لوسی سټون
لوسي سټون (زوکړه: د ۱۸۱۸ زکال د اګست ۱۳مه – مړینه: د ۱۸۹۳ زکال د اکتوبر ۱۸مه) امریکايي ویناواله، د غلامۍ پای غوښتونکې او د رایو د ورکړې د حق غوښتونکې وه چې د ښځو د حقونو له مخکښو مدافعینو او تنظیمونکو څخه ګڼل کېږي. سټون له ماساچوستس څخه لومړنۍ ښځینه وه چې د پوهنتوني زده کړو سند یې په ۱۸۴۷ زکال کې ترلاسه کړ. هغې د ښځو د حقونو په ګټه او همدارنګه د غلامۍ پر ضد څرګندونې کولې. نوموړې له واده وروسته د خپل زیږون د مهال د نوم کارلو له امله شهرت وموند ځکه چې هغه مهال دا د هغه دود پر خلاف چاره وه چې له مخې یې ښځو له واده وروسته د خپل مېړه کورنی نوم په خپل نوم کې زیات کاوه. [۱][۲]
د ۱۹مې پېړۍ په ستونزمن سیاسي چاپېریال کې د ښځو د حقونو په برخه کې د سټون سازماني فعالیتونو پام وړ اغېز له ځانه سره درلود. سټون مرسته وکړه چې د ماساچوستس په ووسټر کې د ښځو د حقونو لومړنی ملي کنوانسیون رامنځته شي او له یو شمېر سیمه ییزو، ملي او منطقوي کنوانسیونونو سره په خوا کې یې په کلنۍ بڼه له هغو خپل ملاتړ څرګند کاوه. سټون د یو شمېر قانون جوړونکو بنسټونو پر وړاندې ویناوې وکړې څو د ښځو لپاره د لا زیاتو حقونو ورکوونکي قوانین ترویج کړي. نوموړې د ښځو د ملي وفاداره لیګ (Woman's National Loyal League) په تاسیس کې مرسته وکړه څو د غلامۍ د پای ته رسولو په موخه د متحده ایالاتو د دیارلسمې اصلاحیې په تصویب کې مرسته وکړي؛ له دې وروسته یې د امریکايي ښځو د رایو د ورکړې د حق له ټولنې (American Woman Suffrage Association) سره مرسته وکړه چې د اساسي قانون په تعدیل کې یې د ښځو د رایې د ورکړې له حق ملاتړ وکړ او وه یې شو کولای ښځو ته په ایالتي او سیمه ییزه کچه د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړي. [۳]
سټون د ښځو د حقونو اړوندې ګڼ شمېر لیکنې وکړې، په دغه برخه کې یې خپلې او د نورو کسانو ویناوې او همدارنګه د کنوانسیون د غونډو راپورونه خپاره کړل. هغې د ومن ژورنال (د ښځو مجله) په نامه اوږد مهاله او اغېزمنه مجله کې چې خپله یې جوړه او ترویج کړه د ښځو د حقونو اړوند یې خپل او د نورو بیلابېل لیدلوري خپاره کړل. سټون چې د ښځو د حقونو د خوځښت «ویناواله»، «سهارنۍ ستورې» او د هغو «زړه او روح» بلل کېږي په سوزان بي انتوني یې پام وړ اغېز وکړ څو د ښځو د رایو د ورکړې ارمان ته کار وکړي. الیزابت کډي سټانټون لیکلي چې «لوسي سټون لومړنی کس و چې د عامو امریکايي وګړو زړونه یې د ښځو اړوند پوښتنو له امله په ضربان راوستل». انتوني، سټانټون او سټون ته په ګډه سره په ۱۹مه پېړۍ کې د ښځو د رایو د ورکړې د حق او فیمېنېزم «مثلث» ویل کېږي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
لومړنی ژوند او اغېزې
سموللوسي سټون د ۱۸۱۸ زکال د اګست په ۱۳مه د ماساچوستس ایالت د وېسټ بروکفیلډ په کویز هیل سیمه کې د خپلې کورنۍ په کرونده کې وزیږېده. هغه د هانا متیوز او فرانسېس سټون له ۹ماشومانو څخه اتمه وه. نوموړې له دریو وروڼو او درې خویندو سره یوځای را لویه شوه چې دوه نور یې له زیږون وړاندې مړه شوي وو. د دوی د کورنۍ بله غړې د فرانسېس سټون طلاق شوې خور سارا بار وه چې ماشومانو «عمه سالي» بلله او له خپل ورور سره اوسېده. په داسې حال کې چې په کرونده کې ژوند د ټولو لپاره ستونزمن و، خو فرانسېس سټون په سمه توګه له هغو څخه د خپل کور اړتیاوې پوره کولې. په داسې توګه چې لوسي د خپل ماشومتوب دوره د یوې «بډایه» دورې په توګه یاده کړې او څرګنده کړې یې ده چې کروندې یې د کور ټولې خوراکي اړتیاوې پوره کولې او همدارنګه یې دومره نور اضافي تولید درلود چې کولای یې شو پر مټ یې خپل اړتیا وړ توکي وپېري. [۱۲]
