لومړی سېلیوکوس نیکاتور


لومړی سېلیوکوس نیکاتور (په انګلیسي: Seleucus I Nicator، په یوناني: Σέλευκος Νικάτωρ؛ پيدایښت شاوخوا: ۳۵۸ق‌م، مړینه: ۲۸۱ق‌م) د لرغونې مقدونیې یوناني جنرال، افسر او د مقدوني سکندر ځایناستی، چې د سیلوکي ټبر په مشرۍ د سیلوکیانو د ټولواکمنۍ تاسیس په لټه کې ؤ. د مقدوني سکندر له مړینې وروسته د واک پر سر په ترسره شویو منازعاتو کې، سېلیوکوس (چې حاشیوي رول یې لوبوه) د اناټولي (کوچنۍ آسیا)، سوریې، بین‌النهرین او ایران جلګو پوره واک ترلاسه او د باسیلیوس (ټولواکمن) لقب یې غوره کړ. سیلوکي ټولواکمني د هېلنیسټي نړۍ له سترو واکمنیو څخه وه، تر هغو چې د دوه‌یمې ق‌م پېړۍ په وروستیو او د لومړۍ ق‌م پېړۍ په لومړیو کې د روم جمهوریت او اشکانیانو واکمنۍ له‌لورې مغلوب شو.

د مقدوني سکندر تر واکمنۍ لاندې د خدمت په موده کې، سېلیوکوس د هیپاسپیستای یا د سپینو زرو سپرونو په نامه د مقدونیې پلي‌پوځ یوې غورې ډلې قوماندان ؤ. په ۳۲۳ق‌م کې د مقدوني سکندر له مړینې وروسته، سېلیوکوس په لومړیو کې د سکندر ټولواکمنۍ له نایب‌السلطنه «پېردیکاس» څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په ۳۲۳ق‌م کې د بابل په وېش کې (د بابل وېش د مقدوني سکندر د قلمرو د وېش جوړجاړي او هوکړې لیکونو ته ویل کېږي) د مقدونیې سپور نظام او خیلیراخوس ډلې د قوماندان په توګه وګومارل شو. سره له‌دې، په ۳۲۲ق‌م کې د دیادوخیانو جګړو (له مقدوني سکندر وروسته ملوک‌الطوایفي جګړې) له پیل وروسته، په مصر کې د بطلیموس پر وړاندې د پېردیکاس نظامي ماتو له‌امله د هغه لښکریانو په پلوزیوم کې بغاوت وکړ. په ۳۲۱ یا ۳۲۰ق‌م کې له پېردیکاس سره د سېلیوکوس، پیتون او انتي‌جېنیس له‌خوا په پلوزیوم کې خیانت وشو او ووژل شو. په ۳۲۱ق‌م کې، د تريپارادیسوس په وېشلو کې سېلیوکوس د نوي نایب‌السلطنه «انتي‌پاتر» په وخت کې د بابل ساتراپ (والي/صوبه‌دار) په توګه وګومارل شو. خو ډېره لږه موده وروسته د دیادوخیانو (د مقدوني سکندر ځایناستي/ملوک‌الطوایف) ترمنځ جګړې بیا ونښتې او یو پیاوړي دیادوخوی «انتي‌ګونوس» سېلیوکوس اړ کړ له بابل څخه وتښتي. سېلیوکوس په ۳۱۲ق‌م کې د بطلیموس په ملاتړ سره وکولای شول بېرته بابل ته ورشي. له ۳۱۲ق‌م وروسته سېلیوکوس په بې‌باکه توګه خپل تر واک لاندې سیمو ته پراختیا ورکړه او په پای کې یې فارس او ماد هم ونیول. سېلیوکوس نه‌یوازې د بابل پر سیمو، بلکې د مقدوني سکندر د ټولواکمنۍ پر ټولې ختیځ برخې باندې حکومت وکړ.

