لومړنی(بدوي) کمونیزم
بدوي کمونیزم د تاریخ په اوږدو کې د ښکار راغونډونکو ټولنو د ډالۍ اقتصاد (gift economies) د تشرېح کولو لار ده، هغه اقتصاد چې له مخې یې مالکیت او ښکار شوي اموال د یوې ډلې د ټولو غړو ترمنځ د فردي اړتیاوو له مخې وېشل کېدل. په سیاسي ټولن پوهنه او انسان پوهنه کې هم دا مفهوم شتون لري (تر ډېره کارل مارکس او فریدریش انګلز ته یې نسبت ورکول کېږي) چې له مخې یې ښکار ټولونکې ټولنې په سنتي ډول د برابري غوښتونکو ټولنیزو اړیکو او عامه مالکیت لرلو پر بنسټ توصیف کېږي. د مارکس او انګلز لپاره لومړنی الهام بخښونکی د لوئیس هنري مورګان «په ژوندانه کې د کمونېزم» توصیف و چې د ایروکوا وګړو له خوا په شمالي امریکا کې عملي کړای شو. د مارکس د اقتصادي ټولنیز جوړښت د ماډل له مخې د بدوي کمونېزم لرونکو ټولنو ترمنځ؛ ټولنیزو سلسه مراتبو او د شتمنۍ غونډولو دود شتون نه درلود. [۱][۲][۳][۴][۵]
د نظریې پراختیا
سمولد بدوي کمونېزم اصلي نظریه د ژان ژاک روسو د آثارو د غوره وحشي په نظریه او د مورګان او الي اس. پارکر د انسان پوهنې په لومړیو مطالعاتو کې ریښه لري. انګلز لومړی کس و چې د کورنۍ د اصل، خصوصي مالکیت او دولت په نامه خپل کتاب کې چې په ۱۸۸۴ زکال کې خپور شو د لومړني(بدوي) کمونیزم په اړه په تفصیل سره لیکنه وکړه. انګلز بدوي کمونیستي ټولنې په دوه پړاوونو وویشلې: «وحشي» (ښکار ټولونکی) پړاو چې دایمي بنسټیز جوړښت یې نه درلود او له طبیعي نړۍ سره یې نږدې اړیکې لرلی او «بربر» پړاو چې د روم د سترواکۍ د پولو ترمنځ د لرغوني جرمني نفوس او همدارنګه د اروپایانو له استعمار وړاندې د شمالي امریکا د بومي وګړو په څېر یې بنسټیز جوړښت درلود چې په ټولیز ډول یې په برابري غوښتونکو زېږېدلو ټولنو کې ژوند کاوه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مارکس او انګلز دغه اصطلاح له نورو وروستیو مارکسیستانو څخه په پراخه کچه وکاروله، هغوی دغه اصطلاح نه یوازې د ښکار ټولونکو لپاره بلکې د یو شمېر نور هغو ټولنو لپاره چې په تل پاتې کرنې بوخت و وکاروله. همدارنګه د مارکسیستانو په ګډون د وروستیو څېړونکو ترمنځ د لومړني کمونېزم د تاریخي عمر اړوند کوم توافق شتون نه لري. مارکس او انګلز همدارنګه څرګنده کړې چې څه ډول د شتمنۍ کپیټلیسټي راغونډېدو ځان د بدوي کمونېزم له ټولنیزو بنسټونو سره ونښلوه. د بېلګې په توګه په خصوصي مکاتباتو کې چې د کورنۍ د ریښي د کتاب سره په یوکال کې خپور شو، انګلز په اروپايي استعمار برید وکړ، او څرګنده یې کړه چې څه ډول هالنډي رژیم په جاوه ټاپو کې د «لرغونو کلیوالي کمونیستي ټولنو د اساساتو پر بنسټ» کرنیز تولیدات برابرول او له هغو یې ګټه اخیستله. هغه زیاته کړه چې د هالنډي ختیځ هند، بریتانوي هند او روسي سترواکۍ په څېر مواردو وښووله چې «نن ورځ څه ډول بدوي کمونېزم... د استثمار تر ټولو غوره او پراخ بنسټونه رامنځته کړي».[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د پیتر کروپوتکین او الیزه رکلوس په ګډون انارشیستانو باور درلود چې هغه ټولنې چې د بدوي کمونېزم بېلګې وې له صنعتي کېدو وړاندې د انارشیستي ټولنو بېلګې هم وې. د انارشیزم او ډالۍ اقتصاد په برخه کې د کروپوتکن د کار بېلګه Mutual Aid: A Factor of Evolution (ګډه مرسته: د تکامل فکتور) ده چې د سویلي افریقا په سن وګړو باندې یې د خپل تیزس لپاره د څېړنې پایله ده. [۱۶][۱۷]