سټون څرګندوي چې «زموږ په کورنۍ کې یو پرېکړه کوونکي شتون درلود او هغه هم پلار مې و»، په دې سره هغې د خپل مهال د کورني مدیریت ځانګړنې توصیف کړې دي. هانا سټون هم د هګیو او پنیر د پلور له امله په منځنۍ کچه عاید درلود، خو پر دغو پیسو یې هېڅ کنټرول نه درلود آن ځینې وختونه به یې خپلې پیسې د هغو شیانو په پیرلو نه ورکولې چې فرانسېس به بې اهمیته ګڼل. هانا په دې باور چې د خپل عاید د لګولو حق لري ځینې وختونه به یې د فرانسېس له بکس څخه پیسې پټولې او یا به یې هم په پټه سره پنیر پلوره. لوسي د خپل ماشومتوب پر مهال له هغو مواردو څخه ناخوښه وه چې د کورنۍ په پیسو باندې یې د پلار د ناعادلانه مدیریت په توګه ترې یادونه کړې. وروسته یې بیا دې ته پام شو چې په دغه چاره کې دودونه ملامت دي او دغه بې عدالتي «د حاکمو دودونو د سمولو اړتیا» له ځانه څرګندوي. [۱۳]
سټون خپلې مور، عمه سالي او ګاونډیو ښځو ته په پام چې د مېړونو له خوا یې ورته چندان پام نه کېده او بې وزله پاتې شوې وې، باور یې وموند چې ښځې د خپلو میړونو لطف او مهربانۍ ته اړ دي. هغه مهال چې نوموړې د بایبل له دې متن سره مخ شوه «چې ستاسو هیلې باید له خپلو مېړونو څخه وي او هغه به پر تاسو واکمن وي»، پر ښځو باندې د حدودو لګولو له دغه دیني جواز څخه ناخوښه شوه او استدلال یې وکړ چې دغه حکم یوازه مېړه لرونکو ښځو ته اړوند دی. همدا و چې پرېکړه یې وکړه چې باید هیڅ نارینه ته خپل ارباب وه نه وايي او د دې لپاره باید له واده ډډه وکړي، لوړې زده کړې وکړي او د خپل عاید په ترلاسه کولو سره د خپل ژوندانه کنټرول په لاس کې واخلي. [۱۴]
د هغې یوې ژوند لیک لیکونکې اندریا مورکر، لیکلي، «د سټون شخصیت پام وړ و: د نورو د چارو د مسئولیت اخیستو لپاره د هغې بې لامله لیوالتیا؛ په کار باندې د اعتیاد، په ځان شک لرلو او د کنټرول لرلو لپاره د لیوالتیا له امله».[۱۵]
واده
سمولهنري بلکوېل د ۱۸۵۳ زکال له اوړي را وروسته د دوه کلونو لپاره له سټون څخه خواستګاري وکړه. سټون هغه ته وویل چې نه غواړي واده وکړي، ځکه چې نه غواړي د خپل ژوندانه کنټرول د بل چا په لاس کې ورکړي او هغه قانوني ځایګی چی یوه مېړوښه ښځه یې لري ترلاسه کړي. بلکوېل باوري و چې د قانون سربېره یوه جوړه کولای شي د برابر مشارکت پر مټ واده وکړي او دوی په خپل منځ کې د دوه ګونې هوکړې پر مټ راتلونکی ژوند اداره کړي. همدارنګه کولای شي د ناعادلانه قوانینو پر وړاندې له ښځې محافظت وکړي، د بېلګې په توګه هغه کولای شي خپله شتمني یو باوري کس ته ورکړي. نوموړی باوري و چې دواړه په ګډه سره کولای شي له هغو زیات څه ترسره کړي چې په یوازې ځان یې کولای شي. همدارنګه نوموړي د دې لپاره چې وښيي څه ډول د سټون له چارو سره مرسته کولای شي په ۱۸۵۳ زکال کې یې د ویناوو کولو یو ډیر بریالی پروګرام پیل کړ. سټون او بلک ویل د اتلس میاشتنۍ خواستګارۍ پر مهال چې تر ډېره پورې یې د لیکونو پر مټ یو بل ته ځواب ورکاوه د واده د څرګندوالي، واقعي توب او ایډیال توب، د هغو د ماهیت او د ځان لپاره د هغو د مناسب والي اړوند بحثونه وکړل. سټون په تدریجي بڼه پر بلکوېل مینه شوه او د ۱۸۵۴ زکال په نومبر میاشت کې یې هوکړه وکړه چې له بلکوېل سره به واده وکړي. [۱۶][۱۷]
