لومړني نړیوال کېدل
لومړني نړیوال کېدل یا لومړنی مدرن نړیوالتوب، د نړیوال کېدلو د تاريخ یو پېر دی چې نږدې د ۱۶۰۰ تر ۱۸۰۰ کلونو تر منځ او د نړیوال کېدلو تر لرغونې دورې وروسته دوره پهکې شاملېږي. د لومړي ځل لپاره د تاريخ پوهانو اې.جي هوپکېنز او کرېسټېفر بېلي پهواسطه معرفي شو، دا اصطلاح د سوداګریزو اړیکو او فرهنګي تبادل د زیاتوالي پړاو تشرېح کوي چې ۱۹مه پېړۍ کې د مدرن نړیوال کېدلو له راڅرګندېدو څخه لږ مخکې دورې ځانګړنه وه. [۱]
لومړني نړیوال کېدلو له مدرن نړیوال کېدلو څخه د پراختیا غوښتنې، د نړیوالې سوداکرۍ د مدیریت میتود او د اطلاعاتو د تبادلې پر بنسټ ځان نامتو باله. د لومړیو نړیوال کېدلو دوره د ختيځ هند شرکت په څېر سوداګریزو ترتیباتو، لویدیځې اروپا ته د لوړتیاپالنې بدلون، د ځواکمنو هېوادونو تر منځ د پراخو نښتو لکه ۳۰کلنې جګړې له پېښېدلو او نویو توکو له څرګندېدلو- په ځانګړي ډول د غلامانو له سوداګرۍ سره مشخصېږي. مثلثي سوداګرۍ اروپا ته دا امکان برابر کړ چې په لويديځه نیمه کره کې شته سرچينې وکاروي. د نباتي او حیواني محصولاتو کولمبیايي تبادل د الفرد کرزابي له اړوند مفهوم سره د ساري نارغیو لېږد هم په دې پروسه کې اړین رول ولوباوه. سوداګري او د نړیوال کېدلو لومړنۍ اړیکې چې د اروپايي، مسلمانانو، هندیانو، سویل ختيځې اسیا او چیني سوداګرو پراخ شمېر ډلې په ځانګړي ډول د هند سمندر په سیمه کې پهکې ښکېلې وي.
له لومړني نړیوال کېدلو څخه مدرن نړیوال کېدلو ته تېرېدل د سرمایه دارۍ او تېکنالوژۍ د تبادلاتو د پېچلې شبکې پر بنسټ مشخص شول. که څه هم په فرهنګي تبادل کې د پاموړ سقوط لامل شو.
شرحه/ سپړاوی
سمول۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ که څه هم په نړیوال نظام کې د لویدیځ امپریالیزم د راڅرګندېدلو شاهدې وې، د لومړني نړیوالتوب دورې د لویدیځې اروپا او د منځني ختيځ او ختيځې اسیا هېوادونو تر منځ د جوړو شویو دوهاړخيزو اړیکو تعامل زیات کړ. لومړني نړیوال کېدل د دولتونو، دودیزو نظامونو، ملتونو او له نوي نړیوال نظم، نړیوالې سوداګرۍ، امپریالیزم او سیاسي اتحادیو سره د نړیوالو سیمو د پخلاینې دوره وه، هغه څه چې تاريخپوه اې. جې هوپکېنز یې «د معاصرې نړۍ او لرې تېر مهال محصول یادوي.» [۱]
د هاپکېنز په وینا «نړيوالتوب یوه نابشپړه پروسه ده: چې ټوټې کول او همدارنګه انډول دودوي؛ ښايي شاتګ وکړي او همدارنګه پرمختګ وکړي؛ جغرافیهيي لمنه يې ښايي یو پیاوړی سیمهييز لوری وښيي؛ د راتلونکې لوري او چټکتیا وړاندوينه یې له ډاډ سره نه شو کولی- او په یقني توګه له دې فرض سره هم نه چې خپل دروني منطق لري.» تر لومړني نړیوالتوب مخکې د نړیوال کولو شبکې د لویو پاچاهانو او جنګیالیو محصول و چې په افسانهيي خاورو کې د مذهبي لالهانده ګرځېدونکو او سوداګرو شهزادګانو له لارې د شتمنۍ او ویاړ په لټه کې وو. لومړنی نړیوالتوب د لرغوني نړیوالتوب ډېری اړخونه لکه د ښارونو او کډوالو ارزښت او د کاري ځواک تخصصي کول خوندي او بلوغ ته يې ورسول. [۲][۳]
لومړني نړیوال کېدل هم له دوو اصلي سیاسي او اقتصادي بدلونونو سره مشخص شول: «د دولتي سیستمونو بیاځلي رامنځته کېدل او د مالي چارو وده، خدمات او تر صنعت مخکې تولید.» یو شمېر ایالتونو هغه مهال د خپلو ښاروندانو له انحصار او وفادارۍ سره سره د خاورې تر منځ د اړیکو، مالیاتو او حاکمیت په پیاړي کولو پیل وکړ. پهدې دوران کې د نړیوال کېدلو بهیر په شدید ډول پر مادي نړۍ او د تولید لپاره د اړتیا وړ کاري ځواک متمرکز و. د لومړني نړیوالتوب دوره د معاملاتو په سیکتور کې د بورې، تنباکو، چای قهوې او تریاکو په څېر توکو له تولید سره د لرغوني نړوالتوب خلاف د رغېدا وخت و. د اقتصادي مدیریت رغښت د حمل او نقل پراختیا ته هم ورسېد چې د ختيځ او لویديځ تر منځ يې د اړیکو پېچلې ټولګه رامنځته کړه. د سوداګریزو لارو پراختیا د کرنې سیستم او له افریقا څخه د غلامانو د سوداګري د «زرغون انقلاب» لامل شوه. [۴][۵]