سېلیوکوس آن په ګندهارا او ختیځ هند کې د پخوانیو ستراپي‌ګانو ادعا درلوده. سره له‌دې، دغه لوړې هیلې او خوبونه د چندراګوپتا موریا له‌خوا وننګول شول او د سیلوکیانو او موریاییانو ترمنځ د جګړې لامل وګرځېدل (۳۰۵ تر ۳۰۳ق‌م). دغه نښتې په پای کې په یوې معاهدې سره حل او په پایله کې د ختیځ ستراپي‌ګانې له موریا ټولواکمنۍ سره یوځای شوې. سربېره پر دې، د سترابو او اپیان په وینا، د لور ورکولو او واده له‌لارې یو اتحاد رامنځ‌ته شو، چې چندراګوپتا د سېلیوکوس له لور سره واده وکړ. همدا راز، سیلوکي ټولواکمنۍ د پام‌وړ نظامي ځواک (۵۰۰ جنګي پیلان له پيلوانانو سره) ترلاسه کړ چې په ۳۰۱ق‌م کې، د انتي‌ګونوس پر وړاندې په ایپسوس جګړه کې یې مهم رول ولوبوه. سېلیوکوس په ۲۸۱ق‌م کې لیسیماخوس ته هم په کوروپېدیوم جګړه کې ماته ورکړه او کوچنۍ آسیا یې خپلې ټولواکمنۍ ته وراضافه کړه.[۱]

د انتي‌ګونوس او لیسیماخوس پر وړاندې د سېلیوکوس بریاوو له‌امله، سیلوکي کورنۍ په ملوک‌الطوایفو کې کابو هېڅ مخالف نه‌درلود. سره له‌دې، سېلیوکوس هیله درلوده ترڅو د لیسیماخوس اروپایي سیمې او په لومړي سر کې تراکیا او مقدونیه هم تر ولکې لاندې ولري. خو په ۲۸۱ق‌م کې تراکیا ته له ننوتو سره سم، سېلیوکوس د بطلیموس کېراونوس له‌خوا، چې له خپلې خور لیساندرا سره سیلوکي دربار ته پنا وړې وه، ووژل شو. د سېلیوکوس په وژنې سره، د تراکیا او مقدونیې په هکله د سیلوکي کورنۍ هیلې او تمې له‌منځه ولاړې او د بطلیموس کېراونوس لپاره لاره اواره شوه ترڅو په مقدونیه کې د لیسیماخوس پخوانی ځواک بېرته راوګرځوي. له سېلیوکوس وروسته زوی یې «لومړی انتیوخوس» د سیلوکي ټولواکمنۍ مشر شو.[۲]

سېلیوکوس د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې د انطاقیې (۳۰۰ق‌م)، ادېسا او په دجله کې د سېلوکیې (شاوخوا ۳۰۵ق‌م) په شمول  یوشمېر نوي ښارونه تاسیس کړ، چې په پای کې وګړي له بابل څخه دغو ښارونو ته ورتلل.