سټون او بلکوېل د خپلې خپلواکۍ او شخصي آزادیو د ساتنې او خوندیتوب په موخه یوه شخصي هوکړه رامنځته کړه. د مالي مسایلو اړوند هغوی هوکړه وکړه چې باید د سوداګریزو شریکانو په څېر وي او دواړه به د پخوانیو چارو له حاصل پرته د نورو ټولو شیانو مشترک مالکین وي. هېڅ یو به یو بل ته په اړوندو املاکو ادعا نه کوي او هیڅ یو له دوی څخه د هوکړې بل اړخ ته د اړوندو املاکو د ساتنې په موخه د هېڅ ډول لګښت ورکړې ته ژمن نه دی، په داسې حال کې چې واده یې کړی او له یو بل سره ژوند کوي او همدارنګه خپل عواید شریکوي، خو که چېرې له یوبل جلا کېږي په وروسته ترلاسه کېدونکو عوایدو به هم له ادعا ډډه کوي. هر یو له دوی څخه حق لري خپلې شتمنۍ هر چاته چې زړه یې غواړي په میراث کې پرېږدي، مګر دا چې ماشوم یې پیدا شي. د بلکوېل له مخالفت سربېره سټون رد کړه چې هغه به د دوی د ګډ ژوندانه نیمايي لګښت ورکوي. له مالي خپلواکۍ سربېره سټون او بلکوېل هوکړه وکړه چې هر یو له دوی څخه له شخصي خپلواکۍ او خودمختاري برخمن دي: «هېڅ یو له شریکانو څخه نه باید د مقابل لوري د استوګنې ځای، دنده یا عادتونه اصلاح کړي او نه هم هېڅ اړخ باید ځان له هغو څخه زیات د ګډ په ژوند کولو ملزم وبولي، تر هغه چې د دواړو لورو هوکړه وي». [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د دوی د واده مراسم د ۱۸۵۵ زکال د مۍ په لومړۍ نېټه د ماساچوستس په ویسټ بروکفیلډ کې د سټون په کور کې ترسره شول، د مراسمو د ترسره کولو چارې د سټون د نږدې ملګري او همکار توماس ونتورث هیګینسن په غاړه وې. هیګینسن د دوی د واده هوکړه ورسیسټر سپې (Worcester Spy) اخبار ته ولېږه او په دې سره د دوی دغه هوکړه په ټول هېواد کې خپره شوه. [۲۴]
سرچينې
سمول- ↑ Electronic Oberlin Group. Oberlin: Yesterday, Today, Tomorrow... Lucy Stone (1818–1893). Retrieved on May 9, 2009.
- ↑ Waxman, Olivia B. (March 7, 2019). "V". Time. New York, NY.
- ↑ O'Dea Schenken, Suzanne (1999). From Suffrage to the Senate. California: ABC-CLIO, Inc. pp. 645. ISBN 0-87436-960-6.
- ↑ Dorchester Atheneum. Lucy Stone, 1818–1893 Archived October 11, 2017, at the Wayback Machine.. "Perhaps Lucy Stone's greatest contribution was in founding and largely financing the weekly newspaper of the American Woman Suffrage Association, the Woman's Journal." Retrieved on May 9, 2009.
- ↑ Spender, 1982, p. 348.
- ↑ Hays, 1961, p. 81.
- ↑ Million, 2003, p. 161.
- ↑ Hays, p. 88; Million, pp. 132, 296n.9
- ↑ Blackwell, 1930, p. 94.
- ↑ Library of Congress. American Memory. American Women, Manuscript Division. Women's Suffrage: The Early Leaders. Retrieved on May 13, 2009.
- ↑ Riegel, Robert Edgar. American Women., Associated University Presses, 1970, p. 220. ISBN 0-8386-7615-4
- ↑ Million, 2003, p. 6.
- ↑ Million, 2003, pp. 11, 282 note 19.
- ↑ Million, 2003, pp. 11-13.
- ↑ Kerr, Andrea (1994). "Lucy Stone: Speaking Out for Equality". The American Historical Review. 99 (2): 653. doi:10.2307/2167467. hdl:1903/29710. JSTOR 2167467.
- ↑ Million, 2003, pp. 145, 157-162, 182-85.
- ↑ Million, 2003, pp. 182-85, 187-88.
- ↑ Blackwell to Stone, February 12, 1854, and December 22, 1854, in Wheeler, 1981, pp. 76, 108-11.
- ↑ Blackwell to Stone, December 22, 1854, [Aug 28, 1855], and February 7, 1856, in Wheeler, 1981, pp. 110, 144, 155-56; Blackwell to Stone, August 29, 1855, quoted in Million, 2003, p. 198.
- ↑ Wright, Henry C., Marriage and Parentage; Or, The Reproductive Element in Man, as a Means to His Elevation and Happiness, 2d ed., 1855.
- ↑ Stone to Blackwell, April 23, [1854], in Wheeler, p. 79.
- ↑ Blackwell to Stone, December 22, 1854, in Wheeler, p. 109-10.
- ↑ Blackwell to Stone, December 22, 1854, and Jan 3, [1855], in Wheeler, 1981, pp. 108, 115-16, 135-36.
- ↑ Million, 2003, pp. 195-96.