لوتینایزنګ هورمون

یو ګلایکو پروتیني هورمون دی چې د نخامیه غدې د قدامي فص د Gonadotrope ژونکو او پلاسنتا په واسطه افراز او بیا وروسته په ښځو کې د تخمې آزادیدل ( Ovulation) او د پروجسترن  تولید او په نارینه وو کې د اندروجن تولید تنبه کوي.[۱] یا په بل عبارت؛ یو ګایکوپروتیني هورمون دی چې په مبیضونو کې د فولیکول په نهایي پخیدو، د ښځینه تخمې په آزایدو، د پروجسترون په تولید، د corpus luteum په رامنځته کیدو، په نارینه جنس کې د اندروجن په تولید کې اساسي رول لوبوي.(۳).  د نخامیه غدې د قدامي فص په واسطه یو بل هورمون د Follicle stimulating hormone  په نوم افرازیږي چې بیا luteinizing hormone (LH ) او Follicle stimulating hormone (FSH ) په ګډه د gonadotropic هورمونونو په نوم هم یادیږي. (۱، ۲). د thyroid-stimulating hormone په څير LH او FSH هورمونونه هم له دوو الفا او بیتا برخو څخه جوړ شوي دي؛ داسې چې الفا برخه یې په درې واړو هورمونونو کې سره ورته او بیتا برخه یې سره توپیر لري او په خپلو مخصوصو رسپتورونو پورې د نښلیدو تمایل لري. د LH هورمون الفا برخه له ۹۲ امینواسیدونو او بیتا برخه یې له ۱۲۰ امینواسیدونو څخه جوړه شوې ده. (۴، ۵). luteinizing hormone ځینې وخت په interstitial cell-stimulating hormone، luteinizing principle او Lutropin نومونو سره هم یادیږي. (۳). د LH او FSH هورمونونو افراز د Gonadotropin releasing hormone په واسطه چې له هایپوتلاموس څخه افرازیږي؛ کنترولیږي. (۲).