تر ۲۰ مې او ۲۱ مې پېړۍ پورې هغه مهال چې ارنست مانډېل، روزا لوکزامبورګ، ایاد هوډر، ماریجا ګیمبوتاس او نورو د لومړني/بدوي کمونېزم په اړه خپلې اصلي څېړنې وړاندې کړې د بدوي کمونېزم په اړه د انګلز له څېړنو پرته د نورو مارکسیست پوهانو ترمنځ ډېر لږ پرمختګ شتون درلود. له تاریخ وړاندې او د لومړیو دورو د تاریخ غیر مارکسیستي پوهانو دغه مفهوم ته جدي پام وه نه کړ په داسې حال کې چې کله کله به ورسره مخامخ کېدل او تر ډېره به یې څنګ ته کوله. د لومړي ځل لپاره د بدوي/لومړني کمونېزم اصطلاح د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې په لرغوني کرت کې د موجود بدوي کمونېزم اړوند روسي څېړنو کې راڅرګنده شوه، خو اړوند یې د شلمې پېړۍ تر هغه مهاله پورې کومه پراخه څېړنه ترسره نه شوه کله چې ایتنوګرافر دیمتري کنستانتینوویچ زلنین چې په شوروي اتحاد کې یې په غیر ښکاري ټولنو څېړنه کوله په دغو ټولنو کې د بدوي کمونېزم له پاتې شونو سره مخ شو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د مورګان د کار پر بنسټ د بدوي کمونېزم باور؛ له ایروکوايي وګړو څخه د مورګان د ناسم درک او د هغې د ټولنیز تکامل د نظریې له مخې چې هغه مهال ثابته شوې، وه ناسم دی. وروستیو کره څېړنو په ښکار ټولونکو ټولنو کې د ځمکې په مالکیت، ګډ مالکیت، جنایت او عدالت تمرکز درلود. د لومړني/بدوي کمونېزم نوی تعریف کولای شو د هغه ټولنو اړوند را لنډ کړو چې د خپلې ټولنې د غړو ترمنځ یې اقتصادي همکاري لرله او د ټولنې نږدې ټولو غړو په ټولنه کې خپله ونډه لرله او همدارنګه یې له ځمکې او منابعو څخه په سوله ئیز ډول په ګډه توګه ګټنه کوله. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۰][۳۱]
له شلمې پېړۍ را وروسته لرغون پېژندونکو او ټولن پوهانو د پالئوتیک دورې له ښکار ټولونکو ټولنو څخه دکالکولیتیک دورې تر زراعتي ټولنو پورې د بدوي کمونېزم اصطلاح ته پام وکړ چې په کې د ارکیاچ دورې د لتیک پړاو پالو امریکايي ټولنې هم شاملېږي. شوروي لرغون پېژندونکي د مورګان او انګلز د اثارو تر اغېز لاندې و، دوی پالئوتیک کلتورونو ته اړوند وینوس بتان د ۱۹۲۰ مې ز لسیزې او ۱۹۳۰ مې زلسیزې ترمنځ په شوروي اتحاد کې د بدوي کمونیستي او زن سالارو ټولنو د شواهدو په توګه وموندل. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
لومړنۍ(بدوي) کمونیستي ټولنې
سمولځانګړنې
سمولپه یوې بدوي کمونیسي ټولنه کې تولیدي ځواک له هغو وړتیا لرونکو کسانو جوړ و چې د خوړو او د ځمکو د سرچینو په راغونډولو بوخت و او ټول کسان په ښکار او راغونډو شوو توکو کې شریک و. له دې امله چې دغو ټولنو هېڅ اضافي ارزښت نه تولید کاوه هېڅ خصوصي مالکیت هم شتون نه درلود هغه چې له شخصي توکو توپیر لري لکه کالي او یو شمېر نور ورته شخصي وسایل. هغه څه چې تولید کېدل په چټکۍ سره بېرته مصرف کېدل او دا هم له دې امله و چې د کار ویش شتون نه درلود، له همدې امله هم دوی اړ و چې له یو بل سره اوږه په اوږه کار وکړي. یو شمېر هغه محدود توکي چې هر وخت یې شتون درلود – د تولید وسایل (وسایل او ځمکه، کورونه – په اشتراکي ډول ساتل کېدل. د انګلز له نظره د مورنۍ سیمې او مورني نسب اړوند د تولید کار مشترک و او دولت شتون نه درلود. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]