د زلمیتوب کلونه او کورنۍ

سمول

سېلیوکوس د انتیوخوس زوی ؤ. مورخ جونیانوس جوستینوس ادعا کوي چې انتیوخوس د مقدونیې دوه‌یم فیلیپ له جنرالانو څخه ؤ، خو په دغه نوم جنرال په بلې هېڅ کومې سرچینې او اخځلیک کې ذکر شوی نه‌دی او د فیلیپ په واکمنۍ کې د هغه دندې او کاري ژوند په هکله هېڅ ډول معلومات شتون نه‌لري. دا احتمال شته چې انتیوخوس د برې مقدونیې د اشرافي کورنۍ یو غړی ؤ. په اغلب ګومان د سېلیوکوس مور «لاودیکا» نومېدله، خو د هغې په هکله هېڅ نور معلومات نه‌شته. کلونه وروسته، سېلیوکوس یوشمېر ښارونه د خپل مور او پلار په نامه ونومول. سېلیوکوس د مقدونیې په شمالي برخه کې، په یوروپوس کې زېږېدلی ؤ. که چېرې د زېږېدنې ډېر احتمالي کال یې ۳۵۸ق‌م ونیول شي، له زېږېدنې څخه یې پوره یو کال وروسته پایونیانو پر سیمې برید وکړ. فیلیپ بریدګرو ته ماته ورکړ او یوازې څو کاله وروسته یې په بشپړه توګه د مقدونیې تر ولکې لاندې راوستل. د سېلیوکوس د زېږېدنې کال معلوم نه‌دی. جوستین ادعا کوي چې هغه د کوروپېدیوم جګړې پر مهال ۷۷ کلن ؤ ، چې په دې حساب یې د زېږېدنې کال ۳۵۸ق‌م کېږي. خو اپیان وایي چې سېلیوکوس په دغې جګړه کې ۷۳ کلن ؤ، یعنې په ۳۵۴ق‌م کې به زېږېدلی وي. له بلې خوا، د قیصریې یوسېبیوس هغه د مقدوني سکندر همزولی ګڼي او وایي چې په ۳۵۶ق‌م کې زېږېدلی او په نوموړې جګړه کې ۷۵ کلن ؤ. دغه ادعاوې په ډېر احتمال سره د سېلیوکوس په ننګه مطرح کېږي ترڅو هغه له مقدوني سکندر سره د پرتلې‌وړ وګرځوي.[۳][۴][۵]

سېلیوکوس تنکی ځوان ؤ چې د پاچا خدمتګار (pais) په توګه وټاکل شو. د دود له‌مخې، د اشرافي کورنیو ټولو زامنو به په لومړي سر کې دغه موقف ته ګورمال کېدل او وروسته به یې د پاچا په پوځ کې د افسر په توګه خدمت کاوه.[۶]

سېلیوکوس د خپلو راتلونکو سیالانو (لومړی انتي‌ګونوس مونوفتالموس او د مقدونیې لومړی دیمیتریوس) په څېر ډېر هډور او غښتلی ؤ. اپیان د یوې پېښې په بیان کې لیکي چې یوه ورځ سکندر غوښتل یو وحشي غوایي حلال کړي، خو غوایي رسۍ وشلوله او وتښتېده، سېلیوکوس وکولای شول دغه غوایي په تشو لاسونه ونیسي او سکندر ته یې راولي. وروسته، په ډېر احتمال سره، له همدې امله د هغه په نامه ضرب شویو سکو کې د غوایي ښکرونه نقش کېدل.[۷]

څرنګه چې د مقدوني سکندر په هکله ځینې افسانې راغلې دي، د سېلیوکوس په هکله هم داسې افسانې ویل شوې دي. د دغو افسانو له‌مخې، انتیوخوس سېلیوکوس ته مخکې تر دې چې له سکندر سره د فارسیانو پر وړاندې جګړې ته ورشي، ویلي وو چې د هغه واقعي پلار «اپولو» خدای دی. هغه خدای لاودیکا ته یوه ګوتمۍ او د لنګر یو انځور د ډالۍ په توګه پرېښي وو. سېلیوکوس د لنګر په څېر یو مورزادي خال درلود. ویل کېدل چې د سېلیوکوس زامنو او لمسیانو هم ورته مورزادي خالونه درلودل. دغه کیسه د مقدوني سکندر په هکله روایت شوې کیسې په څېر ده. په ډېر احتمال سره دغه کیسه د سېلیوکوس په ننګه راغلې ده ترڅو هغه د مقدوني سکندر ذاتي ځایناستي په توګه وپېژندل شي.[۸][۹]

سرچينې

سمول
  1. Appian, p. 55.
  2. کينډۍ:EB1911
  3. Grainger 1990, p. 2
  4. Grainger 1990, pp. 4–5
  5. Grainger 1990, p. 1
  6. Grainger 1990, p. 2
  7. Appian, p. 55.
  8. Grainger 1990, p. 2
  9. Grainger 1990, p. 3