د LH هورمون نیم ژوند ۲۰ دقیقې دی یعنې نیم ژوند یې له FSH (۳- ۴ ساعته) او hCG (۲۴ ساعته) څخه ډير لنډ دی. (۵). کله چې په وینه کې د LH او FSH مقدار کم شي نو د مثبت فیډبک  میکانیزم په واسطه هایپوتلاموس تنبه او د  Gonadotropin releasing hormone افراز زیاتیږي چې بیا دا په خپل وار سره Gonadotrope ژونکې؛ کومې چې د نخامیه غدې په قدامې فص کې موقعیت لري؛ تنبه او د LH او FSH تولید ددې حجراتو په واسطه زیاتیږي، په پایله د LH او FSH مقدار په وینه کې لوړیږي. برعکس که چیرته په وینه کې د LH او FSH مقدار لوړ شي نو د منفي فیډبک میکانیزم په واسطه هایپوتلاموس نهې او د Gonadotropin releasing hormone تولید کمیږي چې دا په خپل وار د LH او FSH د افراز د کمیدو لامل ګرځي. مبیضونه او خصیې په دوامداره توګه د LH هورمون تر اغیزې لاندې ښځینه او نارینه هورمونونه تولیدوي. که چیرته د هر لامل له کبله Testosterone او یا progesterone لږ افراز شي نو د مثبت فیډبک میکانیزم په واسطه د  LH افراز زیاتیږي. برعکس که چیرته د هر لامل له کبله Testosterone او یا progesterone زیات افراز شي نو د منفي فیډبک میکانیزم په واسطه له نخامیه غدې څخه د LH افراز کمیږي. (۲، ۵). ګونادوتروپیک هورمونونه د ژوند لپاره اړین نه دي خو د خاصلخیزي ( تکثر یا reproduction) لپاره ډير ارزښت لري، نو ځکه ددې هورمونونو په لږوالي یا نشتوالي کې شنډتوب رامنځته کیږي. د یادولو وړ ده چې ځینې gonadotroph ژونکې یواځې LH او ځينې نورې یې یواځې FSH او ځینې یې دواړه افرازوي. LH  هورمون د فزیولوژي له نظره په دواړو جنسونو کې ګوناد تنبه کوي، په دې معنی چې په خصیو کې د Leydig  ژونکو له رسپتورونو سره نښلي او د testosterone افراز تنبه کوي او په  مبیضونو کې د تخمې په آزادیدو، د پروجسترون او استروجن  په افراز کې؛ اساسي دنده ترسره کوي. د LH تولید په نورمال ډول د طفولیت په وخت  کې لږ او له مینوپاز څخه وروسته په ښځو کې ډیریږي. د حاصلخیزۍ په وخت کې ددې هورمون اندازه    1-20 IU/L وي. که چیرته د LH او FSH هورمونونو افراز له نورمال څخه کم شي نو  د جنسي غړو دندې خرابې او hypogonadism رامنځته کیږي. په دې حالت کې خصیې نشي کولی په کافي اندازه سپرمونه او Testosterone او مبیضونه نشي کولی په کافي اندازه پروجسترون او استروجن تولید او تخمه آزاده  کړي، چې دا کار په خپل وار سره د شنډتوب لامل ګرځي. که په دې ناروغانو کې د وینې اندروجن هورمونونه ارزیایي کړو نو مقدار به یې ډیر لږ وي. د درملنې لپاره ناروغ ته LH یا FSH او یا دواړه توصیه کیږي.( ۴، ۵). په یو شمیر حالاتو (لکه د ګوناد په عدم کفایه، د جراحي عمليې په واسطه د ګوناد د لرې کولو په صورت کې او یا د نخامیه غدې په تومورونو ) کې، په لوړه پیمانه LH او FSH تولیدیږي . ددې هورمونو لوړه پیمانه کومې بیولوژیکي بدې اغیزې نه لري. هغه میندې چې د اولادونو ترمنځ وقفه غواړې له ګڼ شمیر میتودونو څخه ګټه اخلي چې یو ددې میتودونو له پروجسترون او استروجن (Oral contraceptive pills) څخه ګټه اخیستل دي، په دې حالت کې د پروجسترون او استروجن سویه د وینې په دوران کې لوړیږي او د منفي فیډبک میکانیزم په واسطه د LH افراز نهې کوي چې په پایله کې تخمه له فولیکولونو څخه نه آزادیږي او له بارداري څخه مخنیوی کوي. یو شمیر میندې د وقفې لپاره له  GnRH receptor antagonists څخه ګټه اخلي، په دې حالت کې (Gonadotropin releasing hormone) GnRH نه افرازیږي او په پایله کې د LH افراز کمیږي.(۵). همدارنګه کولی شو چې په ادرار کې د LH د موجودیت او یا نه موجودیت له مخې د  ovulation  ( د تخمې د آزادیدو) د وخت وړاندوینه وکړو، په دې معنی چې د LH-kit په واسطه هره ورځ په ادرار کې د LH موجودیت ارزیابي کوو هر وخت چې په ادرار کې د LH موجودیت تثبیت شو نو په ۲۴- ۴۸ راتلونکو ساعتونو کې تخمه آزادیږي او ښځې ته  ددې زیری ورکوي چې له خپل خاوند سره نږدي او یا د اولاد د نه غوښتلو په صورت کې؛ له نږدې کیدو څخه ځان وساتي. (۶).

سرچینې: سمول

1- .

2- Guyton and Hall, Text book of Medical Physiology 10th edition, Unit 5, Ch.25-31, pages 1064, 2000, W.B Sounders company peladdelphia, London, New York, Sydney Toronto.

3- Stedman’s electronic Medical dictionary. Version 6, 2004, Lippincott Williams and wilkins.

4- Martindale: The Complete Drug Reference © 2007 The Pharmaceutical Press.

5- http://arbl.cvmbs.colostate.edu/hbooks/pathphys/endocrine/hypopit/lhfsh.html Archived 2016-11-21 at the Wayback Machine.

6- http://www.webmd.com/women/luteinizing-hormone

  1. word web professional 5.32, 2007, Antony Lewis, on CD Rom