له نیولتیک انقلاب وروسته د حیواناتو او بوټو اهلي کول، د رمو ساتنې او کرنې له لارې او ورپسې ښاري انقلاب له بدوي کمونېزم څخه طبقاتي ټولنې ته د عطف د ټکي په توګه ګڼل کېږي ځکه دغه تېرېدونکی پړاو د خصوصي مالکیت او غلامۍ د راڅرګندېدو سره مل و، چې له ځانه سره یې نابرابري لرله. په دې سربېره د وګړو یو شمېر ډلو یو شمېر نورو فعالیتونو لکه تولید، کلتور، فلسفې او په علم کې تخصص ته مخه کړه چې دغه چاره تر یوه بریده د ټولنیزې ډلبندۍ او د ټولنیزو طبقو د ودې لامل وګرځېده. [۵۱][۵۲][۵۱][۵۳][۵۴]
سرچينې
سمول- ↑ Scott, John; Marshall, Gordon (2007). A Dictionary of Sociology (in انګليسي). USA: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-860987-2.
- ↑ Felluga, Dino (1 January 2011). "Introductory Guide to Critical Theory - Modules on Marx: On the Stages of Economic Development" (in انګليسي). Purdue University. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 February 2021. بياځلي په 3 February 2021.
- ↑ Bealey, Frank (August 1999). The Blackwell Dictionary of Political Science (in انګليسي). Blackwell Publishers. ISBN 978-0-631-20695-8.
- ↑ Morgan, Lewis Henry (1881). Houses and House-Life of the American Aborigines (in انګليسي). Chicago and London: University of Chicago Press.
- ↑ Lee, Richard; DeVore, Irven (1969). Man the Hunter (in انګليسي). Aldine Transaction. ISBN 978-0-202-33032-7.
- ↑ Woodcock, George (1983). "Anarchism: A Historical Introduction". In Woodcock, George (ed.). The Anarchist Reader (in انګليسي) (4 ed.). Fontana Paperbacks.
- ↑ Engels, Friedrich (1972) [1884]. The Origin of the Family, Private Property, and the State, in the Light of the Researches of Lewis H. Morgan (in انګليسي). International Publishers. ISBN 978-0-7178-0359-0.
- ↑ Darmangeat, Christophe (2009). Le Communisme primitif n'est plus ce qu'il était [Primitive Communism is not what it used to be] (in فرانسوي). Collectif d'édition Smolny.
- ↑ Brown, Garrett W.; McLean, Iain; McMillan, Alistair (2018). A Concise Oxford Dictionary of Politics and International Relations (in انګليسي) (4 ed.). Oxford University Press. ISBN 9780199670840.
- ↑ Wilson, James (2000). The Earth Shall Weep: A history of native America (in انګليسي). New York: Grove Press.
- ↑ Gatto Trocchi, Cecilia [in ایټالوي]. Storia Dell'Antropologia Culturale [History of Cultural Anthropology] (in ایټالوي).
- ↑ Gatto Trocchi, Cecilia [in ایټالوي]. Storia Dell'Antropologia Culturale [History of Cultural Anthropology] (in ایټالوي).
- ↑ (Casal 2020); (Knight او June 2021); (Seagle 1937); (Kostick 2021)
- ↑ Pal Singh, Nikhil (September 2016). "On Race, Violence, and So-Called Primitive Accumulation" (PDF). Social Text (in انګليسي). 34 (3): 27–50. doi:10.1215/01642472-3607564. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 10 October 2021. بياځلي په 6 April 2022.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help) - ↑ Bottomore, T. B. (1991). A Dictionary of Marxist Thought (in انګليسي). Oxford: Wiley-Blackwell. p. 174.
- ↑ Clark, John P.; Martin, Camille (2005). "Elisee Reclus: Anarchy (1894)". In Graham, Robert (ed.). Anarchism: A documentary history of libertarian ideas (in انګليسي). Vol. 1. Black Rose Books.