مخکښان/اسلاف
سمولتر مدرن مخکې، دوران په بهیر کې د نړیوال کولو لومړنیو بڼو له وړاندې پر یو نړیوال نظام اغېز شېندل پیل کړي وو، چې داسې یوه دوره يې په نښه کړه چې تاريخپوه هېپوکرات ورته د لرغوني نړیوالتوب نوم ورکړ. هغه نړیوال نظام چې په لومړني نړیوالتوب ختم شو په یو یا څو واکمن اوسېدونکو قدرتونو پورې تړلی و چې ګاونډي کلتورونه يې پهخپل سیاسي نظام کې جذبول، له نورو ملتونو سره یې جګړه کوله او پر نړیوالې سوداګرۍ يې برلاسی مونده. په لرغوني نړیوالتوب کې یوه لویه لوړتیاپالنه د روم امپراتوري وه چې د لويې مدیترانې او لویديځې اروپا سیمه يې د یو لړ اوږدمهاله سیاسي او پوځي مبارزو له لارې چې د روم حکومتي سیستم او رومي ارزښتونه يې ناپرمختللیو سیمو ته پراخ کړل متحده کړه. فتحه شوې سیمې د امپراتورۍ په ولایتونو بدلې شوې او په ولایتونو کې رومي پوځي اډې په ښارونو کې د غوره معمارانو پهواسطه طرحه شویو ودانیو بدلې شوې چې د لرغونو فرهنګونو، دودونو او باورونو جذب یې ګړندی او د مدرن روم د ژوند سبک ته يې پراختیا ورکړه. ملتپاله اېدیالوژي او همدارنګه د روم له پوځ څخه د ملاتړ تبلیغات، پوځي بریالیتوب، مېړانه او زړوړتیا په ټوله لویدیځه اروپا او د مدیترانې په سیمه کې د روم امپراتورۍ پراختیا غښتلې کړه. د روم امپراتورۍ ښکلو رغېدلو ښارونو او ترناوونو او اغېزمنو او پیاوړو سمندري بېړیو کښتیو او د پخو سړکونو سازمان شوي سیستم هم سفر چټک او اسان کړی و او له ګاونډیو هېوادونو او ولایتونو سره یې د سوداګرۍ غوره شبکه رامنځته کړې وه. [۶][۷][۸][۹]
د هان وودي (له میلاد څخه مخکې له ۸۷- ۱۴۱ کال پورې) په مشرۍ د هان خاندان د واکمنۍ په بهیر کې د چين حکومت متحد او په کافي اندازه ځواکمن شو چې چین وکولی شوی په بریالۍ توګه په ختيځ کې له خپلو ګاونډیو سره امپریالیستي هڅې پيل کړي. د هان چينايي امپریالیزم یو سولهييز باج ورکوونکی سیستم و چې تر ډېره په دیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو متمرکز و. د هان امپراتورۍ ودې نږدې د اسیا له ټولې پېژندل شوې نړۍ سره سوداګریز او فرهنګي تبادلات اسان کړل او چيني ورېښمو اسیا، داخلي اسیا او ان د روم امپراتورۍ ته پراختیا ومونده. د تاینج لومړنۍ کرړه ان د چين د بهرنیو اغېزو پر وړاندې هم ځواب وايي او د تاينج خاندان په یوه لویه امپراتورۍ بدلېږي. له هېواد څخه بهر له هند او منځني ختيځ سره سوداګرۍ په چټکتیا وده وکړه او د چين ختيځ او سویلي ساحلونه چې یو وخت لرې پرتې او بې ارزښته سیمې وې په ورو ورو د خارجي سوداګرۍ په اصلي سیمو بدلې شوې. د سونګ کورنۍ په بهیر کې د چين سمندري ځواک د بېړۍ جوړونې سمندري سیستم په تېکنالوژۍ کې د پرمختګ له برکته لا پیاوړی شو او د چين سمندري سوداګري هم په چټکه توګه لوړه شوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Hopkins 2003, p. 3.
- ↑ Hopkins 2003, pp. 4–5.
- ↑ Hopkins 2003, p. 5.
- ↑ Hopkins 2003, p. 6.
- ↑ Hopkins 2003, p. 7.
- ↑ Hopkins 2003, pp. 4–5, 7.
- ↑ Shelton 1998, p. 20.
- ↑ Dillon & Garland 2005, p. 235.
- ↑ Dillon & Garland 2005, pp. 56–58.
- ↑ Cohen 2000, pp. 58–59.
- ↑ Cohen 2000, p. 60.
- ↑ Cohen 2000, pp. 61–62.
- ↑ Fairbank, Reischauer & Craig 1973, p. 111.
- ↑ Fairbank, Reischauer & Craig 1973, pp. 135–36.
- ↑ Fairbank, Reischauer & Craig 1973, p. 135.