of the Johnson White House, 1963–1969. LexisNexis, http://cisupa.proquest.com/ksc_assets/catalog/101686.pdf Archived 2016-10-13 at the Wayback Machine..
  13. Smith, Nancy Kegan. "Presidential Task Force Operation during the Johnson Administration". Presidential Studies Quarterly, vol. 15, no. 2, 1985, pp. 320–329. JSTOR, JSTOR, www.jstor.org/stable/27550209.
  14. DeBolt, Abbe Allen, Baugess, James S. (2011). Encyclopedia of the Sixties: A Decade of Culture and Counterculture. ABC-CLIO. p. 261. ISBN 0313329443.
  15. "Civil Rights Act of 1964". Finduslaw.com. د اصلي آرشيف څخه پر October 21, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Marc Dollinger, "The other War: American Jews, Lyndon Johnson, and the Great Society." American Jewish History 89#4 (2001) pp. 437+. online.
  17. Unger, Irwin, 1996: The Best of Intentions: the triumphs and failures of the Great Society under Kennedy, Johnson, and Nixon. Doubleday, p. 104.
  18. Chafe, William H. The Unfinished Journey: America Since World War II