- ↑ Barnard, Alan (17 December 1992). "Primitive communism and mutual aid, Kropotkin visits the Bushmen". In Hann, C.M. (ed.). Socialism: Ideals, Ideologies, and Local Practice (in انګليسي). Routledge. ISBN 9780415083225.
- ↑ Löwy, Michael (1 January 2012). "Zachodni imperializm przeciwko pierwotnemu komunizmowi - nowe odczytanie pism ekonomicznych Róży Luksemburg" [Western imperialism against primitive communism - a new reading of Rosa Luxemburg's economic writings]. Dziedzictwo Róży Luksemburg (in پولنډي). 6: 299–310. doi:10.14746/prt.2012.6.16.
- ↑ Reinisch, Dieter, ed. (2012). Der Urkommunismus. Auf den Spuren der egalitären Gesellschaft [Primitive communism. On the trail of the egalitarian society] (in الماني). Vienna: Promedia. ISBN 978-3-85371-350-1.
- ↑ Parreira Álvares, Lucas (2017). "Comunismo Primitivo e transição capitalista no pensamento de Rosa Luxemburgo" [Primitive Communism and Capitalist Transition in Rosa Luxemburg's Thought]. Revista Direito e Práxis (in پورتګالي). 8 (1). خوندي شوی له اصلي څخه په 21 April 2021.
- ↑ Morton, Stephen (2018). "Capital Accumulation and Debt Colonialism after Rosa Luxemburg". New Formations (in انګليسي). 94 (94). Lawrence & Wishart Ltd.: 82–99. doi:10.3898/NEWF:94.06.2018. S2CID 158517913.
- ↑ McGregor 2021.
- ↑ Harman, Chris (1994). "Engels and the Origins of Human Society". International Socialism (in انګليسي). 2 (65).
- ↑ Vodovozov, Vasily Vasilievich [in روسي] (1890–1907). Энциклопедический словарь Брокгауза и Ефрона: в 86 т. (82 т. и 4 доп.) [Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary: in 86 volumes (82 volumes and 4 additional)] (in روسي). Saint Petersburg.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Zelenin, Dmitry Konstantinovich (1934). "Имущественные запреты как пережитки первобытного коммунизма" [Property Restrictions as Survivals of Primitive Communism]. Transactions of the Institute of Anthropology and Ethnography (in روسي). 1 (1). Leningrad.
- ↑ Darmangeat, Christophe (2009). Le Communisme primitif n'est plus ce qu'il était [Primitive Communism is not what it used to be] (in فرانسوي). Collectif d'édition Smolny.
- ↑ (Morgan 1964); (Service او نور); (Hersey 1993); (Smith 2009); (Haller Jr. 1971); (Hume 2011); (Yang 2012)
- ↑ Ratner, Carl (2012). Cooperation, Community, and Co-Ops in a Global Era (in انګليسي). Springer Science+Business Media. p. 40. ISBN 9781461458258.
- ↑ Ratner, Carl (2012). Cooperation, Community, and Co-Ops in a Global Era (in انګليسي). Springer Science+Business Media. p. 40. ISBN 9781461458258.
- ↑ ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Lee 1990.
- ↑ Yang 2012.
- ↑ Reshetov, A. M. (1972). Охотники, собиратели, рыболовы. Проблемы социально-экономических отношений в доземледельческом обществе [Hunters, Gatherers, Fishermen: Problems of Socioeconomic Relations in Pre-Agrarian Society] (in روسي).
- ↑ Vaitovich, Alexandra Vladimirovna; Kurlovich, Polina Sergeevna (2020). ""Первобытно-коммунистическое общество и его распад": доисторическое прошлое территории Беларуси согласно концепции В. К. Щербакова" ["Primitive communist society and its disintegration": the prehistoric past of the territory of Belarus according to the concept of V. K. Shcherbakov]. Journal of the Belarusian State University. History (in روسي). 4 (3). doi:10.33581/2520-6338-2020-3-54-63.
- ↑ Fehlmann, Meret (2011). Die Rede vom Matriarchat: Zur Gebrauchsgeschichte eines Arguments [Talk of matriarchy. To the history of use of an argument] (Thesis) (in الماني). Zurich: Chronos. ISBN 978-3-0340-1067-2. خوندي شوی له the original on 6 December 2018.
- ↑ Saitta, Dean J. (1988). "Marxism, Prehistory, and Primitive Communism". Rethinking Marxism: A Journal of Economics, Culture & Society (in انګليسي). 1 (4): 145–168. doi:10.1080/08935698808657836.
- ↑ "Primitive communism: life before class and oppression". Socialist Worker (in انګليسي). 28 May 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 March 2021. بياځلي په 3 February 2021.
- ↑ Trigger, Bruce G.; Washburn, Wilcomb E., eds. (1996). The Cambridge history of the Native Peoples of the Americas (in انګليسي). Vol. 1: North America, Part 1. Cambridge University Press.
- ↑ Reich, Wilhelm (1936). Der Einbruch der Sexualmoral. Zur Geschichte der sexuellen Ökonomie [The Invasion of Compulsory Sex Morality. On the history of the sexual economy] (in الماني) (2nd ed.). Berlin: International Psychoanalytic University.
- ↑ Reich, Wilhelm (1972). Baxandall, Lee (ed.). SEX-POL: Essays 1929-1934 (PDF) (in انګليسي). Translated by Bostock, Anna. New York: Vintage Books New York. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 18 April 2021.
- ↑ Malinowski, Bronisław (1929). Życie seksualne dzikich w północno-zachodniej Melanezji [The Sexual Life of Savages in North-Western Melanesia] (in پولنډي).
- ↑ Fromm, Erich (1999). "Rezension zu Wilhelm Reich "Der Einbruch der Sexualmoral"" [Review of Wilhelm Reich's "The Invasion of Compulsory Sex Morality"]. Erich Fromm: Gesamtausgabe in zwölf Bänden [Erich Fromm: Complete edition in twelve volumes] (in الماني). Vol. 8. Munich. pp. 93–96. ISBN 3421052808.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Borneman, Ernest (1975). Das Patriarchat [The Patriarchy] (in الماني).
- ↑ Fluehr-Lobban, Carolyn (1979). "Marxist Reappraisal of the Matriarchate". Current Anthropology (in انګليسي). 20: 341–359. doi:10.1086/202272. S2CID 146605850.
- ↑ Borisov, Evgeniĭ Filippovich; Zhamin, Vitaliĭ Alekseevich; Makarova, M.F. (1975). Diccionario de Economía Política [Dictionary of Political Economy] (in هسپانوي). Madrid: Akal. ISBN 9788473390606.
- ↑ "Eight myths about socialism—and their answers" (in انګليسي). Party for Socialism and Liberation. خوندي شوی له the original on 25 October 2013. بياځلي په 30 August 2013.
- ↑ (Ward Gailey 2016); (Stearns او نور 2004); (Svizzero او Tisdell 2016); (Tomba 2012)
- ↑ Knight, Chris (2008). "Early Human Kinship Was Matrilineal". In Allen, Nicholas J.; Callan, Hilary; Dunbar, Robin; James, Wendy (eds.). Early Human Kinship (PDF) (in انګليسي). Oxford: Blackwell. pp. 61–82. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 21 October 2021.
- ↑ Faludi, Julianna; Crosby, Michelle (2021). "The Digital Economy of the Sourdough: Housewifisation in the Time of COVID-19". tripleC (in انګليسي). 19 (1). tripleC. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 May 2021.
- ↑ Sims, Lionel (9 February 2012). "Primitive communism, barbarism and the origins of class society". Weekly Worker (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 7 October 2021.
- ↑ Diamond 1979.
- ↑ ۵۱٫۰ ۵۱٫۱ Stearns او نور 2004.
- ↑ Ember, Carol R. (1 June 2020). "Hunter-Gatherers (Foragers)". Human Relations Area Files (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 11 October 2021.
- ↑ Reich, Wilhelm (1972). Baxandall, Lee (ed.). SEX-POL: Essays 1929-1934 (PDF) (in انګليسي). Translated by Bostock, Anna. New York: Vintage Books New York. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 18 April 2021.
- ↑ Cadigan-Deutsch, Noah; Ford, Peter; O'loughlin, Daniel (2020). "The Revolutionary Theory of Karl Marx". In Young, Gregory D.; Leszczcynski, Mateusz (eds.). Revolution: Theorists, Theories & Practice (PDF) (in انګليسي). University of Colorado, Boulder. خوندي شوی له the original (PDF) on 18 April 2021.